رسمي نکاح خط د واده د ثبتولو او د ښځې او خاوند د هویت تثبیت لپاره اړین سند دی چې د نړۍ په ډېري هېوادونو کې اوسېدونکو ته د دې سند لرل حتمي ده. واده او نکاح، د نورو قراردادونو په څېر، دواړو اړخونو لپاره حقونه او مسوولیتونه لري، نو له دې امله باید د رسمي او قضایي ادارو سره ثبت شي. په رسمي محکمو کې د خلکو له خوا د نکاح خط اخیستل په ډېرو مواردو کې په هېواد دننه او بهر کې او په ځانګړې توګه د کورنیو او بهرنیو سفرونو او همدارنګه نورو هېوادونو ته د کډوالۍ یا پناه غوښتنې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

په هلمند ولایت کې نکاح خط څنګه اخیستل کېږي؟

غوښتونکي د نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک او اړین اسناد

  • ښځه او مېړه یا ناکح او منکوحه د نکاح خط د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیک یا عریضه د هلمند ولایت لومړۍ یا وثایقو محکمې ته د وړاندې کولو په موخه چمتو کوي؛
  • د غوښتنلیک د چمتو کولو پرمهالد ښځې او خاوند په3x4 اندازه دوه انځورونو او اصلي تذکرو ته اړتیا ده؛
  • د مهر پر اندازې سربیره د نکاح نېټه او د ماشومانو شمېر او نومونه هم په غوښتنلیک او وروسته په اصلي نکاح کې لیکل کېږي؛

دویم پړاو: د وثایقو محکمې ته مراجعه

  • له مېرمن یا خاوند څخه یوه یې غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د هلمند ولایت د وثایقو محکمې ریاست ته وړاندې او د محکمې رییس په کې احکام ورکوي؛
  • محکمه په غوښتنلیک کې پر احکام ورکولو سربېره، غوښتونکو ته یوه فورمه د ډکولو په موخه ورکوي چې په هغه کې د مېرمن او خوند د پېژندنې معلومات، د استوګنې ځای، د اړخونو د نکاح شونتیا او د اړخونو ترمنځ د واده پر وړاندې د لنډمهاله او دایمي خنډونو نشتوالي په تړاو پوښتنې دي؛
  • پر فورمې سربېره د زرو (۱۰۰۰) افغانيو بانکي اویز چې د نکاح خط لګښت دی هم مېرمن او خاوند ته ورکول کېږي ترڅو يوه يې ياده شوې اندازه پيسې بانک ته وسپاري او تصدیق پاڼه یې محکمې ته وړاندې کړي؛

درېیم پړاو: د ملا امام، ګذر وکیل او اړوندې ناحیې تصدیق

  • فورمه د جومات ملا امام او دوو ګاونډیانو ته د پوښتنو ځوابولو لپاره وړل کېږي او بیا فورمه د ګذر وکیل، ناحیې او یا اړونده ولسوالۍ ته وړل کېږي څو هغوی هم فورمه تصدیق کړي؛
  • دا فورمه له ډکولو وروسته باید د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه بېرته د وثایقو محکمې ته وسپارل شي؛

څلورم پړاو: د نکاح په موخه اقرار او شاهدان

  • په دې پړاو کې مېرمن او خاوند د خپل نکاح د ثبتولو لپاره، دوه شاهدان د هغو له اصلي تذکرو او دوو انځورونو سرهمحکمې ته حاضروي؛
  • اړونده برخه د ناکح، منکوحې او دوو تنو شاهدانو معلومات د هغوی د اصلي تذکرو پر بنسټ په نکاح خط کې لیکي او قاضي ته یې وړاندې کوي؛
  • مېرمن او خاوند د قاضي په حضور کې اقرار کوي چې د یوې ټاکلې اندازې مهریې په بدل کې یو بل سره نکاح کړې چې شاهدان هم شاهدي ورکوي چې دواړه واده شوي دي؛ محکمه د نکاح خط د سپارلو نېټه په ګوته کوي؛

پنځم پړاو: د نکاح خط اخیستل

  • له مېرمن او خاوند څخه یوه یې په ټاکلې نېټه او ساعتاړوندې محکمې ته ځي او د خپل اصلي تذکرې په ښودلو سره خپل نکاح خط چې ثبت او مهر شوی به وي، ترلاسه کوي؛
  • وروسته یو له اړخونو څخه نکاح خط د استیناف محکمې ته وړي او د استیناف محکمې رییس همهغه تاییدوي؛
  • تر دې پړاوه پورې د نکاح خط کارونه خلاص شوي او په هېواد کې دننه کارول کېدای شي، خو په بهر کې د کارولو لپاره باید وژباړل شي.

د نکاح خط ژباړه

  • نکاح خط د ژباړې یوې رسمي دفتر ته وړاندې کړئ ترڅو دا په اړونده ژبه وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د رسميت لرلو او د زېږېدنې د او د نکاح خط د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د دولت د قضایاو دفتر ته مراجعه وکړئ؛
  • په پای کې نکاح خط او د هغه ژپاړل شوې نسخه افغان پُست ته وسپارئ او افغان پُست به په څو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت تصدیق ترلاسه او نکاح خط دواړه کاپي به تاسو ته بېرته درکړي.

د مثنی نکاح خط ترلاسه کول

  • مېرمن یا خاوند لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه د هلمند د وثایقو محکمې تر سرلیک لاندې چمتو، د موضوع شرح لیکي او د مثنی نکاح خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  • د مثنی نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره د ناکح، منکوحې او شاهدانو انځورونه، د راډیو اعلان سند او د ورک شوي نکاح خط کاپي یا ویجاړشوي اصلي نکاح خط وړاندې کول اړین دي؛
  • غوښتنلیک او اړین اسناد اړوندې د هلمند د وثایقو محکمې ته سپارل کېږي چې د ځینو پړاوونو په بشپړېدو سره به مېرمن او خاوند خپل مثنی نکاح خط ترلاسه کړي.
ولایت پته: د لښکرګاه ښار، ولایت مقام ته څېرمه، لومړۍ محکمه، د وثایقو آمریت
د ولسوالیو پته: د ولسوالۍ په کچه د ولسوالیو محکمې