06-Nangarhar Passport Process-02.jpg

پاسپورټ یو له رسمي سفري اسنادو څخه دی چې د دولت لخوا خپلو اتباعو ته صادرېږي. د دې مهم سند لرونکي د خپل هویت د تثبیتولو او د دې سند په کارولو سره د نورو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک سپارلی شي. هغه افغانان چې پاسپورټونه او ویزې ولري د ځمکې او هوا له لارې نورو هېوادونو ته د سفر او ننوتلو اجازه لري. له پاسپورټ پرته بهر ته د افغانانو سفر به ناقانونه وګڼل شي چې په دې توګه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي. له همدې امله اړینه ده چې دا مهم سند د سوداګریزو سفرونو، ناروغۍ او کډوالۍ لپاره ترلاسه او د اړتیا په وخت کې د بهرنیو سفرونو په موخه وکارول شي.

په ننګرهار ولایت کې پاسپورټ څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکی د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  1. غوښتونکي د پاسپورټ د غوښتنلیک فورم د پاسپورټ عمومي ریاست په وېیبپاڼه (passport.moi.gov.af) کې په انلاین بڼه ډک او لېږي؛
  2. پاسپورټ لپاره د فورمې د ډکولو لپاره د پخواني پاسپورټ د صادرېدو شمېره (که چېرې مخکې اخیستی وي)، د تذکرې سکن شوې بڼه او همدارنګه یو الکترونیکي یا سافټ انځور ته اړتیا ده؛
  3. د انلاین غوښتنلیک له ډکولو وروسته، سېسټم غوښتونکي ته په اتومات ډول د پاسپورټ امریت ته د مراجعې نېټه او ساعت ټاکي؛
  4. د غوښتنلیک له تایید او لېږلو وروسته غوښتونکي د انلاین سېسټم څخه د PDF په بڼه یوه فورمه ترلاسه او هغه چاپوي؛
  5. غوښتونکی د پخوانی پاسپورټ او تذکرې کاپي، په 5x4 اندازه څلور قطعې انځورونه او که چېرې غوښتونکی له 18 کلونو څخه کم وي، په لیکلي بڼه د پلار یا ولي اجازه لیک چمتو کېږي؛
  6. که چېرې غوښتونکی له 18 کلونو څخه کم وي، په لیکلي بڼه د پلار یا سرپرست اجازه لیک هم د پاسپورټ اخیستو لپاره چمتو کېږي؛

دویم پړاو: د غوښتنلیک پروسس

  1. غوښتونکی د پاسپورټ عمومي ریاست له وېبپاڼې څخه د مراجعې د نېټې له ترلاسه کولو څخه وروسته د ننګرهار د پاسپورټ امریت ته ځي او خپل غوښتنلیک له اړینو اسنادو سره اړوند مامور ته سپاری ترڅو د پاسپورټ امر تایید یې کړي؛
  2. وړاندې تر دې چې د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وشي، غوښتونکی باید د اصلي تذکرې، څلور انځورونو او د پخواني پاسپورټ (که مخکې ترلاسه کړی وي) له شتون څخه ډاډ ترلاسه کړي؛

درېیم پړاو: د بانک تحویلي

  1. د پاسپورت د امریت د تایید له اخیستو وروسته، غوښتونکي اړوند مامور ته د خپلو اسنادو په وړاندې کولو سره د پاسپورټ د لګښت پرې کولو لپاره د بانک اویز ترلاسه او هغه د افغانستان بانک نږدې استازولۍ کې پروسس کوي؛
  2. د پاسپورټ اخیستلو په موخه د بانک اویز به د 5 او 10 کلونو په نظر کې نیولو سره وټاکل شي چې په دې توګه د 14 کلونو څخه د کم او پورته عمرلرونکو د پاسپورټ فیس یا بیه توپیر لري؛

څلورم پړاو: د بایومټریک او معلوماتو ثبتول

  1. د بایومټریک په پړاو کې، غوښتونکی لومړی احکام یا تایید شوې فورمه او اصلي تذکره د مسوولیت نه لرلو څخه د ډاډ (بیف) برخې ته سپاري او بیا د بیف په ماشین کې د شهادت ګوتې له ایښودلو وروسته د مامور د غوښتونکي د مسوولیت د نه لرلو څخه تصدیق کوي؛
  2. په دې پړاو کې، د بیف فورمه له نورو اسنادو سره مل د بایومټریک برخې ته وړل کېږي او هلته د ښي لاس د څلورو ګوتو او د دواړو لاسونو د غټو ګوتو نښې او وروسته بیا د دواړو سترګو نښې ثبت کېږي او مسوول شخص د بایومټریک معلوماتو تصدیق او لاسلیک کوي؛ که غوښتونکی تر دې وړاندې هم پاسپورټ اخیستی وي، پر پخواني پاسپورټ یې د باطلېدو ټاپه وهل کېږي؛
  3. غوښتونکی د اسنادو د چک برخې ته ځي، اړوند کارکوونکی د بانک اویز او د غوښتونکي پخوانی پاسپورټ ګوري او د هغو تصدیق کوي؛
  4. غوښتونکی د معلوماتو د ثبت څانګې ته راجع کېږي او اړونده کارکوونکی د پاسپورټ اصلي فورمه، د بیف او بایومټریک تصدیق پاڼه، بانکي سند یا اویز او انځور ترلاسه، له اصلي تذکرې او پخواني پاسپورټ څخه کاپي اخلي او وروسته یوه بله فورمه چاپوي او غوښتونکي ته یې د معلوماتو د کره والي او تصدیق په موخه ورکوي؛
  5. په سېسټم کې د معلوماتو له ثبتولو او تاییدولو وروسته، خپل د معلوماتو د ثبت د فورم یو کاپي ترلاسه کوي؛ په معمول ډول، د پاسپورټ امریت اړوند کارکوونکی د غوښتونکي د معلوماتو د ثبت د فورم په کاپی کې امضا کوي او په هغه کې د پاسپورت د ترلاسه کولو احتمالي نېټه لیکي؛

پنځم پړاو: د پاسپورټ اخیستل

  1. غوښتونکی د ننګرهار ولایت د مخابراتو ریاست ته ځي او د رسیدپاڼې، یو قطعه انځور او د تذکرې د کاپي په وړاندې کولو سره خپل پاسپورټ ترلاسه کوي؛
  2. که یو څوک د خپل ماشوم پاسپورټ ترلاسه کول غواړي، باید د خپلې تذکرې یوه کاپي، رسیدپاڼې، یو انځور او د ماشوم د تذکرې یوه کاپي وړاندې کړي؛ او
  3. که یو سړی د خپلې مېرمنې پاسپورټ ترلاسه کول غواړي، باید د خپلې تذکرې یوه کاپي، د نکاح خط یوه کاپي، رسیدپاڼې، یو انځور او د خپلې مېرمنې د تذکرې یوه کاپي وړاندې کړي.

د مثنی پاسپورټ اخیستل

  1. غوښتونکي د مثنی پاسپورټ د اخیستو په موخه د پاسپورټ عمومي ریاست وېبپاڼې ته ځي او د پاسپورټ د غوښتنلیک فورم په انلاین بڼه ډکوي؛
  2. د مثنی پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ امریت ته د راډیو اعلان سند، د ورک شوي پاسپورټ کاپي یا ویجاړشوي اصلي پاسپورټ او په 5x4 اندازه د څلورو انځورونو وړاندې کول اړین دي؛ او
  3. له دې وروسته، د مثنی پاسپورټ د اخیستو پړاوونه، د نوي او نورمال پاسپورټ د اخیستو پړاوونو ته ورته دي.

پته

د جلال اباد ښار، د مرستون څلورلاری، د امنیې قوماندانۍ، د پاسپورټ امریت