05-Khost Inheritance Certificate Issuance Process-02.jpg

وراثت خط یو رسمي سند دی چې د متوفی یا مړي د وارثانو پېژندلو لپاره د رسمي قضایي بنسټونو لخوا صادر کېږي. په دې سند کې د وارثانو شمېر، له مړي سره د هغوى اړيکې او د ميراث د ونډې اندازه شامله ده چې د وارثانو په غوښتنه د وارثانو له څېړنې، پېژندلو او د هغو د برخو له ټاکلو وروسته د وراثت خط په نامه سند صادرېږي. وارثان د وراثت خط څخه په ګټه اخیستنې د هېواد په دننه او بهر کې د خپلې ونډې اثبات او غوښتنه کولی شي.

په خوست ولایت کې وراثت خط څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکي د وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  1. یو وارث خپل رسمي غوښتنلیک یا عریضه د خوست ولایت اړوندې محکمې ته د وراثت خط د اخیستو په موخه چمتو کوي؛
  2. هغه وراثان چې د خوست ولایت په مرکز کې اوسېږي خپل غوښتنلیک دې د یاد ولایت د استیناف محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت ته او هغه وارثان چې په ولسوالیو کې مېشت دي، خپل غوښتنلیک د خوست ولایت د ولسوالیو په کچه ابتدایي محکمو ته وړاندې کوي؛
  3. په غوښتنلیک کې ټول وارثان لکه نارینه، ښځینه، ماشومان او لویان او همدارنګه د مړي د مړینې لامل لیکل کېږي؛
  4. د وارثانو او دوو تنو شاهدانو د تذکرو کاپي او په 3x4 اندازه د هغو انځورونه او همدارنګه د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه د وراثت خط اخیستلو لپاره اړین اسناد دي؛

دویم پړاو: اړوندې محکمې ته مراجعه

  1. د وارثانو څخه یو یې د وراثت خط ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د خوست ولایت د استیناف محکمې یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته وړاندې او د محکمې رییس حکم په کې اخلي؛
  2. محکمه وارث ته یوه فورمه یا استعلام چې په هغه کې د مړي د مړینې لامل او د هغه د وارثانو د پېژندنې او د دوی د اوسېدو ځایونو په اړه پوښتنې وي، ورکوي او وارث به یې پر اړوند خلکو ځوابوي؛

درېیم پړاو: د ملا امام او ګذر وکیل تصدیق

  1. فورمه یا استعلام دوو ګاونډیانو، ملا امام، ملک یا ګذر وکیل او ولسوالۍ یا ناحیې ته وړل کېږي او هغوی د مړي معلومات، د مړینې لامل، د وارثینو او د هغوی د تذکرو د شمېرو په اړه معلومات لیکي او تصدیق کوي؛
  2. دا فورمه له ډکولو وروسته باید د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه بېرته د استیناف محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت یا اړوندې ابتداییه محکمې ته وسپارل شي؛

څلورم پړاو: د شاهدانو شهادت

  1. دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرارکوونکي له خپلو دوو انځورونو او اصلي تذکرو او د ټولو وارثانو په استازیتوب یو وارث د ټولو وارثانو د دوو انځورونو او اصل تذکرو سره اړوندې محکمې ته حاضر شي؛
  2. شاهدان د قاضي په حضور کې اقرار او شهادت ورکوي چې د مړشوي وارثان سم دي؛
  3. محکمه د غوښتونکي وراثت خط ترتیب او په هغه کې د وارثانو او شاهدانو معلومات لیکي او بیا د سپارلو نېټه یې په ګوته کوي؛

پنځم پړاو: د وراثت خط ترلاسه کول

  1. له وارثانو څخه یو یې په ټاکلې نېټه اړوندې محکمې ته ځي او د اصلي تذکرې په وړاندې کولو سره وراثت خط چې ثبت او ټاپه شوی وي، ترلاسه کوي؛
  2. د وراثت خط له اخیستلو وروسته به یو وارث وراثت خط د خوست ولایت د استیناف محکمې ته وړي تر څو د استیناف محکمې رییس هغه تایید کړي؛ او
  3. تایید څخه وروسته له وراثت خط څخه د هېواد په دننه کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي خو په بهر کې د کارولو لپاره باید اړوندې ژبې ته وژباړل شي او د بهرنیو چارو وزرات تصدیق واخیستل شي.

د وراثت خط ژباړه

  1. وراثت خط په خوست ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کېږي څو په اړونده ژبه یې وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د وراثت خط د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د خوست د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
  2. په خوست کې د دولت د قضایاوو دفتر د وراثت خط لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
  3. وروسته به په ملي ژبه او د وراثت خط ژباړل شوې نسخې د خوست ولایت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وړل کېږي؛
  4. د بهرنیو چارو وزارت استازولي غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د وراثت خط د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وسپاري؛ او
  5. په خوست ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر، د وراثت خط دواړه کاپي تایید او بیا یې غوښتونکي ته سپاري.

د مثنی وراثت خط ترلاسه کول

  1. له وارثانو څخه یوه یې لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه د خوست ولایت د استیناف محکمې یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې تر سرلیک لاندې چمتو، د موضوع شرح لیکي او په کې د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  2. د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره د وارثانو، شاهدانو او اقرارکوونکو انځورونه، د راډیو اعلان سند، د ورک شوي وراثت خط کاپي، د صادرېدو شمېره او نېټه یا ویجاړشوي اصلي وراثت خط وړاندې کول اړین دي؛ او
  3. غوښتنلیک او اړین اسناد د خوست ولایت د استیناف محکمې یا په اړوند ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته سپارل کېږي چې د نورو پړاوونو په بشپړېدو سره به وارث خپل وراثت خط ترلاسه کړي.

پته

د خوست ښار، امنیې قومندانۍ ته څېرمه، د استیناف محکمه، د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت

د ولسوالیو پتې

د خوست ولایت د ولسوالیو په کچه ابتداییه محکمې