رسمي نکاح خط د واده د ثبتولو او د ښځې او خاوند د هویت تثبیت لپاره اړین سند دی چې د نړۍ په ډېري هېوادونو کې اوسېدونکو ته د دې سند لرل حتمي ده. واده او نکاح د نورو قراردادونو په څېر، دواړو اړخونو یا ښځې او خاوند لپاره حقونه او مسوولیتونه لري، نو له دې امله باید د رسمي او قضایي ادارو سره ثبت شي؛ په رسمي محکمو کې د خلکو له خوا د نکاح خط اخیستل په ډېرو مواردو کې په هېواد دننه او بهر کې او په ځانګړې توګه د کورنیو او بهرنیو سفرونو او همدارنګه نورو هېوادونو ته د کډوالۍ یا پناه غوښتنې په چارو کې ښځې او خاوند ته اسانتیاوې رامنځته کوي.
په خوست ولایت کې نکاح خط څنګه اخیستل کېږي؟
غوښتونکي د نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:
لومړی پړاو: غوښتنلیک او اړین اسناد
- ښځه او خاوند یا ناکح او منکوحه د نکاح خط د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیک یا عریضه د خوست ولایت لومړۍ یا وثایقو محکمې ته د وړاندې کولو په موخه چمتو کوي؛
- د غوښتنلیک د چمتو کولو پرمهالد ښځې او خاوند په3x4 اندازه دوه انځورونو او اصلي تذکرو ته اړتیا ده؛
- د مهر پر اندازې سربیره د نکاح نېټه او د ماشومانو شمېر او نومونه هم په غوښتنلیک او وروسته په اصلي نکاح خط کې لیکل کېږي؛
دویم پړاو: د وثایقو محکمې ته مراجعه
- له اړخونو څخه یوه یې غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د خوست ولایت د وثایقو محکمې ریاست ته وړاندې او د محکمې رییس په کې احکام ورکوي؛
- محکمه په غوښتنلیک کې پر احکام ورکولو سربېره، غوښتونکو ته یوه فورمه د ډکولو په موخه ورکوي چې په هغه کې د اړخونو د پېژندنې معلومات، د استوګنې ځای، د اړخونو د نکاح شونتیا او د هغوی ترمنځ د واده پر وړاندې د لنډمهاله او دایمي خنډونو د نشتوالي په تړاو پوښتنې دي؛
- پر فورمې سربېره د زرو (۱۰۰۰) افغانيو بانکي اویز چې د نکاح خط لګښت دی هم اړخونو ته ورکول کېږي ترڅو يوه يې ياده شوې اندازه پيسې بانک ته وسپاري او تصدیق پاڼه یې محکمې ته وړاندې کړي؛
درېیم پړاو: د ملا امام، ګذر وکیل او اړوندې ناحیې تصدیق
- فورمه د جومات ملا امام او دوو ګاونډیانو ته د پوښتنو ځوابولو لپاره وړل کېږي او بیا فورمه د ګذر وکیل، ناحیې او یا اړونده ولسوالۍ ته وړل کېږي څو هغوی هم فورمه تصدیق کړي؛
- دا فورمه له ډکولو وروسته باید د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه بېرته د وثایقو محکمې ته سپارل کېږي؛
څلورم پړاو: د نکاح په موخه اقرار او شاهدان
- په دې پړاو کې دواړه اړخونه د خپل نکاح د ثبتولو لپاره، دوه شاهدان د هغو له اصلي تذکرو او دوو انځورونو سرهمحکمې ته حاضروي؛
- اړونده برخه داړخونو او د دوو تنو شاهدانو معلومات د هغوی د اصلي تذکرو پر بنسټ په نکاح خط کې لیکي او قاضي ته یې وړاندې کوي؛
- دواړه اړخونه د قاضي په حضور کې اقرار کوي چې د یوې ټاکلې اندازې مهریې په بدل کې یو بل سره نکاح کړي چې شاهدان هم شاهدي ورکوي چې دواړه واده شوي دي؛ وروسته محکمه د نکاح خط د سپارلو نېټه اړخونو ته په ګوته کوي؛
پنځم پړاو: د نکاح خط اخیستل
- له مېرمن او خاوند څخه یوه یې په ټاکلې نېټه او ساعتاړوندې محکمې ته ځي او د خپلې اصلي تذکرې په ښودلو سره خپل نکاح خط چې ثبت او مهر شوی به وي، ترلاسه کوي؛
- وروسته یو له اړخونو څخه نکاح خط د استیناف محکمې ته وړي او د استیناف محکمې رییس همهغه تاییدوي؛
- تر دې پړاوه پورې د نکاح خط کارونه خلاص شوي او په هېواد کې دننه کارول کېدای شي، خو په بهر کې د کارولو لپاره باید وژباړل شي.
د نکاح خط ژباړه
- نکاح خط د ژباړې یوې رسمي دفتر ته وړاندې کړئ ترڅو دا په اړونده ژبه وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د نکاح خط د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د دولت د قضایاو دفتر ته مراجعه وکړئ؛
- په پای کې نکاح خط او د هغه ژپاړل شوې نسخه افغان پُست ته وسپارئ او افغان پُست به په څو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت تصدیق ترلاسه او نکاح خط دواړه کاپي به تاسو ته بېرته درکړي.
د مثنی نکاح خط ترلاسه کول
- مېرمن یا خاوند لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه د خوست ولایت د وثایقو محکمې تر سرلیک لاندې چمتو، د موضوع شرح لیکي او د مثنی نکاح خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
- د مثنی نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره د ناکح، منکوحې او شاهدانو انځورونه، د راډیو اعلان سند او د ورک شوي نکاح خط کاپي یا ویجاړشوي اصلي نکاح خط وړاندې کول اړین دي؛
- غوښتنلیک او اړین اسناد د خوست ولایت د وثایقو محکمې ته سپارل کېږي چې د ځینو پړاوونو په بشپړېدو سره به مېرمن او خاوند خپل مثنی نکاح خط ترلاسه کړي.
ولایت پته: د خوست ښار، امنیې قومندانۍ ته څېرمه، ابتدایه یا لومړۍ محکمه، د وثایقو امریت
د ولسوالیو پته: د ولسوالۍ په کچه محکمې