03-Herat E-Tazkera Process-02.jpg

افغانان د تذکرې په لرلو سره به هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې تر ډېره حده به یې د تابعیت اړوندې اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي او همدارنګه د عامه خدمتونو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، پاسپورټ، نکاح خط، وراثت خط، د کار جواز، د موټر چلولو جواز، د سفر جواز، تقاعد، رایه ورکول، بیمه، ګمارنې او نورو خدمتونو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. افغانان پر هېواد سربیره، په بهر کې د خپل هویت د تثبیتولو او د لومړنیو او عامه خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره هم تذکرې ته اړتیا لري.

په هرات ولایت کې الکترونیکي تذکره څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکی د الکترونیکي تذکرې ترلاسه کولو په موخه لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  1. غوښتونکي د الکترونیکي تذکرې غوښتنلیک په انلاین بڼه د الکترونیکي تذکرې په وېبپاڼه (nid.nsia.gov.af) کې ډک او لېږي؛ یا غوښتونکی د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (nsia.gov.af) څخه د الکترونیکي تذکرې فورمې ډانلوډ او یاهم په هرات ولایت کې له اړوندو دفترونو څخه ترلاسه، هغه ډکي او بیا د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه د الکترونیکي تذکرو یوې وېش څانګې ته مراجعه کوي؛
  2. د الکترونیکي تذکرې لپاره د نوملیکنې په موخه، د کاغذي تذکرې یوه کاپي او یو انځور چې شا یې سپینه وي، اړتیا ده؛
  3. که غوښتونکی کاغذي تذکره ونلري او عمر یې له اتلس کلونو څخه کم وي، هغه به د خپل پلار، ولي یا د کورنۍ قانوني غړي د تذکرې کاپی چمتو کوي؛
  4. که غوښتونکی کاغذي تذکره ونلري او عمر یې اتلس یا تر دې ډېر وي، هغه به د خپل پلار، ولي یا د کورنۍ یو قانوني غړي د تذکرې کاپی او همدارنگه دوه تنه تضمین کوونکي چې الکترونیکي تذکرې ولري، چمتو کوي؛
  5. د الکترونیکي تذکرې د انلاین غوښتنلیک په وخت کې غوښتونکي په خپل ولایت کې د الکترونیکي تذکرو یو وېش څانګه غوره کوي؛
  6. د الکترونیکي تذکرې د انلاین غوښتنلیک له ډکولو وروسته، سېسټم په اتومات ډول غوښتونکي ته د الکترونیکي تذکرې وېش څانګې ته د مراجعې او د غوښتنلیک د پړاوونو د بشپړولو نېټه او وخت ټاکي؛
  7. د فورمې له ډکولو څخه وروسته د تذکرې انلاین سېسټم د الکترونیکي تذکرې فورم په PDF بڼه غوښتونکي ته وړاندې کوي چې باید ډانلوډ شي؛

دویم پړاو: د الکترونیکي تذکرې وېش څانګې ته مراجعه

  1. غوښتونکی د الکترونیکي تذکرې وېش څانګې ته مراجعه او د خپل چاپ شوي غوښتنلیک فورمې اړوندې برخې ته سپاري؛
  2. د غوښتونکي د غوښتنليک له ترلاسه کولو وروسته، اړونده وېش څانګه به د هغه د افغاني هويت تثبيت کوي؛ له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي غوښتونکي د کورنۍ د مشر د تصدیق پر بنسټ او د 18 کلونو څخه د پورته عمرلرونکي د کورنۍ د مشر د تذکرې کاپي او د دوو تضمین کوونکو د تضمین پر بنسټ د هویت تثبیت ترسره کېږي؛
  3. د هرې الکترونیکي تذکرې په بدل کې غوښتونکي 500 افغانۍ ورکوي چې په دې توګه به د سند یا رسیدپاڼه ترلاسه کړي؛

درېیم پړاو: د بایومټریک معلوماتو ثبتول

  1.  د اسنادو له بشپړولو وروسته به د غوښتونکي انځور او د ګوتو او د سترګو د نښو په ګډون د بایومټریک معلومات اخیستل کېږي؛
  2.  د غوښتنلیک فورمه د کورنۍ د مشر لخوا د ګوتې په ایښودلو تصدیق کېږي؛ غوښتونکي باید د فورمې معلومات په ځیر سر ولولي او له ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته تصدیق کړي؛
  3. د الکترونیکي تذکرې د وېش څانګه د غوښتونکی اسناد په ځیر سره ګوري، د هغه معلومات تاییدوي، تذکره چاپ خونې ته استوي او یو سند یا رسیدپاڼه چې په هغه کې د تذکرې د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوې، غوښتونکي ته سپاري؛

څلورم پړاو: د الکترونیکي تذکرې ترلاسه کول

  1. د رسیدپاڼې په نظر کې نیولو سره غوښتونکی په ټاکلې نېټه او وخت اړوندې څانګې ته مراجعه او خپله الکترونیکي تذکره ترلاسه کوي؛ او
  2. د غوښتونکو الکترونیکي تذکرې د کورنۍ مشر یا د کورنۍ یو غړي ته چې عمر یې له 18 کلونو څخه پورته او د رسید فورمه ورسره وي، ورکول کېدای شي.

د مثنی الکترونیکي تذکرې ترلاسه کول

  1. غوښتونکی د مثنی الکترونیکي تذکرې د ترلاسه کولو په موخه، لومړی د الکترونیکي تذکرې کورنۍ او انفرادي فورمې ډکوي؛
  2.  د مثنی الکترونیکي تذکرې نوملیکنې او غوښتنلیک لپاره د راډیو د اعلان سند، د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه او د الکترونیکي یا کاغذي تذکرې کاپی اړین اسناد دي؛ او
  3.  د غوښتنليک له ډکولو او د اړينو اسنادو له برابرولو وروسته به غوښتونکی په هرات ولایت کې د الکترونیکي تذکرې نږدې وېش څانګې ته ځي او د ځینو پړاوونو له بشپړولو وروسته به خپله الکترونیکي تذکره ترلاسه کړي.

پته

د هرات ښار، لومړۍ ناحیه، د ولایت اداري کمپلکس، د احصایې او معلوماتو ریاست، د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه