افغانان د تذکرې په لرلو سره به هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې تر ډیره حده به د تابعیت اړوندې اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي او همدارنګه د عامه خدمتونو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، پاسپورټ، نکاح خط، وراثت خط، د کار جواز، د موټر چلولو جواز، د سفر جواز، تقاعد، رایه ورکول، بیمه، استخدام او نورو خدمتونو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. افغانان پر هېواد سربیره، په بهر کې د خپل هویت د تثبیتولو او د لومړنیو او عامه خدمتونو ترلاسه کولو لپاره هم تذکرې ته اړتیا لري.

په هرات ولایت کې کاغذي تذکره څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکي د کاغذي تذکرې د ترلاسه کولو په موخه لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:
  • غوښتونکي د کاغذي تذکرې فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (gov.af) یا د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو له دفترونو څخه ترلاسه او هغه ډکوي؛
  • د 4x3 په اندازه اوه انځورونه، د نږدې خپلوانو لکه د پلار، نیکه، ورور، خور یا کاکا د تذکرې یوه کاپي، دوه تنه شاهدان او د هغو انځورونه او تذکرې یوه کاپي او د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه د کاغذي تذکرې ترلاسه کولو لپاره اړین اسناد دي؛
  • د غوښتنليک له ډکولو او د اړينو اسنادو له برابرولو وروسته، غوښتونکي دې د نفوسو د احوالو د ثبتولو اړوند دفتر ته مراجعه وکړي؛
  • غوښتونکي خپل غوښتنلیک او اړین اسناد د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې برخې ته سپاري او نور پړاوونه یې هم بشپړوي؛
  • اړوند کارکوونکی د غوښتونکي معلومات د تذکرې د اساس کتاب په درېیو کاپیو کې لیکي او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته، تذکره لاسلیک، مُهر او بیا یې غوښتونکي ته سپاري.

د کاغذي تذکره ژباړه

  • کاغذي تذکره په ملي ژبو وي چې هغه باید په انګلیسي یا هره بله اړینه ژبه وژباړل شي او وروسته د بهرنیو چارو وزارت تاییدي واخیستل شي؛
  • تذکره د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کېږي ترڅو هغه په اړونده بهرنۍ ژبه وژباړل شي؛
  • وروسته د ژباړې دفتر د رسميت لرلو او د زېږون کارت د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د دولت قضایاو دفتر ته مراجعه وشي؛
  • په پای کې کاغذي تذکره او د هغه ژپاړل شوې نسخه افغان پُست ته سپارل کېږي او افغان پُست به په څو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت تصدیق ترلاسه او د هغه دواړه کاپي به بېرته خاوند ته یې وسپاري.

د مثنی تذکرې ترلاسه کول

  • غوښتونکی لومړی د مثنی تذکرې غوښتنلیک پیدا او اړوند معلومات په کې په ځیر سره لیکي؛
  • د کاغذي تذکرې د مثنی کارت ترلاسه کولو لپاره د راډیو اعلان سند، دوه انځورونو او ویجاړشوې تذکره یا د ورکې شوې تذکرې کاپي وړاندې کول اړین دي؛
  • غوښتونکي خپل غوښتنلیک او اړین اسناد په هرات ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته سپاري او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته خپل د کاغذي تذکرې مثنی ترلاسه کوي.
ولایتي پته: د هرات ښار، لومړۍ ناحیه، د ولایت اداري کمپلکس، د احصایې او معلوماتو ریاست، د نفوسو د احوال ثبتولو امریت
د ولسوالیو پته: د ولسوالیو په کچه د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونه