01-Herat Birth Certificate Process-02.jpg

زېږون کارت یو رسمي سند دی چې د ماشوم مور او پلار او د زېږون نېټه او ځای په ګوته کوي چې په دې توګه د یو شخص د پېژندنې تر ټولو اساسي سند دی. د دې کارت په مرسته به افغانان هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې د عامه خدمتونو لکه روغتیا، ښوونې او روزنې، پاسپورټ، تذکرې او نورو خدمتونو ترلاسه کولو سره به د دوی اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي. افغانان په بهرنیو هېوادونو کې هم د لومړنیو او عامه خدمتونو د ترلاسه کولو او د خپل زېږون د نېټې او ځای د معلومولو لپاره د زېږون کارت ته اړتیا لري.

په هرات ولایت کې د زېږون کارت د ترلاسه کولو پړاوونه کوم دي؟

غوښتونکی د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېریږي:

لومړۍ پړاو: د زېږون کارت د غوښتنلیک فورمه

  1. غوښتونکي د زېږون د کارت د غوښتنلیک فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (nsia.gov.af) او یا د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو دفترونو څخه ترلاسه او ډک کوي؛
  2. د زېږون کارت فورم د تذکرې او پاسپورټ د معلوماتو پر بنسټ ډک کېږي؛
  3. هغه غوښتونکي چې عمرونه یې 6 کاله او یا تر هغه لږ وي په هرات ولایت کې د زېږون کارت لپاره غوښتنه کولی شي؛
  4. هغه غوښتونکي چې عمرونه یې 7 کاله یا تر هغه پورته وي په کابل کې باید د زېږون کارت لپاره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو له معاونیت څخه غوښتنه وکړي؛

دویم پړاو: د اړینو اسنادو چمتو کول

  1. ولي یا نږدې خپلوان د ماشوم د زېږون کارت د ترلاسه کولو لپاره خپل د تذکرې یوه کاپي، د ماشوم د تذکرې کاپي او همدارنګه د ماشوم څلور داسې انځورونه چې سایز یې 4x3 او شا یې سپینه وي، چمتو کوي؛

درېیم پړاو: د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته مراجعه

  1. غوښتونکی د زېږون کارت ډک شوی فورم او اړین اسنادو سره د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته مراجعه کوي؛
  2. غوښتونکي د هرات ولایت په مرکز کې د نفوسو د احوال ثبتولو امریت او په ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو د ثبتولو مدیریتونو ته چې د هرات ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست پورې اړه لري، مراجعه کوي؛
  3. غوښتونکی، فورم او اسناد د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې څانګې ته وړاندې کوي، هلته یې پروسس کوي او بیا د زېږون کارت د 200 افغانۍ فیس یا لګښت یاد دفتر ته ورکوي؛
  4. اړوند کارکوونکی به غوښتونکي ته یو داسې سند یا رسیدپاڼه ورکړي چې په هغه کې به د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته د بیاځلي مراجعې او د کارت د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوی وي؛

څلورم پړاو: د زېږون کارت اخیستل

  1. غوښتونکی په ټاکلي وخت کې د زېږون کارت وېش څانګې ته مراجعه او د رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره به د زېږون کارت ترلاسه کوي؛ او
  2. د زېږون کارت په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې صادرېږي چې په هېواد کې دننه کارول کېدای شي، خو په بهر کې د کارولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت تاییدۍ ته اړتیا ده؛ که تاسو د زېږون کارت یوه کاپي له انګلیسي ژبې پرته لرئ بیانو اړتیا ده چې کارت لومړۍ وژباړۍ او بیا د بهرنیو چارو وزارت تاييدي واخلئ.

د نوې زېږېدلي ماشوم لپاره د زېږون کارت

  1. د زېږون کارت د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایی مرکزونو (روغتونونو او کلینیکونو) او د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونو لخوا لیکل کېږي او د نوي زېږېدلي ماشومانو مور او پلار ته سپارل کېږي؛
  2. د زېږون کارت دوه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د روغتیايي یا سیمه ایزو روغتیايي مرکزونو یو کارکوونکی د کوچني د نوم، د مور او پلار نوم، د زېږون د نېټې او ځای په ګډون د کوچني یا د نوي زېږېدلي ماشوم د هویت معلومات لیکي او دویمه برخه یې تش پرېږدي؛
  3.  هغه میندې او پلرونه چې د نفوسو د احوال ثبتولو له دفترونو پرته د زېږون کارت اخیستی وي، د کارت له لیکلو وروسته د درېیو میاشتو په موده کې باید د زېږون کارت د ولایت مرکز یا ولسوالۍ په کچه د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته وړاندې او تاییدي یې واخلي؛
  4. د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر د نويو زېږېدلو ماشومانو معلومات ثبت، د زېږون سېسټم ته یې دننه، د زېږون کارت دویمه برخه ډکه او بیا د کارت له لاسلیک او ټاپه کولو وروسته د ماشوم مور او پلار ته سپاري؛ د زېږون کارت هغه وخت د منلو وړ وي چې د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر له خوا ټاپه او لاسلیک شوی وي؛ او
  5. که چېرې غوښتونکی د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره مستقیم په هرات ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته لاړ شي، اړوند کارکوونکی د زېږون کارت لومړی او دویمه برخه به په یو وخت کې ډک کړي چې په دې توګه د واکسین کارت لرلو یا د اړینو معلوماتو وړاندې کول اړین دي.

د زېږون کارت ژباړه

  1. زېږون کارت په هرات ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کېږي څو په اړونده ژبه یې وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د زېږون کارت د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د هرات د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
  2. په هرات کې د دولت د قضایاوو دفتر د زېږون کارت لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
  3. وروسته به په ملي ژبه او د زېږون کارت ژباړل شوې نسخې د هرات ولایت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وړل کېږي؛
  4. د بهرنیو چارو وزارت استازولي غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د زېږون کارت د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر ته وسپاري؛ او
  5. په هرات ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر، د زېږون کارت دواړه کاپي تایید او بیا یې غوښتونکي ته سپاري.

د زېږون د مثنی کارت ترلاسه کول

  1. غوښتونکی لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه چمتو کوي، د موضوع شرح لیکي او د مثنی زېږون کارت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  2. د ورک شوي زېږون کارت د مثنی کارت ترلاسه کولو لپاره اړین اسناد د راډیو اعلان سند، دوه انځورونه او زېږون کارت کاپی دي او د ویجاړشوي زېږون کارت لپاره د راډیو اعلان سند، دوه انځورونه او د زېږون کارت د ویجاړشوې نسخې چمتو کول اړین دي؛ او
  3. غوښتونکی باید اړین اسناد د هرات ولایت په مرکز یا ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته وسپاري او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته خپل د زېږون مثنی کارت ترلاسه کړي.

پتې

د هرات ښار، لومړۍ ناحیه، د ولایت اداري کمپلکس، د احصایې او معلوماتو ریاست، د نفوسو د احوال ثبتولو امریت؛ همدارنګه د ولایت د مرکز په کچه روغتیايي مرکزونه

د ولسوالیو پتې

د هرات ولایت په ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونه؛ همدارنګه د ولسوالیو په کچه روغتیایی مرکزونه