اسټرالیا د پناه غوښتونکو د ساتنې په برخه کې د 1951 کال د جنیوا کنوانسیون غړې ده چې په دې توګه دې هېواد کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیک وړاندې کول او ومنل کېدل شونی دی. د اسټرالیا حکومت هغو کسانو ته هم پناه ورکوي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا  UNHCRلخوا دې هېواد ته پېژندل کېږي. ملګري ملتونه د هغو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه اد سټرالیا حکومت ته استوي چې د خوندیتوب د نشتوالي له امله له خپل اصلي هېواد څخه یو بل هېواد ته تښتېدلي وي او هلته هم ځورول کېږي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د کډوالو د وضعیت په برخه کې د 1951 کال د جنیوا کنوانسیون د موادو د پلي کېدو څخه د څارونکي رول لري.
 
دا مقاله هغو خلکو لپاره د اسټرالیا پناه غوښتنې پروسې او د دې هېواد د بشردوستۍ ویزو په تړاو لنډ معلومات وړاندې کوي چې اوس په درېیم هېواد کې دي.

د پناه غوښتنې شرایط

هغه کسان چې د مذهبي، سیاسي، ناامنۍ، نژادي، مليتي یا نورو ټولنیزو ډلو د غړیتوب له امله نشي کولی په خپل هېواد کې پاتې شي او اوس مهال له اسټرالیا او خپل اصلي هېواد څخه بهر اوسېږي، د کډوالو لپاره د UNHCR له لارې د پناه غوښتنې وړ دي. البته، اسټرالیا ته د پناه غوښتنې او قانوني کډوالۍ په برخه کې ځورول شوې مېرمنې، ماشومان او کورنیو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د پناه غوښتنې لپاره ویزې

د پناه غوښتنې د 200 فرعی ډول بشردوستۍ ویزه هغو کسانو لپاره ده چې په خپل هېواد کې ورته جدي ګواښ وي او اړ شوی وي چې خپل استوګڼ یا اصلي هېواد پرېږدي او بل هېواد ته لاړ شي او وروسته له هغه ځایه د UNHCR  دفتر له لارې اسټرالیا څخه د پناه غوښتنه کوي. کله چې غوښتونکي اسټرالیا ته د ویزې لپاره غوښتنه کوي، د دې هېواد د پناه غوښتنې د ټولو فرعي ډول بشردوستۍ ویزو لپاره په پام کې نیول کېږي. دا په دې مانا ده چې پناه غوښتونکي اړتیا نلري په خپل غوښتنلیک کې د کوم ځانګړي ډول ویزو نوم ولیکي. د اسټرالیا حکومت کولی شي د پناه غوښتونکو وضعیت ته په کتو سره هغوی ته د 203 فرعي ډول ویزې چې یوه عاجله ویزه ده او هغو کسانو ته ده چې ژوند یې جدي خطر له امله ګواښل کېږي، صادر کړي. د یادولو وړ ده چې د پناه غوښتنې 204 فرعي دول بشردوستۍ ویزه هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې د خپل هېواد څخه بهر ژوند کوي او د جدي جنسي ځورونې ګواښ سره مخ ده او د هېڅ چا لخوا یې ملاتړ نه کېږي؛ د دې ډلې ویزې پروسه ګړندۍ ده او اړوندو پناه غوښتونکو ته په لږ وخت کې صادر کېږي.

پناه غوښتنې ته نوملیکنه او د غوښتنلیک استول

غوښتونکي په UNHCR دفتر کې له نوملیکنې وروسته همدا چې د بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر د سپارښتنې لیک یا سند ترلاسه کړي، د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼې له لارې د پناه غوښتنه کولی شي. د 200 فرعي ډول بشردوستۍ ویزې غوښتنې لپاره، غوښتونکي باید د 842 فورمه (https://immi.homeaffairs.gov.au/form-listing/forms/842.pdf) ډکه او خپله تذکره، پاسپورټ، نکاح خط، انځور، حکم، ګواښ لیک یا هر هغه سند چې په استوګڼ یا اصلي هېواد کې د غوښتونکي ژوند ته ګواښ ثابتوي، یاد فورم سره یوځای د اسټرالیا نږدې سیاسي استازولۍ یا سفارت ته د برېښنالیک له لارې واستوي. دا هم شونې ده چې اسناد او غوښتنلیک د کډوالۍ خدمتونو د رسمي وېبپاڼې له لارې د اسټرالیا حکومت ته واستول شي. ډېری وخت د UNHCR  دفتر هغو پناه غوښتونکو سره چې له جدي ګواښ سره مخ وي د هغو د غوښتنلیکونو د چمتو کولو او سپارلو په برخه کې هم مرسته کوي.

د غوښتنلیک ارزول او منل

غوښتونکي د اسنادو او غوښتنلیک له استولو وروسته د غوښتنلیک یا فایل شمېره د برېښنالیک له لارې ترلاسه کوي چې دا به د غوښتنلیک د کتنې یا ارزونې په مانا وي. د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو اداره د پناه غوښتنې غوښتنلیک د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو او د اړوندو قوانینو په رڼا کې څېړي او غوښتونکي ته د دې هېواد په نږدې سیاسي استازولۍ کې د لیدو یا ملاقات لپاره وخت ورکول کېږي. غوښتونکي په ټاکلې نېټه او ساعت کې اړونده سیاسي استازولۍ ته د مرکې لپاره حاضرېږي او د خپلو خبرو د اثبات په موخه خپل ټول اسناد وړاندې کوي. د اسټرالیا حکومت د پناه غوښتنی د څېړلو مسوولیت څخه ډاډ ترلاسه کوي او همدارنګه دا د اسټرالیا حکومت پرېکړې پورې اړه لري چې د غوښتونکي غوښتنه ومني یا رد یې کړي. که چیرې پناه غوښتونکی وکولی شي د پناه غوښتنې لپاره خپل دلایل او څرګندونې ثابت کړي، د هغه د پناه غوښتنه به ومنل شي. دا خلک کولی شي د دایمي استوګڼې لپاره د خپلې کورنۍ غړي اسټرالیا ته بوځي او د ځانګړو شرایطو په پوره کولو سره له پنځو کلونو وروسته د اسټرالیا تابعیت ترلاسه کړي.

د غوښتنلیک ارزول څومره وخت نیسي؟

غوښتونکي د غوښتنلیک او اسنادو له استولو وروسته د 90 ورځو مودې په دننه کې د غوښتنلیک یا فایل شمېره د برېښنالیک له لارې ترلاسه کوي چې دا به د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې په مانا وي. د مرکې لپاره د وخت ټاکل کېدل، کېدای شي له یو څخه تر 18 میاشتو پورې وخت ونیسي. بریالي غوښتونکي کولی شي د پورتنیو ویزو څخه یوه ترلاسه او اسټرالیا ته کډوال شي چې په دې توګه په اسټرالیا کې د دایمي استوګڼې، کار، زده کړې او نورو حقونو څخه برخمن شي.

که غوښتنه رد شي، څه کېږي؟

که چېرې د پناه غوښتنه رد شي، اړونده سیاسي استازولۍ غوښتونکي ته د برېښنالیک له لارې یو لیک استوي. که چېرې پرېکړه د اسټرالیا د قانون سره سم نه وي شوې، نو غوښتونکي کولی شي د اسټرالیا محکمې څخه د یو وکیل له لارې د خپل غوښتنلیک د بیاکتنې یا ارزونې غوښتنه وکړي. خو د UNHCR دفتر د غوښتنلیکونو د برابرولو او نوملیکنې لړۍ څخه پرته، د اسټرالیا د پناه غوښتنې او بیامېشتېدنې په چارو کې مداخله نه کوي.

مرسته او مشوره

د ملګرو ملتونو له لارې د پناه غوښتنې په اړه نور معلومات د (https://help.unhcr.org/australia) وېبپاڼې په ځانګړې برخه کې شتون لري. په ټوله نړۍ کې د UNHCR دفترونو سره د اړیکو او پتو په تړاو معلومات په (http://www.unhcr.org/en-au) وېبپاڼه کې موندل کېدای شي او همدارنګه په اسټرالیا کې د یاد دفتر څخه د (aulca@unhcr.org) برېښنالیک له لارې د نورو معلوماتو غوښتنه کولی شئ. په اسټرالیا کې د پناه غوښتنې او غوښتنلیک په اړه نور معلومات د (https://immi.homeaffairs.gov.au/)  پر لینک په کلیک کولو سره موندلی شئ.