د اسټرالیا هېواد د جنیوا د 1351 کال د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ د هغو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو ته ځانګړې کتنه کوي چې اسټرالیا ته د رسېدو سره سم ځانونه د یاد هېواد د کډوالۍ خدمتونو ادارې ته سپاري.
په دې مقاله کې هغو خلکو ته د پناه غوښتنې پروسې په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي چې د ځانونه د اسټرالیا خاورې ته رسولي او بیا د پناه غوښتنه کوي.

څوک د پناه غوښتنه کولی شي؟

هغه کسان چې په خپل هېواد کې د جنسیت، مذهب، په ځینو ډلو کې د غړیتوب، سیاسي او ټولنیزو عقیدو، جګړې او نورو ستونزو له امله ځورېدلی وي یا د مرګ او ځورونې جدي ګواښ ورته وي او اوس د اسټرالیا خاورې ته رسېدلي وي، په دې هېواد کې د پناه غوښتنه کولی شي.

د پناه غوښتونکي نوملیکنه

هغه کسان چې اسټرالیا خاورې ته د پناه اخیستو لپاره دننه شوي، اړ دي چې د شپږو (۶) میاشتو په موده کې د کډوالو خدمتونو ادارې ته د خپلې پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک وسپاري. هغه کسان چې اسټرالیا ته په ناقانونه توګه داخلیږي، ځانونه د اسټرالیا پولیسو ته سپاري او پولیس د هر کس د رسمي پناه غوښتنې لپاره هغه د اسټرالیا د کډوالو خدمتونو ادارې ته ورپېژني. یاده اداره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) تر څارنې لاندې، د دې کسانو د پناه غوښتنې نوملیکنه کوي، د هغوی بایومټریک معلومات ثبتوي او پناه غوښتونکي ته د هغوی د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې نېټه ټاکي.

له نوملیکنې وروسته څه کېږي؟

امنیتي چارواکو، پناه غوښتونکي د پناه غوښتونکو یوه داسې کمپ ته لېږدوي، چېرته چې هغه د خپلې پناه غوښتنې پروسس او ځواب لپاره انتظار باسي. پناه غوښتونکي په دې کمپ کې له نورو پناه غوښتونکو سره تر هغه وخته پورې ژوند کوي چې د دوی غوښتنلیک پروسس او د پناه غوښتنه یې ومنل شي چې په دې موده کې لږ شمېر اسانتیاوو لکه روغتیايي اسانتیاوې، د ورځې درې وخته خواړه، جامې، اړین ورځني وسایل او خوب ځای ته به لاسرسی ولري. پناه غوښتونکي تر ډېره د اسټرالیا له ښارونو څخه لرې په ټاپوګانو کې په ځانګړو کمپونو کې ځای پر ځای کېږي چې په دې توګه د اسټرالیا اتباعو سره هېڅ ډول اړیکه به ونلري.

د غوښتنلیک ارزول او منل

د جنیوا د کنوانسیون له مخې هغه کسان چې د نورو هېوادونو خاورې ته د پناه غوښتونکي په توګه ننوځي باید محکمې ته کره اسناد او شواهد وړاندې کړي ترڅو د پناه غوښتنه یې ومنل شي. له همدې امله پناه غوښتونکي په ټاکلي نېټه او وخت کې اړوندې محکمې ته حاضرېږي ترڅو اړوند قاضیان د هغه پر غوښتنلیک غور او کتنه وکړي. پناه غوښتونکي ټول هغه دلایل او اسناد محکمې ته وړاندې کوي چې د پناه غوښتنې په برخه کې د هغوی څرګندونې ثابتوي. د ملګرو ملتونو د قانون له مخې کله چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک د اسټرالیا حکومت ته سپارل کېږي، د دې غوښتنې منل یا رد کول هم د اسټرالیا د حکومت په پرېکړې پورې اړه لري. که چېرې پناه غوښتونکي وکولای شي په محکمه کې د خپلې پناه غوښتنې په برخه کې خپلې څرګندونې او دلیلونه ثابت کړي، د هغوی د پناه غوښتنه به ومنل شي.

 د غوښتنلیک څېړل څومره وخت نیسي؟

د پناه غوښتنې د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، غوښتونکي میاشتو او په ځینو حالاتو کې کلونو پورې به د پرېکړې انتظار باسي. په دې موده کې غوښتونکي د کډوالو په کمپ کې اوسېږي او له هغه ځای څخه د وتلو اجازه ورته نه ورکول کېږي.

د کډوالو حقونه

همدا چې د یو کس د پناه غوښتنه په رسمي توګه ومنل شي، هغه ته به د اسټرالیا د یوه اوسېدونکي په سترګه کتل کېږي او د استوګنې یا اقامت سند او پاسپورټ ترلاسه کولو پورې باید په اسټرالیا کې شتون ولري او ډېری وخت به بېرته کور ته د راستنېدو اجازه ونلري. خو په دې موده کې د اسټرالیا د نورو اتباعو په شان به پناه غوښتونکي له زیاتو اسانتیاوو لکه د ژبې د زده کړې، کارموندنې، ازادۍ، شخصي امنیت او د اسټرالیا ښارونو ته د سفر او ژوندکولو حقونو څخه به برخمن وي.

د کومو خلکو غوښتنه رد کېږي؟

د اسټرالیا د پناه غوښتنې د قانون له مخې هغه پناه غوښتونکي چې په یو بل خوندي هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وي او تر دې وړاندې په اروپايي ټولنې پورې اړوندو هېوادونو یا سویس کې د پناه غوښتنه کړې او اوس په اسټرالیا کې هم د پناه غوښتنه کړې وي، په دې هېواد کې د پناه غوښتنه نه شي کولای.

که غوښتنه رد شي، څه به وشي؟

که چېرې د محکمې قاضیان د شخص دلایل ناسم او ناڅرګند وارزوي، پناه غوښتونکی به یا د محکمې لخوا په ټاکل شوي وخت کې د اسټرالیا له خاورې څخه وځي یا به تر دې پورته محکمه کې د پرېکړې په تړاو د استیناف غوښتنه کوي. پناه غوښتونکي د پناه غوښتونکو په کمپ کې د راتلونکې محکمې تر ناستې او جلسې پورې به انتظار باسي چې په اړه یې بیا د محکمې د وروستۍ فیصلې پر بنسټ پرېکړه کېږي. د یادولو وړ ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) به هم په دې پړاو کې له پناه غوښتونکو سره مرسته ونکړي او د دوی د شړلو مخه به ونه نیسي.

مرسته او مشوره

دا مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې څخه وړاندې غوښتونکي د اړوندو ادارو سره د خپل غوښتنلیک په تړاو مشوره وکړي. د هغو ادارو لیست چې پناه غوښتونکو ته مشوره ورکوي په (https://www.iaa.govt.nz/) وېبپاڼه کې شتون لري. په اسټرالیا کې د پناه غوښتنې او ډولونو په اړه یې د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼې (https://immi.homeaffairs.gov.au/) ته په تلو سره لا ډېر معلومات موندل کېدای شي. همدارنګه د (https://immi.homeaffairs.gov.au/help-support/departmental-forms/online-forms)  لینک له لارې د نورو معلوماتو غوښتنه کولی شئ.