د اسټرالیا حکومت هغه پناه غوښتونکي مني چې ژوند یې په خپل هېواد کې تر جدي ګواښ لاندې وي. یاد حکومت دې چارې لپاره لومړی هغو خلکو ته چې په ناامنو هېوادونو کې اوسېږي او ژوند یې په خطر کې وي، د بشردوستۍ ویزې صادروي.
په دې مقاله کې هغو خلکو ته چې اوس په خپل هېواد کې ژوند کوي او غواړي چې د اسټرالیا څخه د پناه غوښتنه وکړي او د دې هېواد بشردوستۍ ویزې ترلاسه کولو ته اړتیا ولري، په لنډ ډول معلومات وړاندې کېږي.

د پناه غوښتنې لپاره د بشردوستۍ ویزې

د اسټرالیا حکومت د پناه غوښتنې لپاره یو شمېر د بشردوستۍ ویزې لري چې هر یو یې ځانګړو اشخاصو ته د ورکول کېږي. د پناه غوښتنې 201 فرعي ډول بشردوستانه ویزې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره هغو خلکو ته ورکول کېږي چې په خپل هېواد کې ژوند کوي او ګواښ سره وي. د پناه غوښتنې 203 فرعي ډول بشردوستۍ ویزه یوه عاجله ویزه ده او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په خپل هېواد کې ژوند کوي خو ژوند یې له ډېر جدي ګواښ سره مخ وي. د پناه غوښتنې 204 فرعي ډول بشردوستۍ ویزې هغو ښځو ته صادرېږي چې د جدي جنسي ځورونې له ګواښ سره مخ دي او د هېڅ چا لخوا یې ملاتړ نه کېږي. په ټوله کې دا د اسټرالیا حکومت پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي ترڅو کوم ډول خلکو ته کوم ډول ویزې صادرې کړي.

د پناه غوښتنې شرایط

هغه خلک چې د مذهبي، سیاسي، ناامنۍ، نژادي، مليتي یا د یوې ټولنیزې ډلې د غړیتوب او نورو مسایلو له امله په خپل اصلي هېواد کې ژوند نشي کولی، د بشردوستۍ ویزو څخه په ګټه اخیستنې په اسټرالیا کې د پناه اخیستو پر شرایطو برابر دي. د بشردوستۍ ویزې او په ځانګړې توګه د 201 ډول بشردوستۍ ویزې غوښتنې لپاره، پناه غوښتونکي درېیم هېواد ته د سفرکولو یا په خپل هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)، دولتي او خصوصي بنسټونو سره نوملیکنې یا راجسټر ته اړتیا نه لري.

پناه غوښتنې ته نوملیکنه او د غوښتنلیک لېږل

پناه غوښتونکي کولی شي د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو ادارې وېبپاڼې ته په مراجعې سره نوملیکنه او د یاد هېواد څخه د پناه غوښتنه وکړي. د 201 فرعي ډول بشردوستۍ ویزو د نوملیکنې او غوښتنې لپاره، غوښتونکي باید د 842 ډول فورمه ډکه کړي او همدارنګه خپله تذکره، پاسپورټ، نکاح خط، یو انځور، ګواښ لیک یا د ګواښ سندونه او یا هر هغه سند چې په اصلي هېواد کې د غوښتونکي د ژوند د ګواښ په تړاو څرګندونې ثابتوي، له یادې فورمې سره یو ځای د انټرنټ له لارې د اسټرالیا هېواد سیاسي استازولۍ یا سفارت برېښنالیک ته واستوي. همدارنګه دا هم امکان لري چې غوښتونکي خپل اسناد او غوښتنلیک د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو ادارې رسمي وېبپاڼې له لارې هم د دې هېواد حکومت ته وسپاري. د یادولو وړ ده چې د 824 فورمه په اسټرالیا کې د پناه غوښتنې لپاره یو له مهمو سندونو څخه ده چې د دې هېواد د کډوالۍ خدمتونو ادارې په وېبپاڼه (https://immi.homeaffairs.gov.au/form-listing/forms/842.pdf) کې شتون لري.

د غوښتنلیک ارزول او منل

غوښتونکي د غوښتنلیک او اسنادو له استولو وروسته د غوښتنلیک یا فایل شمېره د برېښنالیک له لارې ترلاسه کوي چې دا به د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې په مانا وي. د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو اداره د پناه غوښتنې غوښتنلیک د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو، د اړوندو قوانینو په رڼا کې څېړي او غوښتونکي ته د دې هېواد په نږدې سیاسي استازولۍ کې د لیدو یا ملاقات لپاره وخت ورکول کېږي. غوښتونکی په ټاکلې نېټه او ساعت کې اړونده سیاسي استازولۍ ته د مرکې لپاره حاضرېږي او د خپلو څرګندونو د اثبات په موخه خپل ټول اسناد وړاندې کوي. غوښتونکي باید د پناه غوښتنې د معیارونو د پوره کولو لپاره له وړاندې قوي دلایل او اړین اسناد چمتو کړی وي. د اسټرالیا حکومت د پناه غوښتنی د څېړلو مسوولیت څخه ډاډ ترلاسه کوي او همدارنګه دا د اسټرالیا حکومت پرېکړې پورې اړه لري چې د غوښتونکي غوښتنه ومني یا رد یې کړي. که چیرې پناه غوښتونکي وکولی شي د پناه غوښتنې لپاره خپل دلایل او غوښتنه ثابت کړي، د هغه د پناه غوښتنه به ومنل شي. د ویزې له صادرولو وړاندې د غوښتونکي روغتیایي معاینې ترسره او د هغه د ښه شخصیت او اهلیت څخه هم ډاډ ترلاسه کېږي. بریالي غوښتونکي کولی شي د پورتنیو ویزو څخه یوه ترلاسه او اسټرالیا ته کډوال شي چې په دې توګه په اسټرالیا کې د دایمي استوګنې، کار او زده کړې له حق څخه برخمن کېږي. دا خلک کولی شي د دایمي استوګڼې لپاره د خپلې کورنۍ غړي اسټرالیا ته بوځي او د ځانګړو شرایطو په پوره کېدو سره له پنځو کلونو وروسته د اسټرالیا تابعیت ترلاسه کړي.

د غوښتنلیک ارزونه څومره وخت نیسي؟

د استوګڼې په هېواد کې د خلکو د پناه غوښتنې لړۍ د غوښتنلیکونو څېړلو د شرایطو د نشتوالي له امله میاشتې او کلونه وخت نیسي او په دې موده کې غوښتونکي باید د ځواب ترلاسه کولو ته تم واوسي. په دې موده کې غوښتونکي خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي او د اسټرالیا حکومت ورسره کومه مرسته نه کوي.

که غوښتنه رد شي، څه کېږي؟

که چېرې د پناه غوښتنه رد شي، اړونده سیاسي استازولۍ غوښتونکي ته د برېښنالیک له لارې یو لیک استوي. د 201 فرعي ډول د بشردوستۍ ویزې غوښتنلیک ردولو په صورت کې کېدای شي چې د اسټرالیا حکومت کوم دلیل هم وړاندې نکړي. که چېرې پرېکړه د اسټرالیا د قانون سره سم نه وي شوې، نو غوښتونکي کولی شي د اسټرالیا پورته محکمې څخه د یو وکیل له لارې د خپل غوښتنلیک د بیاکتنې او ارزونې غوښتنه وکړي.

مرسته او مشوره

د اسټرالیا د کډوالۍ قانون پېچلی او پوهېدل یې ستونزمن دی، نو له دې امله مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې څخه وړاندې له اړوندو بنسټونو سره مشوره وشي. د هغو ادارو لیست چې پناه غوښتونکو ته مشوره ورکوي د (https://www.iaa.govt.nz/) په وېبپاڼه کې شتون لري. په اسټرالیا کې د پناه غوښتنې په اړه نور معلومات د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو ادارې په وېبپاڼه (https://immi.homeaffairs.gov.au/) کې یا د (https://immi.homeaffairs.gov.au/) لینک له لارې موندلی شئ او یا د (https://immi.homeaffairs.gov.au/help-support/departmental-forms/online-forms) لینک له لارې د نورو معلوماتو غوښتنه کولی شئ.