پیوستن مجدد اعضای خانواده با پناهندگان یا دارندگان حفاظت فرعی در سویدن-02.jpg

دا مقاله په سویډن کې د کډوالو او د فرعي محافظت لرونکو لپاره د کورنۍ د بیایوځای کېدو پروسې لپاره هراړخیز لارښود چمتو کوي،  چې د وړتیا معیارونه، اړتیاوې او د غوښتنلیک پروسه په کې تشریح شوی څو د مالي مرستې په پایله کې د کورنۍ غړي دې هېواد ته راوړي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

عمومي کتنه

که تاسو په سویډن کې پناه غوښتونکي (flykting) یا د فرعي خوندیتوب لرونکي (alternativt skyddsbehövande) یاست، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ د ځینو غړو لپاره د استوګڼې د اجازې غوښتنه وکړئ. ستاسو د کورنۍ غړي کولی شي دا اجازه لیک سویډن ته د سفر او دې هېواد کې د پاتې کېدو لپاره وکاروي.

که د دایمي استوګنې یا لنډمهالې استوګنې اجازه یا جواز لرئ، او د اوږدې مودې د استوګنې د اجازې په اړه مثبت نظر موجود دی، کولی شۍ خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو لپاره درخواست وکړئ ترڅو تاسو سره یوځای شي. که تاسو د 18 څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ د خپلو والدینو سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنه وکړئ. دې ته د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو غوښتنلیک ویل کېږي. د دې موخې لپاره به تاسو سپانسرکوونکی "ارتباطی شخصیا هغه کس یاست چې د کورنۍ نورو غړو سره مرسته کوئ.

کله چې تاسو فورمه ډکوۍ، د سپانسرکوونکي په اړه پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره د خپل ځان په اړه معلوماتو وکاروئ. ستاسو د کورنۍ غړي به "غوښتونکيوي. غوښتونکي دې ته اړتیا نلري چې ثابت کړي چې هغه په ​​خپل هېواد کې ځورول شوي دي.

په استثنایی حالتونو کې تاسو کولی شئ نور خپلوان هم سپانسر کړئ. استثناوې هغه وخت دي چې د کورنۍ یو غړی د مالي، رواني یا احساساتو له پلوه تاسو پورې تړلي وي. تاسو باید د دې مواردو لپاره اسناد د ثبوت په ډول په خپل غوښتنلیک کې شامل کړئ. په دې حالت کې، تاسو کولی شئ د کورنۍ نور غړي لکه ستاسو ورور یا خور چې د 18 کلونو څخه کم وي سپانسر کړئ، یا که تاسو تر 18 کلونو پورته عمر لرئ، تاسو کولی شئ خپل مور او پلار سپانسر کړئ.

څوک پر شرایطو برابر دی؟

د غوښتونکي عمومي شرایط:

  • غوښتونکي باید ثابت کړي چې هغه څوک دی. په معمول ډول غوښتونکي باید خپل معتبر پاسپورټ وړاندې کړي. خو که غوښتونکي لاندې شرایط پوره کړي، هغه کولی شي پر ځای یې د DNA ازموینه وسپاري:

○ غوښتونکي او سپانسرکوونکي د یوې کورنۍ برخه وي او ګډ ماشومان لري. که چېرې غوښتونکي په سویډن کې د سپانسرکوونکي یا مالي ملاتړکوونکي مور یا ماشوم وي، دوی باید د وینې اړیکه ولري. که چېرې د غوښتونکي مېرمن په سویډن کې سپانسرکوونکي یا مالي ملاتړکوونکي وي، دوی باید ګډ ماشومان ولري.

غوښتونکي خپل هویت د سپانسرکوونکي یا مالي ملاتړکوونکي له هویت څخه اخیستی خو د وینې اړیکه سره نلري. له غوښتونکي سره به د سویډن په سفارت کې مرکه وشي. په مرکه کې، غوښتونکي باید ووايي چې دوی څنګه له سپانسرکوونکي سره تړاو لري، دوی څوک دي او له کوم ځای څخه راغلي دي. د سویډن د کډوالۍ اداره ((Swedish Migration Agency چې په اختصار بڼه ورته SMA ویل کېږي، پرېکړه کوي چې آیا غوښتونکي لازم شرایط پوره کوي او که نه.

○ غوښتونکي او سپانسرکوونکي یا مالي ملاتړکوونکي د دې په اړه چې غوښتونکي څوک دي،  همغږي معلومات وړاندې کوي.

غوښتونکي نشي کولی پاسپورټ یا تذکره ترلاسه کړي ځکه چې د هغه یا د هغې د هېواد حکومت کېدای شي هغه وځوروي. که چېرې سویډن د غوښتونکي د اصلي هېواد سندونه په رسمیت نه پېژني، نو غوښتونکي به بیاهم پر شرایطو برابر وي. سویډن اوس مهال یوازې د سومالیا سندونه په رسمیت نه پېژني خو د نړۍ د نورو هېوادونو سندونه په رسمیت پېژني.

○ که چېرې غوښتونکي د سپانسرکوونکي د ژوند ملګری وي، دوی باید سویډن ته د سپانسرکوونکي تر رسېدو دمخه د سویډن څخه بهر د هغه د مېرمنې په توګه ګډ ژوند کړی وي.

د ژوند ملګري لپاره غوښتنلیک

  • تاسو کولی شئ په لاندې درېیو حالتونو کې د خپلې مېرمنې یا خاوند او یا ژوند ملګري لپاره غوښتنه وکړئ:

○ لومړی، که تاسو په قانوني توګه واده کړي وي.

○ دویم، که تاسو د رسمي سند له مخې ګډ ژوند کوئ.

درېیم، که تاسو کوژده کړې او غواړئ په سویډن کې یوځای ژوند وکړئ.

■ که تاسو واده نه دي کړي خو یوځای ژوند کوئ، تاسو کولی شئ د یو بل د ژوند ملګري په توګه ګډ ژوند وکړئ. که تاسو یوازې د لنډ وخت لپاره یوځای یاست، کېدای شي چې تاسو ثابت ونشئ کړی چې تاسو مېرمن او خاوند یاست او یا سره ګډ ژوند لرئ.

په ډېرو مواردو کې تاسو او ستاسو د ژوند ملګري باید لږ تر لږه د 18 کلونو په عمر واده کړي وي. ستاسو د ژوند ملګري باید په معمول ډول لږترلږه 18 کلن وي. په سویډن کې د ماشوم واده په معمول ډول په رسمیت نه پېژندل کېږي.

سویډن ځینې غیرحضوری یا هغه ودونه چې خاوند او مېرمن په واده کې حاضر نه وي، په رسمیت نه پېژني. که تاسو یا ستاسو د ژوند ملګري په واده کې په ورته ځای کې شتون ونلرئ، تاسو ممکن په غیرحضوري یا قراردادي ډول واده کړی وي. که تاسو یا ستاسو د ژوند ملګري ستاسو د واده په وخت کې په سویډن کې وې یا د سویډن سره په اړیکه کې وې، سویډن دا واده په رسمیت نه پېژني.

د کورنۍ د بیا یوځای کېدو لپاره د غوښتنې دمخه، تاسو باید خپل د ژوند ملګری د سویډن د مالیې ادارې (Swedish Tax Agency) سره ثبت کړئ. دا اړینه نه ده چې ثبت کړئ خو کېدای شي په راتلونکي کې تاسو سره مرسته وکړي.

ماشوم لپاره غوښتنلیک

  • ستاسو ماشوم باید مجرد او له 18 کلونو څخه کم عمر ولري.

ستاسو ماشوم باید د غوښتنلیک وړاندې کولو په وخت کې له 18 کلونو څخه کم وي. که ستاسو ماشوم 18 کلن شي په داسې حال کې چې د دوی غوښتنلیک د SMA پرېکړې ته انتظار باسي ، دوی لاهم پر شرایطو برابر دي.

والدینو یا مور او پلار لپاره غوښتنلیک

  • که تاسو یو ماشوم یاست چې په سویډن کې یوازې ژوند کوئ او غواړئ چې مور او پلار ستاسو سره ژوند وکړي، تاسو کولی شئ خپل مور او پلار سپانسر کړئ او مالي ملاتړ یې وکړئ.
  • کله چې د پناه غوښتنه کوئ تاسو باید مجرد او له 18 څخه کم عمر ولرئ.

○ که تاسو د پناه غوښتنې له ترلاسه کولو څخه وروسته 18 کلن شئ، نو تاسو باید د پناه غوښتنې د پرېکړې له ترلاسه کولو څخه درې میاشتې وروسته د خپل مور او پلار لپاره غوښتنه وکړئ ترڅو هغوی تاسو سره یوځای شي.

  • تاسو باید د خپل مور او پلار یا سرپرست څخه پرته سویډن ته دننه شوي یاست، یا سویډن ته له رسېدو وروسته جلا شوي یاست.
  • که تاسو ته د سویډن تابعیت درکړل شوی وي، نو تاسو به ونشئ کړی چې د خپل مور او پلار مالي ملاتړ وکړئ.

نور شرایط

کېدای شي اړ شئ چې د کور او مالي شرایط پوره کړئ. شرایط ستاسو د عمر پر بنسټ او کله چې تاسو خپل غوښتنلیک سپارئ توپیر کوي.

که تاسو (په سویډن کې سپانسرکوونکي) له 18 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو د کور او مالي حالت ثابتولو ته اړتیا نلرئ.

که تاسو (په سویډن کې سپانسرکوونکي) عمر 18 کاله یا تر دې ډېر وي او په سویډن کې د پناه غوښتنې حالت یا فرعي ملاتړ سند ترلاسه کولو څخه وروسته د 3 میاشتو دننه کې د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړئ، د کور او مالي شرایط به په حتمي ډول نه پلي کېږي. 3 میاشتنۍ دوره هغه مهال پیل کیږي چې SMA (د سویډن د کډوالو د چارو اداره) تاسو ته خبر درکړي چې تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکړل شوی او تاسو په سویډن کې د اوسیدو اجازه ترلاسه کړې ده. که تاسو سویډن ته د کوم پروګرام له مخې دننه او ځای پر ځای شوي یاست، له هماغه مودې ستاسو د 3 میاشتو موده پیل کېږي.

کله چې تاسو غوښتنلیک ورکوئ، د سویډن حکومت پرېکړه کوي چې ایا تاسو او ستاسو کورنۍ پرته له کوم خنډ څخه بل هېواد ته تللی شئ او که نه. کوم ځای یا هېواد چې ستاسو کورنۍ ور پورې تړلې ده، په پام کې نیول کېږي. که دوی پرېکړه وکړي چې تاسو کولی شئ بل هېواد ته چې ور پورې تړلي وي، کډه کولی شئ، تاسو باید د مالي او کور یا د اوسېدو د ځای شرایط پوره کړئ.

که تاسو د پناه غوښتنې یا فرعي ملاتړ سند ترلاسه کولو څخه تر 3 میاشتو وروسته سویډن کې د کورنۍ د غړو د پیوستون غوښتنه وکړئ، پر تاسو به د مالي وضعیت او د اوسېدو ځای یا کور شرایط پلي شي.

دا د ساتلو شرایط دي چې دوې برخې لري:

لومړی، تاسو  باید دا وښایئ چې وروسته له دې چې دوی سویډن ته راشي تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ غړو سره مالي مرسته وکړئ.

دویم، تاسو  باید وښایئ چې ستاسو اپارتمان یا کور دومره لوی دی چې ستاسو د کورنۍ غړي په سویډن کې تاسو سره پکې ژوند  کولی شي.

د سویډن حکومت د دواړو شرایطو پوره کولو لپاره ځانګړي معیارونه کاروي.

د سویډن حکومت ستاسو د کور کرایه کولو لګښت او ستاسو د کورنۍ د غړو د شمېر پراساس د میاشتنۍ پیسو اندازه په پام کې نیسي. د 2022 میاشتنۍ پیسې چې د هر کال د جنوري له 1 څخه به یو څه زیات شي، په لاندې ډول دي:

  • 5158 کرون (سویډني پیسې) د یو بالغ کس لپاره
  • 8520 کرون د یوې جوړې لپاره چې یوځای ژوند کوي
  • 2756 کرون د 0-6 کلونو ماشومانو لپاره
  • 3308 کرون د 7 څخه تر 10 کلنو ماشومانو لپاره
  • 3860 کرون د 11 څخه تر 14 کلنو ماشومانو لپاره
  • 4411 کرون د 15 کلونو څخه پورته ماشومانو لپاره

که تاسو د ماشوم د لګښتونو د پوښښ لپاره دولت څخه مرسته ترلاسه کوئ، کله چې تاسو مالي اړتیاوې محاسبه کوئ تاسو کولی شئ دا اندازه کمه کړئ. تاسو کولی شئ د دې دولتي ګټو په اړه نور معلومات د سویډن وېبپاڼه کې ومومئ.

د مثال په توګه، که تاسو په سویډن کې پناه غوښتونکي یاست او غواړئ د خاوند او دوو ماشومانو (6 او 12 کلنۍ) لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو به لاندې مواردو ته اړتیا ولرئ:

  • 8520 تاسو او ستاسو خاوند لپاره، جمع
  • 2756 ستاسو 6 کلن ماشوم لپاره، جمع
  • 3860ستاسو 12 کلن ماشوم لپاره، جمع
  • ستاسو د کور د کرایې لګښت، او بیا هغه مرستې کمې کړئ چې ستاسو کورنۍ له حکومت څخه ترلاسه کوي.

کله چې ستاسو محاسبه بشپړه شي، پاتې پیسې به ستاسو میاشتنۍ اندازه وي. که ستاسو عاید د ټول میاشتني مقدار څخه ډېر وي، نو تاسو مالي  شرایط پوره کوئ.

د کور اړتیاوې ستاسو د کورنۍ اندازې پورې اړه لري. ستاسو په کورنۍ کې ستاسو د کورنۍ هغه غړي شامل دي چې اوس مهال تاسو سره په سویډن کې ژوند کوي او ستاسو د کورنۍ هغه غړي چې تاسو غواړئ سویډن ته یې راولۍ. که چېرې کور مو یوه کوټه او پخلنځی یا کوچنی پخلنځی ولري نو دا د دوو لویانو لپاره پرته له ماشومانو خورا لوی دی. که ماشومان په کور کې اوسیږي، باید ډېرې خونې ولري. دوه ماشومان کولی شي د خوب خونه شریکه کړي.

د سویډن د کډوالۍ اداره به وګوري چې ایا تاسو د عاید او کور لپاره  شرایط پوره کړي او که نه. تاسو باید په بیلابیلو وختونو کې شرایط پوره کړئ:

  • لومړی، کله چې غوښتنلیک بشپړوئ، تاسو باید اړین شرایط پوره کړئ.
  • دویم، کله چې حکومت ستاسو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه کوي تاسو باید اړین شرایط پوره کړئ.
  • درېیم، کله چې دولت ستاسو د غوښتنلیک په تړاو پرېکړه کوي تاسو باید وښایئ چې د یو کال اړین شرایط پوره کړئ.

دا چې د سویډن د کډوالۍ اداره د پرېکړې کول ډېر وخت نیسي نو په ډېري مواردو کې دا ستونزمن کېدای شي. که تاسو دنده ولرئ او وروسته تاسو وزګار شئ بیا نو تاسو کولی شئ مرسته (له بیمې څخه) ترلاسه کړئ.

که ستاسو د کورنۍ حالت د کورنۍ د یوځای کېدو د غوښتنلیک په بهیر کې بدلون ومومي، تاسو باید د سویډن د کډوالۍ ادارې یا SMA ته خبر ورکړئ.

  • که تاسو خپله دنده بدله کړئ، تاسو باید SMA ته د خپل معاش د بدلون په اړه ووایاست. ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی ته خپل نوی کاري قرارداد ولېږئ.
  • که ستاسو یا د کورنۍ د کوم غړي ماشوم نړۍ ته راځي، نو SMA ته د خپلې کورنۍ د غړو نوی شمیر ووایاست.
  • که تاسو کډه کوۍ، SMA ته د خپل نوي کور اندازه او د کرایې د نوي مبلغ په اړه خبر ورکړئ.

غوښتنلیک څنګه وړاندې کېږي؟

څوک کولی شي په انلاین ډول غوښتنلیک ولېږي؟

که تاسو (سپانسرکوونکی) لاندې شرایط ولرئ کولی شئ انلاین غوښتنه وکړئ:

  • تاسو او غوښتونکي 18 کلن یا تر دې ډېر عمرلرونکی یاست.
  • تاسو یو برېښنالیک لرئ.
  • تاسو کولی شئ د ویزاکارټ یا ماسټرکارټ له لارې د غوښتنلیک لپاره پیسې ورکړئ.
  • تاسو کولی شئ اړین اسناد سکن کړئ او یا یې عکس واخلئ.

که تاسو په سویډن کې د ماشوم په توګه ژوند کوئ او تاسو د خپل مور او پلار لپاره غوښتنه کوئ، نو ستاسو عمر باید له 18 کالو څخه ډېر نه وي. دا هم امکان لري چې ماشومان هم له خپلو والدینو سره په یو وخت کې په انلاین بڼه غوښتنه وکړي. د انلاین غوښتنلیک فورم لارښوونې په دې لینک کې شتون لري.

د انلاین غوښتنلیک لپاره پر دې لینک باندې کلیک وکړئ.

که تاسو د انلاین غوښتنلیک لپاره وړ یاست خو د دې بشپړولو وړتیا نلرئ، تاسو باید غوښتنلیک بشپړ کړئ او ټولو اړینو اسنادو سره لاندې پتې ته یې واستوئ:

Migrationsverket Box 3100

903 03 Umeå

هغه موارد چې د انلاین غوښتنلیک پر شرایطو برابر نه دي:

که تاسو یوازې د خپل ماشوم یا د 18 کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنه کوئ تاسو د انلاین غوښتنلیک وړ نه یاست. پرځای یې، تاسو باید دا غوښتنلیک ډک کړئ.  غوښتنلیک باید په هغه هېواد کې د سویډن سفارت یا قونسلګرۍ ته واستول شي چېرې چې ستاسو ماشوم ژوند کوي.

که چېرې غوښتونکي په سفارت یا قونسلګرۍ کې غوښتنه وکړي، هغه به په خپله له سپارلو وروسته د غوښتنلیک لګښت یا پیسې ورکړي.

د غوښتنلیک لګښتونه

ځینې ​​​​غوښتونکي اړتیا نلري د غوښتنلیک لګښت یا پیسې ورکړي. که تاسو له 18 کلنۍ څخه کم عمرلرونکي ماشومانو، مېرمن یا خاوند او د ژوند ملګري لپاره غوښتنه کوئ نو هېڅ لګښت نشته.

که تاسو خپل مور او پلار یا خور او ورور لپاره غوښتنه کوئ، نو د دوی غوښتنلیک لپاره باید لګښت ورکړئ.

تاسو کولی شئ د کورنۍ د بیایوځای کېدو پروسې د لګښتونو په اړه نور معلومات په دې ویب پاڼه کې وګورئ.

هغه سندونه چې تاسو یې باید خپل غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ

ستاسو د کورنۍ له غړو سره ستاسو د اړیکو ثبوت

که تاسو د خاوند یا مېرمنی یا د ژوند ملګري لپاره غوښتنه کوئ نو تاسو به لاندې اسناد ضمیمه کړئ:

  • ستاسو د ژوند ملګري لپاره یو معتبر پاسپورټ یا د پېژندنې بل سند.
  • نکاح خط یا د واده قانوني سند (د واده په صورت کې).
  • که ستاسو د ژوند ملګري په خپل اصلي هېواد کې نه وي، داسې اسناد وړاندې کړي چې دوی په خپل ځای کې په قانوني توګه ژوند کوي لکه د UNHCR د پناه غوښتنې کارټ

په داسې حال کې چې اړینه نه ده، خو موږ وړاندیز کوو چې تاسو نور داسې اسناد هم چمتو کړئ چې ستاسو د کورنۍ اړیکې ښیي. د اسنادو په بېلګو کې د واده عکسونه، اړیکې، د پیسو د لېږد سند، یو لیک چې تاسو څنګه سره ولیدل او یا سره جلا شوئ او یا داسې نور اسناد شامل کړئ.

که تاسو له 18 کالو څخه کم عمرلرونکي ماشوم لپاره غوښتنه کوئ، تاسو باید لاندې اسناد د خپل غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ:

  • ستاسو د ماشوم لپاره یو معتبر پاسپورټ یا د پېژندنې بل سند.
  • د زېږون کارټ چې تاسو د مور او پلار په توګه پېژني.

که پورته سندونه شتون ونلري، تاسو کولی شئ کوم بل مذهبي یا قانوني سند چمتو کړئ چې تاسو د ماشوم د قانوني سرپرست په توګه وښيي.

  • که تاسو د ماشوم ساتنه په غاړه لرئ د محکمې حکم یا که د ماشوم والدین مړه شوي وي، د مړي یا فوتي سند اړین دی.
  • که ستاسو ماشوم یوازې او د خپل پلار یا مور پرته سفر کوي، مور یا پلار چې په کور کې پاتې کېږي باید خپل ماشوم ته د دې فورمې له لارې سویډن ته د سفر کولو اجازه ورکړي.
  • د ماشوم قانوني سند که تاسو یو څوک په زوی ولي (فرزندي) نیولی وي.

داسې شواهد چې تاسو د مالي او کور شرایط پوره کولی شۍ.

که تاسو په سویډن کې د نړیوال ملاتړ حالت د سند اخیستلو څخه تر 3 میاشتو وروسته غوښتنه وکړئ، تاسو باید داسې اسناد چمتو کړئ ترڅو وښیي چې تاسو مالي او د کور شرایط پوره کړي دي. د کور او د کار د وضعیت پورې اړوند د اسنادو په اړه نور معلومات دلته موندلی شئ.

د غوښتنلیک سپارلو وروسته څه پېښېږي؟

د غوښتنې سره سم، تاسو (سپانسرکوونکي) به د SMA څخه د برېښنالیک له لارې پوښتنلیک ترلاسه کړئ. پوښتنې به ستاسو د عاید، کور او د غوښتونکي (ستاسو خپلوانو) سره ستاسو د اړیکو په اړه وي. تاسو باید پوښتنلیک بشپړ کړئ او د 14 ورځو په دننه یې SMA ته وسپارئ.

  د سویډن د کډوالۍ اداره یا SMA په معمول ډول د پرېکړې کولو لپاره له 12 څخه تر 24 میاشتو پورې وخت ته اړتیا لري. کېدای شي د کورنۍ د بېلابېلو غړو (د ژوند ملګري، ماشومان، او نور) یا بېلابېل ملیتونو لپاره غوښتنلیکونه ډېر یا لږ وخت ونیسي.

تاسو کولی شئ migrationsverket@migrationsverket.se بریښنالیک ته لیک واستوئ او له SMA څخه د خپل غوښتنلیک په تړاو د نويو معلوماتو او بدلونونو لپاره لیک واستوئ. کله چې تاسو برېښنالیک استوئ نو د کیس یا کنترول نمبر هم په لیک کې ولیکئ.

د سویډن په سفارت کې مرکه

د SMA له لومړنۍ پرېکړې څخه وروسته، تاسو (سپانسرکوونکی) به یو برېښنالیک ترلاسه کړئ.  په دې برېښنالیک کې به لیکل شوی وي چې غوښتونکي څنګه کولی شئ د سویډن په سفارت کې خپل ملاقات یا مرکه ترسره کړي. په سفارت کې د مرکې د نېټې او وخت ټاکل کېدای شي شاوخوا یو کال وخت ونیسي.

ټول غوښتونکي، د ماشومانو په ګډون باید په مرکه کې حاضر وي. د مرکې په جریان کې،د سفارت کارمند به له غوښتونکو (ستاسو د کورنۍ له غړو) څخه ستاسو (سپانسرکوونکي) سره د اړیکو په اړه پوښتنې وکړي. غوښتنلیک ورکوونکي باید د لیدنې لپاره لاندې اسناد له ځان سره وېسي:

  • پاسپورټ یا کوم بل د پېژندنی سند چې دوی یې لري.
  • د غوښتنلیک سره د سپارل شويو اسنادو اصلي کاپي (لکه نکاح خط، تذکره، د زېږون کارټ او نور).

که چیرې اړینه وې چې ستاسو ماشوم باید د سویډن سفارت ته یوازې د ملاقات لپاره ولاړ شي، نو یو ولي یا سرپرست باید ورسره سفارت ته لاړ شي. ولي یا سرپرست باید خپل د پیژندنې کارت او معتبر وکالت خط له ځان سره ولري.

د عمومي قانون په توګه، مرکه به د سویډن په سفارت یا کنسلګرۍ کې د غوښتونکي په اصلي هیواد یا په هغه ځای کې چې په قانوني توګه ژوند کوي، ترسره کیږي. خو په دې قانون کې استثنا شته. د دې معلومولو لپاره چې مرکه په کوم ځای کې ترسره کیږي. په دغې ویب پاڼې ته ورشئ.

که چیرې غواړئ وپوهیږئ چې ستاسو د کورني د غړي د استوګنې په سیمه کې سفارت یا کونسلګرۍ ته لاسرسی کیدی شي او که نه، دغې ویب پاڼې ته ورشئ.

په سویډن سفارت کې له مرکې وروسته

که تاسو نورو معلوماتو او اسنادو ته اړتیا لرئ نو تاسو به د سویډن د کډوالۍ ادارې سره اړیکه ونیسئ. دوی به تاسو ته د برېښنالیک له لارې نورې لارښوونې وړاندې کړي.

کله چې SMA ستاسو د غوښتنلیک په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي تاسو به پایله د برېښنالیک له لارې ترلاسه کړئ.

که چېرې SMA غوښتنلیک ومني، غوښتونکي باید د استوګڼې جواز ترلاسه کولو لپاره سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي. کله چې تاسو ته د پرېکړې به تړاو خبر درکول کېږي، سفارت به تاسو ته نور لارښودونه هم وړاندې کړي.

که چېرې SMA غوښتنه رد کړي، د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کیدای شي. تاسو باید د پرېکړې له ترلاسه کولو څخه وروسته د 3 اونیو په موده کې د غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه وکړئ. کله چې سفارت تاسو د پرېکړې په تړاو خبر درکړي نو تاسو ته به معلومات درکړي چې څنګه د استیناف غوښتنه وکړئ.

د مرستې غوښتنه

تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي کېدای شي د پناه غوښتنې پروسې په تړاو له وکیل څخه مرسته وغواړئ، چې په دې صورت کې لاندې سرچینې کارولی شئ:

نور لینکونه

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)