د کاناډا دولت هغو افغانانو ته چې د پنځه (5) کسیزې ډلې مالي ملاتړ یا سپانسرشپ لري اجازه ورکوي چې د بیامېشتېدنې د ځانګړي او بشري پروګرام له لارې په دې هېواد کې مېشت شي. د بشردوستۍ دا ویزې د خصوصي ملاتړ لاندې پناه غوښتنه (Privately Sponsored Refugees - PSR) چې د کاناډا دولت افغانانو لپاره ځانګړې کړې ده، صادرېږي. د دې پروګرام په ترڅ کې افغانان د پنځه کسیزې ډلې یا سپانسرکوونکي په مالي ملاتړ د کاناډا دایمي استوګڼې ویزې ترلاسه کوي او هلته مېشتېږي.
په دې لیکنه کې د بشري ويزې د ترلاسه کولو یا د پنځه کسيزې ډلې د مالي ملاتړ یا سپانسر له لارې د پناه غوښتنې شرايط او پړاوونه څېړل شوي دي.

د بشردوستۍ ویزې عمومي شرایط

ښځینه رهبرانې، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي یا توکمیز اقلیتونه، ژورنالیستان، هغه کسان چې کاناډايي رسنیو سره کار او مرسته کړې وي او د وروستیو سیاسي بدلونونو په ترڅ کې د ځورونې خطر سره مخ وي د کاناډا د بشردوستۍ ویزې لپاره د غوښتنلیک د وړاندې کولو پر شرایطو برابر دي. د ژوند ملګري (ښځه یا مېړه) او د 22 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان هم په دې هېواد کې د بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر دي.
د دې ځانګړي پروګرام د شرایطو د پوره کولو لپاره، غوښتونکي باید د افغانستان تبعه وي، کاناډا ته د هغه د ننوتلو پر وړاندې قانوني خنډ شتون ونلري، دې هېواد ته د نه ننوتلو په ډله کې نه وي او اړین اسناد ولري چې د کاناډا د بشردوستۍ ویزې په یوه منل شوې کټګورۍ کې شامل وي. که پر شرایطو برابر کسان اوس له افغانستان څخه وتلي او په بل هېواد کې اوسېږي د دوی د بشردوستۍ ویزې لپاره غوښتنلیک د پنځه کسیزې ډلې د مالي ملاتړ پر بنسټ منل کېدی شي.

د 5 کسیزې ډلې د مالي ملاتړ پر بنسټ د پناه غوښتنه

د 5 کسیزې ډلې د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ پر بنسټ د پناه غوښتنه په داسې بڼه ده چې غوښتونکي د پنځو کسانو د یوې ډلې لخوا سپانسر شي، کاناډا څخه د پناه غوښتنه کولی شي. دا ډلې باید د هغو پناه غوښتونکو څخه د یو کال لپاره مالي ملاتړ وکړي چې د دوی لخوا د کاناډا دولت ته معرفي کېږي؛ د دې یو کال په موده کې د پناه غوښتونکي د ژوند ټول لګښتونه لکه فرنیچر، وسایل، جامې او په دوامداره توګه د اړینو اړتیاوو پوره کولو لکه کور، خواړه او ترانسپورت لپاره میاشتني لګښتونه او همدارنګه د دوی د ټولنیز او عاطفي ملاتړ مسوولیت په غاړه واخلي.
په دې توګه، په کاناډا کې پناه غوښتونکي کولی شي د پنځو کاناډایانو له یوې ډلې سره اړیکه ونیسي او موافقه وکړي چې د دوی د لګښتونو لږې یا ټولې برخې په غاړه واخلي. د پنځه کسیزې ډلې د شرایطو پوره کولو لپاره، د ډلې هر غړی باید د کاناډا تابعیت ولري یا د دې هېواد دایمي اوسېدونکی وي او لږترلږه 18 کلن وي، په هم هغه ایالت کې ژوند وکړي چېرې چې پناه غوښتونکي په کې استوګڼ کېږي او تر ټولو مهمه دا چې دولس میاشتو پورې له پناه غوښتونکو څخه په کاناډا کې ملاتړ وکړي. د ډلې غړي باید د بیامېشتېدنې لپاره یو پلان ولري او ثابت کړي چې دوی په ښه مالي حالت کې دي او د دې وړتیا لري چې د ملاتړکېدونکو لګښتونه پوره کړي. د سپانسرکوونکو مالي وړتیا هم د سپانسر شوي کورنۍ د غړو په شمېر پورې تړلې ده. سربېره پردې، هر سپانسرکوونکی یا د ډلې هر غړی باید د کاناډا پاسپورټ، د دایمي استوګڼې کارت، د زېږون کارت او نور غوښتل شوي اسناد د کاناډا دولت ته وسپاري ترڅو د پنځه کسیزې ډلې غړیتوب لپاره وړ وګڼل شي.
پنځه تنه افغانان چې ښه مالي وړتیا او د کاناډا تابعیت لري کولی شي لاس په کار شي، یوه ډله جوړه کړي او د دې پروګرام له لارې خپل ملګري، د کورنۍ غړي او نور اړمند کسان سپانسر او په کاناډا کې یې میشت کړي.
د پنځه کسیزې ډلې د جوړولو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

د پنځه کسیزې ډلې لخوا غوښتنلیک

د پنځو کسانو ډله چې د کاناډا دولت شرایط یې پوره کړي وي کولی شي هغه خلک سپانسر کړي او ورته د پناه یا د بشردوستۍ ویزې غوښتنه وکړي چې کاناډا کې د بیامېشتېدو پر شرایطو برابر دي.
د پنځه کسیزې ډلې لخوا د اړوندو فورمو ډکولو او پناه غوښتونکو ته د غوښتنلیکونو سپارلو په اړه بشپړ او هر اړخیز لارښود په دې رسمي لینک کې ولولئ.
پنځه کسیزې ډلې پورې اړوندې فورمې: د سپانسرکوونکو پنځه کسیزه ډله وروسته له هغه چې کاناډا کې د بیامېشتېدنې ته اړمند کسان وپېژني، دې رسمي لینک ته مراجعه کوي او لاندې فورمې ډانلوډ او ډکوي:
  • د پنځه کسیزې ډلې لخوا د سپانسرشپ او بیامېشتېدنې پلان پورې اړونده د imm5670e فورمه
  • د پنځو تنو سپانسرکوونکي ډلې ارزونې پورې اړوند د imm5492e فورمه
  • د پنځو تنو سپانسرکوونکي ډلې د مالي وړتیا معلومولو لپاره د imm5373 فورمه
تاسو کولی شئ د پنځه کسیزې ډلې له لوري د پناه غوښتونکو د فورمو ډکولو لارښود په دې رسمي لینک کې ومومئ.
ملاتړکېدونکي پورې اړوند فورمې: هغه کسان چې په کاناډا کې د پناه غوښتنې وړ دي، هغوی دې رسمي لینک ته مراجعه وکړي او لاندې فورمې ډانلوډ او ډکې کړي:
  • د پناه غوښتنې د imm0008enu عمومي فورمه
  • د غوښتونکي معلوماتو پورې اړوند د imm5669e فورمه
  • پناه غوښتونکو پورې اړونده د imm0008 فورمه کوم چې باید د کورنۍ ټولو غړو لپاره چې عمرونه یې 18 کلن یا پورته وي په جلا توګه ډک شي.
  • د imm5476e فورمه استازي پورې اړه لري چې د غوښتونکو پر ځای غوښتلیک سپاري. که غوښتونکي پخپله نورې پورته فورمې ډکوي نو دا اړینه نه ده چې دا فورمه ډکه کړي.
د پناه غوښتونکو لپاره د فورمو ډکولو په اړه بشپړ او هر اړخیز لارښود په دې رسمي لینک کې موندلی شئ.

غوښتنلیک کوم آدرس ته لېږل کېږي؟

پنځه کسيزه ډله غوښتنلیک او اړین اسناد د(IRCC.INROCO-CORORI.IRCC@cic.gc.ca) برېښنالیک له لارې د کاناډا دولت ته سپاري. د غوښتنلیک سپارلو وروسته، سپانسرکوونکي به د ډاډ په پار یو برېښنالیک ترلاسه کړي. دا برېښنالیک تاییدوي چې د پنځه کسیزې ډلې سپانسرشپ پر بنسټ غوښتنلیک کڅوړه ترلاسه شوې.
د کانادا اړونده اداره په خپله وېبپاڼه کې سپارښتنه کوي چې د برېښنالیک له لارې پر غوښتنلیک لېږلو سربېره، پنځه کسیزه ډله یوه ورته اضافي غوښتنلیک په فزیکي توګه هم لاندې پتې ته وسپاري:
Resettlement Operations Centre in Ottawa (ROC-O)
365 Laurier Avenue West
Ottawa, Ontario
K1A 1L1
د سپانسرکوونکو لخوا د غوښتنلیکونو سپارلو لپاره لارښوونې، شرایط، معیارونه او نور معلومات په دې رسمي لینک کې موندل کېدی شي.

د غوښتنلیک په برخه کې مهم ټکي

  • خپل معلومات په صادقانه توګه ولیکئ.
  • سندونه په PDF بڼه واستوئ.
  • د اسنادو کیفیت باید لوړ او د لوستلو وړ وي.
  • ټولې 6 فورمې باید په جلا توګه ترتیب شي.
  • د یوې فورمې اعظمي اندازه باید له 5 ام بی (MB) څخه زیاته نه وي.
  • ټوله غوښتنلیک او اړین اسناد باید له 10 ام بی (MB) څخه زیاته نه وي.
  • په فولډر (Zip Folder) کې اسناد د منلو وړ نه دي او رد به شي.
  • اړین اسناد ضمیمه کړئ.
  • د اتومات ځواب ترلاسه کولو سره د غوښتنلیک سپارل کېدو څخه ډاډ ترلاسه کړئ.
  • د برېښنالیک په موضوع کې ( (G5 Application – Principle Applicant FAMILY NAME, First name ولیکئ.
  • د غوښتنلیک او ټولو اړینو اسنادو یوه کاپي له ځانه سره وساتئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د پناه غوښتونکي غوښتنلیک او اړین اسناد چې د پنځه کسیزې ډلې لخوا لېږل شوي اوس د کاناډا دولت ته رسېدلي او تر څېړنې او ارزونې لاندې دي. په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې مسولیت په غاړه لري. دا مرکز د هر غوښتنلیک لپاره یوه ځانګړې شمېره (G-Number) وړاندې کوي. که اسناد او د غوښتنلیک نور اړین اسناد نیمګړي وي، یاد مرکز سپانسرکوونکي ډلې سره د اسنادو پوره کولو په موخه اړیکه نیسي. د دې شمېرې (G-Number) په کارولو سره، غوښتنلیک په یاد شوي مرکز کې پېژندل کېږي او سپانسرکوونکي کولی شي د دې شمېرې په مرسته غوښتنلیک بشپړ کړي.
غوښتونکي کولی شي دې رسمي لینک ته په مراجعې سره د خپل غوښتنلیک وضعیت او پرمختګ وڅاري.

د غوښتنلیک منل کېدل

د بیامېشتېدنې په برخه کې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د منلو یا نه منلو وروستۍ پرېکړه د کاناډا په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) لخوا نیول کېږي. په یاد مرکز کې د کډوالۍ یو افسر غوښتنلیک او نور اړین اسناد څېړي او پرېکړه وکړي چې ایا سپانسرکوونکي د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ معیارونه پوره کړي دي او که نه. د سپانسرکوونکو لخوا د مالي ملاتړ شرایط او معیارونه په دې رسمي لینک کې ولولئ.
که چېرې افسر ډاډ تر لاسه کړي چې سپانسرکوونکي د پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ شرایط پوره کړي دي، د اړمنو خلکو د پناه غوښتنه به ومنل شي او پرېکړه به سپانسرکوونکو ته د برېښنالیک له لارې ولېږل شي.
له منلو وروسته، غوښتنلیک د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه په الکترونیکي بڼه په اړوند هېواد د کاناډا سیاسي استازولۍ یا سفارت ته لېږل کېږي. که اړتیا وي، سپانسرکوونکي او د بشردوستۍ خوندیتوب تر ملاتړ لاندې اشخاص نور اړین یا غوښتل شوي اسناد د کاناډا په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) یا په اړوند هېواد کې د کاناډا سفارت ته لېږي. دا باید په یاد وساتل شي چې د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته د  ROC-Oاداره غوښتونکو ته د راتلونکو مرحلو په اړه اړینې لارښوونې کوي.

د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته څه پېښېږي؟

د غوښتنلیک له منلو کېدو وروسته، د کاناډا اړونده سیاسي استازولۍ یا سفارت به له پناه غوښتونکي سره اړیکه ونیسي او د دوی د غوښتنلیک د منلو په اړه به دوی ته خبر ورکړي. مخکې له دې چې غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړي ته بشردوستۍ ویزې صادرې شي، د ویزې غوښتونکي لپاره اړینه ده چې لاندې پړاوونه هم بشپړ کړي:
  • خپل روغتیایی معاینات ترسره کړي څو د دوی روغتیا څخه ډاډ ترلاسه شي او اسناد یې هم سفارت ته وړاندې کړي؛
  • امنیتي چک یې د کاناډا دولت لخوا ترسره او ډاډ ترلاسه کېږي چې جرم او جنایت یې نه دي ترسره کړي.
  • د غوښتونکي د ګوتو نښې او ډیجیټل انځور په ګډون بایومیټریک معلومات یې اخیستل کېږي.
په بریالیتوب سره د پورتنیو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د کاناډا دولت به ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي جدي جرمونه نه دي ترسره کړي، کاناډا ته امنیتي خطر نه رامنځته کوي او د دوی په هویت کې جعل او تذویر نه دی شوي. په دې توګه غوښتونکي د پناه غوښتونکي په توګه پېژندل کېږي او په کاناډا کې د بیامېشتېدنې وړ دي.

کاناډا ته تر رسېدو وروسته

کله چې پناه غوښتونکي یا تر ملاتړ لاندې کسان کاناډا ته رسېږي، دوی د کاناډا د سرحدونو خدماتو ادارې (Agency Services Border of Canada - CBSA) افسر سره مخ کېږي. په دې مرحله کې، د پاسپورټونو او د کاناډا د دایمي استوګڼې ویزې په ګډون د پناه غوښتونکو د سفر ټول اسناد چک کېږي. افسر پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) ورکوي.
د سپانسرکوونکي ډله یا د سپانسرکوونکي ډلې یو یا څو غړي په هوایی ډګر کې پناه غوښتونکو یا سپانسرشويو کسانو ته ښه راغلاست وايي او یو داسې ځای یا هوټل ته یې لېږدوي چېرې چې دوی به د څو ورځو لپاره هلته پاتې شي. دا ډله له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې دوی د اوسېدو لپاره دایمي ځای ومومي.
پنځه کسیزه ډله یا سپانسرکوونکي به تر ملاتړ لاندې کسانو یا پناه غوښتونکو لپاره یو څه توکي چمتو کړي او مالي ملاتړ یې وکړي څو دوی وکولی شي ځان ته خواړه او جامې واخلي او روغتیا، بانکي او ترانسپورټي خدماتو ته لاسرسی ولري. همدارنګه، د سپانسرکوونکي ډله له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې د کاناډا ټولنه وپېژني، په ټولنه کې ګډ ژوند وکړي او د یو کال په موده کې په ځان بسیا شي. سپانسرکوونکي په کاناډا کې د ژوند پیل کولو لپاره سپانسرشويو کسانو یا پناه غوښتونکو سره هراړخیز مرسته کوي، خو دا مهمه ده چې پناه غوښتونکي هم منطقی غوښتنې او تمې ولري او وروسته خپله په کاناډا کې د ښه ژوند لپاره ډېر زیار وباسي.

د کاناډا دايمي استوګڼه

کله چې د کاناډا د سرحدي خدماتو ادارې افسر په هوايي ډګر کې پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) وړاندې کوي، د پناه غوښتونکو د استوګڼې پته هم په کې لیکل شوې وي. د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت اداره (Immigration Refugees Citizenship - IRCC) د کاناډا د دایمي استوګڼې کارت د پوستي خدماتو له لارې د پناه غوښتونکي د کور پتې ته لېږي. که پناه غوښتونکي خپل کور او ادرس بدل کړي، باید ژر تر ژره د خپل استوګڼځي کره پته له یادې ادارې سره شریکه کړي.

آیا په کاناډا کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنې سره ورته دي؟

د خصوصي ملاتړ یا سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنه د کاناډا په ټولو ایالتونو کې یو شان دي، خو د کوبک په ایالت کې بیا بل ډول دی. د کوبک ایالت د پناه غوښتې لپاره خپله ځانګړې پروسه لري. دا په دې مانا ده چې د کوبک په ایالت کې پنځه کسیزې ډلې باید هغه مقررات او قوانین تعقیب کړي چې د کاناډا د نورو ایالتونو په پرتله توپیر لري. کوبک ایالت کې د پناه غوښتنې پروسې په تړاو معلومات د دې ایالت په رسمي وېبپاڼه کې ولولئ. په کوبک کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنې مرحلو په اړه د معلوماتو لپاره، دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

که چېرې غوښتنلیک رد شي، څه کېږي؟

که غوښتنه رد شي، پرېکړه او د غوښتنلیک د نه منلو دلیلونه به د برېښنالیک له لارې سپانسرکوونکي ته واستول شي. که غوښتنه رد شي، پنځه کسیزه ډله نشي کولی په ساده ډول د پخوانۍ غوښتنې لپاره نوي اسناد ولېږي؛ له همدې امله، دا ډله باید نوی او بشپړ غوښتنلیک بیاځلي د کاناډا دولت ته استوي.

څوک په شرایطو برابر نه دي؟

  • هغه غوښتونکي چې د خپل خوندیتوب لپاره نورې لارې لکه په بل هېواد کې د بیامېشتېدنې موقع ولري؛
  • غوښتونکي ته دا ممکنه وي چې په بل هېواد کې استوګڼ شي او په دې توګه ژوند یې خوندي شي؛
  • غوښتونکي له خپل هېواد څخه تښتېدلي او وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وي؛
  • د هغو خطرونو له امله چې خپل هېواد پرېښي وي او اوس هغه خطرونه نور شتون ونلري.

مرسته او مشوره

د خصوصي ملاتړ یا سپانسرشپ پر بنسټ د پناه غوښتنې په اړه هراړخیز معلومات په دې رسمي لینک کې ولولئ. د پنځه کسیزې ډلې په مالي ملاتړ د بیامېشتېدنې پروګرام لارښود په دې ځانګړي لینک کې ترلاسه کولی شئ. د کاناډا د پناه غوښتنې په اړه لا ډېر معلومات د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت ادارې په وېبپاڼه کې ولولئ. د IRCC استازي څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه تاسو کولی شئ د (16133214243+) شمېرې ته هم زنګ ووهئ.