د کاناډا دولت هغو د خطر سره مخ افغانانو ته چې په دې هېواد کې د پناه غوښتونکو د ځانګړي او بشري پروګرام له مخې د خصوصي سازمانونو مالي ملاتړ یا سپانسرشپ لري، د بیامېشتېدو اجازه ورکوي. د پناه غوښتنې دا ځانګړی پروګرام د سپانسرشپ (Sponsorship) له لارې افغانانو لپاره د کاناډا د ځانګړي بشردوستۍ ویزې په نوم هم پېژندل کېږي. دا ډول بیامېشتېدنه د خصوصي ملاتړ پر بنسټ پناه غوښتنې (Privately Sponsored Refugees - PSR)  پروګرام له لارې ده چې د کاناډا دولت لخوا افغانانو لپاره اعلان شوی دی. د خصوصي مالي ملاتړ یا سپانسرشپ پناه غوښتنې پروګرام په موده کې افغانان د خپلو سپانسرکوونکو په ملاتړ د بشردوستۍ دایمي استوګڼې ویزې ترلاسه کوي او کاناډا کې میشتېږي.
پر شرایطو برابر افغان اتباع د سپانسرشپ له لارې کولی شي په درېیو لارو د کاناډا د بشردوستۍ ویزې په کارولو سره دې هېواد ته کډوال شي. د پناه غوښتنې دا درې لارې د سازمانونو مالي ملاتړ پر بنسټ، د پنځه کسیزې ډلې مالي ملاتړ پر بنسټ او د کاناډا ټولنې پر بنسټ د پناه غوښتنې دي.
په دې لینکه کې د ملاتړکوونکو سازمانونو له لارې د پناه اخیستو شرایط او پړاوونو ته کتنه شوې چې لوستل به یې اړوند غوښتونکو ته ارزښت ولري.

څوک پر شرایطو برابر دي؟

ښځینه رهبرانې، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي یا توکمیز اقلیتونه، ژورنالیستان، هغه کسان چې کاناډايي رسنیو سره کار او مرسته کړې وي او د وروستیو سیاسي بدلونونو په ترڅ کې د ځورونې خطر سره مخ وي د کاناډا د بشردوستۍ ویزې لپاره د غوښتنلیک د وړاندې کولو پر شرایطو برابر دي. د ژوند ملګري (ښځه یا مېړه) او د 22 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان هم په دې هېواد کې د بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر دي.

عمومي شرایط

د دې ځانګړي پروګرام د شرایطو د پوره کولو لپاره، غوښتونکي باید د افغانستان تبعه وي، کاناډا ته د هغه د ننوتلو پر وړاندې قانوني خنډ شتون ونلري، دې هېواد ته د نه ننوتلو په ډله کې نه وي او اړین اسناد ولري چې د کاناډا د بشردوستۍ ویزې په یوه منل شوې کټګورۍ کې شامل وي. که پر شرایطو برابر کسان اوس له افغانستان څخه وتلي او په بل هېواد کې اوسېږي د دوی د بشردوستۍ ویزې لپاره غوښتنلیک د سازمانونو د مالي ملاتړ پر بنسټ منل کېدی شي.

د سازمانونو د مالي ملاتړ پر بنسټ د پناه غوښتنه

د سازمانونو د مالي ملاتړ پر بنسټ د پناه غوښتنه داسې ده که چېرې پر شرایطو برابر کسان د پناه غوښتونکي په توګه د یو خصوصي سازمان مالي ملاتړ یا سپانسر ولري، دوی کولی شي کاناډا ته پناه غوښتونکي شي. دا مالي ملاتړکوونکي یا سپانسرکوونکي کولی شي هغه سازمانونه وي چې د کاناډا له دولت سره د مالي ملاتړ تړون لري چې په دې هېواد کې د بیامېشتېدنې پرمهال د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي. دا سازمانونه باید د کاناډا دولت ته د دوی لخوا معرفي شوي پناه غوښتونکو څخه تر یو کاله پورې مالي ملاتړ وکړي او د دوی د ژوند ټول لګښتونه په غاړه واخلي. په مالي ملاتړ کې لاندې لګښتونه شامل دي:
  • کاناډا کې د ژوند د پیلولو لګښتونه لکه د فرنیچر، وسایلو، جامو او نورو اړینو توکو برابرول
  • په دوامداره توګه د اړینو اړتیاو لکه کور، خواړه او عامه ترانسپورټ لپاره میاشتني لګښتونه
  • تر سپانسر لاندې کسانو ټولنیز او عاطفی ملاتړ
همدارنګه، پناه غوښتونکي کولی شي په کاناډا کې له اړوندو سازمانونو سره اړیکه ونیسي او د سپانسرکوونکو سازمان سره موافقه وکړي چې د دوی ځینې یا ټول لګښتونه په غاړه واخلي.

سپانسرکوونکي سازمانونه

په کاناډا کې د بیامېشتېدنې پر مهال له پناه غوښتونکو سره د مرستې او ملاتړ لپاره ځینې سازمانونه رامنځته شوې دي، چې د کاناډا له دولت سره د پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ په موخه تړونونه لاسلیک کړي دي. دا سازمانونه د سپانسرشپ تړون لرونکي (Sponsorship Agreement Holders - SAH) په نوم یادېږي. دا چې د سازمانونو لپاره د کاناډا د دولت د ملاتړ قرارداد شرایط څه دي او څنګه سازمانونو له دې هېواد سره د ملاتړ قرارداد ترلاسه کولی شي، دا ټول معلومات په دې رسمي لینک کې موندلی شئ.

زه څنګه سپانسر کوونکي سازمانونه وموم؟

هغه غوښتونکي چې کاناډا ته د بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر دي، دې رسمي لینک ته مراجعه وکړي او له وړاندې شویو ایالتونو څخه یوه غوره کړي کوم چې دوی غواړي هلته مېشت شي او همدارنګه د هغو ټولو ملاتړکوونکو سازمانونو لیست وګورئ چې د کاناډا دولت سره د ملاتړ تړون لرونکي دي. غوښتونکي د دې سازمانونو وېبپاڼې ته مراجعه کوي، دوی سره اړیکه نیسي، د مالي ملاتړ یا سپانسر لپاره سازمان قانع کوي او بیا د اړوندو سازمانونو لارښوونې سره سم عمل کوي.

د سپانسرکوونکي سازمان لخوا د غوښتنلیک ترتیبول

په معمول ډول، کاناډا د سپانسرکوونکو سازمانونو ته د بیامېشتېدنې لږ شمېر فرصت وړاندې کوي، په دې مانا چې ډېري پناه غوښتونکي په یوه ټاکل شوي کال کې کاناډا ته د بیامېشتېدنې لپاره په پام کې نه نیول کېږي. دا سازمانونه د غوښتونکي د شرایطو په نظر کې نیولو سره ټول معلومات د کاناډا دولت ته د دې بشردوستۍ پروګرام لاندې د یوه غوښتنلیک په ترڅ کې سپاري.
غوښتونکي یا پر شرایطو برابر اشخاص پخپله نشي کولی په مستقیم ډول د دې بشردوستۍ پروګرام لپاره غوښتنلیک وسپاري. سپانسرکوونکي سازمانونه معمولاً غوښتونکو لپاره غوښتنلیکونه چمتو کوي او د کاناډا دولت ته یې استوي. د خصوصي مالي ملاتړ یا سپانسرشپ له لارې پناه غوښتنې هر کال په یوه ټاکلي موده کې خلاص وي، کوم چې دا برنامه په 2022 کال کې د مې میاشتې له 30مې نېټې څخه د اګسټ تر 31مې نېټې پورې خلاصه ده او د اړوندو کسانو غوښتنلیکونه مني.
په ډېرو مواردو کې هغه خلک چې ساتنې ته اړتیا لري او د دې پروګرام یا بشردوستۍ ویزې لپاره وړ دي د سپانسرکوونکو سازمانونو لخوا یې ملاتړ کېږي او د دوی غوښتنلیکونه د خصوصي مالي ملاتړ پر بنسټ پروګرام لاندې د کاناډا دولت ته لېږل کېږي. سازمانونه کېدی شي هغه اشخاص وپېژني چې ساتنې یا محافظت ته اړتیا لري او هغو سره په انلاین بڼه مرکه وکړي څو د کاناډا د خصوصي مالي ملاتړ برنامې له لارې د بیامېشتېدنې لپاره اړین معلومات راټول کړي.
د سپانسر سازمان اړوند فورمې: د سپانسرکوونکي سازمان وروسته له دې چې ملاتړ ته اړمند کسان وپېژني او هغوی په کاناډا کې د پناه غوښتنې وړ وي، دې رسمي لینک ته ځي او لاندې فورمې ډانلوډ او ډکوي:
  • د imm5373e فورمه چې د سپانسرکوونکي سازمان یا د کاناډا د دولت د تړون لاندې سازمان معلوماتو پورې اړه لري.
  • په کاناډا کې د بیامېشتېدنې پلان پورې اړونده د imm5440e فورمه
  • د سپانسرکوونکي سازمان ارزونې پورې اړوند د imm5492e فورمه
  • د سپانسرشپ ډول پورې اړونده د imm5956e فورمه چې اختیاري ده او لازمي نه ده ډکه شي.
سازمانونه د فورمونو له ډکولو سره اشنا دي او په دې برخه کې بشپړه پوهه لري. که اړتیا وي سازمانونه کولی شي دې رسمي لینک ته لاړ شي او د فورمونو د ډکولو په اړه بشپړ لارښود ولولي او د پر بنسټ یې عمل وکړي.
د غوښتونکو یا تر مالي ملاتړ لاندې کسانو پورې اړوندې فورمې: هغه کسان چې د کاناډا د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر دي، دې رسمي لینک ته مراجعه او لاندې فورمې ډانلوډ او ډکوي:
  • د پناه غوښتنې د imm0008enu عمومي فورمه
  • د غوښتونکي معلوماتو پورې اړوند د imm5669e فورمه
  • پناه غوښتونکو پورې اړونده د imm0008 فورمه کوم چې باید د کورنۍ ټولو غړو لپاره چې عمرونه یې 18 کلن یا پورته وي په جلا توګه ډک شي.
  • د imm5476e فورمه استازي پورې اړه لري چې د غوښتونکو پر ځای غوښتلیک سپاري. که غوښتونکي پخپله نورې پورته فورمې ډکوي نو دا اړینه نه ده چې دا فورمه ډکه کړي.
د پناه غوښتونکو لپاره د فورمو ډکولو په اړه بشپړ او هر اړخیز لارښود په دې رسمي لینک کې موندلی شئ.
د یادونې وړ ده چې په ډېري مواردو کې سپانسرکوونکي سازمانونه کاناډا ته پر شرایطو برابر کسانو د پناه غوښتنې فورمې ډکوي او د غوښتونکو لخوا د دې فورمو ډکولو او لېږلو ته اړتیا نشته.

غوښتنلیک کوم ادرس ته لېږل کېږي؟

سپانسرکوونکي سازمان غوښتنلیک او اړین اسناد د(IRCC.INROCO-CORORI.IRCC@cic.gc.ca) برېښنالیک له لارې د کاناډا دولت ته سپاري. د غوښتنلیک سپارلو وروسته، سپانسرکوونکي سازمان به د ډاډ په پار یو برېښنالیک ترلاسه کړي. دا برېښنالیک تاییدوي چې د سازمان د مالي ملاتړ پر بنسټ غوښتنلیک کڅوړه ترلاسه شوې.
د کانادا اړونده اداره په خپله وېبپاڼه کې سپارښتنه کوي چې د برېښنالیک له لارې پر غوښتنلیک لېږلو سربېره، سپانسرکوونکي سازمان یوه ورته اضافي غوښتنلیک په فزیکي توګه هم لاندې پتې ته وسپاري:
Resettlement Operations Centre in Ottawa (ROC-O)
365 Laurier Avenue West
Ottawa, Ontario
K1A 1L1
د سپانسرکوونکو سازمانونو لخوا د غوښتنلیکونو سپارلو لپاره لارښوونې، شرایط، معیارونه او نور معلومات په دې رسمي لینک کې موندل کېدی شي.

د غوښتنلیک په برخه کې مهم ټکي

  • خپل معلومات په صادقانه توګه ولیکئ.
  • سندونه په PDF بڼه واستوئ.
  • د اسنادو کیفیت باید لوړ او د لوستلو وړ وي.
  • ټولې 6 فورمې باید په جلا توګه ترتیب شي.
  • د یوې فورمې اعظمي اندازه باید له 5 ام بی (MB) څخه زیاته نه وي.
  • ټوله غوښتنلیک او اړین اسناد باید له 10 ام بی (MB) څخه زیاته نه وي.
  • په فولډر (Zip Folder) کې اسناد د منلو وړ نه دي او رد به شي.
  • اړین اسناد ضمیمه کړئ.
  • د اتومات ځواب ترلاسه کولو سره د غوښتنلیک سپارل کېدو څخه ډاډ ترلاسه کړئ.
  • د برېښنالیک په موضوع کې ( (G5 Application – Principle Applicant FAMILY NAME, First name ولیکئ.
  • د غوښتنلیک او ټولو اړینو اسنادو یوه کاپي له ځانه سره وساتئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د پناه غوښتونکي غوښتنلیک او اړین اسناد چې د سپانسرکوونکي سازمان لخوا لېږل شوي اوس د کاناډا دولت ته رسېدلي او تر څېړنې او ارزونې لاندې دي. په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې مسولیت په غاړه لري. دا مرکز د هر غوښتنلیک لپاره یوه ځانګړې شمېره (G-Number) وړاندې کوي. که اسناد او د غوښتنلیک نور اړین اسناد نیمګړي وي، یاد مرکز سپانسرکوونکي سازمان سره د اسنادو پوره کولو په موخه اړیکه نیسي. د دې شمېرې (G-Number) په کارولو سره، غوښتنلیک په یاد شوي مرکز کې پېژندل کېږي او اړوند سازمان کولی شي د دې شمېرې په مرسته غوښتنلیک بشپړ کړي.
غوښتونکي کولی شي دې رسمي لینک ته په مراجعې سره د خپل غوښتنلیک وضعیت او پرمختګ وڅاري.

د غوښتنلیک منل کېدل

د بیامېشتېدنې په برخه کې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د منلو یا نه منلو وروستۍ پرېکړه د کاناډا په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) لخوا نیول کېږي. په یاد مرکز کې د کډوالۍ یو افسر غوښتنلیک او نور اړین اسناد څېړي او پرېکړه وکړي چې ایا سپانسرکوونکي د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ معیارونه پوره کړي دي او که نه. د سپانسرکوونکو لخوا د مالي ملاتړ شرایط او معیارونه په دې رسمي لینک کې ولولئ.
که چېرې افسر ډاډ تر لاسه کړي چې سپانسرکوونکي د پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ شرایط پوره کړي دي، د اړمنو خلکو د پناه غوښتنه به ومنل شي او پرېکړه به سپانسرکوونکي سازمان ته د برېښنالیک له لارې ولېږل شي.
له منلو وروسته، غوښتنلیک د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه په الکترونیکي بڼه په اړوند هېواد د کاناډا سیاسي استازولۍ یا سفارت ته لېږل کېږي. که اړتیا وي، سپانسرکوونکي سازمان او تر ملاتړ لاندې اشخاص نور اړین یا غوښتل شوي اسناد د کاناډا په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) یا په اړوند هېواد کې د کاناډا سفارت ته لېږي. دا باید په یاد وساتل شي چې د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته د  ROC-Oاداره غوښتونکو ته د راتلونکو مرحلو په اړه اړینې لارښوونې کوي.

د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته څه پېښېږي؟

د غوښتنلیک له منلو کېدو وروسته، د کاناډا اړونده سیاسي استازولۍ یا سفارت به له پناه غوښتونکي سره اړیکه ونیسي او د دوی د غوښتنلیک د منلو په اړه به دوی ته خبر ورکړي. مخکې له دې چې غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړي ته بشردوستۍ ویزې صادرې شي، د ویزې غوښتونکي لپاره اړینه ده چې لاندې پړاوونه هم بشپړ کړي:
  • خپل روغتیایی معاینات ترسره کړي څو د دوی روغتیا څخه ډاډ ترلاسه شي او اسناد یې هم سفارت ته وړاندې کړي؛
  • امنیتي چک یې د کاناډا دولت لخوا ترسره او ډاډ ترلاسه کېږي چې جرم او جنایت یې نه دي ترسره کړي.
  • د غوښتونکي د ګوتو نښې او ډیجیټل انځور په ګډون بایومیټریک معلومات یې اخیستل کېږي.
په بریالیتوب سره د پورتنیو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د کاناډا دولت به ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي جدي جرمونه نه دي ترسره کړي، کاناډا ته امنیتي خطر نه رامنځته کوي او د دوی په هویت کې جعل او تذویر نه دی شوي. په دې توګه غوښتونکي د پناه غوښتونکي په توګه پېژندل کېږي او په کاناډا کې د بیامېشتېدنې وړ دي.

کاناډا ته تر رسېدو وروسته

کله چې پناه غوښتونکي یا تر ملاتړ لاندې کسان کاناډا ته رسېږي، دوی د کاناډا د سرحدونو خدماتو ادارې (Agency Services Border of Canada - CBSA) افسر سره مخ کېږي. په دې مرحله کې، د پاسپورټونو او د کاناډا د دایمي استوګڼې ویزې په ګډون د پناه غوښتونکو د سفر ټول اسناد چک کېږي. افسر پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) ورکوي.
د سپانسرکوونکي سازمان استازي به په هوایی ډګر کې پناه غوښتونکو یا د سازمان لخوا سپانسرشويو کسانو ته ښه راغلاست وايي او یو داسې ځای یا هوټل ته یې لېږدوي چېرې چې دوی به د څو ورځو لپاره هلته پاتې شي. دا ډله له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې دوی د اوسېدو لپاره دایمي ځای ومومي.
سپانسرکوونکي سازمان به تر ملاتړ لاندې کسانو یا پناه غوښتونکو لپاره یو څه توکي چمتو کړي او مالي ملاتړ یې وکړي څو دوی وکولی شي ځان ته خواړه او جامې واخلي او روغتیا، بانکي او ترانسپورټي خدماتو ته لاسرسی ولري. همدارنګه، د سازمان استازي له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې د کاناډا ټولنه وپېژني، په ټولنه کې ګډ ژوند وکړي او د یو کال په موده کې په ځان بسیا شي. سپانسرکوونکي په کاناډا کې د ژوند پیل کولو لپاره سپانسرشويو کسانو یا پناه غوښتونکو سره هراړخیز مرسته کوي، خو دا مهمه ده چې پناه غوښتونکي هم منطقی غوښتنې او تمې ولري او وروسته خپله په کاناډا کې د ښه ژوند لپاره ډېر زیار وباسي.

د کاناډا دايمي استوګڼه

کله چې د کاناډا د سرحدي خدماتو ادارې افسر په هوايي ډګر کې پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) وړاندې کوي، د پناه غوښتونکو د استوګڼې پته هم په کې لیکل شوې وي. د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت اداره (Immigration Refugees Citizenship - IRCC) د کاناډا د دایمي استوګڼې کارت د پوستي خدماتو له لارې د پناه غوښتونکي د کور پتې ته لېږي. که پناه غوښتونکي خپل کور او ادرس بدل کړي، باید ژر تر ژره د خپل استوګڼځي کره پته له یادې ادارې سره شریکه کړي.

آیا په کاناډا کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنې سره ورته دي؟

د خصوصي ملاتړ یا سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنه د کاناډا په ټولو ایالتونو کې یو شان دي، خو د کوبک په ایالت کې بیا بل ډول دی. د کوبک ایالت د پناه غوښتې لپاره خپله ځانګړې پروسه لري. دا په دې مانا ده چې د کوبک په ایالت کې سپانسرکوونکي سازمان باید هغه مقررات او قوانین تعقیب کړي چې د کاناډا د نورو ایالتونو په پرتله توپیر لري. کوبک ایالت کې د پناه غوښتنې پروسې په تړاو معلومات د دې ایالت په رسمي وېبپاڼه کې ولولئ. په کوبک کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنې مرحلو په اړه د معلوماتو لپاره، دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

مرسته او مشوره

د خصوصي ملاتړ یا سپانسرشپ پر بنسټ د پناه غوښتنې په اړه هراړخیز معلومات په دې رسمي لینک کې ولولئ. د سپانسرکوونکي سازمان د مالي ملاتړ پر بنسټ د بیامېشتېدنې پروګرام لارښود په دې ځانګړي لینک کې ترلاسه کولی شئ. افغانانو لپاره د کاناډا د بشردوستۍ ویزې پروګرام په اړه د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې لینک  ته مراجعه وکړئ. د کاناډا د پناه غوښتنې په اړه لا ډېر معلومات د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت ادارې په وېبپاڼه کې ولولئ. د IRCC استازي څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه تاسو کولی شئ د (16133214243+) شمېرې ته هم زنګ ووهئ.