کاناډا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خطر سره مخ افغانان د دې هېواد د پناه غوښتنې د ځانګړي او بشري پروګرام لپاره پر شرایطو برابر په پام کې نیولی دی. د پناه غوښتنې دغه ځانګړی پروګرام افغانانو لپاره د کاناډا د بشردوستۍ ویزې یا د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له لارې کاناډا ته د پناه غوښتنې پروسې په نومونو هم پېژندل کېږي. دا پروګرام یا د بشردوستۍ ویزې د دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنې (Government-Assisted Refugees - GAR) په کټګوري کې شامله ده. د دې پروګرام په ترڅ کې افغانان کولی شي د دایمي استوګڼې ویزې له ترلاسه کولو وروسته کاناډا ته پناه غوښتونکي شي، په دغه هېواد کې مېشت شي او په پای کې د کاناډا تابعیت ترلاسه کړي.
په دې مقاله کې د دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنې له لارې د بشردوستۍ ویزې د ترلاسه کولو پر شرایطو او پړاوونو کتنه شوې.

څوک د بشردوستۍ ویزې لپاره وړ دی؟

ښځینه رهبرانې، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي یا توکمیز اقلیتونه، ژورنالیستان، هغه کسان چې کاناډايي رسنیو سره کار او مرسته کړې وي او د وروستیو سیاسي بدلونونو په ترڅ کې د ځورونې خطر سره مخ وي د کاناډا د بشردوستۍ ویزې لپاره د غوښتنلیک د وړاندې کولو پر شرایطو برابر دي. د ژوند ملګري (ښځه یا مېړه) او د 22 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان هم په دې هېواد کې د بشردوستۍ ویزو او بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر دي.

د بشردوستۍ ویزې عمومي شرایط

د دې ځانګړي پروګرام د شرایطو د پوره کولو لپاره، غوښتونکي باید د افغانستان تبعه وي، کاناډا ته د هغه د ننوتلو پر وړاندې قانوني خنډ شتون ونلري، دې هېواد ته د نه ننوتلو په ډله کې نه وي او اړین اسناد ولري چې د کاناډا د بشردوستۍ ویزې په یوه منل شوې کټګورۍ کې شامل وي. که پر شرایطو برابر کسان اوس له افغانستان څخه وتلي او په بل هېواد کې اوسېږي د دوی د بشردوستۍ ویزې لپاره غوښتنلیک د کاناډا دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنې پر بنسټ منل کېدی شي.

د دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنه

افغانان کولی شي د دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنې پروګرام له لارې په کاناډا کې مېشت شي او دې هېواد ته له ننوتلو وروسته تر یوه کاله پورې د دولت له خوا له مرسته څخه ګټه پورته کړي. د بیامېشتېدنې دې پروګرام کې د شاملېدو لپاره پر شرایطو برابر غوښتونکي باید د لاندې بنسټونو له لارې د کاناډا دولت ته راجع شي:
  • د لومړۍ کرښې د مدافعینو بنسټ یا Front Line Defenders
  • د مدافعینو د ساتنې بنسټ یا Protect Defender
  • د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR
دا چې اوس مهال د افغانستان د بشري حقونو د فعالین او مدافعین تر نورو افغانانو ساتنې ته ډېره اړتیا لري، د Front Line Defenders او Protect Defender کولی شي یوازې د بشري حقونو مدافعین چې خورا جدي خطر سره مخ وي، د کاناډا دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنې پروګرام ته راجع کړي. د دې لپاره چې دا بنسټونه د کاناډا دولت ته د راجع کولو لپاره پر شرایطو برابر کسان په پام کې ونیسي، تمه کېږي چې دا غوښتونکي په فعاله توګه د بشري حقونو وده او ساتنه کړي وي او په پایله کې د جدي او مستقیم خطر سره مخ شوي وي. د پناه غوښتونکي لومړی د پورتنیو بنسټونو څخه په یوه کې د ساتنې ته د اړتیالرونکو کسانو په توګه نوم‌لیکنه کوي او کاناډا ته د پناه غوښتنه کوي. د کاناډا دولت له دغو معتبرو نړیوالو او کاناډایي همکارانو سره کار کوي ترڅو د بشردوستۍ دا پروګرام پلي او پر شرایطو برابر افغانان دې هېواد ته ولېږدوي. په شرایطو برابر افغانان د پناه غوښتنې د دې پروګرام له لارې د لاندې نړیوالو بنسټونو لخوا په کاناډا کې مېشت کېږي:
د Front Line Defenders څخه د مرستې غوښتنه: د بشري حقونو پر شرایطو برابر مدافعین د لومړۍ کرښې مدافعینو بنسټ سره د اړیکې په موخه د دې بنسټ وېبپاڼې ته مراجعه، اړونده فورمه ډکه او په دې توګه د مرستې غوښتنه کوي. د دې بنسټ د اړیکو معلومات په لاندې ډول دی:
برېښنالیک: info@frontlinedefenders.org
اړیک شمېره: 35312123750+ 
فکس شمېره: 35312121001+ 
د Protect Defender څخه د مرستې غوښتنه: د بشري حقونو پر شرایطو برابر مدافعین د مدافعینو د ساتنې بنسټ سره د اړیکې په موخه د دې بنسټ وېبپاڼې ته مراجعه، اړونده فورمه ډکه او په دې توګه د مرستې غوښتنه کوي. د 35312100489+ اړیکشمېره دې بنسټ پورې اړه لري.
له UNHCR څخه د مرستې غوښتنه: د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR له لارې پناه غوښتنه په کاناډا کې د بیامېشتېدنې تر ټولو عامه لاره ده. د UNHCR دفتر له خطر سره مخ کسان چې ځانونه دې بنسټ سره راجسټر کړي وي، په ګوته کوي. په عموم ډول، د هغو کسانو د پناه غوښتنه منل کېږي چې د دوی ژوند، ازادۍ، فزیکي امنیت یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له امله په خپل هېواد کې له جدي خطر سره مخ وي. د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) پرته له دې چې د مليت، سیاسي افکارو، مذهبي عقایدو، زده کړې، کاري تجربې او ژبې په پام کې ونیسي د غوښتونکو د نړیوال خوندیتوب او بیامېشتېدنې په اړه پرېکړې کوي.

د بشردوستۍ ویزې غوښتنلیک

غوښتونکي یا پر شرایطو برابر کسان د دې بشردوستۍ پروګرام لپاره نشي کولی په مستقیم ډول غوښتنلیک وسپاري. غوښتونکي لومړی د دې بنسټونو څخه په یوه کې ځان راجسټر کوي او ساتنې ته د خپلو شرایطو ته په کتو سره کاناډا ته د پناه غوښتنه کوي. اړوند بنسټ پرېکړه کوي چې ایا دا کس کاناډا ته د بیامېشتېدنې وړ دی او که نه.
معمولاً، کاناډا UNHCR او نورو بنسټونو ته د بیامېشتېدنې محدود شمېر فرصت په لاس ورکوي، په دې مانا چې ډېري پناه غوښتونکي په کاناډا کې د بیامېشتېدنې لپاره په پام کې نشي نیول کېدی. د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او نور بنسټونه هغه کسان په ګوته او ورسره مرکې کوي چې ممکن د بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر وي څو په کاناډا کې د بیامېشتېدنې لپاره اړین معلومات راټول کړي. دا بنسټونه د د غوښتونکو ټول معلومات او دا چې د کاناډا د بشردوستۍ د پناه غوښتنې پروګرام په کومه کټګورۍ کې راځي، تر یو واحد غوښتنلیک لاندې د کاناډا دولت ته راجع کوي.

د غوښتنلیک ارزونه

د غوښتونکو غوښتنلیکونه او اړین اسناد د کاناډا دولت لخوا ترلاسه شوي او تر څېړنې او اروزنې لاندې نیول کېږي. د بیامېشتېدنې لپاره د پناه غوښتونکي په توګه د یو کس د منلو یا نه منلو په اړه وروستۍ پرېکړه د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښټنې ادارې د پناه غوښتونکو د ساتنې څانګې لخوا نیول کېږي. که کاناډا د دې غوښتنې سره موافقه وکړي، د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او اړوند غوښتونکي ته به خبر ورکړل شي.
د UNHCR استازي د بیامېشتېدنې پروسې په بیلابیلو مرحلو کې غوښتونکو ته ټول اړین فورمونه او غوښتنلیکونه چمتو کوي. دا بنسټ اړتیا لري چې د اړوندو غوښتونکو د اړیکو شمېرو او پتو ته لاسرسی ولري څو په راتلونکي کې د غوښتنلیک نور پړاوونه هم بشپړ کړي.
د کاناډا دولت تر دې دمه د غوښتونکي د پناه غوښتنې سره موافقه کړې ده. خو د غوښتنلیک منلو او کاناډا ته د پناه غوښتنې لپاره، د ځینو نورو پړاوونو بشپړولو ته اړتیا لري. په ډېري مواردو کې د منل کېدو پروسه هغه وخت پیل کېږي کله چې غوښتونکي په اړوند هېواد کې د کاناډا سیاسي استازولۍ یا سفارت ته د مرکې په موخه رابلل کېږي.

د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته څه پېښې ږي؟

د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته، د کاناډا اړونده سیاسي استازولۍ یا سفارت به له پناه غوښتونکي سره اړیکه ونیسي او د دوی د غوښتنلیک د منلو په اړه دوی ته خبر ورکړي. مخکې له دې چې غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړي ته بشردوستۍ ویزې صادرې شي، د ویزې غوښتونکي لپاره اړینه ده چې لاندې پړاوونه هم بشپړ کړي:
  • خپل روغتیایی معاینات ترسره کړي څو د دوی روغتیا څخه ډاډ ترلاسه شي او اسناد یې هم سفارت ته وړاندې کړي؛
  • امنیتي چک یې د کاناډا دولت لخوا ترسره او ډاډ ترلاسه کېږي چې جرم او جنایت یې نه دي ترسره کړي.
  • د غوښتونکي د ګوتو نښې او ډیجیټل انځور په ګډون بایومیټریک معلومات یې اخیستل کېږي.
په بریالیتوب سره د پورتنیو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د کاناډا دولت به ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي جدي جرمونه نه دي ترسره کړي، کاناډا ته امنیتي خطر نه رامنځته کوي او د دوی په هویت کې جعل او تذویر نه دی شوي. په دې توګه غوښتونکي د پناه غوښتونکي په توګه پېژندل کېږي او په کاناډا کې د بیامېشتېدنې وړ دي. کاناډا ته د ننوتلو دمخه دې هېواد کې روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي لپاره د غوښتونکو ته یو سند ورکول کېږي. همدارنګه، غوښتونکي کولی شي د کاناډا له دولت څخه پور واخلي ترڅو د خپل سفر لګښتونه پوره کړي او بیا یې په دې هېواد کې بېرته خپل پور پرې کړي. د کاناډا دولت له هغو کسانو سره چې دې هېواد ته د تګ لپاره اړینو اسنادو ته اړتیا ولري، د اړوندو اسنادو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. په هر حالت، پناه غوښتونکي به د خپلو معتبرو پاسپورټونو په لرلو او وړاندې کولو سره د کاناډا د دایمي استوګڼې ویزې ترلاسه کړي.

کاناډا ته تر رسېدو وروسته

کله چې پناه غوښتونکي یا تر ملاتړ لاندې کسان کاناډا ته رسېږي، دوی د کاناډا د سرحدونو خدماتو ادارې (Agency Services Border of Canada - CBSA) افسر سره مخ کېږي. په دې مرحله کې، د پاسپورټونو او د کاناډا د دایمي استوګڼې ویزې په ګډون د پناه غوښتونکو د سفر ټول اسناد چک کېږي. افسر پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) ورکوي.
د دغه هېواد د دولت استازي به په هوایی ډګر کې پناه غوښتونکو ته ښه راغلاست وايي او یو داسې ځای یا هوټل ته یې لېږدوي چېرې چې دوی به د څو ورځو لپاره هلته پاتې شي. دا ډله له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې دوی د اوسېدو لپاره دایمي ځای ومومي. کله چې کاناډا ته ورسېږئ، داسې خدمتونه شتون لري چې له غوښتونکو سره د انګلیسي او فرانسوي ژبو زده کړې، د دندې موندلو او نورو ورځني فعالیتونو کې مرسته کوي. په دې برخه کې د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک  مراجعه وکړئ. په کاناډا کې د پناه غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې خدماتو په اړه نور معلومات په دې رسمي لینک کې ترلاسه کړئ. په کاناډا کې د خدماتو وړاندې کوونکي بنسټونه شتون لري چې د بیامېشتېدنې د پروګرامونو په برخو کې کار کوي. دا غیردولتي بنسټونه د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې (Immigration Refugees Citizenship - IRCC)  تر ملاتړ یا تړون لاندې دي.

کوم خدمتونه د دولت په ملاتړ وړاندې کېږي؟

دا چې د دولت تر ملاتړ لاندې پناه غوښتنه د جنیوا کنوانسیون لاندې د پناه غوښتنې یو ډول دی، په کاناډا کې پناه غوښتونکي ته د استوګڼې چوپړتیاوې د دولت په بشپړ ملاتړ وړاندې کېږي. دا ملاتړ کولی شي کاناډا ته د رسېدو نېټې څخه تر یو کاله پورې یا تر هغه چې پناه غوښتونکي په ځان بسیا شي دوام وکړي. په دې خدماتو کې استوګڼځی، جامې، خواړه، د دندې موندلو او په ځان بسیاکېدو کې مرسته او د بیامېشتېدنې نورې مرستې شاملې دي. پر دې سربېره، هغو ته چې کاناډا پناه ورکوي د کار او زده کړې، روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي، ټولنيزو خدمتونو او نورو اساسي حقونو او اسانتیاوو څخه هم برخمن کېږي.

د کاناډا دايمي استوګڼه

کله چې د کاناډا د سرحدي خدماتو ادارې افسر په هوايي ډګر کې پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) وړاندې کوي، د پناه غوښتونکو د استوګڼې پته هم په کې لیکل شوې وي. د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت اداره (Immigration Refugees Citizenship - IRCC) د کاناډا د دایمي استوګڼې کارت د پوستي خدماتو له لارې د پناه غوښتونکي د کور پتې ته لېږي. که پناه غوښتونکي خپل کور او ادرس بدل کړي، باید ژر تر ژره د خپل استوګڼځي کره پته له یادې ادارې سره شریکه کړي.

د پروسه څومره وخت نیسي؟

بیامېشتېدنه په کاناډا کې اوږدمهاله پروسه ده چې ډېر وخت نیسي. خو کېدی شي په دې موده د پناه غوښتونکو لپاره لاره برابره شي چې په پای کې د کاناډا دایمي استوګڼ شي. د ډېرو غوښتنلیکونو د سپارلو له امله د اروزنې او غوښتنې د منلو کره موده معلومه نه ده، خو دا بهیر څو کاله وخت نیسي.

که چېرې غوښتنلیک رد شي، څه کېږي؟

که چېرې د غوښتونکي غوښتنلیک د بیامېشتېدنې لپاره کاناډا ته نه راجع نشي، یا غوښتونکي ته وویل شي چې هغه اوس مهال د بیامېشتېدنې پر شرایطو برابر نه دي او یا د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښټنې ادارې د پناه غوښتونکو د ساتنې څانګه پرېکړه کوي چې د پناه غوښتنلیک ونه مني، د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له غوښتونکو سره د هغوی د ساتنې لپاره لاهم مرسته کوي. که د کاناډا دولت غوښتنه ونه مني، غوښتونکي ته به خبر ورکړي او د پرېکړې لامل به هم روښانه کړي. په دې حالت کې ردشوي غوښتونکي به بیا هم فرصت ولري چې د غوښتنلیک د بیاځلي ارزونې په موخه د نورو اړینو اسنادو په سپارلو سره د کاناډا دولت د اړوندې ادارې پام ځانته راواړوي.

مرسته او مشوره

افغانانو لپاره د کاناډا د بشردوستۍ ویزې پروګرام په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ. د دولت تر ملاتړ لاندې د بیامېشتېدنې پروګرام لارښود په دې لینک کې ترلاسه کړئ. د Front Line Defenders په اړه د پوهېدو لپاره د دې بنسټ وېبپاڼې ته، د Protect Defender په اړه دې وېبپاڼې ته او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا  UNHCRپه اړه دې وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې په اړه د دې ادارې رسمي وېبپاڼې ته لاړ شئ.