د کاناډا دولت هڅه کوي چې لږ تر لږه 40 زره افغانان په نږدې وخت کې د بیامېشتېدنې د ځانګړي پروګرام له لارې په دې هېواد کې مېشت کړي. هغه افغانان چې په افغانستان کې د کاناډا له دولت سره مرسته کوونکي یا همکار پاتې شوي وي، دې هېواد ته د لېږد او پناه غوښتنې په برخه کې لومړيتوب لري.
 
په دې لینکه کې برسېره پر دې چې د کاناډا دولت سره د افغان همکارانو د بیامېشتېدو يا پناه غوښتنې په اړه معلومات وړاندې شوي، بلکه هڅه شوې چې د دې مقالې په لوستلو سره غوښتونکي وتوانېږي په خپلواک ډول یاد پروګرام ته خپل غوښتنلیک وسپاري.

عمومي شرایط

د بیامېشتېدنې دې ځانګړي پروګرام په ترڅ کې به ټولټال 18,000 افغانان کاناډا کې مېشت شي. پر شرایطو برابر افغان اتباع کولی شي د دې برنامې لپاره له افغانستان څخه غوښتنه وکړي او اړوند پړاوونه یې بشپړ کړي. د دې ځانګړي پروګرام د شرایطو برابرېدو لپاره غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري، کاناډا ته د هغه د ننوتلو پر وړاندې قانوني خنډ شتون ونلري، دې هېواد ته د نه ننوتلو افرادو په ډله کې نه وي، د کاناډا له دولت سره مهمې او باثباته اړیکې لرلي وي، دې هېواد لپاره ارزښتناکه کارونه ترسره کړي وي او د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۲ (د دې ځانګړي پروګرام د پیل نېټه) یا تر دې نېټې وړاندې په افغانستان کې وي. د ذکر شویو شرایطو په پوره کولو سره، کېدی شي چې په کاناډا کې د بیامېشتېدنې ځانګړي پروګرام لپاره د غوښتونکو غوښتنه ومنل شي.
 
که غوښتونکي یا د کورنۍ غړي یې د 2021 کال د جولای تر 22مې نېټې دمخه افغانستان څخه وتلي وي، د دې پروګرام پر شرایطو برابر نه دي. خو هغه کسان چې له یادې نېټې وروسته له افغانستان څخه وتلي دي، اړتیا نه لري چې د شرایطو د پوره کولو، غوښتنلیک سپارلو، د بایومټریک معلوماتو چمتو کولو، طبي معایناتو او یا د نورو پړاوونو بشپړولو لپاره افغانستان ته ستانه شي.

څوک پر شرایطو برابر دي؟

هغه ځایی کارکوونکی چې په افغانستان کې د کاناډا په سفارت یا د دې هېواد د دولت په پوځی واحدونو کې کار کړی، هغه کسان چې په کاناډا پورې اړوندو ادارو یا پروژو کې په رسمی توګه په افغانستان کې د کاناډا د دولت موخو لپاره کار کړی وي د کاناډا د پناه غوښتنې دې ځانګړې پروګرام پر شرایطو برابر دي.

پر شرایطو برابر د کورنۍ غړي

د ژوند ملګري (ښځه یا مېړه) او د 22 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان د کاناډا دولت د افغان همکارانو د بیامېشتېدنې دې ځانګړی پروګرام ته وړ دي. سربېره پردې، د دې ځانګړي پروګرام له لارې د کاناډا دولت خپلو افغان همکارانو ته اجازه ورکوي چې د 22 کلونو څخه کم عمرلرونکي لمسیان او د کورنۍ نور نږدې غړي چې د عواطفو یا مالي دلایلو له امله په کورنۍ پورې تړلي وي کاناډا ته ځان سره راوړي.

انلاین غوښتنلیک

هغه کسان چې په افغانستان کې د کاناډا له دولت سره مرسته کړې او د دې ځانګړي پروګرام لپاره وړ دي، کولی شي چې په دې هېواد کې د بیامېشتېدنې بهیر کې د شاملېدو لپاره انلاین غوښتنلیک وسپاري. د غوښتنلیک لېږلو لپاره غوښتونکي باید د کاناډا رسمي وېبپاڼې ته لاړ شي او اړوندې انلاین فورمې ډکې کړي. د فورمو ډکولو طریقه داسې ده چې کله اصلي پاڼه خلاصېږي، له غوښتونکي څخه پوښتنه کېږي "تاسو په کومو شرایطو کې موږ سره اړیکه نیسئ؟" (?Which situation are you contacting us about) او "تاسو څه کول غواړئ؟" (?What do you want to do) چې غوښتونکي د "افغانستان وضعیت" (Situation in Afghanistan) او وروسته "د هغو افغانانو لپاره د پناه غوښتونکي ځانګړي اقداماتو په اړه پوښتنه وکړئ چې د کاناډا له دولت سره یې مرسته کړې" (Ask about the special immigration measures for Afghans who helped the Government of Canada) برخو په کلیک کولو سره به له غوښتونکي څخه لاندې پوښتنې وپوښتل شي:
 
?Which of the following applies to you
I'm an Afghan national who worked with the Canadian Armed Forces
I’m an Afghan national whose employment involved a significant or enduring relationship with the Government of Canada
I'm an Afghan interpreter who worked with the Canadian Armed Forces and was resettled to Canada under either the special immigration program (in 2009 or 2012) AND I want to support a member of my extended family in Afghanistan, or in a precarious situation elsewhere
?Who are you
I'm the principal applicant
I'm an authorized representative
I'm writing on behalf of the principal applicant
 
د لومړۍ پوښتنې لپاره، که غوښتونکي د کاناډا له پوځي ځواکونو سره کار کړی وي لومړی ځواب، که له کاناډايي ادارو او پروژو سره کار کړی وي دویم ځواب او که هغه ژباړونکي چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ کاناډا کې پناه اخیستي او اوس خپل د کورنۍ غړي کاناډا ته غواړي دریم ځواب غوره کړي.
 
په دویمه پوښتنه کې غوښتونکي لومړی ځواب غوره کوي. که چېرې د خپل استازي له لوري غوښتنلیک استوي دویم ځواب غوره کوي او که بل کس د غوښتونکي په استازیتوب غوښتنه استوي درېیم ځواب غوره کړي. د لومړي ځواب پرته، هر بل ځواب چې غوره شي، غوښتونکي باید دې رسمي لینک  ته او بیا دې لینک ته لاړ شي او خپل استازي ته د اختیار ورکولو په موخه اړوندې فورمې ډکې او اړین اسناد پکې اپلوډ او هغه په انلاین ډول وسپاري.
 
تر دې وروسته غوښتونکي خپل ټول معلومات لکه د دندې سرلیک، د دندې ځای، اړونده اداره، د پېژندنې شمېره، د امکان په صورت کې د یو کاناډایي نوم او د اړیکو معلومات په فورمه کې لیکي او اړین اسناد اپلوډ کوي. د غوښتونکي او د هغه د کورنۍ د هر وړ غړي پاسپورټ چې کاناډا ته سفر کوي په سېسټم کې اپلوډ کېږي. په دې پړاو کې، د پاسپورټ او کاري اسنادو سکن یا کاپي چې وښیي غوښتونکي د کاناډا له دولت سره کار کړی دی په دې انلاین سېسټم کې اپلوډ کېږي؛ غوښتونکي تر هغه وخته پورې نور اسناد یا انځورونه نه لېږي څو چې غوښتنه ترې نه وي شوي.
 
په پای کې د فایلونو له اپلوډ کولو وروسته، اوس د Review Your Request  پر غوراوي باندې کلیک کېږي. که ټولې فورمې په سمه توګه ډکې شوې وي، نو بله پاڼه به پرانستل شي چېرې چې ټول وړاندې شوي معلومات به ښکاره شي. غوښتونکي ټول لیکل شوي معلومات لولي او له سموالي څخه یې ډاډ ترلاسه کوي.
 
که معلومات سم وي نو غوښتونکي پر I’ve read and understand the above consent and disclaimer کلیک کوي. دا په دې مانا ده چې تاسو په خپل رضایت سره خپل شخصي معلومات په انلاین سېسټم کې لیکلي او تاسو پرېکړه کړې چې د کاناډا دولت ته یې وړاندې کړئ. د کاناډا دولت هم کولی شي دا معلومات د غوښتونکي د محرمیت ساتنې په نظر کې نیولو سره د اړتیا وړ ځایونو کې یې وکاروي.
د فورمو له ډکولو وروسته، غوښتونکي د انلاین غوښتنلیک لېږلو په موخه پر Submit Your Request  باندې کلیک کوي.
 

د غوښتنلیک مهم ټکي

  • خپل معلومات په صادقانه توګه ولیکئ.
  • د خپلې کورنۍ د غړي معلومات د نوم او زېږون نېټې په نظر کې نیولو سره ولیکئ.
  • خپل ځان په حد اکثر 1500 کلمو کې معرفي کړئ او هغه خطرونه په ځیر سره ولیکئ چې تاسو ته د کاناډا له دولت سره د کار کولو له امله رامنځته شوي.
  • خپل اسناد په  DOC، DOCX، PDF، JPG، TIFF یا PNG فارمټ کې واستوئ.
  • تاسو کولی شئ د پاسپورټ او کاري اسنادو په ګډون په ټوله کې پنځه سندونه اپلوډ کړئ.
  • د هغه اسنادو اندازه چې تاسو یې اپلوډ یا پورته کوئ باید 4.5 ام بی (MB) څخه ډېر نه وي.

آیا بیاځلي غوښتنلیک وسپارم؟

هغه غوښتونکي چې وړاندې یو ځل غوښتنلیک سپارلي وي، اړتیا نلري بیا غوښتنلیک واستوي. یوازې هغه کسان چې دمخه غوښتنلیک لېږلی وي او اوس د دوی حالت بدل شوی یا غواړي نوي معلومات یا سندونه په خپل غوښتنلیک کې اضافه کړي، کولی شي دې رسمي لینک ته لاړ شي او د خپل پخواني معلوماتو په دننه‌کولو سره خپله غوښتنلیک اپډېټ کړي.

د غوښتلیک ارزونه

د غوښتنلیک له لېږلو وروسته ټول اسناد د کاناډا دولت ته رسېږي او تر څېړنې او ارزونې نیول کېږي. که غوښتونکي پر شرایطو برابر وي، د کاناډا دولت د غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو لپاره له غوښتونکي سره اړیکه نیسي. ټول هغه غوښتنلیکونه چې پخوا د افغانستان څخه د غوښتونکو لخوا سپارل شوي اوس تر پروسس لاندې دي.

د غوښتنلیک له ارزونې وروسته څه پېښې ږي؟

تر دې دمه د کاناډا دولت دا نه ده څرګنده کړې چې د غوښتونکي غوښتنلیک ته څه پېښېږي. خو تمه ده چې د کاناډا دولت به په هره مرحله کې پر شرایطو ټولو برابرو کسانو سره اړیکه ونیسي او د هغوی د شرایطو په پام کې نیولو سره به ورته لارښوونې وکړي. دا ممکنه ده چې د غوښتنلیک له منل کېدو سره سم غوښتونکي ته خبر ورکړل شي چې یو بل هېواد کې د کاناډا سیاسي استازولۍ یا سفارت ته د مرکې په موخه لاړ شي چې په پایله کې کاناډا کې د پناه غوښتونکي په توګه ومنل شي او دې هېواد کې د بیامېشت کېدو اجازه ترلاسه کړي.

زه یو درېیم هېواد ته د تګ هوډ لرم، څه باید وکړم؟

که تاسو له افغانستان څخه د وتلو په هڅه کې یاست، نو اړینه ده هغه هېوادونو ته چې تاسو د ننوتلو هوډ لرئ د سفر شرایطو په اړه یې بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. پر پاسپورټ سربېره، تاسو په قانوني توګه اړوند هېواد ته د ننوتلو لپاره ویزې ته اړتیا لرئ. دا مهمه ده د هغه هېوادونو چې تاسو یې د ننوتلو پلان لرئ د پناه غوښتنې قوانینو باندې ځان پوه کړئ. که داسې ونکړئ تاسو به توقیف شئ، د هغه هېواد څخه کاناډا ته د سفر اجازه ونلرئ او یا بېرته افغانستان ته واستول شئ. دا ډول پېښه کولی شي کاناډا یا کوم بل هېواد ته چې تاسو پکې د اوسېدو پلان لرئ، کاناډا ته د سفر په برخه کې د مرستې ترلاسه کولو شرایط خورا ستونزمن کړي.

مرسته او مشوره

د غوښتنلیک سپارلو په تړاو د نورو معلوماتو لپاره د د کاناډا رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د کاناډا د پناه غوښتنې پروسې په اړه لا ډېر معلومات د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت ادارې وېبپاڼه کې ولولئ.