د مکسیکو دولت په ټوله نړۍ کې زده کوونکو ته بورسونه وړاندې کړې دي. مکسیکو د افغان محصلینو په ګډون د نړۍ د څه باندې ۱۸۰ هېوادونو اتباعو ته په بېلابېلو تحصیليکچو او په بېلابېلو تخصصي او څېړنیزو برخو او رشتو کې د لوړو زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده. همدارنګه، د مکسیکو دولت ټولو نړیوالو زده کوونکو ته بلنه ورکړې چې د دې هېواد بورسونو لپاره په سیالۍ کې برخه واخلي.
ولې په مکسیکو کې لوړې زده کړې وکړو؟
مکسیکو د شمالي امریکا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هر کال په لوی شمېر کې محصلین د بورسونو او وړیا زده کړې له لارې دې هېواد ته کډه کوي. په مکسیکو کې د لوړو زده کړو پوهنتونونه او موسسې په نړۍ کې لوړې رتبې لري. له بلې خوا، دا د لوړو زده کړو موسسې د بهرنیو محصلینو جذبولو ته ډېره لېوالتیا لري. هسپانوي ژبه په مکسیکو کې د لوړو زده کړو په ډېرو موسسو کې د تدریس ژبه ده خو په ځینو کې په انګلیسي ژبه هم تدریس کېږي. د لوړو زده کړو کې د اسناتیاوو د شتون له کبله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه محصلین په دې هېواد کې خپلو زده کړو ته زړه ښه کوي.
د هرې تحصیلي دورې په پای کې په اړونده رشته او کچه محصلینو ته د لوړو زده کړو د بشپړولو معتبر اسناد یا ډیپلومونه ورکول کېږي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د منلو وړ دي.
که څه هم غوښتنلیک ورکوونکي باید په دې هېواد کې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، خو دا هم شونې ده چې په دغه هېواد کې د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته خپلې تحصیلي ویزې په کاري ویزه بدله کړي او له څه مودې وروسته د مکسیکو هېواد د تابعیت غوښتنه وکړي.
څوک پر شرایطو برابر دي؟
- غوښتونکي د ټاکل شوي تحصیلي رشتې د کچې سره سم د ښوونځي، لېسانس ، ماسټرۍ یا دوکتورا سند ولري؛
- په وروستي اکاډمیک سند کې لږترلږه 80 سلنه اوسط نمرې ولري؛
- د دې سکالرشپ برنامې په ګډون په مکسیکو کې د لوړې زده کړې په یوه موسسه کې منل شوی وي؛
- د 180 هېوادونو له ډلې څخه د یو هېواد تابعیت ولري چې د ټولو هېوادونو لست په دې لینک کې شتون لري چې افغانستان هم پکې شته دی؛
- د غوښتنلیک د سپارلو په وخت کې به تاسو له مکسیکو څخه بهر ژوند کوئ؛
- هغه تحصیلي رشتې چې غوښتونکي یې غوره کوي باید د دوی د هېواد پر پرمختګ مستقیمه اغیزه ولري؛
د لوړې زده کړې کچه او موده
د مکسیکو د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونوکې د لېسانس په کچه 4 کلونو، د فوق لېسانس په کچه 1 کال، د ماسټرۍ په کچه 2 کلونو او د دوکتورا (PHD) په کچه 3 څخه تر 4 کلونو پورې لوړې زده کړې تنظیم شوي دي او د روغتیايي تخصص او تر دې پورته سند اخیستلو لپاره3 کلونو په موده د لوړې زده کړې ترسره کولو ته اړتیا ده.
تحصیلي رشتې او د لوړې زده کړې موسسې
په دې وړیا سکالرشپ کې د ټولو شته رشتو د کتو لپاره دې لینک ته لاړ شئ. په مکسیکو کې د 90 لوړو زده کړو موسسو د بشپړ لیست د کتو په موخه دې لینک ته مراجعه وکړئ.
اړین اسناد
- د غوښتنلیک فورمه
- خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو د ژمنې لیک
- د انګېزې یا هڅونې لیک چې په اړونده تحصیلي رشته کې د زده کړې لامل په کې لیکل شوی وي
- د مکسیکو د لوړو زده کړو موسسو څخه د منل کېدو لیک Admission Letter))
- د سوانحو لنډیز (Resume) په حد اکثر 3 پاڼو کې
- وروستي اکاډمیک سند یا ډیپلوم
- د وروستي اکاډمیک زدکړې نمرې (Transcript)
- د زېږون کارت
- تذکره
- پاسپورټ
- د روغتیا سند چې د عامه یا خصوصي روغتیایی بنسټونو لخوا ورکول شوی وي
- په هسپانوي ژبه کې د وړتیا یو معتبر سند چې لږترلږه د B2 کچه وښیې
غوښتنلیک
غوښتنلیک ورکوونکي کولی شي د SIGCA په نوم د مکسیکو آنلاین غوښتنلیک سېسټم له لارې په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري. پر شرایطو برابر غوښتونکي کولی شي د (https://sigca.sre.gob.mx/) لینک ته مراجعه وکړي او اړوندې فورمې ډکې کړي.
د غوښتنلیک موده
هغه څوک چې د دې سکالرشپونو لپاره لېوالتیا لري، تمه کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د 2022 کال د جون میاشتې له 20 څخه د جولای تر 24 پورې د مکسیکو دولت ته واستوي.
ارزونه او د پایلو اعلان
د مکسیکو دولت د غوښتونکو ټول غوښتنلیکونه به د 2022 کال د اګسټ میاشتې له 12 څخه تر 15 پورې وارزوي او پایلې د همدې کال د اګسټ له 15 څخه تر 23 پورې اعلان کړي.
د سکالرشپونو ګټې
مکسیکو د دې هېواد د لوړو زده کړو زده کوونکو ټول لګښتونه په غاړه اخیستي چې ټولې لومړني اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي. د لېسانس او فوق لېسانس درجې لپاره هر میاشت نږدې 11,700 مکسیکويي پیسې او د دوکتورا کچې لپاره هر میاشت 14,565 مکسیکويي پیسې ورکول کېږي. سربېره پردې، د دې بورسونو د نوملیکنې او فیسونو ورکولو، د استوګنې د ځای، د سفر د تګ راتګ، د روغتیا بیمې او د مکسیکو ویزې لګښتونه د مکسیکو دولت په بشپړه توګه پر خپله غاړه اخلي.