په کاناډا کې د پناه غوښتنې لپاره یوه لاره دا ده چې غوښتونکي دې هېواد ته له ننوتلو سره سم په پوله یا د ننوتلو بندرونو کې غوښتنلیک وسپاري. څرنګه چې کاناډا د جنیوا د کنوانسیون غړې ده، د غوښتونکو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه څېړي او که چېرې شرایط یې پوره کړې وي، دوی ته پناه ورکوي.
 
په دې لیکنه کې د کاناډا د رسمي پولو او بندرونو له لارې د پناه غوښتنې پروسه څېړل شوې ده او لوستل یې هغو  لپاره ډېر ارزښت لري چې غواړي دې هېواد ته له ننوتلو سره سم د پناه غوښتنه وکړي.
څوک د پناه غوښتنه کولی شي؟
په کاناډا کې د هغو خلکو د پناه غوښتنې منل کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د مذهبي عقایدو، سیاسي عقیدې یا په ځینو ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب له امله د شکنجې او ځورونې ګواښ په برخو کې خپلې ادعاوې ثابت او اړوندو چارواکو ته قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي. دا دلایل باید په داسې ډول وي چې لومړی د کاناډا د سرحدي خدمتونو ادارې (Agency Services Border of Canada - CBSA) او بیا د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې یا هیات (Immigration and Refugee Board – IRB) قانع کړي.
په پولو او بندرونو کې د پناه غوښتنې پروسه
کله چې خلک د کاناډا خاورې ته ننوځي، دوی کولی شي د ننوتلو په پولو او بندرونو کې د کاناډا د سرحدي خدماتو ادارې (CBSA) افسرانو څخه د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره غوښتنه وکړي. په کاناډا کې د هوایی ډګرونو، بندرونو او ځمکنیو سټېشنونو په ګډون په ټولو رسمي پولو کې د پناه غوښتنې لپاره د لیوالتیا څرګندولو زمینه برابره شوې ده. غوښتونکي د سرحدی خدماتو د ادارې یو افسر ته ځي او د پناه غوښتنه ترې کوي. افسر له غوښتونکي څخه غواړي چې د پناه غوښتنې د اساس فورم یا Basis of Claim BOC Form ډانلوډ او ډک یې کړي. په عموم ډول فورمې د غوښتونکي لخوا د ننوتلو په بندرونو کې بشپړېږي او د هویت اسنادو او نورو اسنادو سره یو ځای افسر ته سپارل کېږي. له غوښتونکو څخه به د دوی د وضعیت او خپل اصلي هېواد ته د نه راستنیدو لاملونو په اړه پوښتنې وشي. د غوښتونکي بایومټریک معلومات د ګوتو نښې او انځور هم اخیستل کېږي.
د یادولو وړ ده یوازې هغه وخت چې سرحدي افسر له غوښتونکي څخه غوښتنه وکړي، هغه خپل غوښتنلیک د پناه غوښتونکو د ساتنې پورټل له لارې په انلاین بڼه وړاندې کوي. که چېرې سرحدي افسر له غوښتونکي څخه وغواړي چې د پناه غوښتنې د اساس فورمه یا Basis of Claim BOC Form ډکه کړي او هغه د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) ته وپېژني، په دې حالت کې د پناه غوښتنې انلاین غوښتنلیک سپارلو ته اړتیا نشته.

د پناه غوښتونکو په وړاندې د سرحدي افسر مسوولیت څه دی؟

سرحدي افسر د کاناډا د نافذه قوانینو او داخلي طرزالعملونو په پام کې نیولو سره د غوښتونکو غوښتنلیکونو ته کتنه او ډاډ ترلاسه کوي چې غوښتنلیک په دې هېواد کې ارزونې پر شرایطو برابر دی. افسر د دې پرېکړې مسوولیت لري چې ایا د پناه غوښتنې غوښتنلیک د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB)  ته راجع کړي او که نه.

که چېرې سرحدي افسر غوښتنلیک رد کړي، څه کېږي؟

غوښتنلیک به هله رد شي کله چې د پناه غوښتونکي دلایل د دیني، مليتي، سیاسي عقایدو یا په ځانګړو ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب پر بنسټ نه وي او یا د غوښتنلیک لپاره اقتصادي، تفریحي یا نور غیرمنطقي دلایل وړاندې شي. د خوندي هېوادونو څخه پناه غوښتونکي یا هغه چې دمخه په بل هېواد کې د پناه غوښتنه کړي وي په کاناډا کې د پناه اخیستو چانس نلري. یو غوښتونکی چې مخکې په کاناډا کې د پناه غوښتنه کړې وي یا په تېرو وختونو کې په جدي جرم محکوم شوی وي یا د متحده ایالاتو له لارې کاناډا ته داخل شوی وي، ممکن په کاناډا کې د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر و نه ګڼل شي. که چېرې افسر پوه شي چې غوښتونکي د مرګ یا شکنجې له خطر سره مخ نه دی او بېرته خپل هېواد ته ستنېدلی شي، نو د پناه غوښتنه به رد شي او غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته وشړل شي.

که چېرې سرحدي افسر د پناه غوښتنه ومني، څه پېښېږي؟

که چېرې افسر ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی، په دې مرحله کې به د غوښتنلیک د ټولو اسنادو په بشپړولو کې له غوښتونکي سره مرسته وکړي. غوښتونکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې د خپل ژوند ملګري او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول غړي د پناه غوښتنې په فورمو کې ذکر کړي، په دې توګه که چېرې د پناه غوښتنه ومنل شي، د کورنۍ غړي به هم د غوښتونکي د دایمي استوګڼې په غوښتنلیک کې شامل شي.
که چېرې افسر پرېکړه وکړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی، نو هغه به د غوښتنلیک پروسې د دوام ورکولو لپاره غوښتونکي ته لاندې اسناد او لارښوونې وړاندې کړي:
  • د پناه غوښتنې د تایید سند (Acknowledgement of Claim Letter) چې پر بنسټ به یې غوښتونکي په کاناډا کې د فدرال روغتیایی او نورو خدماتو ته د لنډې مودې لپاره لاسرسی ولري
  • د پېژندنې د راجع کولو سند (Confirmation of Referral Letter) چې دا تصدیقوي د غوښتونکي غوښتنلیک د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) ته راجع شوی.
  • د پناه غوښتنې د اساس فورمه یا Basis of Claim BOC Form
  • د روغتیایی معایناتو بشپړولو لپاره اړینې لارښوونې

د غوښتنلیک له سپارلو وروسته څه پېښېږي؟

د هغو اسنادو پر بنسټ چې له مرکې وروسته وړاندې شوې، غوښتونکي به په کاناډا کې د پناه غوښتونکي په توګه وپېژندل شي او په کاناډا کې به د فډرال روغتیایي او نورو خدماتو ته په لنډمهاله توګه لاسرسی ولري. وروسته، د غوښتونکي غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو بشپړولو لپاره د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) ته راجع کېږي.
 
هغه خلک چې په پولو او بندرونو کې د کاناډا د سرحدي خدماتو ادارې افسرانو څخه د پناه غوښتنه کوي، که دوی پر شرایطو برابر وي، غوښتنلیک به یې د پرېکړې لپاره IRB ته راجع شي. که غوښتونکي وړ وي، د خپل غوښتنلیک ټول اړین اسناد په 15 ورځو کې بشپړوي او د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) د پناه غوښتونکو د ساتنې څانګې ته سپاري.

د غوښتنلیک منل کېدل

د غوښتونکي د پناه غوښتنې د منلو په اړه وروستۍ پرېکړه د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) له واکونو څخه دي. که چېرې غوښتونکي د خپل ګواښ د ثابتولو لپاره ټول اړین اسناد وړاندې کړي او نورې پوښتنې پاتې نه وي، IRB غوښتنلیک مني او د پناه غوښتنې پرېکړه لیک غوښتونکي ته استوي. که چېرې IRB د غوښتنلیک له ارزونې وروسته لازم وبولي، دوی به د اورېدو جلسه جوړه او غوښتونکي ته به پکې بلنه ورکړي. غوښتونکي په یوه ټاکلې نېټه او وخت کې د اورېدو په جلسه کې ګډون کوي او ټول اړین معلومات د جلسې غړو ته وړاندې کوي. که چېرې غوښتونکي د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره شاهدان ولري، د هغه شاهدان به هم د هغه د څرګندونو د تصدیق کولو په موخه شاهدي ورکړي. غوښتونکي وضاحت ورکوي او کېدی شي یو شاهد شاهدي ورکړي چې غوښتونکي په خپل اصلي هېواد کې د نژاد، مذهب، ملیت د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا د سیاسي عقایدو د دلایلو له مخې د څار او ځورونې ګواښ سره مخ دي، دا د جنیوا کنوانسیون یا د کاناډا د نافذه قوانینو پر بنسټ د پناه غوښتنه ګڼل کېږي. که چېرې د غونډې غړي پرېکړه وکړي چې د پناه غوښتنې ومني، د غونډې په پای کې دوی به غوښتونکي ته پرېکړه په شفاهي ډول ووایي او بیا به پرېکړه د یوې میاشتې په اوږدو کې د پُستي خدمتونو له لارې غوښتونکي ته واستوي. د استماع یا اوریدو جلسې لپاره د چمتو کېدو لپاره د نورو معلوماتو لپاره د IRB وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

د غوښتنې له منلو وروسته څه کېږي؟

که چېرې IRB غوښتنلیک ومني، غوښتونکی د "محفوظ شخص" حیثیت ترلاسه کوي. دا په دې مانا ده چې غوښتونکي په کاناډا کې د پاتې کېدو، دایمي استوګڼې، تابعیت او په دې هېواد کې د کار کولو او زده کړې اجازې لپاره اړین شرایط پوره کړي.

د کار او زده کړې اجازه

هغه کسان چې په رسمي ډول د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې ته غوښتنلیک سپارلي وي، کولی شي د کار او مطالعې د اجازې غوښتنه هم وکړي. د غوښتنلیک سپارلو لپاره، غوښتونکي دې رسمي لینک ته ځي او د کار جواز یا زده کړې یا دواړو ته په انلاین بڼه غوښتنلیک وسپاري. له لنډې مودې وروسته، غوښتونکي د یوې ځانګړې مودې لپاره د کار جواز او زده کړې اجازه ترلاسه کوي چې په راتلونکي کې تمدید کېدی شي.

د کاناډا د استوګڼې سند

د کاناډا د استوګڼې یا تابعیت سند ترلاسه کولو لپاره غوښتونکي خپل غوښتنلیک چمتو کوي او د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې دې لینک ته لېږي. غوښتونکي کولی شي د خپل ژوند ملګري او ماشومانو لپاره د کاناډا تابعیت هم وغواړي. پناه غوښتونکي بیا په IRCC کې د پناه غوښتونکي افسر سره د لنډې مرکې په ترڅ کې خپل دایمي استوګڼې یا تابعیت سند ترلاسه کوي.

د امریکا متحده ایالاتونو څخه د کاناډا خاورې ته ننوتل

د کاناډا دولت په رسمي ځمکنیو بندرونو کې د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو بندیز لګولی دی. د یوه تړون له مخې، هغه خلک چې له متحده ایالاتو څخه کاناډا ته اوړي، که د استثنا په ډله کې نه وي، نشي کولی د کاناډا په پوله کې د پناه غوښتنه وکړي. هغه کسان چې د کاناډا معتبره ویزه، د کار اجازه یا د زده کړې اجازه لیک، په متحده ایالاتو کې د مور او پلار پرته د 18 کلونو څخه کم عمر او په کاناډا کې د کورنۍ نږدې غړي لري او همدارنګه په خپل هېواد یا متحده ایالاتو کې د مرګ له سزا سره مخ وي او یا د امریکې تابعیت ونلري، کېدای شي په کاڼادا کې د پناه غوښتنې حق ولري. د ګډ ژوند ملګري یا شریک، د ماشوم قانوني سرپرست، پلار، مور، خور، ورور، نیکه، نیا، لمسۍ، ترور، وراره یا خورزه د کورنۍ نږدې غړي ګڼل کېږي.

له کاناډا څخه د ویستلو څخه مخنیوی

کاناډا ژمنه کړې که چېرې پناه غوښتونکي په خپل اصلي هېواد کې د تعقیب له خطر سره مخ وي، له دې هېواد څخه نه شړي. که په کاناډا کې د غوښتونکو د پناه غوښتنه رد شي، دوی باید د کاناډا هېواد پرېږدي. خو د دې امکان هم شته د هغو غوښتونکو چې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي د شړلو مخه یې ونیول شي. له همدې امله، هغه خلک چې د شړلو امر یې شوی وي کولی شي د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې ته د شړلو څخه وړاندې د خطر ارزونې (Pre-Removal Risk Assessment - PRRA) لپاره غوښتنه وکړي. د PRRA افسر به غوښتنه ترلاسه او هغه به وارزوي. د PRRA لپاره پر شرایطو برابر نوماندانو ته به د غوښتنلیک فورمه او لارښوونې واستول شي. د دې کار له ترسره کېدو وروسته، کاناډا څخه د شړلو حکم ځنډول کېږي. د PRRA غوښتونکي کولی شي له دې فرصت څخه په ګټنې یو لیک او اسناد چمتو کړي چې وښيي که چېرې دوی له کاناډا څخه وشړل شي په خپل هېواد کې له کومو سختو شرایطو او خطرونو سره مخ کېدی شي.

مرسته او مشوره

په کاناډا کې د پناه غوښتنې په اړه معلومات د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت وېبپاڼه کې ولولئ  کاناډا ته له ننوتلو وروسته د پناه غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې رسمي لینک ته لاړ شئ.د کاناډا د پناه غوښتنې لپاره د انلاین غوښتنلیک سپارلو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ. تاسو کولی شئ په IRB کې د غوښتنلیکونو د منلو د معیارونو پوهېدو لپاره دې لینک ته مراجعه وکړئ.