کاناډا د پناه غوښتونکو د وضعیت په برخه کې د 1951 کنوانسیون غړې ده چې په دې توګه د پناه غوښتونکو منلو ته ژمنه ده. یاد کنوانسیون په دې هېواد کې د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو څخه مخنیوی او د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو پر ارزونې ټینګار کوي. کاناډا د دې کنوانسیون د احکامو سره سم هېڅ پناه غوښتونکی هغه هېواد ته چې هلته د تعقیب او ځورونې له خطر سره مخ وي، نه ستنوي.
 
په دې لیکنه کې په کاناډا کې د پناه غوښتنې پروسې او شرایطو په تړاو معلومات وړاندې کېږي.

د پناه غوښتنې شرایط

په کاناډا کې د هغو خلکو د پناه غوښتنه منل کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د شکنجې، ځورونې، مذهبي عقایدو، سیاسي عقیدې یا په ځینو ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب په برخو کې د قناعت وړ دلایل وړاندې او خپلې ادعاوې ثابت کړي. دا دلایل باید په داسې ډول وي چې د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره یا هیات (Immigration and Refugee Board – IRB)  قانع کړي. غوښتونکی باید دا هیات قانع کړي چې په خپل هېواد کې د مرګ یا شکنجې له جدي ګواښ سره مخ دی او نشي کولی بېرته خپل اصلي هېواد ته ستون شي. که داسې ونکړي، کېدی شي د پناه غوښتنه رد او غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړی شي.

څنګه د پناه غوښتنه وکړم؟

په کاناډا کې د پناه غوښتنې لپاره دوه لارې شتون لري؛ د پناه غوښتنې لپاره یوه لاره دا ده چې د کاناډا په سرحدونو یا د ننوتلو بندرونو کې غوښتنلیک وسپارل شي او بله لاره دا ده چې غوښتونکي په کاناډا کې له یوې مودې وروسته د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې (Immigration Refugees Citizenship - IRCC) څخه د پناه غوښتنه وکړي. په دواړو حالتونو کې غوښتنلیک د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې یا هیات (Immigration and Refugee Board – IRB) ته راجع کېږي او دا هیات به د غوښتنلیکونو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د انلاین غوښتنلیک سپارل

په کاناډا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کول پخپله د غوښتونکي لخوا یا د غوښتونکي په استازیتوب سپارل کېږي. د کاناډا خاورې ته له ننوتلو یا د دې هېواد د ویزې مودې له پای ته رسېدو وروسته، غوښتونکی پخپله د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې وېبپاڼې ته ځي او د استازولۍ فورمه ډانلوډ او ډکوي. د غوښتنلیک سپارلو لپاره، غوښتونکی لومړی په دې وېبپاڼه کې یو اکاونټ جوړوي، دې چارې لپاره اړین دی چې غوښتونکی یو شخصي برېښنالیک ولري. د اکاونټ جوړولو لپاره، غوښتونکي باید دې رسمي لینک ته مراجعه او د Create an account غوراوي باندې کلیک وکړي یا مستقیم د پناه غوښتونکو د ساتنې پورټل ته لاړ شي. د اکاونټ له جوړولو وروسته د کاناډا د پناه غوښتونکو د ساتنې پورټل پاڼه به ښکاره شي کوم چې د پناه غوښتنې اصلي فورمه ده. غوښتونکي دا فورمې په انلاین بڼه ډکوي او اړوندو پوښتنو ته ځواب ورکوي. د فورمو له ډکولو وروسته به د غوښتونکي د پناه غوښتنې شمېره یا کوډ په دې انلاین سېسټم کې د هغوی د اکاونټ په پاڼه کې ښکاره شي. غوښتونکی پر ځان سربېره، کولی شي په دې پورټل کې  خپل د ژوند ملګري (ښځه یا مېړه) او ماشومانو ته د پناه غوښتنه وکړي.
 
که چېرې غوښتونکي وغواړي چې بل کس یا وکیل د هغه په ​​استازیتوب د پناه غوښتنلیک وسپاري، په دې حالت کې غوښتونکي کولی شي دې رسمي لینک ته لاړ شي د استازي یا وکیل لپاره د واک ورکولو فورمه ډانلوډ کړي او بیا دې لینک ته لاړ شي او د استازولۍ فورمه ډانلوډ او بیا دواړه فورمې ډکې کړي. د دې فورمې په ډکولو سره غوښتونکي د پناه غوښتنې د پروسې په موده کې خپل اختیار استازي ته لېږدوي. په هر حالت کې د پناه غوښتنې فورمې په بشپړ ډول د انلاین سېسټم له لارې سپارل کېږي.

د غوښتنلیک ارزونه

وروسته له دې چې غوښتونکي خپل غوښتنلیک په انلاین بڼه وسپاري د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې یې ارزوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټول اړین اسناد او فورمې سپارل شوي دي. که اسناد نیمګړتیاوې ولري دا اداره به له غوښتونکي سره اړیکه ونیسي او د اړوندو اسنادو غوښتنه وکړي. د اړینو اسنادو له بشپړولو وروسته، لاندې موارد به د غوښتونکي په اکاونټ یا انلاین سېسټم کې ښکاره یا اپلوډ شي:
  • د پناه غوښتنې د تایید سند (Acknowledgement of Claim Letter) چې پر بنسټ به یې غوښتونکي په کاناډا کې د فدرال روغتیایی خدمات او نورو خدماتو ته د لنډې مودې لپاره لاسرسی ولري
  • د روغتیایی معایناتو بشپړولو لپاره اړینې لارښوونې
  • د پناه غوښتنې له افسر سره د ملاقات نېټه او وخت
په انلاین سېسټم کې د اسنادو له اپلوډکېدو وروسته، غوښتونکي به سمدلاسه د خپل برېښنالیک له لارې خبر شي.

د پناه غوښتنې له افسر سره لیدنه

غوښتونکي په ټاکلي وخت کې د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې ته ځي او د پناه غوښتنې له اړوند افسر سره ملاقات کوي. غوښتونکي د ملاقات په وخت کې د پاسپورټ او تذکرې په ګډون ټول اړین اسناد باید له ځان سره ولري. د دې لیدنې په جریان کې د غوښتونکي غوښتنلیک ته کتنه کېږي، بایومیټریک معلومات لکه د  ګوتو نښې او انځور او د پناه غوښتنې لپاره د اړینو اسنادو کاپي اخیستل کېږي. غوښتونکي په خپل اصلي هېواد کې د خپلو فعالیتونو او هغو ګواښونو په اړه چې ورسره مخ دي، کافي اسناد وړاندې کوي څو افسر په دې قانع کړي چې د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر دي. په دې اداره کې د پناه غوښتنې د وړتیا په اړه پرېکړه کېږي او غوښتونکي ته لارښوونه کېږي چې کوم نور ګامونه پورته کړي. که په دې لیدنه کې کومه پرېکړه ونشي د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت اداره به په یو ټاکلي وخت کې د مرکې لپاره بیاځلي بلنه ورکوي.

مرکه

غوښتونکي به په ټاکلي وخت کې د ټولو اړینو اسنادو سره مرکې ته ورشي. په دې مرکه کې د غوښتونکي غوښتنې ته په جدي توګه پاملرنه کېږي. په دې مرکه کې غوښتونکي باید افسر قانع کړي چې هغه د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر دي، د دې مرکې په موده کې پرېکړه کېږي چې ایا غوښتونکي پر شرایطو برابر دی او که نه. که غوښتونکي پر شرایطو برابر وګڼل شي نو لاندې اسناد به غوښتونکي ته ورکړل شي:
  • د پناه غوښتونکي د ملاتړ سند (Refugee Protection Claimant Document)
  • د پېژندنې د تایید سند (Confirmation of Referral Letter) چې دا تصدیقوي چې غوښتنلیک د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) ته راجع شوی.
د مرکې وروسته د چمتو شویو اسنادو پر بنسټ، اړوند کسان به په کاناډا کې د پناه غوښتونکي په توګه وپېژندل شي او په دې هېواد کې به د فډرال روغتیایی خدماتو او نورو اړینو خدماتو ته د لنډې مودې لپاره لاسرسی ولري. وروسته، د غوښتونکي غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو بشپړولو لپاره د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتونې هیات (IRB) ته راجع کېږي.

د IRB د پرېکړې مراحل

د پناه غوښتنې په اړه د وروستۍ پرېکړې کول د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې (Immigration and Refugee Board – IRB)  مسولیت دی. د دې ادارې یو مامور له لومړنیو څېړنو وروسته د پناه غوښتنې غوښتنلیک هیات ته سپاري او پرېکړې لپاره یې په نوبت کې ایږدي. د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات واک لري چې غوښتنلیک ته په کتو سره دا چې غوښتونکي خپل ځان ته ګواښ د ثابتولو لپاره اړین اسناد وړاندې کړی وي او هیات ته نورې پوښتنې پاتې نه وي، د پناه غوښتنې په تړاو پرېکړه په ګړندۍ پروسه کې شامله کړي. په ګړندۍ پروسه کې هیات واک لري چې د غونډې یا جلسې له ترسره کولو پرته د غوښتونکي غوښتنه ومني او هغه ته د پناه غوښتنې په تړاو خپله پرېکړه واستوي. په هر ډول، که چېرې د غوښتنلیک له ارزونې وروسته بیا هم هیات لپاره پوښتنې شتون ولري یا که هیات وغواړي چې غوښتونکي له نږدې وګوري او د هغه د پناه غوښتنې کره والی څخه ډاډ ترلاسه کړي، دوی به د اوریدو یوه جلسه جوړه او غوښتونکي به د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره راوبولي.

د اورېدو جلسه

غوښتونکي ته به د استماع یا اوریدو جلسې نېټې او د اوریدو د ځانګړې جلسې نېټې په اړه خبر ورکړل شي. غوښتونکي ټول اسناد او شواهد چې د هغه د ادعاوو او څرګندونو ملاتړ کوي، د اوریدو جلسې څخه لږ تر لږه 10 ورځې مخکې د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات (IRB) د پناه غوښتونکو د ساتنې څانګې ته سپاري.
 
که چېرې غوښتونکی د اورېدو په جلسه کې ګډون ونکړي، هغه باید د اورېدو په ځانګړې جلسه کې حاضر شي او وضاحت ورکړي چې ولې هغه ​​د اورېدو په نورماله جلسه کې ګډون نه دی کړی. د اورېدو په ځانګړې جلسه کې هیات به پرېکړه وکړي چې ایا د غوښتونکي د غوښتنلیک ازول ودروي یا دوام ورکړي. که چېرې پرېکړه وشي چې د غوښتنلیک ارزول وځنډول شي، نو غوښتونکي په راتلونکي کې په کاناډا کې د پناه غوښتنې نشی کولی.
 
نو له دې امله غوښتونکي باید په ټاکلي نېټه او وخت کې جلسې ته حاضر شي څو د هغه د پناه غوښتنه وڅېړل شي او په تړاو یې پرېکړه وشي. په دې جلسه کې غوښتونکي د جلسې ټولو غړو ته د خپلې غوښتنې په اړه څرګندونې کوي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وايي. که چېرې غوښتونکي د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره شاهدان ولري، د هغه شاهدان به هم د هغه د څرګندونو تصدیق کولو لپاره شاهدي ورکړي. غوښتونکی وضاحت ورکوي او ممکن یو شاهد شاهدي ورکړي چې غوښتونکی په خپل اصلي هېواد کې د نژاد، مذهب، ملیت د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا سیاسي عقایدو پر بنسټ د څار او ځورونې له ګواښ سره مخ دی چې په دې توګه د جنیوا کنوانسیون یا د کاناډا د قوانینو پر بنسټ د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر دی. د اوریدو جلسې غړي کولی شي د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي او د جلسې په پای کې غوښتونکي ته پرېکړه په شفاهي ډول ووایي یا دوی ممکن پرېکړه د یوې میاشتې په اوږدو کې د پُستي خدمتونو له لارې غوښتونکي ته واستوي. د اورېدو جلسه په معمول ډول نیمه ورځ دوام کوي. په دې غونډه کې به د IRB ادارې د پناه غوښتونکو د ساتنې غړي او د IRCC ادارې استازي هم شتون ولري. دا جلسه کېدی شي په حضوري بڼه یا د ویډیو کنفرانس له لارې په انلاین توګه ترسره شي. د اوریدو جلسې لپاره د چمتو کېدو په موخه د نورو معلوماتو لپاره د IRB وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

که چېرې غوښتنلیک رد شي، څه کېږي؟

په هر حالت کې غوښتونکی به د IRB ادارې پرېکړه په لیکلي ډول ترلاسه کړي، چې په هغه کې به پرېکړه او دلیلونه چې ولې غوښتنلیک ومنل شو یا رد شو روښانه شوې وي. که چېرې د غوښتونکي غوښتنلیک رد شي، د پرېکړې په  دوام به لارښوونه وشي چې غوښتونکي کولی شي د پناه غوښتونکو د استیناف ادارې (Refugee Appeal Division - RAD) ته اپیل وکړي او یا د فدرال محکمې ته غوښتنلیک وسپاري. که چېرې استیناف هم رد شي، د غوښتونکي د لنډمهالې پناه غوښتنې او ساتنې حیثیت پای ته رسېږي او هغه باید کاناډا پرېږدي. د یادولو وړ ده چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره تر نهایي پرېکړې پورې، غوښتونکي نشي کولی د سفر په موخه کاناډا څخه بل هېواد ته سفر وکړي او که چېرې لاړ شي د هغه غوښتنلیک لغوه کېږي.

که غوښتنه ومنل شي؟

که چېرې IRB غوښتنلیک ومني، غوښتونکی د "محفوظ شخص" حیثیت ترلاسه کوي. دا په دې مانا ده چې غوښتونکی کولی شي په کاناډا کې پاتې شي او د کاناډا د دایمي استوګڼې لپاره غوښتنه وکړي.

دايمي استوګڼه

د کډوالۍ او پناه غوښتنې هیات د مثبتې پرېکړې له ترلاسه کولو وروسته، غوښتونکي په کاناډا کې د دایمي استوګڼې لپاره د غوښتنلیک سپارلو پر شرایطو برابر ګڼل کېږي. په دې مرحله کې غوښتونکي د خپل دایمي استوګڼې غوښتنلیک چمتو کوي او د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې ته د دې رسمي لینک له لارې لېږي. د دایمي استوګڼې لپاره د غوښتنلیک له ترلاسه کولو وروسته، دا اداره د غوښتونکي اسناد د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو په موخه لېږي او د په دې تړاو د ډاډ په موخه غوښتونکي ته برېښنالیک استوي. په لومړي ګام کې د دایمي استوګڼې لپاره د غوښتونکي شرایط چک کېږي او په بل ګام کې د هغه د ژوند ملګري او ماشومانو شرایط چې په خپل اصلي هېواد یا بل درېیم ګړي هېواد کې ژوند کوي چک کېږي. بیا غوښتونکی په IRCC کې د پناه غوښتنې افسر سره د لنډې مرکې په ترڅ کې خپل دایمي استوګڼې سند ترلاسه کوي. په ورته وخت کې، غوښتونکی کولی شي د پاسپورټ یا (Refugee Travel Document) لپاره غوښتنه وکړي. په دې وخت کې غوښتونکي د روغتیا بیمې یا (Health Card) ترلاسه کولو پر شرایطو هم برابر دی.

د غوښتنلیک له سپارلو څخه تر منل کېدو پورې موده

د IRCC ادارې ته غوښتنلیک سپارلو څخه د وروستۍ پرېکړې صادرېدو پورې، معمولاً له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې وخت نیسي. که چېرې د غوښتونکو جدي بکګروند چک ته اړتیا وي ممکن د پناه غوښتنې د منلو لپاره له 36 میاشتو څخه ډېر وخت ونیسي. د پناه غوښتنې دا ټولې مرحلې له پیل څخه تر پای پورې کېدی شي د 2 څخه تر 5 کلونو پورې وخت ونیسي. خو په دې موده کې پناه غوښتونکي د پاسپورټ له ترلاسه کولو وروسته، کولی شي له کاناډا څخه نورو هېوادونو ته سفر وکړي او له اصلي هېواده بهر په بل هېواد کې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره وګوري.

مرسته او مشوره

په کاناډا کې د پناه غوښتنې په اړه معلومات د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت وېبپاڼه کې ولولئ. د کاناډا د پناه غوښتنې لپاره د انلاین غوښتنلیک سپارلو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ . تاسو کولی شئ په IRB کې د غوښتنلیکونو د منلو د معیارونو پوهېدو لپاره دې لینک ته مراجعه وکړئ .