Updated at: 2022/06/29
په مهترلام کې د ماشومانو د ساتنې خدمتونه.
په ټولنو کې د ژغورنې نړیواله کمېټې لخوا د ماشومانو لپاره خوندي مرکزونه تاسیس شوی چی ماشومانو ته ټولنیزی زده کړې او رواني ملاتړ په واسطه د دوی 5 وړتیاوې پیاوړې کړي.
برسېره پردې، د ژغورنې نړیواله کمېټه د ماشومانو د ساتنې د قضیېو مدیریت او همغږي شوي خدمتونه وړاندې کوي لکه نغدې پیسې هغو ماشومانو ته ورکوی چی خورا خطر او زیان منونکي وی.
دی بنسټ د ټولنو په کچه د ماشومانو د ساتنې ټیمونه رامینځته کړي ترڅو د ماشومانو د ساتنې پروګرامونه پیاوړي کړي او په ټولنو کې د منفي میکانیزمونو مخه ونیسي. سربیره پردې د مور او پلار مثبت روزنی او مهارتونو ته وده ورکوی ترڅو د ماشومانو او ځوانانو رواني او ټولنیزو اړتیاو ملاتړ وکړي.
د نړیوالې ژغورنې کمیټې دفتر د پرانیستلو ساعتونه
یکشنبه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه تر 04:00 بجو پورې خلاص وي
دا خدمت د جمعې، شنبې او عامه رخصتیو په ورځو کې تړل کیږي .
لاسرسی او نور معلومات
چمتو شوي خدمتونه پښتو، دري او انګلیسي ژبې کاروي، په شمول د نښې ژبې. د هر خدمت لپاره معیارونه توپیر لري او خدمت ته د لاسرسي لپاره، د ملاقات وخت اخیستل اړین دي او خدمت د ټولو لپاره وړیا دی.
مهرباني وکړئ لاندې شمیرې ته زنګ ووهئ ترڅو د لیدو وخت وټاکئ.
د اړیکې معلومات
د تلیفون شمیره: 3078184410273
د نړیوالې ژغورنې کمېټې د دفتر پته: کور # 514، کوڅه # 2، زون # 2، د میا عمر عالي لیسې شاته جلال اباد ښار
هغه ځای چیرې چې دا خدمت چمتو کیږي ټولو ته د لاسرسي وړ دی مګر لفټ نلري. دا د هرچا لپاره جلا او د لاسرسي وړ اسانتیاوې لري. سربیره پردې، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارمندان شتون لري.
د اړیکې معلومات
34.6897600000000000
70.1455000000000000