د آلمان هېواد د کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره خپله ځانګړې پروسه لري چې د پناه غوښتنې په قانون کې لیکل شوې ده. که چېرې خلک له خپلې اصلي هېواد څخه د تېښتې دمخه یا المان ته په لاره کې له خپلو خپلوانو څخه جلا شوي وي، دوی کولی شي ځانګړو شرایطو سره سم خپلې کورنۍ آلمان ته راوغواړي. آلمان ته د کورنۍ د غړو لېږدول د کډوالو د اوسېدو یا اقامې په ډول، مالي وضعیت او د ژوند په شرایطو پورې اړه لري.

د کورنۍ غړي په څه ډول یوځای کېږي؟

که چېرې یو څوک د 1951 کال د جنیوا کنوانسیون له مخې د کډوال په توګه وپېژندل شي یا د بیامېشتېدنې د کومې ځانګړې برنامې په ترڅ کې آلمان ته دننه شوی وي، هغه کولی شي د خپلې کورنۍ غړي آلمان ته انتقال کړي. که چېرې یو څوک آلمان ته د بشردوستۍ پروګرام په ترڅ کې دې هېواد ته ننوځي او د کورنۍ غړي یې په خپل اصلي هېواد کې د عامو خلکو په پرتله په بدو او سختو شرایطو کې ژوند وکړي، کولی شي د بشردوستۍ او نړیوالو قوانینو د لارښوونو پر بنسټ د خپلې کورنۍ غړي آلمان ته راولي.

شرایط

آلمان ته د کورنۍ د غړو د غوښتلو لپاره د اړینو شرایطو په لړ کې په آلماني ژبې پر خبرې کولو سربېره، کډوال باید ښه عاید او مالي وضعیت، د روغتیایي بیمې په ګډون د خپل ځان او د کورنۍ د غړو د مالي ملاتړ وړتيا او همدارنګه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره شخصي یا کرایه شوي کور ولري. که څوک د آلمان تبعه وي، بیانو اړتیا نشه چې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو ځای، د ژوندانه امکانات یا خپله مالي وړتیا ثابت کړي. خو په هر حالت کې د ژوند ملګری او د 16 کالو څخه پورته ماشومان، آلمان ته د ننوتو دمخه باید د A1 په کچه الماني ژبه زده کړې وي او په دې برخه کې یو معتبر سند وړاندې کړي. که چېرې د کورنۍ یو غړی د کومې ځانګړې ستونزې له کبله آلماني ژبه نشي زده کولی، بیا نو د آلمان د کډوالۍ اداره کېدای شي  د ځانګړو مقرراتو سره سم، د آلماني ژبې سند و نه غواړي.

د کورنۍ کوم غړي آلمان ته راتلی شي؟

له 18 کلونو څخه پورته عمرلرونکي کسان د خپل د ژوند ملګری او د 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان آلمان ته راوستلی شي چې د 18 کلونو څخه پورته ماشومان یوازې تر ځانګړو شرایطو لاندې دې هېواد ته دننه کېدای شي. که چېرې کډوال د 18 کلونو څخه کم عمر ولري، هغه کولی شي خپل مور او پلار او هغه خویندې او وروڼه چې عمرونه یې له 18 کلونو څخه ټیټ وي، آلمان ته وغواړي.

د کورنۍ غړو د یوځای کېدو پروسه

یوځل چې یو کس په رسمي توګه د کډوال په توګه وپیژندل شي، هغه باید د درېیو میاشتو په موده کې د کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره رسمي غوښتنلیک وسپاري. د کورنۍ غړي بیا د آلمان یوې سیاسي استازولۍ ته مراجعه کوي او د پناه غوښتنې یا د کورنۍ غړي سره د یوځای کېدو رسمي غوښتنلیک او اړین اسناد وسپاري.
د کورنۍ غړي خپل غوښتنلیک لپاره لاندې اسنادو ته اړتیا لري:
  • د سیاسي استازولۍ یا سفارت بلنلیک یابرېښنالیک
  • د کورنۍ د غړو لپاره د ویزې غوښتنلیک فورمه
  • د کورنۍ د شجرې سند که شتون ولري
  • د کورنۍ د غړو د زېږون کارتونه
  • نکاح خط یا د واده قانوني سند
  • په آلمان کې د کډوالو د اقامې یا اوسېدو یوه کاپي
  • په آلماني ژبه د خبرو کولو سند
  • که د کورنۍ د غړو لخوا غوښتنه وشيد نورو اسنادو چمتو کول
وروسته د غوښتونکي غوښتنلیک د آلمان د بهرنیانو د چارو ادارې ته چېرې چې هماغه کډوال ژوند کوي، لېږل کېږي. یاده اداره څېړنه کوي چې ایا غوښتونکي په آلمان کې د کورنۍ د بیایوځای کېدو شرایط پوره کړي دي او که نه. دا پروسه تر ډېره څو میاشتې او ځینې وخت له یو کال څخه هم ډېر وخت نیسي. که د بهرنیانو چارو وزارت غوښتنلیک ومني، د کورنۍ غړي به له سفارت څخه په لنډ وخت کې ویزې ترلاسه کړي او پرې به آلمان ته په قانوني توګه کډوال شي.

په آلمان کې د کورنۍ له یوځای کېدو وروسته څه کېږي؟

د کورنۍ غړي د دوو اونیو په موده کې د احوالو د ثبت اداري ته ځي او ځانونه ثبت یا راجسټر کوي. بیا دا اړینه ده چې د کورنۍ غړي د کډوالۍ ادارې ته لاړ شي، ځان ثبت کړي او د اوږدې مودې د استوګڼې لپاره غوښتنه وکړي. همدارنګه، د کورنۍ پر شرایطو برابر غړي باید تر هر څه وړاندې ښوونځي ته داخل او خپلې زده کړه پیل کړي.

په کوم حالت کې د کورنۍ غړي سره یو ځای کېدای نشي؟

که چېرې د شخص د پناه غوښتنه رد شي او هغه شخص په آلمان کې د ثانوي ساتنې یا خوندیتوب لاندې ژوند کوي، په دې حالت کې د هغه د کورنۍ غړي به آلمان ته د تللو اجازه ونلري. که چېرې یو شخص د پناه غوښتنې له ترلاسه کولو څخه وروسته په درېیو میاشتو کې د کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره رسمي غوښتنلیک ونه سپاري، د بهرنیانو چارو اداره به اړ نه وي چې د کورنۍ د غړو د یوځای کېدو غوښتنلیکونه وڅېړي.

د کورنۍ ورک شوي غړي څنګه ومومئ؟

که تاسو آلمان ته په لاره کې خپل مور او پلار یا نور خپلوان له لاسه ورکړي وي، تاسو کولی شئ د آلمان د سره صلیب په وېبپاڼه (https://www.drk-suchdienst.de/) کې د خپل انځور او ټېلفون شمېرې په پوسټ کولو سره د کورنۍ غړي ولټوئ او یا ستاسو د کورنۍ غړي تاسو وپلټي ترڅو سره یوځای شئ.

 مرسته او مشوره

که تاسو د کورنۍ د غړو د بیایوځای کېدو په برخه کې مرستې ته اړتیا لرئ، کولی شئ مشوره ورکوونکو بنسټونو چې لېست یې په (http://www.asyl.net/links-und-adressen/beratungsangebote.html) لینک کې شته، مشوره وکړئ. د پناه غوښتنې په تړاو معلومات د بهرنیانو چارو ادارې په وېبپاڼه (https://fap.diplo.de/) کې ومومئ یا د لا ډېرو معلوماتو او مشورې لپاره د آلمان دولت د (https://bamf-navi.bamf.de/) او (https://www.jugendmigrationsdienste.de/)  وېبپاڼو څخه لیدنه وکړئ. همدارنګه تاسو کولی شئ د آلمان دولت د سیاسي استازولۍ اړیکې او پتې په (https://fap.diplo.de/webportal/desktop/index.html#start) وېبپاڼه کې د لاسرسي وړ دي.