په آلمان کې له 18 کلونو څخه د کم عمره پناه غوښتونکو لپاره چې له مور او پلار پرته د دې هېواد خاورې ته دننه کېږي، ځانګړي قوانین او مقررات لري. دا د ماشومانو د ادارې یا يوګندامت مسوولیت دی چې په آلمان کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته سرپناه او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
که چېرې له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي خلک په آلمان کې اوسېږي، کولی شي په دې هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي خو د آلمان په سیاسي استازولیو کې د پناه غوښتنې وړاندې کول امکان نلري.
دا مقاله د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره معلومات چمتو کوي چې آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه دننه کېږي.

له 18 کلونو څخه د کم عمرلرونکو پناه غوښتونکو نوملیکنه

پناه غوښتونکي چې عمر یې له 18 کلونو څخه کم وي، آلمان ته له ننوتلو وروسته د ماشومانو ادارې ته ځي او د پناه غوښتونکي په توګه نوملیکنه کوي. یاده اداره په آلمان کې له 18 کالو څخه د کم عمرلرونکو پناه غوښتونکو څخه د ساتنې او د دوی د اساسي حقونو څخه د خوندیتوب مسوولیت په غاړه لري. آلمان ته له رسېدو سره سم، پناه غوښتونکي په عمومي ډول په داسې ځای کې ژوند کوي چې روغتیايي ، په ورځ کې درې وخته خواړه، جامې، د ورځني اړتیا وړ وسایل او د خوب ځای د لرلو اسانتیاوې به ولري.

د پناه غوښتونکي د عمر معلومون

د ماشومانو اداره له پناه غوښتونکي سره مرکه کوي چې په ترڅ کې یې د هغه پاسپورټ، د زېږون کارت یا تذکره ګوري او په دې توګه د پناه غوښتونکي عمر تاییدوي. که چېرې یو پناه غوښتونکی د خپل عمر د ثابتولو لپاره قانوني اسناد ونه لري، د څو تنو کارپوهانو یوه کمېټه به د هغه عمر د طبي معاینو په ترڅ کې وټاکي.

لنډمهاله استوګڼه یا اقامه

د ماشومانو اداره د پناه غوښتونکي د غوښتنلیکونو له ثبتولو څخه وروسته، پناه غوښتونکي ته د دولډونګ په نوم د لنډمهاله استوګڼې یو لیکلی سند ورکوي چې له مخې یې پناه غوښتونکي تر 18 کلنۍ پورې په آلمان کې د پاتې کېدو اجازه لري.

په آلمان کې د پناه غوښتونکو ژوند

که چېرې د پناه غوښتونکي عمر له 18 کلونو څخه کم وي او ثابته شي چې هغه په آلمان کې مور او پلار یا بل نږدې خپلوان نلري ترڅو ورسره ژوند وکړي، د آلمان د ماشومانو اداره یا يوګندامت تر پاملرنې لاندې به نورمال ژوند پیل کړي او د پناه غوښتنې غوښتنلیک به یې هم وارزول شي.

د ساتنې مسوولیت

د ماشومانو اداره له 18 کلونو څخه د کم عمرلرونکو پناه غوښتونکو د پاملرنې په موخه یو کس ورپېژني ترڅو هغوی سره تر 18 کلنۍ پورې د ژوند په ټولو چارو کې مرسته وکړي. دا کس پناه غوښتونکو لپاره په آلماني ټولنه کې د ژوند شرایطو سره د اشنا کېدو، د استوګڼې ځای برابرول، ځای بدلول، د آلماني ژبې زده کړې او په ښوونیزو موسسو کې د شاملولو په ګډون اړینې اسانتیاوې برابروي. هغه پناه غوښتونکي چې په آلمان کې خپلوان لري، کولی شي چې هغو سره د ژوند کولو په موخه خپل غوښتنه یادې ادارې ته وسپاري؛ که چېرې پناه غوښتونکي په آلمان کې خپلوان ونلري ترڅو د دوی د ساتنې مسوولیت واخلي، هغوی د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته ځانګړو کمپونو یا د تنکیو ځوانانو په ګډ کور کې به ژوند کوي. وروسته د ماشومانو اداره د اړوندو محکمو سره په همغږۍ کې له 18 کلونو څخه کم عمره پناه غوښتنوکو ته د المان د قوانینو په رڼا کې یو کس یا یوه کورنۍ د هغوی د سرپرست یا د ساتنې په موخه ټاکي چې د مور او پلار حیثیت به لري.

آیا پناه غوښتونکي له آلمان څخه شړل کېږي؟

د آلمان د اوسني قانون او د دوبلین د قانون له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې له 18 کلونو څخه کم عمر ولري له آلمان څخه خپلو اصلي هېوادونو یا د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته تر هغه وخته پورې نه شړل کېږي چې د پناه غوښتنې د پروسې ټول پړاوونه یې بشپړ شوي نه وي.

که پناه غوښتونکی 18 کلن شي، څه کېږي؟

که چېرې پناه غوښتونکی 18 کلنۍ ته ورسېږي، نو د ماشومانو اداره یا يوګندامت به نور د هغه یا هغې د پاملرنې لپاره مسوول نه وي او هغه کس به له  18 کلونو څخه د پورته عمرلرونکو د پناه غوښتونکو کمپ ته ولېږدول شي او مسوولیت به یې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرال ادارې یا بامف ته وسپارل شي.

د پناه غوښتنې غوښتنلیک

د آلمان د پناه غوښتنې د قانون له مخې، تر 18 کلنۍ کم عمره کسان پرته له دې چې قانوني مور او پلار ولري، په دې هېواد کې د پناه غوښتنه نه شي کولای. یوځل چې مور یا پلار یا قانوني سرپرست وټاکل شي، پناه غوښتونکي کولی شي د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرال ادارې یا بامف څخه د پناه غوښتنه وکړي. پناه غوښتونکي په ټاکلې نېټه او وخت کې د خپل قانوني مور او پلار سره یادې ادارې ته ځي او اړوند چارواکو ته د خپل اصلي هېواد څخه د تېښتې او د بېرته نه راستنېدو په تړاو  خپلې څرګندونې وړاندې کوي.

په آلمان کې پاتې کېدل

د بامف اداره د پناه غوښتنې له ثبتولو وروسته، لنډمهاله استوګڼې لپاره د درېیو کلونو لپاره لیکلی سند ورکوي چې له مخې یې پناه غوښتونکي په المان کې د پاتې کېدو اجازه لري او  وروسته دا سند غزول کېدای شي. په هر حالت کې، پناه غوښتونکی به د خپل مور او پلار یا قانوني سرپرست سره تر هغه وخته پورې ژوند کوي چې 18 کلنۍ عمر ته ورسېږي او بیا حق لري چې په خپلواکه توګه ژوند وکړي. که چېرې پناه غوښتونکي وکولای شي د خپلو لګښتونو ډېري برخه پوره کړي او هم په آلماني ژبه سمې خبرې وکړي، هغه ته به په المان کې د دایمي استوګڼې اجازه ورکړل شي.

د کورنۍ ورک شوي غړي سره څنګه یوځای کېدای شئ؟

که تاسو آلمان ته په لاره کې خپل مور او پلار یا د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړي وي، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ ورک شوي غړي د آلمان سره صلیب وېبپاڼه (https://www.drk-suchdienst.de/) کې د خپل انځور او ټېلفون شمېرې په پوسټ کولو سره وپلټئ یا د دې وېبپاڼې له لارې د کورنۍ غړي ستاسو په لټه کې شي او په دې توګه د کورنۍ غړي سره یو ځای شي.

مرسته او مشوره

که چېرې پناه غوښتونکي د عمر له ټاکلو څخه راضي نه وي، کولی شي د مشوره ورکوونکو بنسټونو په مرسته چې نومونه او پتې یې په (https://www.proasyl.de/) وېبپاڼه کې شتون لري، خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وسپاري. تاسو کولی شئ په آلمان کې د لویانو د پناه غوښتنې په تړاو معلومات په https://bit.ly/37Hsz29 لینک کې ولولئ.