پاسپورټ یو له رسمي سفري اسنادو څخه دی چې د دولت لخوا خپلو اتباعو ته صادرېږي. د دې مهم سند لرونکي د خپل هویت د تثبیتولو او د نورو هېوادونو څخه د ویزو د ترلاسه کولو په موخه کارولی شي. هغه افغانان چې پاسپورټونه او ویزې ولري د ځمکې او هوا له لارې نورو هېوادونو ته د سفر او ننوتلو اجازه لري. له پاسپورټ پرته بهر ته د افغانانو سفر به ناقانونه وګڼل شي چې په دې توګه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي. له همدې امله اړینه ده چې دا مهم سند د سوداګریزو سفرونو، ناروغۍ او کډوالۍ لپاره ترلاسه او د اړتیا په وخت کې د بهرنیو سفرونو په موخه وکارول شي.

په کابل ولایت کې پاسپورټ څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکی د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  • غوښتونکي خپله فورمه یا غوښتنلیک د پاسپورت عمومي ریاست په وېیبپاڼه (moi.gov.af) کې په انلاین بڼه ډک او لېږي؛
  • پاسپورټ لپاره د فورمې یا غوښتنلیک د ډکولو لپاره د پخواني پاسپورټ د صادرېدو شمېره (که چېرې مخکې اخیستی وي)، د تذکرې سکن شوې بڼه او همدارنګه یو الکترونیکي انځور ته اړتیا ده؛
  • د انلاین غوښتنلیک له ډکولو وروسته، سېسټم غوښتونکي ته په اتومات ډول د پاسپورت عمومي ریاست ته د مراجعې نېټه او ساعت ټاکي؛
  • د غوښتنلیک له تایید او لېږلو وروسته غوښتونکي د انلاین سېسټم څخه د PDF په بڼه یوه فورمه ترلاسه او هغه چاپوي؛
  • غوښتونکی د پخوانی پاسپورټ او تذکرې کاپي، په 5x4 اندازه دوه قطعې انځورونه او که چېرې غوښتونکی له 18 کلونو څخه کم وي، په لیکلي بڼه د پلار یا ولي اجازه لیک چمتو کېږي؛

دویم پړاو: احکام اخیستل

  • غوښتونکی په ټاکلي نېټه د پاسپورټ عمومي ریاست ته مراجعه کوي او خپله فورمه یا غوښتنلیک اړوند مامور ته سپاری ترڅو د پاسپورټ عمومي رییس یا بل چارواکی په کې احکام ورکړي؛
  • د پاسپورټ عمومي ریاست تر مراجعې وړاندې، غوښتونکي باید د اصلي تذکرې، دوه انځورونو او د پخواني اصلي پاسپورټ (که مخکې ترلاسه کړی وي) له شتون څخه ډاډ ترلاسه کړي؛

درېیم پړاو: د بانک تحویلي

  • د احکام له ترلاسه کولو وروسته د پاسپورټ د فیس د ورکولو وار دی؛ هغه فورمه چې د پاسپورټ له انلاین سېسټم څخه ترلاسه کېږي، په هغه کې د بانک اویز هم وي چې غوښتونکي هغه د افغانستان بانک یوه استازولۍ ته وړي او پیسې یې سپاري؛
  • د پاسپورټ اخیستلو په موخه د بانک اویز به د لسو کلونو په نظر کې نیولو سره وټاکل شي چې په دې توګه د 14 کلونو څخه د کم او پورته عمرلرونکو د پاسپورټ فیس توپیر لري؛
  • د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه، غوښتونکي کولای شي چې لومړی بانک ته لاړ شي، د پاسپورټ فیس وسپاری او بیا وروسته د پاسپورټ عمومي ریاست ته د احکام اخیستلو او نورو پړاوونو بشپړولو لپاره لاړ شي؛

څلورم پړاو: د بیف، بایومټریک او معلوماتو ثبتولو برخې

  • غوښتونکي احکام شوې فورمه او اصلي تذکره د بیف برخې ته سپاري او بیا د بیف ماشین کې د شهادت ګوتې له ایښودلو وروسته د بیف مسوول د غوښتونکي بیف د معلوماتو تصدیق او لاسلیک کوي؛
  • په دې پړاو کې، د بیف فورمه له نورو اسنادو سره مل د بایومټریک برخې ته وړل کېږي او هلته د ښي لاس د څلورو ګوتو او د دواړو لاسونو د غټو ګوتو نښې او وروسته بیا د دواړو سترګو نښې ثبت کېږي او مسوول شخص د بایومیټریک معلوماتو تصدیق او لاسلیک کوي؛ که غوښتونکی تر دې وړاندې هم پاسپورټ اخیستی وي، پر پخواني پاسپورټ یې د باطلېدو ټاپه وهل کېږي؛
  • غوښتونکي د اسنادو د چک برخې ته ځي، اړوند کارکوونکی د بانک اویز او د غوښتونکي پخوانی پاسپورټ ګوري او د هغو تصدیق کوي؛
  • غوښتونکی د معلوماتو د ثبت څانګې ته راجع کېږي او اړونده کارکوونکی د پاسپورټ اصلي فورمه، د بیف او بایومټریک تصدیق پاڼه، بانکي سند یا اویز او انځور ترلاسه، له اصلي تذکرې او پخواني پاسپورټ څخه کاپي اخلي او وروسته یوه بله فورمه چاپوي او غوښتونکي ته یې د معوماتو د کره والي او تصدیق لپاره ورکوي؛
  • په سېسټم کې د معلوماتو له ثبتولو او تاییدولو وروسته، یو سند یا رسیدپاڼه غوښتونکي ته ورکول کېږي چې وروسته بیا غوښتونکي د دې رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره خپل پاسپورټ ترلاسه کوي؛

پنځم پړاو: د پاسپورټ اخیستل

  • غوښتونکی دې په کابل ولایت کې اړونده پُست خونې ته مراجعه او د رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره خپل پاسپورټ ترلاسه کوي؛
  • هغه سند یا رسیدپاڼه چې د پاسپورټ عمومي ریاست لخوا غوښتنونکي ته ورکول کېږي، په هغه کې له پُست خوې څخه د پاسپورټ د اخیستلو نېټه هم لیکل شوی وي.

د مثنی پاسپورټ اخیستل

  • غوښتونکي لومړی خپل غوښتنلیک یا عریضه د پاسپورت عمومي ریاست تر سرلیک لاندې چمتو، په هغه کې د موضوع شرح لیکي او د پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  • د مثنی پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ عمومی ریاست ته د راډیو اعلان سند، د ورک شوي پاسپورټ کاپي یا ویجاړشوي اصلي پاسپورټ او په 5x4 په اندازه د شپږو انځورونو وړاندې کول اړین دي؛
  • غوښتونکي خپل غوښتنلیک او نور اړین اسناد د پاسپورټ عمومي ریاست ته وړاندې کوي، احکام اخلي او بیا د نورو پړاوونو په بشپړولو سره به خپل مثنی پاسپورټ ترلاسه کړي.
پته: د پاسپورټ عمومي ریاست د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پورې اړوند دی چې د کابل ښار د دریمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه کې د دارالامان سړک ته نږدې موقعیت لري.