05-Kabul Inheritance Certificate Issuance Process-02.jpg

وراثت خط یو رسمي سند دی چې د متوفی یا مړي د وارثانو پېژندلو لپاره د رسمي قضایي بنسټونو لخوا صادر کېږي. په دې سند کې د وارثانو شمېر، له مړي سره د هغوى اړيکې او د ميراث د ونډې اندازه شامله ده چې د وارثانو په غوښتنه د وارثانو له څېړنې، پېژندلو او د هغو د برخو له ټاکلو وروسته د وراثت خط په نامه سند صادرېږي. وارثان د وراثت خط څخه په ګټه اخیستنې د هېواد په دننه او بهر کې د خپلې ونډې اثبات او غوښتنه کولی شي.

په کابل ولایت کې وراثت خط څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکي د وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  1. یو وارث خپل رسمي غوښتنلیک یا عریضه د کابل ولایت اړوندې محکمې ته د وراثت خط د اخیستو په موخه چمتو کوي؛
  2. هغه وراثان چې د کابل ولایت په مرکز کې اوسېږي خپل غوښتنلیک دې د یاد ولایت د اړوندې حوزې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت ته او هغه وارثان چې په ولسوالیو کې مېشت دي، خپل غوښتنلیک د کابل ولایت د ولسوالیو په کچه ابتدایي محکمو ته وړاندې کوي؛
  3. د کابل ښار د 12، 16، 21 او 22 ناحیو اوسېدونکي د لومړي حوزې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت ته، د 2، 9 او 10 ناحیو اوسېدونکي د دویمې حوزې، د 3، 5، 13 او 14 ناحیو اوسېدونکي د دریمې حوزې، د 11، 17 او 18 ناحیو اوسېدونکي د څلورمې حوزې، د 1، 6، 7 او 8 د ناحیو اوسیدونکي د پنځمې حوزې او د 4، 15، 19 او 20 ناحیو اوسېدونکي د کابل ولایت د شپږمې حوزې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریتونو ته په ټاکل شویو ورځو کې مراجعه کوي؛
  4. په غوښتنلیک کې ټول وارثان لکه نارینه، ښځینه، ماشومان او لویان او همدارنګه د مړي د مړینې لامل لیکل کېږي؛
  5. د وارثانو او دوو تنو شاهدانو د تذکرو کاپي او په 3x4 اندازه د هغو انځورونه او همدارنګه د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه د وراثت خط اخیستلو لپاره اړین اسناد دي؛

دویم پړاو: اړوندې محکمې ته مراجعه

  1. د وارثانو څخه یو یې د وراثت خط ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د کابل ښار د اړوندې حوزې د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته وړاندې او د محکمې رییس حکم په کې اخلي؛
  2. محکمه وارث ته یوه فورمه یا استعلام چې په هغه کې د مړي د مړینې لامل او د هغه د وارثانو د پېژندنې او د دوی د اوسېدو ځایونو په اړه پوښتنې وي، ورکوي او وارث به یې پر اړوند خلکو ځوابوي؛

درېیم پړاو: د ملا امام او ګذر وکیل تصدیق

  1. فورمه یا استعلام دوو ګاونډیانو، ملا امام، ملک یا ګذر وکیل او ولسوالۍ یا ناحیې ته وړل کېږي او هغوی د مړي معلومات، د مړینې لامل، د وارثینو او د هغوی د تذکرو د شمېرو په اړه معلومات لیکي او تصدیق کوي؛
  2. دا فورمه له ډکولو وروسته باید د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه بېرته د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت یا اړوندې ابتداییه محکمې ته وسپارل شي؛

څلورم پړاو: د شاهدانو شهادت

  1. دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرارکوونکي له خپلو دوو انځورونو او اصلي تذکرو او د ټولو وارثانو په استازیتوب یو وارث د ټولو وارثانو د دوو انځورونو او اصل تذکرو سره اړوندې محکمې ته حاضر شي؛
  2. شاهدان د قاضي په حضور کې اقرار او شهادت ورکوي چې د مړشوي وارثان سم دي؛
  3. محکمه د غوښتونکي وراثت خط ترتیب او په هغه کې د وارثانو او شاهدانو معلومات لیکي او بیا د سپارلو نېټه یې په ګوته کوي؛

پنځم پړاو: د وراثت خط ترلاسه کول

  1. له وارثانو څخه یو یې په ټاکلې نېټه اړوندې محکمې ته ځي او د اصلي تذکرې په وړاندې کولو سره وراثت خط چې ثبت او ټاپه شوی وي، ترلاسه کوي؛
  2. د وراثت خط له اخیستلو وروسته به یو وارث وراثت خط د کابل ولایت د استیناف محکمې ته وړي تر څو د استیناف محکمې رییس هغه تایید کړي؛ او
  3. تایید څخه وروسته له وراثت خط څخه د هېواد په دننه کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي خو په بهر کې د کارولو لپاره باید اړوندې ژبې ته وژباړل شي او د بهرنیو چارو وزرات تصدیق واخیستل شي.

د وراثت خط ژباړه

  1. وراثت خط په کابل ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کېږي څو په اړونده ژبه یې وژباړي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د وراثت خط د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د کابل د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
  2. په کابل کې د دولت د قضایاوو دفتر د وراثت خط لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
  3. وروسته به په ملي ژبه او د وراثت خط ژباړل شوې نسخې د کابل ولایت اړوند ناحیې د افغان پُست دفتر ته وړل کېږي؛
  4. د افغان پُست دفتر غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د وراثت خط د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د افغان پُست دفتر ته وسپاري؛ او
  5. د افغان پُست دفتر د وراثت خط دواړه کاپي اخلي او غوښتونکي ته د رسید یوه فورمه ورکوي چې په هغه کې د افغان پُست دفتر ته د بیامراجعې نېټه هم لیکل شوی وي؛
  6. د وراثت خط د تایید او ټاپې لپاره د افغان پُست دفتر لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږي؛ او
  7. غوښتونکی په ټاکلي نېټه د افغان پُست دفتر ته ورځی او د خپل وراثت خط دواړه کاپي ترلاسه کوي.

د مثنی وراثت خط ترلاسه کول

  1. له وارثانو څخه یوه یې لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه د کابل ولایت د استیناف محکمې یا په اړونده ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې تر سرلیک لاندې چمتو، د موضوع شرح لیکي او په کې د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  2. د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره د وارثانو، شاهدانو او اقرارکوونکو انځورونه، د راډیو اعلان سند، د ورک شوي وراثت خط کاپي، د صادرېدو شمېره او نېټه یا ویجاړشوي اصلي وراثت خط وړاندې کول اړین دي؛ او
  3. غوښتنلیک او اړین اسناد د کابل ولایت د استیناف محکمې یا په اړوند ولسوالۍ کې د ابتداییه محکمې ته سپارل کېږي چې د نورو پړاوونو په بشپړېدو سره به وارث خپل وراثت خط ترلاسه کړي.

یادونه

د کابل ښار په دننه او د دې ولایت په ولسوالیو کې ابتداییه محکمې فعالې دي او د وراثت خط د وېش خدمتونه وړاندې کوي.