02-Kabul Paper Tazkera Process-02.jpg

افغانان د تذکرې په لرلو سره به هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې تر ډیره حده به د تابعیت اړوندې اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي او همدارنګه د عامه خدمتونو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، پاسپورټ، نکاح خط، وراثت خط، د کار جواز، د موټر چلولو جواز، د سفر جواز، تقاعد، رایه ورکول، بیمه، استخدام او نورو خدمتونو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. افغانان پر هېواد سربیره، په بهر کې د خپل هویت د تثبیتولو او د لومړنیو او عامه خدمتونو ترلاسه کولو لپاره هم تذکرې ته اړتیا لري.

په کابل ولایت کې د کاغذي تذکرې د اخیستلو پړاوونه کوم دي؟

غوښتونکي د کاغذي تذکرې د ترلاسه کولو په موخه لاندې پړاوونو بشپړوي:

لومړۍ پړاو: د کاغذي تذکرې د غوښتنلیک فورمه

  1. غوښتونکي د کاغذي تذکرې فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وېبپاڼې (nsia.gov.af) یا د کابل ولایت په ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو له دفترونو څخه ترلاسه او هغه ډکوي؛
  2. د کاغذي تذکرې فورم د زېږون کارت او نورو معتبرو اسنادو د معلوماتو پر بنسټ ډک کېږي؛

دویم پړاو: د اړینو اسنادو چمتو کول

  1. غوښتونکی د 4x3 په اندازه اوه انځورونه، د یو نږدې خپلوان لکه د پلار، نیکه، ورور، خور یا کاکا د تذکرې یوه کاپي، دوه تنه شاهدان او د هغو انځورونه او تذکرې یوه کاپي او د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼه د کاغذي تذکرې ترلاسه کولو لپاره چمتو کوي؛

درېیم پړاو: د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته مراجعه

  1. د غوښتنليک له ډکولو او د اړينو اسنادو له برابرولو وروسته، غوښتونکي د نفوسو د احوالو د ثبتولو اړوند دفتر ته مراجعه کوي؛
  2. غوښتونکي د کابل ولایت په ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو د ثبتولو مدیریتونو ته چې د کابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست پورې اړه لري، مراجعه کوي؛
  3.  غوښتونکي خپل غوښتنلیک او اړین اسناد د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې برخې ته سپاري، ټول پړاوونه یې بشپړوي او د کاغذي تذکرې د 200 افغانۍ فیس پرې کوي؛
  4. اړوند کارکوونکی به غوښتونکي ته یو داسې سند یا رسیدپاڼه ورکړي چې په هغه کې به د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې ته د بیاځلي مراجعې او د تذکرې د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوی وي؛

څلورم پړاو: د کاغذي تذکرې اخیستل

  1. اړوند مامور د غوښتونکي معلومات د تذکرې د اساس کتاب په درېیو کاپیو کې لیکي؛
  2.  مامور د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د غوښتونکي تذکره لاسلیک، ټاپه او ټولې برخې یې ډک کوي؛ او
  3. غوښتونکی په ټاکلي وخت په کابل ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته مراجعه او خپله کاغذي تذکره ترلاسه کوي.

د کاغذي تذکرې ژباړه

  1. کاغذي تذکره په ملي ژبو وي چې هغه باید په انګلیسي یا هره بله اړینه ژبه وژباړل شي او وروسته د بهرنیو چارو وزارت تاییدي واخیستل شي؛
  2. د کابل ولایت اوسېدونکي، کاغذي تذکره په دې ولایت کې د ژباړې یو رسمي دفتر ته وړاندې کوي څو په اړونده ژبه یې وژباړل شي، بيا د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د کاغذي تذکرې د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د کابل د دولت د قضایاوو دفتر ته مراجعه کېږي؛
  3. په کابل کې د دولت د قضایاوو دفتر د کاغذي تذکرې لرونکي ته د بانک تعرفه ورکوي او هغه باید د سند د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک نمایندګۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي د دولت د قضایاوو دفتر ته وسپاري؛
  4. وروسته به په ملي ژبه او د کاغذي تذکرې ژباړل شوې نسخې د کابل ولایت اړوند ناحیې د افغان پُست دفتر ته وړل کېږي؛
  5. د افغان پُست دفتر غوښتونکي ته د بانک یوه تعرفه ورکوي چې هغه باید د کاغذي تذکرې د تایید 200 افغانۍ بیه د افغانستان بانک استازولۍ کې تحویل او د بانک د آویز کاپي بېرته د افغان پُست دفتر ته وسپاري؛ او
  6. د افغان پُست دفتر د کاغذې تذکرې دواړه کاپي اخلي او غوښتونکي ته د رسید یوه فورمه ورکوي چې په هغه کې د افغان پُست دفتر ته د بیامراجعې نېټه هم لیکل شوی وي؛
  7. د کاغذې تذکرې د تایید او ټاپې لپاره د افغان پُست دفتر لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږي؛ او
  8. غوښتونکی په ټاکلي نېټه د افغان پُست دفتر ته ورځی او د خپل کاغذې تذکرې دواړه کاپي ترلاسه کوي.

د مثنی تذکرې ترلاسه کول

  1. غوښتونکی لومړی د مثنی تذکرې غوښتنلیک پیدا او اړوند معلومات په کې په ځیر سره لیکي؛
  2. د کاغذي تذکرې د مثنی ترلاسه کولو لپاره د راډیو اعلان سند، دوه انځورونو او ویجاړشوې تذکره یا د ورکې شوې تذکرې کاپي وړاندې کول اړین دي؛ او
  3. غوښتونکي خپل غوښتنلیک او اړین اسناد په کابل ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته سپاري او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته خپل د کاغذي تذکرې مثنی ترلاسه کوي.

پته

د کابل ښار، دویمه ناحیه، کارته پروان، د کابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست، د نفوسو د احوال ثبتولو امریت

یادونه

د کابل په ټولو ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونه فعال او د کاغذي تذکرو د وېش خدمتونه وړاندې کوي، خو په کابل ښار کې د کاغذي تذکرو خدمتونه بند دي او پر ځای یې الکترونیکي تذکرې وېشل کېږي.