د زېږون کارت یو رسمي سند دی چې د ماشوم مور او پلار او د زېږون نېټه او ځای په ګوته کوي چې په دې توګه د یو شخص د پېژندنې تر ټولو اساسي سند دی. د دې کارت په مرسته به افغانان هغو خدمتونو ته لاسرسی ولري چې د عامه خدمتونو لکه روغتیا، ښوونه او روزنه، پاسپورټ، تذکرې او نورو خدمتونو ترلاسه کولو سره به د دوی اړتیاوې پوره او حقونه یې خوندي وي. افغانان په بهرنیو هېوادونو کې هم د لومړنیو او عامه خدمتونو د ترلاسه کولو او د خپل زېږون د نېټې او ځای د معلومولو لپاره د زېږون کارت ته اړتیا لري.

په کابل ولایت کې د زېږون کارت څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکی د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېریږي:

نوې زېږېدلي ماشوم لپاره د زېږون کارت

  • د زېږون کارت د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایی مرکزونو (روغتونونو او کلینیکونو) او د نفوسو د احوال ثبتولو مدیریتونو لخوا لیکل کېږي او د نوي زېږېدلي ماشومانو مور او پلار ته سپارل کېږي؛
  • د زېږون کارت دوه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د روغتیايي یا سیمه ایزو روغتیايي مرکزونو یو کارکوونکی د کوچني د نوم، د مور او پلار نوم، د زېږون د نېټې او ځای په ګډون د کوچني یا د نوي زېږېدلي ماشوم د هویت معلومات لیکي او دویمه برخه یې تش پرېږدي؛
  • هغه میندې او پلرونه چې د نفوسو د احوال ثبتولو له دفترونو پرته د زېږون کارت اخیستی وي، د کارت له لیکلو وروسته د درېیو میاشتو په موده کې باید د زېږون کارت د ولایت مرکز یا ولسوالۍ په کچه د نفوسو د احوال ثبتولو اړوندې ادارې ته وړاندې او تاییدی یې واخلي؛
  • د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر د نويو زېږېدلو ماشومانو معلومات ثبت، د زېږون سېسټم ته یې دننه، د زېږون کارت دویمه برخه ډکه او بیا د کارت له لاسلیک او ټاپه کولو وروسته د ماشوم مور او پلار ته سپاري؛ د زېږون کارت هغه وخت د منلو وړ وي چې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې له خوا ټاپه او لاسلیک شوی وي؛
  • که چېرې غوښتونکی د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره مستقیم په کابل ولایت کې د نفوسو د احوال ثبتولو دفتر ته لاړ شي، اړوند کارکوونکی د زېږون کارت لومړی او دویمه برخه به په یو وخت کې ډک کړي چې په دې توګه د واکسین کارت لرلو یا د اړینو معلوماتو وړاندې کول اړین دي.

د پورته عمرلرونکو او لویانو لپاره د زېږون کارت

  • غوښتونکي د زېږون د کارت فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ویبپاڼې (gov.af) او یا د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو دفترونو څخه ترلاسه او ډک یې کړي؛
  • د زېږون کارت ترلاسه کولو لپاره د تذکرې یوه کاپي او څلور داسې انځورونه چې سایز یې 4x3 او شا یې سپینه وي اړتیا ده؛
  • د کارت فورم یا غوښتنلیک د تذکرې او پاسپورټ د معلوماتو پر بنسټ ډک او د نورو پړاوونو د بشپړولو لپاره د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې اړوندې څانګې ته سپارل کېږي وروسته بیا ۱۰۰ افغانۍ د کارت فیس یا لګښت به هم یادې ادارې ته ورکول کېږي؛
  • اړوند کارکوونکی به غوښتونکي ته یو داسې سند یا رسیدپاڼه ورکړي چې په هغه کې به د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې ته د بیاځلي مراجعې او د کارت د ترلاسه کولو نېټه لیکل شوی وي؛
  • غوښتونکی په ټاکلي وخت کې د زېږون کارت وېش څانګې ته مراجعه او د رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره به د زېږون کارت ترلاسه کوي؛
  • د زېږون کارت په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې صادرېږي چې په هېواد کې دننه کارول کېدای شي، خو په بهر کې د کارولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت تاییدۍ ته اړتیا ده؛ که تاسو د زېږون کارت یوه کاپي له انګلیسي ژبې پرته لرئ بیانو اړتیا ده چې کارت لومړۍ وژباړۍ او بیا د بهرنیو چارو وزارت تاييدي واخلئ.

د زېږون کارت ژباړه

  • که چېرې د زېږون کارت په ملي ژبو وي، هغه باید د ژباړې یوې رسمي دفتر ته وړاندې شي ترڅو په اړونده بهرنۍ ژبه وژباړل شي؛
  • وروسته د ژباړې دفتر د جواز او د رسميت لرلو او همدارنګه د زېږېدنې د کارت د معلوماتو د کره والي د تصدیق په موخه د دولت قضایاو دفتر ته مراجعه وشي؛
  • په پای کې د زېږون کارت او د هغه ژپاړل شوې نسخه افغان پُست ته سپارل کېږي چې په څو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت تصدیق ترلاسه او د زېږون کارت دواړه کاپي به بېرته غوښتونکي ته وسپارل شي.

د زېږون د مثنی کارت ترلاسه کول

  • غوښتونکی لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه چمتو کوي، د موضوع شرح لیکي او د مثنی کارت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  • د زېږون د مثنی کارت ترلاسه کولو لپاره د راډیو اعلان سند، دوو انځورونو او ویجاړشوی کارت یا د ورک شوي زېږون کارت کاپي وړاندې کول اړین دي؛
  • غوښتونکی باید اړین اسناد د کابل ولایت په مرکز یا ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند دفتر ته وسپاري او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته خپل د زېږون مثنی کارت ترلاسه کړي.
د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي دفتر پته: د تهیه مسکن څلورلاري څخه تېرشوی، د کابل سرای شمالي سیمې ته نارسېدلی، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پورې اړوند د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت، د زېږون کارت د وېش څانګه