آلمان د پناه غوښتنې خپله پروسه لري چې د دې هېواد د پناه غوښتنې قانون پر بنسټ تنظیمېږي. د دې قانون له مخې چې د پناه غوښتونکو حقونه او مسوولیتونه هم په کې تعریف شوي، د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرال ادارې یا بامف د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پروسس مسوولیت په غاړه لري.
آلمان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په څېر له ناامنه هېوادونو څخه پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه مني. د پناه غوښتنې لپاره باید شخص یا غوښتونکی د آلمان په خاوره کې وي چې په دې توګه د دې هېواد په سیاسي استازولیو کې د پناه غوښتنه شونې نه ده.
 
په دې مقاله کې د ۱۸ کلنونو څخه پورته عمرلرونوکو ته چې د آلمان خاورې ته داخل شوي دي، د دې هېواد د پناه غوښتنې د پروسې په تړاو معلومات وړاندې کېږي.

د پناه غوښتونکي په توګه نوملیکنه

پناه غوښتونکي آلمان ته له ننوتلو سره سم د سرحدي امنیتي ځواکونو، پولیسو، د بهرنیو اتباعو د چارو ادارې یا د پناه غوښتونکو اصلي استوګڼځي ته ځي او د پناه غوښتونکي په توګه نوملیکنه کوي. د ډوبلین قانون ته په پام سره، المان ډاډ ترلاسه کوي چې د پناه غوښتونکي د غوښتنلیک پروسس مسوولیت د دوی په غاړه دی. له نوملیکنې وروسته، پناه غوښتونکي ته د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرال ادارې یا بامف سره د مرکې په موخه خبر ورکول کېږي چې په ترڅ کې به یاده اداره کې په رسمي توګه د پناه غوښتنه کوي. آلمان ته تر رسېدو وروسته پناه غوښتونکي په یو داسې ځای کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوې، د ورځې درې وخته خواړه، جامې، د ورځني وړ اړتیاوې وسایل او خوب لپاره ځای لري.

د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک

پناه غوښتونکي په یوه ټاکلې نېټه او وخت کې د بامف دفتر ته ځي او مسوولینو ته خپلې څرګندونې کوي چې ولې له خپل هېواد څخه تښتېدلی او نشي کولی بیرته راستون شي. د پناه غوښتنې د مرکې ټول جزئیات او ځوابونه په لیکلي او غږیزه بڼه په دې اداره ثبت کېږي چې د پناه غوښتنې د منلو په برخه کې مهم رول لوبوي. پر تذکرې او پاسپورټ سربېره، پناه غوښتونکی باید له ځان سره نور سندونه لکه ایمیلونه، پیغامونه، ګواښ لیکونه، انځورونه، ویډیوګانې او نور چې د پناه غوښتونکي څرګندونې تاییدوي، له ځان سره مرکې ته وېسي.

لنډمهاله استوګڼه

د پناه غوښتنې له ثبتولو وروسته د بامف ادارې پناه غوښتونکي ته د لنډمهاله استوګڼې یا اقامې یو لیکلی سند ورکوي چې له مخې یې پناه غوښتونکي اجازه لري د هغه د پناه غوښتنې پروسې ته تر رسیدګۍ مودې پورې په آلمان کې پاتې شي.

د پناه غوښتنې منل

د بامف اداره د آلمان د کډوالۍ قانون او اساسي قانون پر بنسټ، د 1951 کال د جنیوا کنوانسیون په رڼا کې، د مرکې د محتوياتو او د وړاندې شویو اسنادو او همدارنګه د پناه غوښتونکي د اصلي هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په نظر کې نیولو سره د غوښتنلیک په تړاو پړېکړه کوي او خپله پرېکړه پناه غوښتونکي ته په لیکلې بڼه وړاندې کوي. که د بامف اداره د پناه غوښتنه ومني، د بهرنیانو د چارو ادارې به پناه غوښتونکي ته په آلمان کې د استوګڼې درې کلنه اجازه ورکړي چې په راتلونکي کې غزول کېدای شي.

دايمي استوګڼه

که چېرې پناه غوښتونکی په آلمان کې د خپلې لنډمهاله استوګڼې په موده کې وکولای شي د خپلو لګښتونو ډېره برخه پوره کړي او هم په آلماني ژبه سمې خبرې وکړي، هغه ته به د دایمي استوګڼې یا اقامې اجازه ورکړل شي.

څوک د پناه غوښتنه کولی شي؟

هغه خلک چې د سیاسي، مذهبي، نژادي، جګړې، ظلم، شکنجې او یا نورو لاملونو له کبله له خپل استوګڼ یا اصلي هېواد څخه تښتېدلي دي او شرایط پوره کړي، په المان کې د پاتې کېدو ډېر چانس لري. په معمول ډول د هغو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه رد کېږي چې نشي کولی خپل ژوند ته ګواښ یا په خپل هېواد کې د ځان څارل یا په نښه کېدل ثابت کړي. همدارنګه د هغو غوښتونکو غوښتنې هم رد کېږي چې اقتصادي مسایل المان ته د دننه کېدو د لاملونو په توګه وړاندې کړي.

د پناه غوښتنې منل کېدل څومره وخت نیسي؟

د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په معمول ډول له دوو څخه تر اتو میاشتو پورې پروسس کېږي. خو حقیقت دا دی چې په دې وروستیو کې په المان کې د پناه غوښتونکو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي چې اوس د تېر په پرتله ډېر وخت نیسي.

که د پناه غوښتنه رد شي، څه کېږي؟

پناه غوښتونکي یا په ټاکل شوې موده کې له آلمان څخه وځي او یا د دوو اونیو په موده کې د اړوندې محکمې د پرېکړې پر وړاندې مقاومت او یوې لوړې محکمې ته مراجعه او د استیناف غوښتنه کوي. که چېرې غوښتنلیک بیا رد شي او اصلي هېواد ته د راستنېدو په برخه کې نور خنډونه شتون ونلري، پناه غوښتونکی به د 30 ورځو په دننه کې د آلمان هېواد څخه اخراج یا وشړل شي.

مرسته او مشوره

دا مشوره ورکول کېږي چې د غوښتنلیکونو له سپارلو څخه وړاندې د پناه غوښتنې پورې اړوندو رسمي یا غیررسمي ادارو سره مشوره وکړئ. د ځینو بنسټونو نومونه چې پناه غوښتونکو ته مشورې ورکوي د پناه غوښتنې پورې اړونده وېبپاڼه (https://www.asyl.net/) کې شتون لري. په آلمان کې د پناه غوښتنې د پروسې په اړه نور معلومات په (https://www.bamf.de/) او (https://www.asylindeutschland.de/) وېبپاڼو کې موندلی شئ او یا د (info@asylindeutschland.de) برېښنالیک له لارې د لا ډېرو معلوماتو غوښتنه کولی شئ.