افغانانو لپاره د برېټانيې د بیامېشتېدنې پروګرام (Afghan Citizens Resettlement Scheme) د هغو افغانانو لپاره رامنځته شوی چې د برېټانيې حکومت د موخو لپاره په افغانستان کې خدمت کړی وي.
د برېټانيې د افغانانو بیامېشتېدنې پروګرام (ACRS) په رسمي ډول د 2022 کال د جنورۍ په شپږمه پیل کړه. د دې پروګرام له لارې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې یې د برېټانيې له هڅو سره مرسته کړې او له ارزښتونو لکه ډیموکراسۍ، د ښځو حقونو، د بیان ازادۍ او د قانون حاکمیت یې دفاع کړې برېټانيې ته د کډوالۍ اجازه ورکول کېږي. د ACRS پروګرام پام تر ډېره پر هغو زیان منونکو کسانو دی چې پر شرایطو وړ دي خو برېانیې ته لا نه دي لېږدول شوي او لا هم په افغانستان یا سیمه کې بند پاتې دي.
د ACRS پروګرام د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (Afghan Relocations and Assistance Policy) یا ARAP څخه جلا پروګرام دی او پر شرایطو برابر کسان یې هغه نه دي چې تر دې وړاندې د ARAP پروګرام له لارې برېټانيې ته لېږدول شوي دي.
په دې لیکنه کې د افغانانو د بیامېشتېدنې پروګرام (ACRS) د درېیم پړاو (Pathway 3) او د هغه د معیارونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
زیان منونکي او له خطر سره مخ کسان چې د 2021 کال د اګسټ د میاشتې د تخلیې پروسې په ترڅ کې برېټانيې ته لېږدول شوي و د افغانانو د بیامېشتېدنې د پروګرام د لومړي پړاو له مخې له افغانستان څخه یا د پاکستان له لارې برېټانيې ته ورسېدل. د ياد پروګرام دويم پړاو د هغو زيانمنونکو کسانو لپاره دی چې له افغانستان څخه تښتېدلي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لارې د برېټانيې حکومت ته د دې هېواد د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر کسانو په توګه ورپېژني.

د ACRS پروګرام درېیم پړاو

برېټانيې د افغانانو بیامېشتېدنې پروګرام د درېیم پړاو (ACRS Pathway 3) له لارې هغه کسان چې په افغانستان کې د برېټانيې او نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ کړی او له امله ژوند یې له ګواښ سره مخ وي، زیان منونکي لکه هغه مېرمنې او نجونې چې په خطر کې دي او د اقلیتي ډلو غړي په دې هېواد کې مېشت کېږي. دا پروګرام به د راتلونکو څو کلونو لپاره دوام وکړي، د برېټانيې حکومت د درېیم پړاو په لومړي کال کې د برېټانوي شورا (British Council ، GardaWorld او د Chevening) فارغانو ته په دې هېواد کې د بیامېشتېدنې لومړیتوب ورکوي. د برېټانيې د بهرنیو چارو، گډو ګټو او پراختیا ادارې (The Foreign, Commonwealth & Development Office) یا FCDO په شرایطو برابر کسانو سره د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه اړیکه نیسي.

شرایط

هغه کسان چې په افغانستان کې د برېټانيې د حکومت د موخو او اهدافو لپاره خدمت کړی وي او په پایله کې یې له خطر سره مخ شوي وي، د ACRS په پروګرام کې شامل دي. د ACRS د درېیمې لارې په لومړي کال کې هغه کارکوونکي چې د   British Council او  World Garda سره رسمي یا قراردادي دندې ترسره کړې یا د Chevening Alumni پروګرام له لارې په برېټانيې کې زده کړې کړي، وړ دي. پر شرایطو برابر کسان د دې پروګرام له لارې کولی شي پرته له دې چې د دوی رتبه، موقف، دندې او کاري ځای په پام کې ونیول شي برېټانيې څخه د پناه غوښتنه وکړي او دې هېواد کې مېشت شي.

د منل کېدونکو شمېر

د برېټانيې حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ACRS پروګرام له لارې 20 زره زیانمنونکي افغانان په برېټانيې کې مېشت کړي چې له مخې به یې هر کال 5000 افغانان برېټانيې ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړي. تر 1500 پورې وړ کسان به په لومړي کال (شاید 2022-2023) کې د ACRS پروګرام د درېیم پړاو له لارې په برېټانيې کې مېشت شي. د دې پروګرام د درېیم پړاو له لومړي کال وروسته، د برېټانيې حکومت د نړیوالو شریکانو او غیردولتي موسسو سره په همغږۍ په راتلونکو کلونو کې لا ډېرو کارکوونکو او له خطر سره مخ افغانانو ته به اجازه ورکړي چې له دې هېواد څخه د پناه او بیامېشتېدنې غوښتنه وکړي.

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه

د ACRS پروګرام د درېیم پړاو د لومړي کال لپاره د غوښتنلیکونو منل د 2022 کال د جون میاشتې په 20مه پیل شوې او دا بهیر به د 2022 کال د اګسټ تر 14مې نېټې پورې دوام وکړي. هغه غوښتونکي چې د دې برنامې لپاره وړ دي کولی شي خپل غوښتنلیکونه د دې مودې په جریان کې د نورو غور او ارزونې لپاره د برېټانيې حکومت ته وسپاري.

د کورنۍ کوم غړي د ACRS پروګرام کې شامل دي؟

د ACRS غوښتونکي پر ځان سربیره کولی شي د خپل ژوند ملګري او له 18 کلونو څخه کم عمره ماشومان له ځان سره برېټانيې ته ولېږدوي. د کورنۍ د نورو غړو غوښتنلیکونه کېدی شي و نه منل شي، که څه هم د برېټانيې حکومت ویلي چې د کورنۍ ځینې نور غړي ممکن د استثنایي شرایطو په نظر کې نیولو سره په دې هېواد کې د کورنۍ نورو غړو سره د اوسېدو اجازه ولري.

اړین اسناد

د ACRS پروګرام ته د غوښتنلیک سپارلو لپاره دا کافي ده چې یو شخصي برېښنالیک ولري او د دندې سرلیک (Job Title)، د یادو بنسټونو سره د کار پیل او پای نېټه، د نورو سفري اسنادو له مخې د خپل ځان او کورنۍ نومونه، د پاسپورټ شمېرې او د زېږون نېټه په یاد ولري. دا اړینه نه ده چې په دې مرحله کې د تذکرو، پاسپورټونو، کاري اسنادو، کارتونو یا نورو اسنادو کاپي چمتو او ولرئ.

څنګه غوښتنلیک وسپارو؟

پر شرایطو برابر غوښتونکي کولی شي د انلاین فورمې په کارولو سره د ACRS برنامې درېیم پړاو لومړي کال لپاره غوښتنلیک وسپاري. د دې پروګرام لپاره غوښتنلیک د ځینو بنسټیزو فورمو ډکولو او د لېوالتیا ښودلو (Submission of Interest) سره پیل کېږي. غوښتونکي دې رسمي لینک ته مراجعه وکړي، لارښوونې ولولي او د دې وېبپاڼې په وروستۍ برخه کې د لېوالتیا ښودلو یا سپارلو غواروي ټنۍ کېکاږي. په لومړي پاڼه کې د غوښتونکي نوم، برېښنالیک او د اړیکو شمېره لیکل کېږي. په بله پاڼه کې د شرایطو په پام کې نیولو سره د   British Council،  World Garda او Chevening Alumni څخه یو غوره کېږي. که څه هم د دې پروګرام د درېیمې لارې په لومړي کال کې د نورو بنسټونو غوښتونکي نه منل کېږي، خو بیا هم د غوراوي یو بل (Others) ټنۍ هغو غوښتونکو ته چې د نورو بنسټونو له لارې په افغانستان کې د برېټانيې د حکومت موخو لپاره کار کړی دی، شتون لري. په نورو پاڼو کې نوم، تخلص، د زېږون نېټه، ملیت، د تذکرې شمېره، د پاسپورټ معلومات، د پلار بشپړ نوم، د کورنۍ د غړو نومونه او د هغوی د پاسپورټ معلومات، په یادو ادارو کې د دندې او خدمت موده لیکل کېږي. انلاین سېسټم په پای کې غوښتونکي ته د غوښتنلیک وروستۍ بڼه وړاندې کوي، کوم چې غوښتونکی باید د لیکل شويو معلوماتو له کره والي څخه ډاډ ترلاسه کوي او بیا دا غوښتنلیک د FCDO دفتر ته لېږي. په پای کې، دا سېسټم غوښتونکي ته د یوه ځانګړې شمېره (Reference Number) وړاندې کوي کوم چې باید په یاد کې وساتل وشي.

د غوښتنلیک ارزونه

د غوښتنلیک په ترلاسه کولو سره، د FCDO دفتر به هغه وارزوي او د ACRS پروګرام لپاره په شرایطو برابر غوښتونکو ته د برېښنالیک له لارې ډاډ ورکړي. دا دفتر کېدی شي د نورو معلوماتو یا ځینې اړینو اسنادو ترلاسه کولو لپاره څو ځله له غوښتونکي سره اړیکه ونیسي. همدارنګه دا دفتر له هغه ادارې سره اړیکه نیسي چېرې چې غوښتونکي دنده ترسره کړې چې په دې توګه غوښتنلیک کې د معلوماتو له سموالي څخه ډاډ ترلاسه کوي. د شرایطو په پوره کولو او په بریالي توګه د پورته ذکر شویو پروسو د بشپړېدو په صورت کې د FCDO دفتر د غوښتونکي غوښتنلیک د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت (Home Office) ته راجع کوي څو نور پړاوونه بشپړ شي چې په دې تړاو غوښتونکي ته د برېښنالیک له لارې ډاډ هم ورکول کېږي. د یادولو وړ ده که چېرې غوښتونکي په شرایطو برابر نه وي کېدی شي د FCDO دفتر هغو ته هم برېښنالیک واستوي.

د غوښتنلیک منل کېدل

د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت (Home Office) واک لري چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي چې ایا برېتانيې ته د مېشتېدنې لپاره د غوښتونکي غوښتنلیک ومني یا رد یې کړي. د غوښتونکي د غوښتنلیک د جزئیاتو په ترلاسه کولو سره د کورنیو چارو وزارت به یې د برېتانیې د نافذه قوانینو، د ACRS پروګرام د شرایطو او د حکومت د مشرتابه پرېکړې په رڼا کې وڅېړي.
 
په دې وزارت کې د غوښتنلیک د پړاوونو د بشپړېدو څخه وروسته د غوښتونکي او د هغه د کورنۍ د غړو اړین امنیتي چک او روغتیایي معاینات باید بشپړ شي. د ACRS په پروګرام کې د هر ډول غوښتنلیک منل د امنیتي چک او روغتیا معایناتو په بریالیتوب پورې اړه لري. برېتانيې ته د غوښتونکو د ننوتلو اجازه یوازې د ویزې غوښتنلیک مرکز (Visa Application Center) کې د بایومټریک معلوماتو (د مخ عکس او د ګوتو نښو) له ثبتولو وروسته ورکول کېږي. دا چې په افغانستان کې د ویزې غوښتنلیک مرکزونه شتون نلري، برېتانيې ته د غوښتونکو لېږدول ممکن یو څه وخت ونیسي او د بایومټریک معلوماتو ترلاسه کولو لپاره درېیم هېواد ته د سفر کولو پورې اړه ولري. که چېرې غوښتونکي له افغانستان څخه بهر وي او په ګاونډي هېواد کې د ویزې غوښتنلیک مرکز  ته لاسرسی ولري، دوی کولی شي د دې لارې د خپل بایومټریک معلومات چمتو او د برېتانيې دولت ته یې وړاندې کړي. که دوی اوس هم په افغانستان کې وي، د برېټانيې حکومت د نړیوالو شریکانو یا همکارانو، غیردولتي بنسټونو او نورو هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو له افغانستان څخه د ACRS پر شرایطو برابر غوښتونکي د وتلو خوندي لارې پیدا کړي. که چېرې غوښتونکي لپاره برېټانيې ته د ننوتلو لپاره کوم قانوني خنډ شتون ونلري، برېټانيې ته د بیامېشتېدنې غوښتنلیک به د ACRS پروګرام له لارې ومنل شي. د غوښتنلیک د منل کېدو په صورت کې د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت به غوښتونکي ته د برېښنالیک له لارې خبر ورکړي چې کېدی شي په دې برېښنالیک کې د نورو پړاوونو بشپړولو په اړه هر اړخیز معلومات، برېټانيې ته د ننوتلو بشپړ لارښود او د برېټانيې په اړوند سفارت کې د مرکې نېټه وخت او همدارنګه د ویزې ترلاسه کولو په اړه هر اړخیز معلومات شتون ولري.
 
مهمه یادونه: تر دې دمه پورې د دې پروګرام په اړه چې څومره وخت کې به غوښتنلیک پروسس شي او د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته به د ACRS پر شرایطو برابر غوښتونکي به څنګه برېټانيې ته لېږدول کېږي، محدود معلومات وړاندې شوي دي. د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت په هره مرحله کې غوښتونکو ته د سفر د ترتیباتو په ګډون د راتلونکو ګامونو په اړه نور معلومات وړاندې کوي، خو په برېټانيه کې د نافذه قوانینو سره سم غوښتونکو ته د برېټانيې د ویزې غوښتنلیک له سپارلو او د برېټانيې په سفارت کې له مرکې وروسته دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.

له سفارت سره مرکه

غوښتونکی د مرکې لپاره په ټاکلې نېټه او وخت کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د برېټانيې اړوند سفارت ته ځي. د مرکې په جریان کې کېدی شي د ACRS پروګرام له لارې د غوښتنلیک او پناه غوښتنې په اړه پوښتنې وشي. د غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړو لپاره اړینه ده چې ټول اړین اسناد لکه د تذکره، پاسپورټ، د زیږون کارت، د کار اسناد، د غوښتنلیک د منل کېدو اسناد، د ریفرنس شمېرې او نور اسناد د برېټانيې د اړوندو بنسټونو د سپارښتنو سره سم له ځانه سره ولري څو چارواکي یې وارزوي. د برېټانيې سفارت وروستۍ پرېکړه کوي او غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړو ته د نامحدودې مودې د استوګڼې ویزه (ILR) صادروي. د اړوند طرزالعمل له مخې د ویزې ورکول شاوخوا 3 اونۍ وخت نیسي، خو په ډېري مواردو کې د ویزې صادرول تر دې ډېر وخت نیسي. د برېټانيې سفارت له ارزونې وروسته به د ویزې د غوښتنې پایله د برېښنالیک له لارې غوښتونکو ته واستوي. غوښتونکي په ټاکلي وخت کې سفارت ته ځي، ویزه ترلاسه او برېټانيې ته سفر کوي.

برېټانيې کې ژوند

په برېټانيه کې له بیامېشتېدنې وروسته تاسو به د کار کولو حق ولرئ، تعلیم او روزنې ته لاسرسی ومومئ، روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی او د خپل ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره د برېټانيې عامه بودیجې کارولو حق ولرئ. کله چې تاسو په انګلستان کې خپل نوی ژوند پیل کړئ تاسو به د رارسېدو په وخت کې د استوګڼې ځای، د کور سامانونه او د حکومت هر اړخیز ملاتړ په ګډون نورو حقونو ته هم لاسرسی ولرئ. د حکومت دا ملاتړ به تاسو سره د برېټانيې له ټولنې سره په اشنا او مدغم کېدو کې مرسته وکړي، انګلیسي به زده کړئ، کار به پیدا کړئ، په اقتصادي توګه به په ځان بسیا شئ او په سیمه ایزو ټولنو کې په ژوند کولو عادت شئ.

استوګڼه

هغه کسان چې د افغانستان د بیامېشتېدنې پروګرام (ACRS) له لارې بیامېشته شوي دي برېټانيې ته د ننوتلو او دې هېواد کې د اوسېدو لپاره به یو سند یا ویزه (Visa ILR) ترلاسه کړي. تر ټولو مهمه دا ده چې په دې هېواد کې تر 5 کاله اوسېدو وروسته کولای شي د اوسنيو قوانینو پر بنسټ د برېټانيې د دایمي استوګڼې سند یا تابعیت ترلاسه کړي.

مرسته او مشوره

د ACRS پروګرام په اړه د عمومي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د برېټانيې دې وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. همدارنګه، د افغان اتباعو لپاره د بیامېشتېدنې د درېیمې لارې په اړه ځانګړي معلومات په دې رسمي لینک کې موندلی شئ. تاسو کولی شئ په دې وېبپاڼه کې د FCDO دفتر معلومات او خبرونه تعقیب کړئ. دا باید په یاد ولرئ چې برېټانيې ته د خلکو پناه غوښتنې لپاره نورې خوندي او قانوني لارې چارې هم شتون لري، په دې تړاو د برېټانيې ویزې لپاره د غوښتنلیک څرنګوالي او معیارونه په دې رسمي لینک کې ولولئ.