هغه خلک چې په برېټانیې کې د اوسېدو اجازه لري کولی شي په دې هېواد کې د خپلې کورنۍ له غړو سره بیاځلي یوځای شي. د کورنۍ غړي د کورنۍ ځانګړي ویزې (UK Family Members Visa) په ترلاسه کولو سره په برېټانیه کې استوګڼ کوي. د یادو ویزو د ترلاسه کولو لپاره د کورنۍ غړي باید اړین شرایط پوره کړي، بېلابېل موارد ثابت کړي او د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو لپاره د غوښتنې ټاکل شوي پراوونه بشپړ کړي.
 
هغه خلک چې په برېټانیه کې د خپلې کورنۍ سره د ژوند کولو هوډ لري او غواړي په دې هېواد کې د کورنۍ د بیایوځای کېدو ویزې لپاره غوښتنه وکړي څو د خپل ژوند ملګري او ماشومانو یا والدینو سره یوځای شي، د دې لیکنې په ترڅ کې په دې هکله او د ویزو د دې کټګورۍ د شرایطو او اړینو اسنادو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کېږي.

د کورنۍ ویزې ډولونه

د برېټانیې د کورنۍ غړو ویزه (UK Family Members Visa) تر ډېره د برېټانیې د استوګڼې سندلرونکي سره د ویزه غوښتونکو د کورنۍ اړیکو شرایطو پورې اړه لري. په عموم کې د ژوند ملګري، ماشوم، مور، پلار، خپلوانو، ځانګړي، د ژوند ملګري څخه طلاق او د ژوند ملګري لپاره ویزې د کورنۍ ویزو له ډولونو څخه دي او د هرې ویزې د غوښتنلیک فورمه یو او بل سره توپیر لري.

شرایط

هغه کسان چې د برېټانیې تابعیت ترلاسه کړي وي، په برېټانیه کې د پناه غوښتنه یې منل شوې وي، د اوږدې مودې د زده کړې یا د پانګونې ویزه یې ترلاسه کړې وي او یا یې لږ تر لږه شپږ میاشتې په برېټانیې کې استوګڼه کړې وي، کولای شي چې د خپلې کورنۍ غړي دې هېواد ته را دعوت کړي. یو شخص چې په برېټانیه کې ژوند کوي، د استوګڼې د اسنادو سربیره، باید د کورنۍ د غړو لپاره د استوګڼې، خوړو، روغتیایي بیمې او د ژوند نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي وړتیا ولري. همدارنګه، د کورنۍ غړي باید ثابته کړي چې دوی په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شي. د یادولو وړ ده چې د اروپایی ټولنې، سویس، ناروې، ایسلنډ او لیختنشټاین هغه اتباع چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه مخکې په برېټانیه کې مېشت شوي دي، هم پر شرایطو برابر دي چې د خپلې کورنۍ غړي برېټانیې ته وغواړي.

د کورنۍ کوم غړي سره بیا یوځای کېدی شي؟

د برېټانې هغه اوسېدونکي چې عمرونه یې له 18 کلونو څخه پورته وي کولی شي خپل د ژوند ملګري او ماشومان برېټانیې ته راوبولي. که برېټانیې هغه اوسېدونکي چې له 18 کلونو څخه کم عمر ولري او شرایط یې پوره کړی وي، کولی شي خپل مور او پلار برېټانیې ته دعوت کړي. هغه څوک چې د برېټانیې د مړه شوي یا طلاق شوي د ژوند ملګري وي د دې کټګورۍ ویزې لپاره هم پر شرایطو برابر دي. حتی د برېټانیې د اتباعو خپلوان هم کولی شي د ځانګړو شرایطو لاندې برېټانیې ته کډوال شي.

بلنلیک

د برېټانیې اوسېدونکي چې پر شرایطو برابر وي، لومړی باید اړین اسناد چمتو کړي او د کورنیو چارو وزارت ته خپل غوښتنلیک وسپاري. د کورنیو چارو وزارت غوښتنه څېړي او معلوموي چې ایا دا اوسېدونکی په برېټانیې کې د خپلې کورنۍ د غړو سره یوځای کېدو لپاره اړین شرایط پوره کړی او که نه. د برېټانیې د حکومت له ډاډ وروسته د برېټانیې د اتباعو د کورنۍ غړو ته د بلنې لیک چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو مهم سند دی ورکول کېږي. د کورنۍ غړي د دې پر بنسټ کولی شي د برېټانیې د بهرنیو چارو له وزارت او اړوند سیاسي استازولۍ څخه د ویزې غوښتنه وکړي.

اړین اسناد

که څوک د کورنۍ ویزې په ترلاسه کولو سره برېټانیې ته د کډوالۍ هوډ لري، هغه باید غوښتنلیک بشپړ کړي او ورسره ځینې اړین اسناد وسپاري. د دې ډول ویزې ترلاسه کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ چې د نکاح خط، پاسپورټ چې لږترلږه د 6 میاشتو لپاره اعتبار ولري، تذکره او د زېږون کارت، د غوښتونکي انځور، د انګلیسي ژبې سره د بلدتیا سند، د روغتیا سند، د کورنۍ د غړو د بایومټریک معلومات، د کورنۍ د غړي د برېټانیې د استوګڼې سند، د برېټانوي تبعې یا غوښتونکي د مالي وضعیت سند چې لګښتونه یې وزغمي، په برېټانیې کې د استوګڼځی سند او بلنلیک له وړاندې چمتو کړئ. ټول اسناد باید په انګلیسي ژبه کې وي یا په انګلیسي ژبه ژباړل شوي وي. د مالي وړتیا د جزئیاتو په دې لېنک کې او د انګلیسي ژبې د سند برابرولو معیارونه په دې لېنک کې وګورئ.

د کورنۍ غړو لپاره د ویزې غوښتنلیک

د کورنۍ غړي د برېټانیې حکومت د ویزې او مېشتېدنې د برېټانیې حکومت د ویزې او کډوالۍ وېبپاڼې ته مراجعه کوي، د کورنۍ ویزې رسمي غوښتنلیک ډکوي، اړین اسناد اپلوډوي او د تایید یا برېښنایي لاسلیک وروسته یې د برېټانیې حکومت ته استوي. د یادولو وړ ده چې د دې هېواد لپاره د انلاین ویزې غوښتنلیک فورمه د هر غوښتونکي لپاره په جلا توګه ډکېږي چې په دې توګه د کورنۍ غړي اړ دي چې د برېټانیې د قوانینو سره سم د ویزې غوښتنلیک فیس هم ورکړي. تاسو کولی شئ د غوښتنلیک سپارلو لپاره ټول اړین معلومات په دې  لېنک کې ولولئ.
 
د ژوند ملګري د ویزې غوښتنې لپاره د دې هېواد د اتباعو د ژوند ملګري لپاره اړینه ده چې عمر یې له 18 کلونو څخه پورته وي. برسېره پردې، د نکاح خط یا د واده یو باوري سند باید چمتو شي څو دا ثابته کړي چې دوی له غوښتنلیک څخه لږترلږه 2 کاله مخکې یوځای ژوند کړی یا سره کوژده کړی او برېټانیې ته له ننوتلو وروسته دوی به د 6 میاشتو په موده کې خپل واده رسمي کړي. د دې ډول ویزې سره د ژوند ملګري کولی شي په برېټانیې کې د 2 کلونو او 9 میاشتو لپاره پاتې شي، په داسې حال کې چې دا موده د نامزد لپاره یوازې 6 میاشتې دي. د کورنۍ غړو د یوځای کېدو پروسې پیل کولو لپاره د برېټانوي اوسېدونکي د ژوند ملګري چې د برېټانیې څخه بهر ژوند کوي دې لېنک ته مراجعه کوي د اړوندو فورمو په ډکولو سره خپل غوښتنلیک ثبتوي او د برېټانیې حکومت ته یې لېږي. د ژوند پر ملګري سربیره، برېټانوي اتباع هم کولی شي دې لېنک ته په تلو سره اړوند غوښتنلیک وسپاري.
 
د ماشوم ویزې غوښتنې لپاره دا اړینه ده چې مور یا پلار د برېټانیې د استوګڼې یو ډول سند ولري او ماشومان یې له 18 کلونو څخه کم وي. له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان باید مجرد وي، د خپلو والدینو سره ژوند وکړي او د ژوندانه لګښتونه یې باید د مور یا پلار لخوا ورکول شي. که چېرې ماشومان په برېټانیې کې شتون ولري او عمر یې له 18 کالو څخه پورته وي، مجرد وي، د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي او د مور یا پلار تر ساتنې لاندې وي، بیانو مور او پلار د ماشوم ویزه ترلاسه کولی شي. که چېرې ماشوم په برېټانیه کې زېږېدلی وي، د مور او پلار د ویزې شرایط به په اتومات ډول پلي شي، یعني دوی به د مور او پلار په څېر د پاتې کېدو اجازه ولري. د ماشوم د ویزې د غوښتنلیک سپارلو لپاره، ماشومان باید دې لېنک ته مراجعه او اړوندې فورمې ډکې او وروسته د برېټانیې حکومت ته یې واستوي. پر ماشومانو سربیره، د برېټانیې د تابعیت لرونکي پلار یا مور پخپله هم کولی شي دې لېنک ته په تلو سره د خپلو ماشومانو سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وسپاري. د یادولو وړ ده چې له 18 کلونو څخه پورته ماشومان په برېټانیې کې د ویزې لپاره غوښتنه نشي کولی، نو له دې امله اړینه ده چې پلار یا مور د دوی لپاره د ماشوم ویزې غوښتنه وکړي او لګښتونه یې په غاړه واخلي.
 
د مور او پلار د ویزې غوښتنې لپاره دا اړینه ده چې د برېټانوي ماشوم عمر له 18 کالو څخه کم وي، ماشوم باید مجرد وي، په برېټانیې کې استوګڼ وي او د مور او پلار د سپانسر کولو مالي وړتیا ولري. د ویزې د دې کټګورۍ لپاره موخه باید په برېټانیه کې د ماشوم پالنه وي او په برېټانیې کې سره ګډ ژوند وکړي. که دا غوښتنه له برېټانیې څخه وشي، ماشوم باید لږترلږه 7 کاله په دې هېواد کې په دوامداره توګه ژوند کړی وي او هغه ونشي کولی چې د برېتانیې هېواد پریږدي. د دې ډول ویزې سره والدین کولی شي په برېټانیې کې د 2 کلونو او 9 میاشتو لپاره ژوند وکړي. پلار یا مور یا دواړه د برېټانیې یا ایرلینډ تابعیت لرونکي ماشوم سره د یوځای کېدو لپاره د ویزې غوښتنې لپاره دې لېنک ته مراجعه او اړوندې فورمې ډکې او غوښتنلیک په انلاین ډول استوي.
 
د کورنۍ نورې ویزې هم شتون لري چې د برېټانیې اتباع کولی شي پر مور او پلار، د ژوند ملګري او ماشومانو سربیره خپل نور خپلوان لکه لمسیانو، ورونو، خویندو، زامنو یا لوڼو ته چې عمرونه یې له 18 کلونو څخه پورته وي د سپانسر کولو په صورت دعوت کړي او په خورا ځانګړو شرایطو کې برېټانیې سره ګډ ژوند وکړي. د کورنۍ د بیایوځای کېدو ویزه له 18 کلونو پورته عمرلرونکي ته هم ورکول کېږي چې ناروغ وي، معیوبیت ولري یا ناخوښه فزیکي حالت ولري او د خپلو خپلوانو اوږدې مودې پاملرنې ته اړتیا ولري. د دې ډول ویزې لپاره غوښتونکي دې لېنک ته ځي او د نورو معلوماتو پر ترلاسه کولو سربیره، د شرایطو او اړینو اسنادو په پوره کولو سره خپل غوښتنلیک سپاري. د مړه شوي برېټانوۍ تبعې د ژوند ملګري کولی شي دې لېنک ته او د برېټانوۍ تبعې د ژوند طلاق شوي ملګري چې په برېټانیې کې دایمي استوګڼه لري کولی شي دې رسمي لېنک ته لاړ شي او د ځانګړو شرایطو لاندې د ویزې غوښتنلیک وسپاري. غوښتونکي باید داسې اسناد وړاندې کړي څو د مړه شوي کس سره د هغه اړیکې ثابت کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د ویزې غوښتنلیک له بشپړولو وروسته، غوښتونکي ته به لارښوونه وشي چې د VFS Global ویزې غوښتنلیک مرکز کې د خپل بایومټریک معلوماتو او عکس ثبتولو لپاره وخت ونیسي.

د غوښتنلیک بیاکتنه

د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي استازولۍ یا سفارت به د کورنۍ د بیایوځای کېدو ویزې غوښتنلیک پروسس کړي. په سفارت کې د غوښتنلیک پړاوونه بشپړ کېږي او که اړتیا وي د برېټانوۍ تبعې کورنۍ غړي سره اړیکه نیول کېږي او د نورو اسنادو له کره والي څخه ډاډ ترلاسه کېږي. بیا به د کورنۍ غړو لپاره د مرکې نېټه او وخت ټاکل کېږي او د کورنۍ غړي به د برېښنالیک له لارې خبر شي.

مرکه

د کورنۍ غړي په ټاکلې نېټه او وخت کې د مرکې لپاره د برېټانیې اړوند سفارت ته ځي. د مرکې په جریان کې د کورنۍ غړو څخه د دوی د غوښتنې په اړه پوښتنې کېږي. دا اړینه ده چې د کورنۍ غړي په دې مرحله کې ټول اړین اسناد له ځان سره ولري ترڅو د اړتیا په صورت کې چارواکي یې وارزوي.

د غوښتنلیک منل کېدل

که د کورنۍ د غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه د برېټانیې د نافذه قوانینو او د جنیوا کنوانسیون سره سم وي، اړین اسناد یې بشپړ شوي وي، په فورمو کې هېڅ ډول نیمګړتیاوې شتون ونلري او د ویزې په صادرولو کې هم ځانګړي خنډونه شتون ونلري، دا غوښتنه به ومنل شي. د برېټانیې سفارت وروستۍ پرېکړه کوي او د کورنۍ غړو ته د کورنۍ د بیا یوځای کېدو ویزې ورکوي. د اړوند طرزالعمل له مخې د ویزې ورکولو موده شاوخوا 3 اونۍ وخت نیسي، خو په ډېري مواردو کې د ویزې صادرول تر بیا دې ډېر وخت نیسي. له ارزونې وروسته، د برېټانیې سفارت به د ویزې غوښتنلیک پایله د برېښنالیک له لارې غوښتونکو ته واستوي. د کورنۍ غړي په ټاکلي وخت کې سفارت ته ځي او خپلې ویزې ترلاسه کوي، په دې توګه دوی کولی شي د ویزې له پای ته رسېدو وروسته برېټانیې ته کډوال شي.

د ویزې د غوښتنلیک تعقیب

د ویزې د غوښتنلیک تعقیبولو لپاره ځانګړې لارې چارې شتون نلري او د ویزې د تعقیب یوازینۍ لاره سفارت ته د برېښنالیک لېږل دي. اوس که غوښتونکی سفارت ته ایمیل واستوی او د غوښتنلیک د پایلې پوښتنه وکړي، سفارت غوښتونکي ته بلنه ورکوي چې نور صبر او انتظار وکړي.

د استوګڼې ویزې د مودې غځول

د ژوند ملګري، ماشوم یا مور او پلار د استوګڼې ویزې له پای ته رسېدو وروسته د ویزې د تمدید غوښتنه کوي، په دې توګه به ویزه د نورو 2 کلونو او 6 میاشتو لپاره تمدید شي. په دې کټګوري کې تاسو کولی شئ ماشومانو لپاره د ویزې غوښتنه وکړئ په دې شرط چې ماشومان په خپلواک ډول ژوند نه کوي، مجرد او کورنۍ پورې تړلي وي. تاسو کولی شئ دې لېنک ته مراجعه وکړئ څو د شرایطو او د استوګڼې ترلاسه کولو په اړه لا ډېر پوه شئ.

په کوم حالت کې د ویزې غوښتنلیک نه منل کېږي؟

په عموم کې د جعلي او غیرحقیقي اسنادو په وړاندې کولو سره، د برېټانیې ویزې د افسرانو د غولولو هڅه، د سفارت لخوا ټاکل شوي طرزالعملونو ته نه پاملرنه، د پاسپورټ او سفري اسنادو نه وړاندې کول، د جرم د نه کولو اسناد نه وړاندې کول یا د 4 کلونو په موده بندي کېدل او ځینې نور کېدای شي له هغو لاملونو څخه وي چې د ویزې غوښتنلیک نه منل کېږي. که د ویزې غوښتنلیک د کوم لامل لپاره د سفارت لخوا رد شي، غوښتونکی کولی شي اپیل یا د غوښتلیک د بیاکتنې غوښتنه وکړي. د ویزې د ردېدو پر وړاندې د اعتراض لپاره غوښتونکي سفارت ته یو برېښنالیک لېږي چې د ویزې د غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه او ورسره اړین اسناد ضمیمه کوي.

مرسته او مشوره

په برېټانیې کې د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو په اړه نور معلومات د دې هېواد د حکومت په رسمي وېبپاڼه کې لوستل کېدی شي. د اړوندو قوانینو پوهېدو لپاره سپارښتنه کېږي چې غوښتونکي د هغو وکیلانو سره چې دې ویزې ته ورته خدمتونه وړاندې کوي مشوره وکړي.