برېټانيې د هغو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه چې په خپلو هېوادونو کې له جدي ګواښ سره مخ وي څېړي او په ځینو حالاتو کې د پناه غوښتونکي په توګه یې مني. برېټانيه د جنیوا د پناه غوښتنې کنوانسیون غړی دی او هغه هېوادونه چې د دې کنوانسیون غړي دي، اړ دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وڅېړي او د بشري قوانینو سره سم د پناه غوښتونکو لپاره د ژوندانه غوره شرایط رامنځته کړي.
 
په دې لیکنه کې هغو کسانو لپاره د برېټانيې د پناه غوښتنې پروسې په اړه معلومات وړاندې شوي چې په یو ډول دې هېواد ته ننوتلي او د پناه غوښتنې هوډ لري.

د پناه غوښتنې شرایط

برېټانيې ته له ننوتلو وروسته، پناه غوښتونکي باید په دې هېواد کې په قانوني توګه د ژوند د دوام لپاره د پناه غوښتنه وکړي. د هغو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه د برېټانيې حکومت لخوا منل کېږي چې په خپل هېواد کې د بېلابېلو دلایلو لکه د نژاد، مذهب، سیاست، جنسیت او په سیاسي او ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب له امله د ځورولو له ګواښ سره مخ وي او دا ممکنه نه وي چې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي.

د پناه غوښتونکي په توګه نوملیکنه

د برېټانيې خاورې ته له ننوتلو وروسته پناه غوښتونکي د دې هېواد پولیسو ته ځان پېژني او ځانونه هغوی ته سپاري. پولیس له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې دوی ته د رسمي پناه غوښتنې د سپارلو فرصت برابر کړي. همدارنګه، پولیس له پناه غوښتونکو سره لومړنۍ ناسته کوي او د دوی د شخصي معلوماتو او برېټانيې ته د رسېدو د لارو چارو په اړه پوښتنې کوي.

د پناه غوښتنې غوښتنلیک

په برېټانيې کې غوښتونکي باید ژر تر ژره خپل د پناه غوښتنې هوډ اعلان کړي او ټاکل شوي پړاوونه بشپړ کړي. همدا چې پناه غوښتونکي برېټانيې ته ورسېږي، دوی د دې هېواد سرحدي ادارې ته ځي ترڅو د کډوالۍ یو افسر د دوی د پناه غوښتنه ثبت او لومړنۍ مرکه یا Screening ترسره کړي. عموماً دا مرکه شاوخوا 4 ساعته دوام کوي. د دې مودې په ترڅ کې د کډوالۍ افسر له پناه غوښتونکو د هویت او بایومټریک معلومات یا د ګوتو نښې ثبتوي، د دوی د مخ عکس اخلي او په پای کې پناه غوښتونکو ته د پېژندنې یوه شمېره ورکوي چې دا به د لومړنۍ مرکې تصدیق کوي. د پناه غوښتونکو لپاره دا اړینه ده چې د مېشتېدنې افسر څخه د ناستې یا مرکې یوه کاپي واخلي او له ځانه سره وساتي.
 
هغه خلک چې دمخه په برېټانيې کې دي کولی شي په مستقیم ډول لندن ته نږدې د پناه اخیستنې دفتر (Asylum Take-in Unit) ته لاړ شي څو د پولیسو ادارې ته له تګ پرته د خپل پناه غوښتنلیک ثبت کړي. خلک کولی شي له دې دفتر سره د 03001234193 شمېرې له لارې هم اړیکه ونیسي او د ملاقات غوښتنه وکړي. په هر حالت کې په وخت سره د پناه غوښتنې اعلان کول په برېټانيې کې د پناه غوښتنې د منلو یو له مهمو پړاوونو څخه دی.

د غوښتنلیک بیاکتنه

په برېټانيه کې پناه اخیستل ستونزمن پړاوونه لري او په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو د منلو شرایط په ډېر دقت سره څېړل کېږي چې له دې امله برېټانيې د مېشتېدنې له پاره یو ستونزمن هېواد ګرځېدلی دی. د غوښتنلیک د بشپړولو لپاره د کډوالۍ افسران کولی شي څو ځله له پناه غوښتونکو سره لیدنه یا مرکه وکړي او د پناه غوښتنې او د دوی د غوښتنلیک بشپړولو پورې اړوندې پوښتنې وکړي. غوره ده چې ټولو پوښتنو ته په سمه او صادقانه توګه ځواب وویل شي که نه نو په راتلونکي کې به د خلکو لپاره ډېرې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي، حتی د ناسمو معلوماتو د ورکولو له امله کېدی شي یو کس په دوه کاله بند محکوم شي. که چېرې غوښتونکي په برېټانيې کې د پناه غوښتنې وړ وي د مرکې نېټه او وخت به د دوی لپاره ټاکل کېږي او په دې تړاو یو لیک هم د دوی د اوسېدو ځای ته لېږل کېږي.

اړین اسناد

پاسپورټ، تذکره، د زېږون کارت، نکاح خط، برېټانيې ته د ننوتلو طریقه یا سند، د پولیسو د ثبت اسناد او هغه اسناد چې ثابت کړي پناه غوښتونکي په خپل اصلي هېواد کې له خطر سره مخ دي او دې ته ورته نور په برېټانيې کې د پناه غوښتنې لپاره اړین اسناد دي. دا اسناد د نوملیکنې او لومړنۍ مرکې پر مهال او یا هم د مرکې او ورپسې پړاوونو کې به له غوښتونکو وغوښتل شي.

مرکه

پناه غوښتونکی په یوه ټاکلې نېټه او وخت کې د کډوالۍ دفتر ته حاضرېږي او د کډوالۍ افسرانو ته په برېټانيې کې د پناه غوښتنې لپاره اړین معلومات، اسناد او ټول دلایل وړاندې کوي. د کډوالۍ دفتر افسران د مرکې ټول جزئیات او د پناه غوښتونکي ځوابونه په لیکلي او غږیز ډول ثبتوي. په دې مرحله کې د پناه غوښتونکي څخه پوښتنې کېږي څو شرایط او د پناه غوښتنې په اړه د هغه صداقت کچه وارزوي. د جنیوا د کنوانسیون له مخې هغه کسان چې د نورو هېوادونو خاورې ته د پناه غوښتونکو په توګه ننوځي باید د دې هېواد د کډوالۍ دفتر ته قوي دلیل او اړین اسناد وړاندې کړي. د غوښتنلیک په فورمه کې معلومات او د مرکې په ورځ کې د ځوابونو ورته والی د شخص د پناه غوښتنې په منلو کې ډېره مرسته کوي. د صداقت نشتوالی او د غوښتنلیک فورمه او مرکه کې د شخص د ځوابونو ترمنځ د تناقض شتون کولی شي د پناه غوښتنې د ردېدو یا نه منلو لامل شي.

د غوښتنلیک په تړاو پرېکړه

د غوښتنلیک په راتلونکو مرحلو کې د کډوالۍ څانګه د پناه غوښتونکي په غیاب کې د هغه شرایط، ځوابونه، توضیحات، اسناد، د صداقت کچه، د ګواښ ډول، مرکه او نور معلومات څېړي. په دې هېواد کې د پناه غوښتنې لپاره یو له مهمو شرطونو څخه یو دا دی چې غوښتونکي ثابته کړي د هغه ژوند په خطر کې دی چې افسران به د مرکې په موده کې په بشپړه او جدي توګه دا موضوع ارزوي. که چېرې د پناه غوښتنې ټول پړاوونه په بریالیتوب سره تر سره شي، په وروستي پړاو کې د برېټانيې حکومت خپله پرېکړه کوي او د پرېکړې په تړاو غوښتونکي ته هم خبر ورکوي. دا پایله کېدای شي د پُستې خدمتونو یا برېښنالیک له لارې د پناه غوښتونکي پتې ته د 6 میاشتو په موده کې واستول شي. که چېرې پناه غوښتونکی وکولی شي د کډوالۍ څانګې افسرانو ته د خپل پناه غوښتنې دلیلونه ثابت کړي، په برتانیه کې د هغه د پناه غوښتنه به په یقین سره ومنل شي؛ ځکه چې برېټانيې د بشردوستۍ دلایلو له امله ډېر پناه غوښتونکي مني، خو دا چارې پناه غوښتونکو ته د خطر کچې، اسنادو او د مرکو ارزونې پورې اړه لري. که چېرې پناه غوښتونکی د 12 میاشتو راهیسې د خپل پناه غوښتنې په اړه پرېکړې ته انتظار باسي، نو کولی شي په برتانیه کې د کار جواز لپاره غوښتنه وکړي او د کار جواز ترلاسه کولو وروسته ښه کار او عاید ولري.

د تابعیت ترلاسه کول

وروسته له دې چې د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې تایید شي، د کډوالو په توګه پېژندل کېږي او د برېټانيې د نورو خلکو په شان له ټولو حقونو لکه د کار کولو، زده کړې دوام، نورو ښارونو ته تلل، واده کول، د کورنۍ غړو ته بلنه ورکول، د برېټانيې پاسپورټ په کارولو سره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له ویزې پرته د سفر کولو او همدارنګه عامه مرستې او خدماتو ترلاسه کولو حقونو څخه برخمن کېږي. په برتانیه کې له 5 کلونو دوامداره استوګڼې وروسته، کډوال کولی شي د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت (Home Office) څخه دایمي استوګڼه ترلاسه کړي. د یادولو وړ ده که چېرې کډوال په برتانیه کې د 5 کلونو لپاره د پاتې کېدو پرمهال ترافیکي سرغړونه یا کوم جرم وکړي، د پنځه کلونو مودې له پای ته رسېدو وروسته برېټانيې کې به د هغه پاتې کېدل د نورو درېیو کلونو لپاره وغځول شي چې وروسته د تابعیت ورکولو په اړه به د Home Office لازمه پرېکړه وکړي. غوښتونکي کولی شي د انګلیسي ژبې زده کړې او اړونده ازموینې په ورکولو سره د برېټانيې د دایمي استوګڼې سند یا تابعیت ترلاسه کړي. د یادولو وړ ده که چېرې د یو کس د پناه غوښتنه ومنل شي، د برېټانيې د پناه غوښتنې د قوانینو له مخې هغه شخص هېڅکله د برېټانيې د لومړي درجې استوګڼ کس په توګه نه شمېرل کېږي، د لومړۍ درجې له اسانتیاوو او امتیازاتو څخه برخمن نه وي او د کډوالو یا د دویمې او یا درېیمې درجې استوګڼ کس په توګه په برتانیه کې شمېرل کېږي.

که غوښتنه ونه منل شي څه باید وکړو؟

که په لومړي ځل د غوښتونکي د پناه غوښتنه ونه منل شي، د دې امکان شته چې د کډوالۍ ادارې د پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي او په محکمه کې د خپل غوښتنلیک د بياکتنې غوښتنه وکړي څو د کډوالۍ اداره مکلفه کړی شي چې د اړوند غوښتنلیک بیاکتنه وکړی. که چېرې د غوښتونکي دا غوښتنه د محکمې لخوا ومنل شي، د کډوالۍ اداره به د هغه کس سره بل وخت د مرکې په موخه وټاکي. که د غوښتنلیک د بیاکتنې په تړاو پرېکړه ونشي، پناه غوښتونکي باید له برېټانيې څخه ووځي. له برېټانيې څخه د نه وتلو او خپل هېواد ته د نه راستنېدو په صورت کې پناه غوښتونکی په دې هېواد کې له ټولو قانوني حقونو څخه بې برخې کېږي، حتی رد شوي کسان کېدای شي له برېټانيې څخه وشړل شي.

په کوم حالت کې د پناه غوښتنه نه منل کېږي؟

که چېرې پناه غوښتونکي برېټانيې ته له رسېدو دمخه د اروپایي اتحادیې په یو بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي، د ډوبلین قانون سره سم د هغه د پناه غوښتنه رد کېږي. د ډوبلین قانون د جنیوا کنوانسیون پورې اړوند یو له قوانینو څخه دی چې د کډوالو محدودیتونه او شرایط ټاکي. د ډوبلین د قانون له مخې پناه غوښتونکي حق لري چې په هغه هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې هلته په لومړي ځل دننه شوي وي، په دې توګه که چېرې کوم کس له ورته هېواد څخه د وتلو په صورت کې د برېټانيې په ګډون په بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي، د هغه غوښتنلیک رد او نه منل کېږي. په دې توګه پناه غوښتونکی به بېرته هغه هېواد ته ورستانه کړی شي چېرې چې هغه د لومړي ځل لپاره دننه شوی او د پناه غوښتنه کړی وي.

د پناه غوښتونکي حقونه او شرایط

د هغو قوانینو له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي دي، هغه خلک چې د کوم دلیل له مخې خپل هېواد پرېږدي او د برېټانيې حکومت څخه د پناه غوښتنه کوي، تر هغه چې د برېټانيې حکومت یې غوښتنه وڅېړي او پرېکړه وکړي، په دې هېواد کې به له یو شمېر حقونو څخه برخمن وي. په دغو حقونو کې د پناه غوښتونکو په مناسب ځای کې اوسېدل، د میاشتنیو معاشونو ترلاسه کول، د هېواد په ښارونو کې تګ راتګ او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او ځینې نور اساسي حقونه شامل دي. د پولیسو په څانګه یا د برېټانيې په سرحدي اداره کې د پناه غوښتنې له ثبت او سپارلو وروسته، یو تړون شوی یا قراردادي شرکت به پناه غوښتونکي هغو هوټلونو ته ولېږدوي چېرې چې دوی به په یوه خونه کې اوسېږي او خوراکي توکو، اوبو، برېښنا او نورو اړینو اسانتیاوو ته په وړیا ډول لاسرسی لري. په نورمال ډول، پناه غوښتونکي به له یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې په دې هوټلونو کې پاتې شي. وروسته پناه غوښتونکي کورونو ته لېږدول کېږي چېرې چې دوی کېدی شي په جلا خونو کې وي یا په ګډو خونو کې د پناه غوښتنې د پړاوونو بشپړېدو او د کډوالۍ د ادارې ځواب ترلاسه کولو ته انتظار باسي. عموماً د برېټانيې حکومت هر پناه غوښتونکي ته په اونۍ کې شاوخوا 35 پونډ د ډوډۍ برابرولو لپاره ورکوي خو نورې اسانتیاوې لکه برېښنا او ګاز په وړیا ډول وړاندې کېږي.

مرسته او مشوره

په برتانیه کې د پناه غوښتنې په تړاو د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د برېټانيې حکومت رسمي وېبپاڼې ته لاړ شئ. که اړتیا وي، پناه غوښتونکي کولی شي د برېټانيې د پناه غوښتنې قوانینو او د دوی د پناه غوښتنې پروسې په اړه له هغو بنسټونو او وکیلانو څخه چې د کډوالو په برخه کې کار کوي، مشوره ترلاسه کړي.