د برازيل دولت د بشري ارزښتونو او په افغانستان کې سياسي وضعيت ته په پام سره، تر ګواښ لاندې افغانانو ته پناه ورکوي. هغه افغانان په برازیل کې د پناه غوښتنه کولی شي چې د دې هېواد په دننه کې شتون ولري. د برازيل خاورې ته د ننوتلو لپاره، افغان اتباعو ته لومړی د بشردوستۍ ويزې ورکول کېږي. برازیل ته په رسېدو سره غوښتونکي د کوناري کمېټې او د برازیل د فدرالي پولیسو ادارې څخه د پناه رسمي غوښتنه کوي، که غوښتونکي پر شرایطو برابر وي، دوی به په دې هېواد کې د لنډمهاله استوګڼې اجازه ترلاسه کړي.
 
په دې مقاله کې هغه افغانانو ته چې په برازیل کې د پناه اخیستلو اراده لري، لنډ معلومات وړاندې شوي.

څوک د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر دي؟

برازیل هغه افغانان چې د نژاد، مذهب، قومي، سیاسي افکارو او په ځانګړو ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب له امله د ځورونې له وېرې افغانستان څخه وتلي، په دې هېواد کې د پناه غوښتونکي په توګه مني. همدارنګه، هغه خلک چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له امله ژوند، خپلواکي او امنیت یې له خطر سره مخ وي او نه شي کولی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، په برازیل کې د پناه غوښتونکي په توګه د منلو پر شرایطو برابر دي.

د پناه غوښتنې ملي کمېټه (CONARE)

د پناه غوښتنې ملي کمېټه (CONARE) په برازیل کې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د څېړلو او په تړاو یې د پرېکړې کولو مسولیت په غاړه لري. کوناري د برازیل دولت پورې اړوند یوه ملي کمېټه ده چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. پر عدلیې وزارت سربېره، د بهرنیو چارو، روغتیا، ښوونې او روزنې وزارتونو، د فدرالي پولیسو اداره او د مدني ټولنې سازمانونه چې له پناه غوښتونکو سره د مرستې په برخه کې کار کوي، د دې کمېټې غړي دي. د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم د کوناري په کمېټه کې د څارونکي په توګه شتون لري، خو په پرېکړو کې د رايې ورکولو حق نه لري.

د پناه غوښتونکي په توګه نوم‌لیکنه

پناه غوښتونکي لومړی باید د  کوناري وېبپاڼې ته لاړ شي او د خپل برېښنالیک او شخصي معلوماتو په لیکلو سره ځان ته یو اکونټ جوړ کړي. د اکاونټ په جوړولو سره، غوښتونکي به یو برېښنالیک ترلاسه کړي چې د غوښتنې یو داسې کوډ به په کې وي، کوم چې د کوناري انلاین سېسټم ته د ننوتلو په موخه کارول کېږي. پناه غوښتونکي د خپل ځان او د کورنۍ غړو لپاره د پناه غوښتونکي د پېژندنې فورمې ډکوي. د فورمو د سپارلو په موده کې ټول اړین اسناد په دې انلاین سېسټم کې اپلوډ کېږي. د فورمې له ډکولو وروسته به پناه غوښتونکي ته د کنټرول شمېره ورکړل شي، چې په کارولو سره یې پناه غوښتونکي کولی شي څو خپلو معلوماتو ته لاسرسی ومومي او د غوښتنلیک پروسه تعقیب کړي.

د غوښتنلیک وړاندې کول

په عموم ډول، پناه غوښتونکي د خپل غوښتنلیک د ثبتولو لپاره د فدرالي پولیسو ادارې سره د ملاقات نوبت اخلي. پناه غوښتونکي په یوه ټاکلې نېټه او وخت کې د فدرالي پولیسو ادارې ته ځي او د پناه غوښتنې د غوښتنلیک بشپړولو په موخه خپل انځور او د کوناري سېسټم کنټرول شمېره سپاري. د غوښتونکي د هویت له معلومولو وروسته یاده اداره د پناه غوښتونکي رسمي غوښتنلیک ثبتوي. د غوښتنلیک له ثبتولو وروسته، دا اداره پناه غوښتونکي ته د پروتوکول په نوم د پناه غوښتنې ملي کارت ورکوي.

پروتوکول څه شی دی؟

د پروتوکول کارت د یو کال لپاره د اعتبار وړ دی، چې وروسته تمدید کېدی شي. پناه غوښتونکي د پروتوکول په لرلو سره کولی شي د کار اجازه لیک (CTPS)، اوسېدو لپاره د نوملیکنې (CPF)، روغتیایی او نورو خدماتو ته لاسرسی ومومي.

د پناه غوښتنې په تړاو د کوناري پرېکړه

د پناه غوښتنې ملي کمېټه یا کوناري (CONARE) د پناه غوښتنې کیسونه د برازیل د دولت مشرتابه د 2021 کال د سپتمبر 3 نېټې د 24 شمېرې فرمان او د دې هېواد اړوندو مقرراتو په پام کې نیولو سره څېړي. که چېرې د کوناري کمېټه د پناه غوښتنې غوښتنلیک ومني، نو غوښتونکي بیا د فدرالي پولیسو ادارې ته مراجعه کوي او هلته خپل اسناد سپاري. که چېرې پناه غوښتونکی د پناه غوښتنې د ارزونې په موده کې له برازیل څخه بهر سفر وکړي، باید کوناري ته خبر ورکړي.

لنډمهاله استوګڼه

پناه غوښتونکي د فدرالي پولیسو ادارې ته په مراجعې سره د پناه غوښتونکي ملي کارت (CRNM) ترلاسه کوي، چې پر بنسټ یې کس په برازیل کې د پناه غوښتونکي په توګه پېژندل کېږي، په دې توګه په برازیل کې د ژوند کولو دوام، د کار اجازه لیک او عامه خدماتو ته د لاسرسي په څېر له ګټو څخه برخمن کېږي. سره له دې چې غوښتونکي د پناه غوښتنې ټولو پړاوونو څخه په بریالیتوب تېر هم شي، کس به په برازیل کې لنډمهاله استوګڼې اجازه ولري. د غوښتنلیک وړاندې کول، منل کېدل او د پناه غوښتونکي ملي کارت ترلاسه کول غوښتونکو ته هېڅ لګښت نلري.

اړین اسناد

تذکره، پاسپورټ، انځور، د روغتیا سند او د غوښتنې د ثابتولو په موخه اسناد لکه انځورونه، پیغامونه، لیکونه، برېښنالیکونه، ویډیوګانې او خبرونه چې وښيي پناه غوښتونکی په خطر کې دی، د پناه غوښتنې لپاره اړین اسناد دي. هغه خلک چې د پېژندنې اسناد لکه تذکره یا پاسپورټ نه لري، بیاهم شونې ده چې د دوی غوښتنلیک وڅېړل شي او برازیل کې د پناه غوښتونکي په توګه وپېژندل شي.

که چېرې غوښتنلیک رد شي، څه کېږي؟

که چېرې د غوښتونکي غوښتنلیک رد شي، پناه غوښتونکي کولی شي په 51 کاري ورځو کې اپیل یا د غوښتنیلک د بیاارزونې غوښتنه وکړي. د یادولو وړ ده چې د بشردوستۍ ویزې له ترلاسه کولو وروسته، د کوناري په سېسټم کې د نوم‌لیکنې او د فدرالي پولیسو ادارې څخه د پورتنیو اسنادو په لرلو سره، د غوښتونکو د پناه غوښتنې رد کېدو چانس ډېر کم وي.

مرسته او مشوره

د پناه غوښتنې ملي کمېټې یا CONARE په اړه د نورو معلوماتو لپاره د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا UNHCR وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د کوناري برېښنالیک پتې conare@mj.gov.br او sisconare@mj.gov.br دي او د اړیکې شمېره یې 006120259225 ده. په برازیل کې د پناه غوښتنې پړاوونو او پروسیجرونو په اړه نور معلومات د دې هېواد په رسمي وېبپاڼه کې موندل کېدی شئ.