د امریکې متحده ایالتونو حکومت په دې وروستیو کې افغانستان د لنډمهاله خوندي شوي حالت (Temporary Protected Status) هېواد په توګه اعلان کړ. د دې پرېکړې پر بنسټ هغه افغانان چې په متحده ایالتونو کې دایمي استوګڼه نه لري، د ایستلو یا شړلو له ننګونو پرته به د نورو ۱۸ میاشتو (د ۲۰۲۲ کال د مې له ۲۰مې څخه د ۲۰۲۳ کال د نوامبر تر ۲۰مې پورې) په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ولري.
دا مقاله د افغانستان لنډمهاله خوندي شوي حالت څېړي چې په متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته د مطالعې ارزښت لري.

لنډمهاله خوندي شوي حالت څه دی؟

د امریکې متحده ایالتونو حکومت یو بهرنی هېواد چې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ثبات یا خوندي شرایط ونلري د لنډمهاله خوندي شوي حالت هېواد په توګه پېژني او په متحده ایالتونو کې د هغه هېواد اتباعو ته لنډمهاله خوندي شوي حالت ګټې څخه برخمن کوي. پر افغانستان سربېره، اوکراین، وینزویلا، السلوادور، هایتي، هاندوراس، نیپال، نیکاراګوا، سومالیا، برما، سوډان، سویلي سوډان، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې د لنډمهاله خوندي شوي حالت په توګه د متحده ایالتونو لخوا پېژندل شوي دي.

افغانانو لپاره لنډمهاله خوندي شوي حالت

د متحده ایالتونو پرېکړه چې افغانستان د لنډمهاله خوندي شوي حالت هېواد په توګه اعلان کړی، د دې لامل کېږي هغه افغانان چې له تېرې مودې څخه په متحده ایالتونو کې اوسېږي او د اوسېدو باوري سند نه لري، په افغانستان کې د ناامنو شرایطو په نظر کې نیولو سره، له امریکې نه ایستل کېږي. د امریکې متحده ایالات په دې باور دي چې په افغانستان کې غیرعادي شرایط حاکم دی، له همدې امله دا هېواد د لنډمهاله خوندي شوي حالت هېواد ګڼل کېږي. دا به د هغو افغانانو د شړلو مخه ونیسي چې د 2021 کال په اګست میاشت د تخلیې یا ایستلو لړۍ پرمهال له اسنادو پرته متحده ایالتونو ته داخل شوي دي. هغه غیرعادي شرایط چې د افغانانو د راستنولو مخه نیسي په افغانستان کې د عامه خدمتونو نشتوالی، بد اقتصادي بحران، وچکالي، د خوړو د خوندیتوب نشتون، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی، د بشري حقونو څخه سرغړونه او خلکو سره د نظامي ډلو لخوا بد چلند شامل دي. د پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د تخلیې یا ایستلو د لړۍ په ترڅ کې امریکې ته لېږدول شوي او یا هم له پخوا څخه په دې هېواد کې اوسېږي، د لنډمهاله استوګڼې او کار جواز ترلاسه کړي. هغه کسان چې د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت په اړه نورو معلوماتو ته اړتیا لري، کولی شي د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې رسمي وېبپاڼې (https://www.uscis.gov/humanitarian/temporary-protected-status/temporary-protected-status-designated-country-afghanistan) ته ورشي او لا ډېر ولولئ.

څوک په شرایطو برابر دي؟

هغه افغانان چې د افغان حکومت له نسکورېدو او په افغانستان کې د طالبانو له رامنځته کېدو وروسته له اړینو اسنادو پرته د ۷۲۵۰۰ کسانو په ډله کې امریکې ته لېږدول شوي او هغه افغانان چې له وړاندې په فزیکي توګه امریکې کې شتون لري او په ځانګړې توګه هغه چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵مې څخه را په دې خوا په امریکې کې اوسېږي، افغانستان لپاره د متحده ایالتونو د لنډمهاله خوندي شوي حالت ته پر شرایطو برابر کسان دي. خو کېدای شي هغه کسان چې په متحده ایالتونو کې د نه شتون، جرم، امنیتي ګواښ، غیرقانوني فعالیت یا په وخت سره غوښتنلیک ډک نه کړي، د لنډمهاله خوندي شوي حالت ته پر شرایطو برابر نه وي. د نوموړي پروګرام د معیارونو په اړه نور معلومات د (https://www.govinfo.gov/content/pkg/USCODE-2020-title8/pdf/USCODE-2020-title8-chap12-subchapII-partV-sec1254a.pdf) په لینک کې لوستل کېدای شي.

د لنډمهاله خوندي وضعیت ته نوملیکنه

د لنډمهاله خوندي شوي حالت لپاره د نوملیکنې په موخه غوښتونکي باید د i-821 (https://www.uscis.gov/i-821) فورمه ډکه کړي. غوښتونکی کولی شي د I-821 فورمې ډکولو په وخت کې د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره د i-765 فورمه (https://www.uscis.gov/i-765)  ډکه کړي. همدارنګه غوښتونکی کولی شي د i - 765 فورمه په بله نېـټه په جلا توګه ډکه کړي. د متحده ایالتونو حکومت څخه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، مشوره ده چې پر اړینو فورمو سربېره د i-601 فورمه (https://www.uscis.gov/i-601) هم ډکه ویې لېږي.

اړین اسناد

د لنډمهاله خوندي شوي حالت پروګرام ته د غوښتنلیک سپارلو لپاره، غوښتونکي د خپل هویت د تثبیت په موخه تذکره یا پاسپورټ، امریکې خاورې ته د ننولو سند او  په امریکې کې د استوګنې سندونه باید USCIS ته وړاندې کړي.

د استوګنې سندونه څه دي؟

داسې سندونه لکه د تخلیې یا ایستلو لړۍ کې د امریکې په کمپونو کې غوښتونکي ته کوم سند ورکړل شوی، د دندې سند، د کوټې یا کور کرایه پاڼې، د لګښت رسیدونه، د شرکت لیکونه، د ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو سندونه چیرې چې شخص یا ماشومان یې په کې زده کړې کړې وي، د ځان یا ماشومانو د درملنې په وخت کې له روغتیايي بنسټونو څخه ترلاسه شوی سند، د کلیسا، اتحادیو، یا د کوم بنسټ څخه سند چې هغو سره پېژندل شوی وي، چې غوښتونکی کېدای شي د امریکې د استوګنې ثابتولو لپاره د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې (USCIS) ته وړاندې کړي.

لګښتونه

که چېرې غوښتونکی د لومړي ځل لپاره د لنډمهاله خوندي شوي حالت ته نوملیکنه کوي، ځانګړی شوی فیس به ورکوي. خو هغه غوښتونکي چې په متحده ایالتونو کې له وړاندې اوسېږي او بیاځلي نوملیکنه کوي، نور فیس سپارلو ته اړتیا نلري. دا د غوښتونکي لپاره اړینه ده چې د i-821 فورم ډکولو څخه وړاندې په دې فورم کې د فیسونو ډولونه او ځانګړې لارښوونې ولولي. که چېرې غوښتونکي فیس ورنکړي، د هغه غوښتنلیک به و نه منل شي. که چېرې یو څوک نشي کولی د لنډمهاله خوندي شوي حالت پیسې ورکړي، دوی کولی شي چې د i-912 فورمه (https://www.uscis.gov/i-912) ډکه کړي. که USCIS یا د متحده ایالتونو د کډوالۍ اداره غوښتونکي د فیس له ورکولو څخه معاف نه کړي، نو د فیس پیسې به ورته کمې کړي چې په دې صورت کې دوی کولی شي د فیس کمولو د اعلان څخه د 45 ورځو په دننه کې پیسې وسپاري.

د غوښتنلیک څېړل

د متحده ایالتونو د کډوالۍ اداره د غوښتنلیک له ترلاسه کولو څخه وروسته، د غوښتونکي غوښتنلیک څېړي او د اسنادو له بشپړتیا څخه ډاډ ترلاسه کوي. که چېرې یادې اداره اسناد ترلاسه نکړي یا کافي اسناد ورته نه وي رسېدلي، دوی به له غوښتونکي څخه د نورو اسنادو د لېږلو غوښتنه وکړي. غوښتونکي له USCIS څخه یو رسید یا شمېره ترلاسه کوي چې د خپل غوښتنلیک حالت پرې په انلاین بڼه تعقیبولی شي.

USCIS  ته مراجعه

د USCIS چارواکي به په ټاکلي وخت کې له غوښتونکي سره اړیکه ونیسي او هغه یا هغې ته د دوی دفتر ته د راتلو بلنه ورکړي یا به دوی ته د ملاقات وخت واستوي. غوښتونکي په ټاکلي وخت کې دې دفتر ته د خپلو اسنادو د پړاوونو د بشپړولو په موخه مراجعه کوي. یاده اداره د غوښتونکي انځور او د لاسلیک نښه اخلي او بیا د هغه د ګوتو د نښو په ګډون د بایومټریک معلومات ثبتوي. په USCIS کې چارواکي دا هم څېړي چې ایا غوښتونکی په متحده ایالتونو کې د اوسېدو او کارکولو پر شرایط برابر دی او که نه. USCIS په دې پړاو کې د هر نابشپړ کار د بشپړولو هڅه کوي، خو بیا هم غوښتونکي څخه غواړي په کراتو یا څو ځله دفتر ته یې ورشي ترڅو غوښتنلیک یې بشپړ او بیا پرېکړې ته یې تم شي.

د غوښتنلیک په اړه د USCIS پرېکړه

 د متحده ایالتونو د کډوالۍ اداره، د غوښتنلیک له بررسۍ او څېړنې وروسته، پرېکړه کوي چې ایا غوښتنلیک ومني یا رد یې کړي، خو په هر صورت کې غوښتونکي ته خبر ورکوي. په دې پړاو کې له غوښتونکي څخه د اضافي اسنادو غوښتنه کېدای شي ترڅو د لنډمهاله خوندي شوي حالت لپاره ټول اسناد بشپړ شي او که اړتیا وي د USCIS لخوا ورته ځینې اړینې فورمې د ډکولو په موخه سپاري. یوځل چې د لنډمهاله خوندي شوي حالت لپاره د یو کس غوښتنلیک ومنل شي، بیا کس کولی شي په متحده ایالتونو کې ډېرو اسانتیاوو لکه د استوګنې اجازه، د سفر اجازه، د کار جواز، د موټر چلولو جواز، روغتیا او ښوونیزو خدماتو او نورو اساسي خدماتو او اسانتیاوو ته د لاسرسي له ګټه برخمن شي.

نور معلومات

په امریکې کې افغانانو لپاره د پناه غوښتنې د ډولونو په اړه معلومات د (https://www.uscis.gov/humanitarian/information-for-afghan-nationals) په لینک کې موندلی او لوستلی شئ. که د متحده ایالتونو د ل لنډمهاله خوندي شوي حالت د پالیسۍ په اړه لا ډېر معلوماتو ته اړتیا لرئ د (https://www.uscis.gov/humanitarian/temporary-protected-status) لنیک او که په دې برخه کې د افغانستان په اړه د متحده ایالتونو د ځانګړي پرېکړې په اړه د نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ د (https://www.federalregister.gov/documents/2022/05/20/2022-10923/designation-of-afghanistan-for-temporary-protected-status) پر لینک کلیک وکړئ!