Service Image

د ژغورنې نړیوالې کمېټې(IRC)  د ننگرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې اړمنو او مستحقو خلکو ته د تود یا گرمکېدو په موخه بشري خدمتونه وړاندې کوي.
دا خدمتونه د نغدو پیسود مرستېپه بڼه دي، چېپه ژمي کېبېځایه شویو، راستنېدونکو، د جگړو له امله زیانمن شوي خلکو، د پېښو قربانیان او هغه کسان چې د ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو لپاره د تود چاپیریال د برابرولو وس نه لري، ورکول کېږي. 
هغه اړمن کسان چې دې ډول خدمتونو ته اړتیا لري، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاستیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ته عریضه کوي او بیا د IRC دفتر له خوا یوه سروې ترسره کېږي او بیا دا نغدې پیسې په مستحقو او اړمنو کسانو وېشل کېږي.
پر یادو خدمتونو سربیره، د IRC دفتر بېرته راستنېدونکو، د جگړوڅخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍڅخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کې دننه بېځایه شويو خلکو ته روغتیایي خدمتونه هموړاندې کوي.

تاسو څنگه کولی شئ د دې خدمتونو څخهگټه پورته کړئ؟

هغه په شرایطو برابر کسان چې د ننگرهار ولایت د کامې په ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، د اړتیا په صورت کې کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دېبنسټ سره د ټلېفون له لارېاړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو گټهپورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندېډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د ننگرهار ولایت، جلال اباد ښار، دویمه ناحیه، دویم سړک، د میاعمر لېسې شاته، 514 شمېره کور، د IRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبېڅخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخهد ماذیگر تر 04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللییا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د0705911891شمېرې ته زنگ ووهئ او یا د Mukaram.Farooqi@rescue.org برېښنالیک له لارې لیک واستوئ.
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئد واټساپ شمېرې (0729807235)یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجرله لارېمعلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندوڅانگو ته راجع کوي.

مهم ټکي

  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛
  • هغه ځاییا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولومراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده.
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او دټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي.
یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC)دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:
34.5799920550146700
70.3261347292847000