د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۱مه د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې دوی به لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ د افغان تابعيت لرونکو لپاره ويزې اعلان کړي.
د اسټراليا حکومت به د بشري او کورنيو ويزو د پروګرام له لارې ۱۵۰۰۰ ويزې د افغانانو لپاره د څلورو کلونو په ترڅ کې ورکړي. په دغه زياتېدونکي تخصيص کې د اسټراليا د بشردوستانه پروګرام له لارې ۱۰۰۰۰ ځايونه د افغان تابعيت لرونکو لپاره په پام کې نيول شوي چې په دې کې ۵۰۰۰ ويزې د هغوی د کورنيو لپاره دي.
د اګست له مياشتې څخه له کابل نه د تخليې پروګرام له لارې څه باندې ۴۰۰۰ افغانان ويستل شوي او اسټراليا کې مېشت شوي او همداراز د هغوی د دايمي ويزو پروسه هم روانه ده.
د اسټراليا دولت دا منلې ده چې دغه بشردوستانه پرواګرام کې به لاندې برخو ته لومړيتوب ورکوي:
  • پخواني سيمه ييز همکاران او د هغوی د کورنۍ نږدې غړي.
  • ۴۴۹ سب کلاس لرونکي کسان (اوسني او پخواني) او د هغوی د کورنۍ نږدې غړي.
  • هغه کسان چې له اسټراليا سره نږدې اړيکې لري، د بېلګې په توګه هغه افغانان او د کورنۍ نږدې غړي يې چې د اسټراليا غير دولتي بنسټونو او يا هم هغو دولتي بنسټونو سره يې کار کړی ؤ چې پروژې يې د اسټراليا حکومت لخوا تمويل کېدې او هغه کسان چې د ګډ ماموريت لپاره يې کار کړی وي.
  • ښځې، نجونې، قومي لږکي يا توکميز اقليتونه، همجنس بازان (LGBTQI+) او نورې پېژندل شوې اقليتې ډلې.
  • اسټراليا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون سره له نږدې د هغو کسانو د پېژندلو او د هغوی د قضيو د مخکې تګ لپاره کار کوي چې بيا مېشتېدو ته اړتيا لري.
د اسټراليا دولت وايي هغه افغانان چې په شرايطو برابر دي کولی چې اسټراليا ته د کډوالۍ لپاره نورې لارې هم وڅاري، د بېلګې په توګه: له ټولنې څخه د ملاتړ پروګرام، د تکړه کارکوونکو د کډوالۍ هوکړه ليک، د کورنۍ کړنلارې او ماهرو ويزو برخې.
د لا نورو معلوماتو لپاره د کورنيو چارو وزارت وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ: