فیسبوک کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې د کورنۍ، ملګرو سره د اړیکو په نیولو او ساتلو کې مرسته وکړي، او د مرستې ترلاسه کولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، او داسې نور. په هرصورت، کله چې تاسو فیسبوک کاروئ، تاسو ته ځینې خطرونه موجود دي د مثال په توګه ستاسو ارتباطات او عکس العملونه د عامه خلکو سره ممکن تاسو او ستاسو عزیزان په خطر کې واچوي.
وپوښتئ ټیم دا مقاله لیکی دې ترڅو تاسو ته یو څو لارښوونې وکړي چې تاسو د فیسبوک کارولو پرمهال خپل معلومات خوندی او ترکنټرول لاندې وساتئ.
یادونه: فیسبوک د تل لپاره  د خپلو استفاده کونکو د ساتنې لپاره د فعالیت لاره بدلوي، نو په یاد ولرئ چې لاندې جزیات ممکن د وخت په تیریدو سره بدل شی.
اوله مرحله - د حساب خودندیتوب او خبرتیاوې (نوتیفیکېشن) لپاره، د حساب قوي محافظتی ترتیبات یا ستنګ انتخاب کړئ
  • خپل رمز یا پسورد بدل کړئ: پسورد باید ستاسو لپاره اسانه وي چې په یاد ولرئ خو د بل چا لپاره سخت وي چې پیدا یی کړی. د اضافي محافظت لپاره، ستاسو د فیسبوک پسورد باید د هغه پسوردونو څخه فرق ولري چې تاسو یې د نورو حسابونو لپاره کاروئ، لکه ستاسو ایمل یا بانکي حساب. تاسو کولی شئ دلته په کلک کولو سره د رمزونو جوړولو لپاره نور امنیتي لارښوونې پیداکړئ.
دلته کلک وکړئ ترڅو زده کړئ چې څنګه په فیسبوک کې خپل رمز یا پسورد بدل کړئ او یا بیا له سره تنظیم یی کړئ.
وروسته له دې چې تاسو خپل پسورد بدل کړ، باید له بل چا سره یې شریک نه کړئ.
 د ناپیژندل شوي ننوتلو(log in) خبرتیاوې یا (نوتیفیکېشن) بیا تنظیم کړئ: کله چې یو څوک د یوې برقی وسیلې (لکه تلیفون، ټابلیټ یا کمپیوتر)  یا ویب  څخه د ننوتلو هڅه کوي چې تاسو یې نه پیژنئ، تاسو کولی شئ د نوتیفیکېشن  ترلاسه کولو سره خپل د فیسبوک حساب امنیت زیاد کړئ. دا نوتیفیکېشن به تاسو ته ووایي چې کوم وسیله د ننوتلو هڅه کړې او چیرته موقعیت لري.
دلته کلک وکړئ ترڅو زده کړئ چې څنګه د ناپیژندل شوي د ننوتلو یا  loginپه اړه نوتیفیکېشن فعال کړئ.
  • د فېسبوک در خوندیتوب لپاره، د دوه فکتور تصدیقول فعال کړئ: دوه فکتور تصدیق یا (2FA) یو محافظتی خصوصیت دی چې ستاسو د پسورډ سربیره ستاسو د فېسبوک حساب خوندي کولو کې مرسته کوي. که تاسو دوه فکتور تصدیق فعال کړئ، نو تاسو څخه به وغوښتل شي چې یو ځانګړي login کوډ داخل کړئ یا هرکله چې کوم څوک د ویب سایت یا ګرځنده وسیلې څخه فیسبوک ته د لاسرسي هڅه وکړي چې تاسو یې نه پیژنئ ، نو تاسو باید خپل د ننوتلو یا login هڅه تایید کړئ.
د دوه فکتور تصدیق فعالولو او زده کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
  • وګورئ چې تاسو چیرته لاگن ((log in شوې یاستئ: که تاسو په تصادفي توګه په خپل فیسبوک حساب کې په داسې وسیله log in پاتې شوې چې ستاسو د کورنۍ لخوا لاسرسی کیدی شي، او یا ستاسو وسیله ورک شوې وي، یا د فیسبوک حساب څخه د وتلو پرته (log out) خرڅ شوی وي، تاسو ممکن بیا وګورئ چې کوم وسیلې لاګ ان (log in)  شوي او د هغې په اړه یو څه وکړئ. د فیسبوک څخه د لاګ اوت (log out) لپاره د  بل کمپیوټر، تلیفون یا ټابلیټ څخه استفاده:
  1. 1. دلته په کلک کولو سره خپل محافظتی او د لاګ ان (log in) ترتیبات یا (settings) ته لاړ شئ.
  2. 2. هغه برخې ته لاړ شئ چېرې چې تاسو لاګ ان یاستئ. تاسو ممکن د ټولو لاګ ان وختونو لیدو لپاره په (See More) باندې کلک کړئ چېرې چې تاسو لاګ ان یاست.
  3. هغه لاګ ان وخت پیدا کړئ چې تاسو غواړئ پای ته ورسیږي. په دی علامه باندې کلک کړئ او بیا د لاګ اوت باندې کلک وکړئ.
خپل د حساب خوندي ساتلو لپاره د فیسبوک مرستې مرکز وګوړې.
 
دویمه مرحله  - خپل د محرمیت ترتیبات یا (Settings) کنټرول کړئ
هغه څه چې په فیسبوک کې  په عامه توګه شریک شوي وي، عامه معلومات دي او د هرچا لخوا لیدل کیدی شي. په دې کې هغه خلک شامل دي چې ستاسو ملګري ندي، د فیسبوک څخه لرې خلک او هغه خلک چې په انټرنیټ کې نور سایټونه کاروي. که تاسو ډاډه نه یاست چې ستاسو پروفایل (ستاسو په هکله اساسی معلومات) څه ډول ښکاري، په دې لینک کې لارښوونې تعقیب کړئ ترڅو وګورئ چې ستاسو پروفایل نورو ته څنګه ښکاري.
که تاسو د دی تشویش لرئ چې ډېری معلومات چئ تاسو په عامه توګه شریکوئ، عام خلکو ته ښکاری، نو تاسو کولی شئ خپل  Setting بدل کړئ ترڅو کنټرول کړئ چې څوک کولی شي هغه څه وګوري چې تاسو یې شریکوئ. لاندې ستاسو لپاره ځینې لارښوونې دي چې ستاسو د محرمیت ستنګ (Setting) کنټرول کړئ. په هرصورت، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې باوجود د محرمیت ستنګ چې تاسو یې انتخابوئ، فیسبوک لاهم ستاسو ډیټا یا معلوماتو ته لاسرسی لري، په شمول د هغه معلومات چې یې پوسټ کوئ، ستاسو اړیکې او شبکې، او همدارنګه ستاسو د فیسبوک نه استفاده. تاسو کولی شئ دلته د فیسبوک د پالیسي ډیټا په اړه نور معلومات زده کړئ.
  • خپل پروفایل بند کړئ: په ځینو هیوادونو کې، فیسبوک اجازه ورکوي چې پروفایلونه بند کړي شی ترڅو هغو خلکو ته چې دوی سره په فیسبوک کې ملګري ندي، د دوی د پروفایل محتویات محدود وښیې. ستاسو د پروفایل بندول پدې معنی دي چې یوازې ستاسو ملګري به ستاسو په پروفایل کې عکسونه او پوسټونه وګوري ، په شمول د بشپړ پروفایل عکس یا د پروفایل عکس شاته بل عکس (Cover photo)، او همدارنګه ستاسو کیسې، پوسټونه او عکسونه.
 
            دلته د دې په اړه نور معلومات زده کړئ چې ستاسو د پروفایل لاک کول څه معنا لري او دا څنګه ترسره کېړی.
که تاسو نشئ کولی یا نه غواړئ خپل پروفایل لاک کړئ، تاسو د محرمیت ستنګ کې کولی شئ خپل محرمیت  د نور طریقو له       لاروکنترول کړئ.
 
  • تاسو کولی شی چې انتخاب کړئ چې څوک په فیسبوک کې ستاسو ابتدایی معلومات لیدی شي: تاسو کولی شئ خپل ابتدایی شخصي معلومات په فیسبوک کې تغیر کړئ (د مثال په توګه: جنسیت، د اړیکو معلومات، نورو سره اړیکې، کار، تعلیم). په خپل فیسبوک پروفایل کې د ابتدایی معلوماتو د تغیرولو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.
 
د فیسبوک لپاره د کارونکو لپاره د فېسبوک د لاسرسئ وړ آبشنونو (options)  په اړه نور دلته معلومات زده کړئ.
 
د (About) برخې لیدل محدود کړئ: که تاسو خپل په هکله یو څه  لرئ چې تاسو یې نه غواړئ شریک کړئ، تاسو کولی شی د لاندی رهنمایی څخه استفاده کنید:
  • . خپل د پروفایل پاڼې څخه، د پروفایل ادیت دکمه (Edit profile button)باندې کلک کړئ.
  • . بیا، د (Edit your About Info) دکمه باندې کلیک کړئ. هر هغه دکمې یا سوچونه بند کړئ چې تاسو یې نه غواړئ په خپل پروفایل کې شریک کړئ. بیا هم تاسو کولی شئ دا معلومات په بشپړ ډول د لرې کولو یا د لیدونکو په کمولو او یوازې ما (Only me ) انتخابولو سره لرې کړئ.
تاسو د فیسبوک لارښوونې دلته هم موندلی شئ.
تاسو باید خبر اوسئ چې ځینې جزیات ، لکه ستاسو نوم او د عکس پوښ (cover photo) ، په هیڅ حالت کې د لیدلو لپاره  محدود نشي کیدی.
  • په فیسبوک کې د پاڼې لایکونه (likes) پټ کړئ: که تاسو غواړئ د خپلې لایکونو پاڼې په فیسبوک کې شخصي یا محرم کړئ او په خپل تایم لاین (timeline) کې یې د ښودلو مخه ونیسئ، او تاسو غواړئ هغه کسان چې ستاسو ملګري نه دی یا حتی ستاسو ملګري د دې څخه منع کړئ چې پوه نشی چې کوم پاڼې تاسو لایک کړی دی، تاسو کولی شئ د کټګوریو له مخې دا لایکونه پټ کړئ. د مثال په توګه، که تاسو نه غواړئ چې خلک پوه شي چې کوم فلمونه مو خوښ یا لایک کړي دي، نو تاسو کولی شئ په ساده ډول د فلمونو کټګورۍ ته نږدې د لیدونکو دکمه کلک کړئ او د هغې محرمیت  (Only me) ته بدل کړئ ترڅو دا له هرچا څخه پټ کړي.
په فیسبوک کې ستاسو د لایکونو (likes) پټولو لپاره لاندې مراحل تعقیب کړئ:
  1. خپل فیسبوک اکونټ یا حساب ته ننوځئ او په خپل نوم کلک کولو سره خپل تایم لاین (timeline) ته لاړ شئ.
  2.  خپل دعکس پوښ یا (cover photo) لاندې په مور سلکشن یا More section  کلک کړئ ، بیا د ډراپ-ډاون یا drop-down  مینو څخه لایک انتخاب کړئ.
  3. د لایکونو ښیې خوا ته په دې علامه  باندې کلک کړئ بیا د خپلو لایکونو محرمیت تغییرولو بخش انتخاب کړئ.
  4. د هرې کټګورۍ څنګ ته د لیدونکو انتخاب یا سلکتور باندې کلیک کړئ (کوم چې معمولاً د ځمکې یا نړۍ په توګه ښکاري) او یوازې زه یا Only Me انتخاب کړئ ترڅو د نورو څخه پټ کړئ.
  5. خپل د لایکونو محرمیت تنظیم کولو تاییدولو لپاره د کلوز(Close)  باندې کلک کړئ.
 اوس ستاسو ټول لایکونه له هرچا پټ دي خو تاسو نه پټ ندی. که غواړئ د دی په هکله نور هم زده کړئ، دلته کلک وکړئ.
هغه خلک انتخاب کړئ کوم چې وکولی شی هغه پوستونه چې تاسو یې په فیسبوک کې شریکوئ، وګورئ: فیسبوک یو شمیر اختیارونه یا (Options) تاسو ته درکوي ترڅو تاسو اجازه ولرې چې وټاکئ چئ څوک ستاسو د  نوئ معلومات، عکسونه یا پوسټونه چې تاسو یې شریکوئ، او حتی ستاسو په پروفایل کې ځینې معلومات وګوري.
د مثال په توګه، تاسو کولی شئ چې:
-    د خپلو پخوانیو پوسټونو لپاره نوي لیدونکي انتخاب کړئ.
-    تاسو کولی شي دا تغییر کړئ چې څوک کولئ شی چې ستاسو تېر پوسټونه وګوری، او دا کولئ شی چې یوازې ملګرو ته بدل کړئ، البته   په  یو وخت کې د تېرو محدودو پوسټونو سره. دا طریقه  یا فنکشن یوازې د هغه پوسټونو لپاره لیدونکي کنټرولوي چې تاسو یې شریک کړي وی. که تاسو د بل چا په پوسټ کې ټګ (tagged) شوی یاست، دوی د خپلو پوستونو لپاره لیدونکي کنټرولوي.
د فیسبوک مرستې مرکز ته لاړشئ ترڅو نور څه هم زده کړئ چې څنګه انتخاب کړئ چې څوک ستاسو په تایم لاین کې تېر پوسټونه لیدلی شي.
  • تعین کړئ چې څوک ستاسو په پروفایل کې پوسټ کولی شي: کله چې ستاسو یو ملګری تاسو په فیسبوک کې په یو پوسټ کې ټګ (tag)کوي، دا په اتوماتيک ډول ستاسو په پروفایل کې ښکاری. که تاسو غواړئ ټول پوسټونه مرور کړئ (د ملګرو پوستونو په شمول) مخکې له دې چې ستاسو پروفایل کې څرګند شي ، تاسو اړتیا لرئ د تایم لاین بیا کتنه یا (Timeline Review) فعاله کړئ.
 
دلته په کلک کولو سره د تایم لاین بیاکتنې فعالولو څرنګوالي په اړه نور معلومات زده کړئ.
په یاد ولرئ، که چېرې یو څوک چې ستاسو سره ملګري نه وی او تاسو په یو پوسټ کې تګ کړی، تاسو به د دې بیاکتنې ته وهڅول شي چې ستاسو په پروفایل کې ښکاره شي، حتی که تاسو د تایم لاین بیاکتنه نه وي فعاله کړي وي.
تاسو کولی د تګ (tag) کولو په اړه نور معلومات دلته په فیسبوک کې زده کړئ، او د پروفایل او تګ  برخه کې خپل اوسني اختیارونه یا (Options) وګورئ.
کنټرول کړئ چې څوک کولی شی تاسو په فیسبوک کې وګوری او ستاسو پیدا کړی: تاسو ممکن دا هم محدود کړئ چې خلک څنګه ستاسو فیسبوک پیدا کولی شي. تاسو باید پوه شئ چې هرڅوک، پرته له هغه خلک چې تاسو یې بند کړي دی، کولی شي تاسو ولټوی او ستاسو په پروفایل باندې کلیک وکړئ، مګر هغه څه چې دوی د لټون پایلو کې ستاسو په اړه لیدلی شي په دې پورې اړه لري چې د دوی سره څه شریک شوي. که غواړئ خپل ترتیبات یا (settings)  عیارکړئ:
  1. 1. د فیسبوک په پورتنۍ ښۍ خوا ته په باندې کلک وکړئ.
  2. 2. ستنګ او پرایویسی (Setting and Privacy) انتخاب، بیا په ستنګ کلیک کړئ.
  3. 3. په چپ اړخ کې د پرایویسی باندې کلک کړئ. د، څنګه خلک تاسو پیدا کوی او تاسو سره اړیکې نیسی  (How People find and Contact you) لاندې، تاسو به د خپل ایمېل او د تلیفون شمېرې لپاره ستنګ وګورئ:
  4. 4. که غواړئ خپل د ایمېل ستنګ ته تغیر ورکړئ، اډیټ (Edit) باندې چې د ،څوک کولی شي د ایمېل په استفادې سره تاسو پیدا کړی؟ (Who can look you up using the email address ) ښي خوا ته ده، کلک کړئ؟
  5. 5. که غواړئ خپل د تلیفون شمېره بدل کړی، اډیټ (Edit) باندې چې د ،څوک کولی شي د تلیفون شمېرې په استفادې سره تاسو پیدا کړی؟ (Who can look you up ) ښي خوا ته ده، کلک کړئ؟؟
  1. انتخاب کړئ چې څوک کولی شي تاسو د دې معلوماتو په کارولو سره تاسو وګوري (مثال: ملګري).
که تاسو نه غواړئ د فیسبوک څخه باندې سرچ انجن (Search Engine)  مستقیم ستاسو پروفایل سره وصل شي، تاسو کولی شئ دا ستنګ د خپل محرمیت یا پرایوسی ستنګ څخه هم تنظیم کړئ. مطمٔن شی چې د اډیټ په وخت کې د دی پوښتنې په ځواب کې چې، آیا غواړئ چې سرچ انجن (Search Engine)  مستقیماً ستاسو پروفایل سره وصل شي؟ NO  انتخاب کړئ. د دې بندول یوازې دا کنټرول کوي که چېرې سرچ انجن ستاسو پروفایل سره د سرچ انجن د لټون په پایلو کې لینک یا وصل شي. ستاسو د پروفایل معلومات لاهم د سرچ انجن په پایلو کې څرګند کیدی شي ځکه چې دا هغه معلومات دي چې تاسو عامه لیدونکو سره شریک کړي یا پوسټونه او کامنتونه چې تاسو په پاڼو (pages)  کې او یا هم د عامه ګروپونو کې شریکې کړې دی .
د دې په اړه د نور معلوماتو زده کولو لپاره چې څنګه کنټرول کړئ  چې څوک تاسو په فېسبوک کې پیدا کولئ شي، دلته کلک کړئ.
  • خپل د ځای محرمیت تنظیم کړئ: ستاسو موقعیت په مختلفو لارو شریک کېدی شي: د اپلیکېشنونو (Apps) سره، د شخصي پیغامونو له لارې، یا د بل چا لخوا چې تاسو تګ (Tag) شوې یاستئ. دا مهمه ده چې په پام کې ونیسئ کله چې تاسو خپل موقعیت شریکوئ، او له چا سره شریکوئ او د امکان په صورت کې د خپل موقعیت د ساتنې لپاره اقدامات وکړئ. په فیسبوک کې د موقعیت محرمیت په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دلته کلیک وکړئ.
 
درېیمه مرحلهیوه مطمٔنه ټولنه تعریف کړئ
  • دا محدود کړئ چې څوک کولی شي د فیسبوک له لارې تاسو سره اړیکه ونیسي، او هغه خلک چې ستاسو ملګري دی او تاسو یې پیژنئ او باور ورباندې لرئ: له بده مرغه، ځینې خلک د ملګري په توګه شخصي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره تکتیکونه کاروي. مخکې له دې چې د ملګري غوښتنه ومني، پروفایل یی وګورئ ترڅو پوه شی چې تاسو هغه کس پیژنئ او که تاسو مشترک ملګري لرئ. که تاسو د هغه چا څخه د ملګري غوښتنه ترلاسه کړ چې تاسو دمخه ورسره ملګري یاست، د منلو دمخه پوښتنه وکړئ چې ایا دوی نوې غوښتنه لېږلې دی. که دوی دا غوښتنه کړی نه وی، فیسبوک ته د جعلي پروفایل راپور ورکړئ.
 
په یاد ولرئ چې تاسو کولی شئ کنټرول کړئ چې څوک په فیسبوک کې ستاسو ملګري کېدای شی یا تاسو فالو (Follow) کولی شي. تاسو باید دا د عامه خلکو څخه د ملګرو ملګرو ته بدل کړئ. دلته په کلک کولو سره د دې ستنګ بدلولو لپاره  نور معلومات زده کړئ.
له بده مرغه، د ملګرو غوښتنې په بشپړه توګه غیر فعالولو لپاره هیڅ انتخاب موجود نه دي، که څه هم تاسو ممکن دا انتخاب کړئ چې څوک ستاسو په پروفایل کې ستاسو د ملګرو لیست لیدلی شي. د دی ترسره کولو لپاره، تاسو کولی شئ دلته  لارښوونې پیدا کړئ .
  • هغه خلک چې تاسو په فیسبوک کې ځوروي د ملګرتیا څخه وباسئ او بلاک یی کړئ: ستاسو د ملګرو لیست څخه د یو چا لرې کول یا بلاک کول به هغوی ته اجازه  ورنکړی چې ستاسو په تایم لاین کې  پوسټ وکړی، او د میسنجر یا فیسبوک چټ له لارې تاسو سره اړیکه ونیسي. نور دلته زده کړئ.
 
نور څه مهم دي چې پوه شئ ؟
په فېسبوک کې د شریکولو دمخه فکر وکړئ: کله چې تاسو کوم شی  په ټولنیزو رسنیو کې اچوئ، تاسو یو څه پوسټ کوئ چې د عامه کېدو احتمال لري. مخکې له دې چې په فېسبوک کې محتویات شریک کړئ یا پاڼه یا پوسټ لایک کړئ، دا ستاسو لپاره مهمه ده چې تل صبر وکړئ او فکر وکړئ چې آیا ستاسو دا کار ستاسو یا ستاسو کورنۍ ته زیان رسولی شي. پداسې حال کې چې داسې ښکاري چې معلومات یوازې ستاسو د ملګرو او کورنۍ سره شریک شوي، دا د هیکرانو (دوکه کونکي) او سکیمرانو سره هم شریک کیدی شي چې د ټولنیزو رسنیو سایټونه ته درغلۍ کوی. نور دلته زده کړئ.
په فیسبوک کې د درغلیو څخه خبر اوسئ: تاسو باید هغه پیغامونو ته هم پاملرنه وکړئ چې تاسو یې په فیسبوک کې ترلاسه کوئ او هغه محتویات چې تاسو د نورو په تایم لاین (Timeline) کې ګورئ. ناوړه کسان تل د چل او دوکې لپاره د یوې لارې په لټه کې دي. دا ډېری وختونه یو څه خطرناک نه وي، لکه د خندا وړ پوسټ لایک کول یا د جعلي خبرونو پیغام ته ځواب ورکول. ستاسو د ایمېل حساب په څیر، خراب کسان ممکن د فېسبوک له لارې ملوث لینکونه یا د دوکې پیغامونه واستوي. دا د هیکرانو لپاره معمول دی چې د فیسبوک حسابونه په لاس کې واخلي او د قرباني شوې کس د ملګرو لیست کې هرچا ته دا ډول پیغامونه واستوي. د تل په څېر، که یو لینک شکمن ښکاري، په هغې باندې کلیک مه کوئ او په یاد ولرئ چې که یو څه ډېر ښه ښکاري چې ریښتیا وي، نو دا شاید همداسې وي.
 
څه باید وکړو که چیرې یو مشکل پیدا شی  ...
که تاسو فکر کوئ چې ستاسو حساب هک (hack) شوی یا د بل چا تر کنترول لاندې راغلی دی، تاسو کولی شئ د دې تایید لپاره (HaveIBeenPwned) ته لاړ شئ. که ستاسو حساب سره جوړجاړی شوی وي او تاسو لاګ ان(log in)  نشئ کولی، تاسو کولی شئ دا په دې ځای کې راپور کړئ: https://www.facebook.com/hacked /
دلته نور معلومات پیدا کړئ چې تاسو څنګه کولی شئ خپل حساب له هیک کیدو وروسته خوندي کړئ.
ګټورې سرچینې:
-     Staying Safe on Facebook (انګلیسی، پښتو، دری)
-     Facebook Help Center (انګلیسی، پښتو، دری)
-     Facebook Safety Center (انګلیسی)
-     Manage your Privacy (انګلیسی)
-     Stay Safe and Secure (انګلیسی)