د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسي

دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې د انګلستان حکومت لخوا استخدام شوي، (یا په ځینو مواردو کې د انګلستان حکومت قراردادي وو) او هغه څوک چې د دوی د کار په پایله کې له خطر سره مخ دي. هغه خلک چې دا معیارونه پوره کوي کولی شي د رتبې، رول، یا د وظیفې اوږدوالی په پام کې نیولو پرته درخواست وکړي.
اوسني یا پخواني کارمندان چې باور لري چې دوی واجد شرایط  دی، کولی شي د آنلاین غوښتنلیک فارم په کارولو سره غوښتنه وکړي. تاسو به د درخواست کولو لپاره خپل LSU شمیره، CISS  شمیره، یا د کارمندانو شمیرې ته اړتیا ولرئ.
درخواست کوونکي کولی شي د خپل میړه یا مېرمن او د 18 کال څخه کم عمر لرونکي ماشوم سره د بیا میشتیدنې غوښتنه وکړي. د کورنۍ نور غړي ممکن په استثنایي شرایطو کې بیا میشته شي. هغه خلک چې د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسي یا ARAP  طرحې لاندې د بیا میشتیدنې غوښتنه کوي، کولی شي د برتانیا حکومت سره د کورنۍ د غړو د راوستلو په اړه د مشورې لپاره په +44 2475 389 980 (یا په انګلستان کې 02475 389 980) شمېرې سره اړیکه ونیسي.
 د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسي یا ARAP طرحې له لارې برتانیا ته راستانه شوي افغانانو ته به په انګلستان کې د پاتې کیدو لپاره دایمی اقامه  ورکړل شي او له پنځو کلونو وروسته به د برتانیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړي..

د افغانانو لپاره د برېتانيا بيا مېشتېدو پروګرام (ACRS)

دغه پروګرام د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۶مه د يو لړ لومړيتوبو په لرلو سره پيل شو:
 
۱- هغوی چې په افغانستان کې يې د برېتانيا له حکومت سره د يو لړ ارزښتونو لکه ډموکراسي، د ښځو حقونو، بيان ازادۍ او قانون پلي کولو لپاره هڅې او مبارزې کړې دي.
۲- هغه زيان منونکي اشخاص چې له ګواښ سره مخ دي، په شمول د ښځو او نجونو او د مذهبي او قومي لږکيو او همجنس بازانو ((LGBT+Q.
 
د برېتانيا دولت به په لومړي کال کې څه باندې ۵۰۰۰ کسانو ته د بيا مېشتېدو زمينه برابره کړي او په راتلونکو کلونو کې به دغه شمېره ۲۰۰۰۰ ته ورسوي. د برېتانيا حکومت اعلان وکړ چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR)  سره به په ګډه د هغو کسانو د پېژندنې لپاره کار وکړي چې د برېتانيا حکومت کولی شي ورسره مرسته وکړي.
 
هر هغه څوک د (ACRS) پروګرام له لارې ورته د بيامېشتېدو زمينه برابره شوې، نامحدوده مرخصي يا په برېتانيا کې د پاتې کېدو (ILR) به ترلاسه کړي او وروسته له پنځه کلونو کولی شي چې په برېتانيا کې د ژوند کولو لپاره د موجوده قوانينو په رڼا کې د برېتانيا د تابعيت ترلاسه کولو لپاره وړانديز وکړي.
 
د برېتانيا حکومت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام لپاره د غوښتنې کومه پروسه موجوده نه ده. د بیا مېشتېدو پروسه به لاندې ۳ کړنلارو ته په کتو لومړيتوب ولري:
 
۱- هغه زيان منونکې اشخاص چې له ګواښ سره مخامخ وه او په يوازې توګه د ويستلو لړۍ په ترڅ کې برېتانيا ته رسېدلي، په لومړي پړاو کې به د (ACRS) پروسې له لارې مېشت شي.
هغه په شرايطو برابر کسان چې د برېتانيا حکومت له لوري ورته خبر ورکړل شوی او په ځانګړي ډول يې د وتلو مجوز ترلاسه کړی، خو د الوتکې له لارې د الوتنې وړتيا نلري، په هغه صورت کې چې برېتانيا ته راشي؛ نو په دې طرحه کې به شامل شي. د دې طرحې پر بنسټ لومړنۍ افغانې کورنۍ ته (ILR) ورکړل شو.
 
۲- د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UNHCR)  به د ۲۰۲۲ کال له پسرلي څخه د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه وتلي دي، د مېشتېدو لپاره لاس په کار شي.
 
۳- په درېيم پړاو کې به د هغو افغانانو د ويستلو لپاره ګام پورته شي چې له ګواښ سره مخامخ دي او په افغانستان کې يې د بريتانيا حکومت او نړيوالې ټولنې د ملاتړ لپاره کړی او همداراز به د هغه زيان منونکو کسانو او په ځانګړي توګه ښځو او نجونو او لږکيو لپاره هم اقدام وشي.
 
د دغه پروسې په لومړي کال کې به دولت په برېتانيا کې د افغانانو د مېشتېدو پروګرام د برېتانيا شورا همکارانو GardaWorld  او Chevening  ته وړاندې کړي.
 
د بهرنيو، ګډو ګټو او پراختيايي چارو دفتر به د شرایطو برابرو کسانو سره د هغوی د ملاتړ لپار په نورو پړاونو کې ورسره په اړيکه کې وي. له لومړي کال څخه وروسته به دولت له نړيوالو همکارانو او غير دولتي بنسټونو NGOs سره په ګډه د لوی شمېر هغو افغانانو لپاره چې له ګواښ سره مخ دي، د ويستلو لپاره همکاري کوي.