پرسش‌های متداول (FAQ) و رهنمود در مورد اطلاعات قرارداد (Contract Information) موردنیاز برای برنامه SIV-02.jpg

دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې (Special Immigration Visa - SIV) پروګرام لپاره د قرارداد معلوماتو (Contract Information) موندلو په اړه دی چې د متداولو یا په مکرر ډول پوښتل شويو پوښتنو (Frequently Asked Questions – FAQ) په بڼه ترتیب شوی دی. په دې لارښود کې موږ د SIV پروګرام لپاره اړین قراردادي معلوماتو پورې اړوند مسایلو په تړاو د هغو کسانو لپاره چې په دې برخه کې له ځینو پېچلتیاوو سره مخ دي، د لا وضاحت ورکولو په موخه شته پوښتنو او اندېښنو ته معلومات وړاندې شوي. د دې لارښود معلومات له بېلابېلو سرچینو څخه د "وپوښتئ" ټیم د درک په پایله کې لیکل شوي دي، په دې توګه دا لارښود د حقوقي مشورې په توګه په پام کې مه نیسي. دا لارښود د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه اپډېټ شوی دی. د قانوني لارښوونې او مشورې لپاره، موږ وړاندیز کوو چې تاسو له رسمي سرچینو سره مشوره وکړئ. د ویزې ملي مرکز (NVC) د وړتیا تصدیق کولو لپاره د اسنادو د پروسې د یوې برخې په توګه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیو لپاره د قرارداد معلوماتو یا د قرارداد یوه کاپي غوښتنه کوي. د SIV په غوښتونکو کې معمولاً هغه کسان شامل دي چې په افغانستان یا عراق کې د متحده ایالاتو دولت یا اردو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي او د ګواښونو یا ځورونې له امله په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کوي.

نو په دې لارښود کې موږ به د افغانستان د SIV پروګرام لپاره د اړتیا وړ قرارداد معلوماتو پورې اړوند اساسي پوښتنې ځواب او د دې اړینو معلوماتو او ملاتړ په چمتو کولو سره به خلک د بیامېشتېدنې او کډوالی په سفر کې ځواکمن کړو.

 

ولې د ویزې ملي مرکز (NVC) د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیو لپاره د قرارداد معلوماتو یا د قرارداد کاپي غوښتنه کوي؟

د ویزې ملي مرکز (NVC) د وړتیا تصدیق کولو لپاره د اسنادو د پروسې د یوې برخې په توګه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیو لپاره د قرارداد معلوماتو یا د قرارداد یوه کاپي غوښتنه کوي. د SIV په غوښتونکو کې معمولاً هغه کسان شامل دي چې په افغانستان یا عراق کې د متحده ایالاتو دولت یا اردو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي او د ګواښونو یا ځورونې له امله په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کوي.

دا قرارداد د متحده ایالاتو دولت یا اردو سره د غوښتونکي د کار یا خدمت د ثبوت په توګه کار کوي او د SIV پروګرام لپاره د دوی وړتیا تاییدوي. برسېره پردې، دا قرارداد د غوښتونکي د کار یا خدماتو ماهیت او په اړوند هېواد کې د متحده ایالاتو ماموریت سره د هغې د اړیکو په ټاکلو کې مرسته کوي.

د کره او هراړخیز قرارداد معلوماتو چمتو کول د SIV غوښتنلیک اسانه او موثره پروسس کول تضمینوي او د وړ اشخاصو او د دوی کورنیو لپاره د ویزې صادرولو پروسه ګړندۍ کوي.

 

زه څنګه د خپل SIV غوښتنلیک لپاره د قرارداد معلومات (Contract Information) ترلاسه کولی شم؟

که تاسو خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لپاره د قرارداد معلوماتو ته اړتیا لرئ، لاندې لارې چارې په پام کې ونیسئ:

  • د خپل پخواني امر (Supervisor) سره اړیکه ونیسئ او د هغه اصلي قرارداد یا فرعي قرارداد (Subcontract) یوه کاپي وغواړئ چې ستاسو شرکت د متحده ایالاتو دولت سره ستاسو د کار په جریان کې درلود. هغوی ممکن تاسو ته دا اړین اسناد چمتو کړي.
  • د عامه معلوماتو پورټلونو یا انلاین ډیټابیسونو ته لاسرسی ومومئ لکه د فدرالي تدارکاتو معلوماتو سېسټم (FPDS) او usaspending.gov چې د متحده ایالاتو د دولت قرارداد ریکارډونه لري. د اړوندو قراردادونو د کاپي ترلاسه کولو لپاره، هغه قراردادونه وپلټئ چې ستاسو د کار د مهال وېش سره سمون لري.
  • که ستاسو شرکت یا دفتر یو فرعي قراردادي درلود، دا خورا مهمه ده تایید کړئ چې اصلي قراردادي ستاسو د کار په جریان کې د متحده ایالاتو دولت سره قرارداد درلود. د دولتي قراردادونو سره د اړیکې ټینګولو په موخه لومړي قراردادي او ستاسو د دفتر ترمنځ د فرعي قرارداد ثبوت وړاندې کړئ.
  • که تاسو د قرارداد معلوماتو ترلاسه کولو په جریان کې له ننګونو یا ناڅرګندتیا سره مخ شئ، د کډوالۍ وکیلانو یا سازمانونو لکه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) څخه لارښوونه ترلاسه کړئ څو ستاسو د SIV غوښتنلیک پروسه اسانه شي.

 

که زما دفتر یو فرعي قراردادي (Subcontractor) وي، زه څنګه کولی شم د متحده ایالاتو دولت د مالی تمویل ثبوت ومومم؟

ډېری کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتونکو د شرکتونو او دفترونو لپاره کار کړی چې پخپله د یو بل لوی شرکت فرعي قراردادیان وو، چې د اصلي قراردادي په نوم پېژندل کېږي، چې د متحده ایالاتو دولت سره مستقیم قرارداد لري. په داسې قضیو کې دا خورا مهمه ده چې د متحده ایالاتو دولت سره د اصلي قراردادي د قرارداد ثبوت او د اصلي قراردادي او ستاسو دفتر یا شرکت ترمنځ د فرعي قرارداد ثبوت وړاندې کړئ. د دې ثبوت ترلاسه کولو لپاره، دا لارې چارې وکاروي:

  • د اصلي قراردادي چې ستاسو دفتر ورسره فرعي قرارداد لري نوم مشخص کړئ. دا معلومات ممکن ستاسو د دفتر یا شرکت ریکارډونو یا د پخوانیو همکارانو یا امرانو سره د اړیکو له لارې شتون ولري.
  • د عامه ډیټابیسونو څخه کار واخلئ یا د اصلي قراردادي سره مستقیم اړیکه ونیسئ څو د متحده ایالاتو دولت سره د دوی د قرارداد شمېره یا قرارداد کاپي ترلاسه کړي.
  • یوځل چې تاسو د اصلي قراردادي قرارداد شمېره ترلاسه کړه، دا سند د خپل SIV غوښتنلیک برخې په توګه د ویزې ملي مرکز (NVC) ته وسپارئ.
  • سربېره پردې، د اصلي قراردادي او ستاسو د شرکت یا دفتر ترمنځ د فرعي قرارداد کولو شواهد راټول کړئ. په دې کې کېدی شي د فرعي قرارداد یوه کاپي یا ستاسو د شرکت یا دفتر څخه یو لیک شامل وي چې د فرعي قرارداد کونکو اړیکې تاییدوي. ستاسو دفتر ممکن ستاسو د SIV غوښتنلیک لپاره چمتو شوي د بشري منابع لیک کې د فرعي قرارداد او اصلي قرارداد شمېرې شاملې کړي.

 

موږ د داسې شرکت سره کار کړی چې وړیا مرستې، جایزه، یا د همکارۍ تړون (Grant, Award, or Cooperative Agreement) لري، ایا موږ د SIV لپاره پر شرایطو برابر یو؟

دا مهمه ده په یاد ولرئ چې د هغه شرکت لپاره کار کول چې د متحده ایالاتو له دولت سره د وړیا مرستې، جایزه، یا د همکارۍ تړون لري  (Grant, Award, or Cooperative Agreement)معمولاً کارکوونکی یا غوښتونکی د محافظت قانون لاندې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لپاره پر شرایطو برابر نه وي.

که ستاسو د گمارنې یا بشري سرچینو لیک کې ویل شوي چې ستاسو شرکت د مرستې، جایزه، یا شراکت قرارداد لري، تاسو باید وګورئ چې ایا اضافي قراردادونه یا فرعي قراردادونه شتون لري که نه چې ستاسو شرکت د هغي لاندې فعالیت کوي که نه. که ستاسو دفتر د متحده ایالاتو دولت سره قرارداد یا فرعي قراردادونه ولري، تاسو باید د دې قراردادونو شواهد په خپل SIV غوښتنلیک کې شامل کړئ.

که څه هم، ستاسو سازمان یوازې د متحده ایالاتو له دولت سره د وړیا مرسته، جایزه، یا د همکارۍ قرارداد ولري او هېڅ لومړنی قرارداد یا فرعي قرارداد ونه لري، تاسو ممکن محدود اختیارونه ولرئ. تاسو ممکن د متحده ایالاتو د P-2 پروګرام لپاره پر شرایطو برابر اووسئ، کوم چې د هغو افغان اتباعو او کډوالو لپاره فرصتونه برابروي چې د SIV لپاره پر شرایطو برابرتیا نه لري خو د متحده ایالاتو دولت یا اردو ته د خدماتو له امله د پام وړ ګواښونو سره مخ دي.

 

ایا د همکارۍ تړون (Cooperative Agreement) د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) برنامې لپاره پر شرایطو برابر دی؟

نه! هغه افغانان چې د متحده ایالاتو د همکارۍ تړون (Cooperative Agreement) لاندې د یوې ادارې لخوا ګمارل شوي د SIV پروګرام لپاره پر شرایطو برابر نه دي. په ورته ډول، هغه اشخاص چې د لومړنیو قراردادیانو یا فرعي قراردادیانو لخوا ګمارل شوي څو په آیساف یا د هغه ځای ناستي ماموریت کې کار وکړي هم د منلو وړ نه دي. که تاسو د خپل وړتیا په اړه ډاډه نه یاست، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د ماموریت مشر (COM) تایید لپاره غوښتنه کولو دمخه د خپل بشري سرچینو څانګې سره مشوره وکړئ.

د SIV پروګرام موخه هغو کسانو ته د قانوني دایمي استوګنې زمینه برابرول دي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د دولت یا ایساف (ISAF) ماموریتونو په ملاتړ کې یې د وړتیا او اعتبار سره خدمت کړی دی. په هرصورت، د متحده ایالاتو د مرستې یا کوپراتیف تړون لاندې استخدام د SIV پروګرام لپاره پر شرایطو برابر دندې، خو کېدی شي د متحده ایالاتو دویم لومړیتوب (P-2) پروګرام یا د بیامېشتېدنې نورو پروګرامونو لپاره پر شرایطو برابر وي.

که تاسو باور لرئ چې تاسو ممکن د نورو معیارونو پربنسټ د SIV پروګرام لپاره پر شرایطو برابر یاست، په شمول د متحده ایالاتو دولت یا آیساف لخوا په ځینو مسلکونو کې مستقیم استخدام، موږ تاسو هڅوو چې د وړتیا اړتیاوې په ځیر سره وڅېړئ او د مناسبو چارواکو څخه لارښوونې وغواړئ.

 

که چېري زه ډاډه نه یم چې زما شرکت اصلي قرارداد (Main Contract) یا فرعي قرارداد (Subcontract) لري، څه وکړم؟

که تاسو ډاډه نه یاست چې ایا ستاسو شرکت د متحده ایالاتو له دولت سره وړ قرارداد یا فرعي قرارداد لري، نو دا مهمه ده چې هیله له لاسه ورنکړئ. تاسو اوس هم کولی شئ د خپلو ټولو دندو معلوماتو او نورو اړینو اسنادو سره د ماموریت مشر (COM) ته غوښتنه وکړئ. د جامع غوښتنلیک په سپارلو سره، تاسو به د خپل وړتیا په اړه پرېکړه ترلاسه کړئ.

برسېره پردې، دا سپارښتنه کېږي چې تاسو د وضاحت لپاره د خپل پخواني امر یا دفتر سره اړیکه ونیسئ دوی ممکن ریکارډونه ولري چې دا معلومه کړي ایا ستاسو کار د وړ قرارداد یا فرعي قرارداد سره تړاو لري که نه. د امر څخه مستقیم غوښتنه کولی شي ستاسو د غوښتنې ملاتړ لپاره ارزښتناک معلومات چمتو کړي.

ډاډ ترلاسه کول چې تاسو د دندې اړوند ټول معلومات او اسناد چمتو کوئ او دا به ستاسو د COM څخه د مناسبې پرېکړې ترلاسه کولو چانس زیات کړي. د امکان تر حده ډېر معلومات راټول کړئ او د کتنې لپاره بشپړ غوښتنلیک وسپارئ.

 

ولې هغه غوښتونکي چې د متحده ایالاتو د دولت په استازیتوب د قراردادیانو یا فرعي قراردادیانو لخوا ګمارل شوي د SIV پروګرام لپاره پر شرایطو برابر دي، خو هغه کسان چې د ایساف یا د ځای ناستي ماموریت په استازیتوب د قراردادیانو یا فرعي قراردادیانو لخوا ګمارل شوي، وړ نه دي؟

د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) برنامې لپاره پر شرایطو برابرتیا کې توپیر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مالي کلونو لپاره د ملي دفاع واک ورکولو قانون (NDAA) کې مشخص شوي ځانګړي قانوني احکامو پایله ده.

  • د ۲۰۱۵ کالNDAA FY ، ۱۲۲۷ برخه: دې قانون د SIV پروګرام پراخ کړ څو د نړیوال امنیت مرستندویه ځواک (ISAF) لخوا ګمارل شوي ځانګړي افغانان په کې شامل کړي. په هرصورت، د دې مادې ژبه یا متن داسې تشریح شوی چې یوازې د آیساف یا د ایساف غړو هېوادونو لخوا مستقیم استخدام په کې شامل دي، پرته له دې چې د ایساف سره تړلي قراردادیان یا فرعي قراردادیان شامل وي.
  • د ۲۰۱۶ کال NDAA FY ، ۱۲۱۶ برخه: د ۲۰۱۵ مالي کال NDAA په تعقیب، د ۲۰۱۶ مالي کال NDAA ۱۲۱۶ برخه د SIV پروګرام ساحه نوره هم پراخه کړه څو هغه افغانان شامل کړي چې د ایساف په ځای ناستو ماموریتونه کې ګمارل شوي دي. په هرصورت، لکه مخکني ماده، د دې برخې ژبه یا متن په څرګند ډول بیانوي چې د دې ماموریتونو سره تړلي قراردادیان یا فرعي قراردادیان پکی شامل نه دي.

د دې قانوني احکامو د مشخصو کلمو او ارادې په پایله کې د SIV پروګرام لپاره پر شرایطو برابرتوب د هغو کسانو پورې محدود دی چې په مستقیم ډول د آیساف یا د هغې د غړو هېوادونو لخوا ګمارل شوي او همدارنګه هغه کسان چې د ایساف په ځای ناستو ماموریتونه کې کار کوي. خو فرعي قراردادیان، په داسې حال کې چې په دې هڅو کې برخه اخلي، د NDAA په اړوندو برخو کې د ټاکل شوي واک ساحه کې نه راځي.

 

ما ځان د ایساف (ISAF) څخه د پرېکنده ملاتړ ماموریت (Resolute Support Mission RSM) ته تبدیل کړی و، ایا زه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام لپاره پر شرایطو برابر یم؟

که تاسو د نړیوال امنیت مرستندویه ځواک (ISAF) له ګمارنې څخه د پرېکنده ملاتړ ماموریت (RSM) ته تبدیل شوي یاست، تاسو ممکن په ځانګړو شرایطو کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام لپاره پر شرایطو برابر اووسي.

د دې برنامې لپاره پر شرایطو برابر کېدو لپاره، تاسو باید لږترلږه یو کال د  ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷مې څخه د ۲۰۲۳  کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې په ایساف کې یا د RSM په څېر د ځای ناستي ماموریت کې خدمت کړی وي. ستاسو په دندو کې باید هغه وظیفې شاملې وي چې تاسو اړتیا لرئ د ژباړونکي په توګه په ایساف کې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل یا د ځای ناستي ماموریت یا په ورته ماموریتونو کې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل لپاره خدمت وکړئ.

د دې معیارونو سره سم، که تاسو په آیساف یا RSM کې د کار کولو اړین موده او ماهیت لرئ، تاسو ممکن د SIV پروګرام ته ومنل شئ. ستاسو د کار مخینه او دندو بشپړه ارزونه ستاسو د وړتیا په سمه توګه ټاکلو لپاره خورا مهم دی.

 

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(۹۳۷۲۹۸۰۷۲۳۵+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger)  یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

انسټاگرام (@beporsed)

واټساپ(۹۳۷۲۹۸۰۷۲۳۵+)

مسېنجر (@beporsed)