پرسش‌های متداول (FAQ) و رهنمود در مورد نامه رد (Denial Letter) و  استیناف‌خواهی (Appeal) به رییس ماموریت (COM) در برنامه SIV-02.jpg

دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې (Special Immigration Visa - SIV) پروگرام کې د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) د انکار یا رد لیک (Denial Letter) او COM ته د استېناف غوښتنې یا اپیل (Appeal) په اړه دی، چې د متداولو یا په مکرر ډول پوښتل شويو پوښتنو (Frequently Asked Questions – FAQ) په بڼه ترتیب شوی دی. په دې لارښود کې د ماموریت مشر (COM) د مسایلو په تړاو د هغو کسانو لپاره چې په دې برخه کې له ځینو پېچلتیاوو سره مخ دي، د لا وضاحت ورکولو په موخه شته پوښتنو او اندېښنو ته معلومات وړاندې شوي دي. د دې لارښود معلومات له بېلابېلو سرچینو څخه د "وپوښتئ" ټیم د درک په پایله کې لیکل شوي دي، په دې توګه دا لارښود د حقوقي او قانوني مشورې په توګه په پام کې مه نیسئ. دا لارښود د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه تازه یا آپډېټ شوی دی. د قانوني لارښوونې او مشورې لپاره، موږ وړاندیز کوو چې تاسو له رسمي سرچینو سره مشوره وکړئ. د ماموریت مشر (COM) د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې یوه خپلواکه کمېټه ده چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام پرېکړه کولو لړۍ کې مهم رول لوبوي. د SIV په پروګرام کې COM د متحده ایالاتو دولت د ګټو ساتنه، د SIV غوښتنلیکونو د پروسس نظارت او د ویزې د شرایطو په اړه هم پرېکړه کوي.

نو په دې لارښود کې، موږ به د ماموریت مشر (COM) او د SIV پروګرام لپاره غوښتنلیک پورې اړوند اساسي پوښتنې ځواب کړو او همدارنګه، د دې اړینو معلوماتو او ملاتړ په چمتو کولو سره به خلک د بیامېشتېدنې او کډوالی په سفر کې ځواکمن کړو.

 

د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) قضیو کې د COM څخه د رد لیک (Denial Letter) څه معنی لري؟

د ماموریت د مشر (Chief of Mission - COM) څخه د انکار یا رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کول ښیي چې د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتنلیک رد شوی دی. دا لیک معمولاً د انکار دلیلونه بیانوي، کوم چې د وړتیا معیارونو پوره کولو کې پاتې راتلل، د غوښتنې ملاتړ لپاره ناکافي شواهد او یا د امنیتي یا درغلۍ مسایلو په اړه اندېښنې شاملې دي. د ماموریت مشر، چې په بهر کې د متحده ایالاتو د دولت د ګټو استازیتوب کوي، د SIV په پروسه کې مهم رول لوبوي، د غوښتنو بیاکتنه او د اړوندو لارښوونو او مقرراتو پربنسټ پرېکړې کوي.

د رد لیک ترلاسه کول کېدی شي د غوښتونکو لپاره خواشینوونکی وي، ځکه چې دا کېدی شي په افغانستان کې د ګواښونو یا ځورونې له امله په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې چانس له لاسه ورکړي. په هرصورت، دا مهمه ده چې د رد لیک په دلیلونو پوه شئ او د استېناف غوښتنې یا اپیل لپاره شته غوراوي په پام کې ونیسئ.

په داسې حال کې چې د COM لخوا د رد لیک په قضیه کې ناکامي په ګوته کوي، د غوښتونکو لپاره دا مهمه ده چې فعال پاتې شي او د کډوالۍ بدیل فرصتونه وپلټي که چېرې شتون ولري. برسېره پردې، د SIV پالیسیو او مقرراتو د تازه معلوماتو څخه خبرتیا کولی شي د غوښتونکو سره مرسته وکړي چې د خپل ځان او کورنۍ د مصونیت او خوندیتوب لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه باخبره پرېکړې وکړي.

 

د​​​​SIV ځینې غوښتونکي له COM څخه د رد لیکونه ترلاسه کوي، د رد لیک (Denial Letter) عام لاملونه کوم دي؟

د SIV غوښتنلیکونو لپاره د رد لیکونه (Denial letters) د بېلابېلو دلایلو لپاره صادر کېدی شي او د دې دلایلو پوهېدل د غوښتونکو لپاره مهم دي کوم چې غواړي د دوی قضیې په موثره توګه پروسس کړي. د رد لیک ځینې عام دلیلونه په لاندی ډول دی:

  • د قضیې اړوند جعلي معلومات: د قضیې رد کېدل ممکن هغه وخت رامنځته شي کله چې یو غوښتونکی د درغلۍ په بڼه او جعلي اسناد لېږلی وي، د متحده ایالاتو د دولت امنیتي چک کې ناکام شي او په اسنادو کې بدلونونه راوړي یا وموندل شي چې د SIV غوښتنلیک پروسې یا د متحده ایالاتو دولت سره د کار کولو په وخت کې غلط کار یا درغلي کړی دی.
  • د کار ناکافي موده: دا په دې مانا ده چې غوښتونکي د SIV وړ پروژه یا اداره کې د یوې ټاکلې مودې (یو کال) څخه لږ کار کړی دی. پخوا غوښتونکي باید د دوو کلونو د کار موده ښودلی وای، خو په ۲۰۲۱ کې تصویب شوي قانون د اړتیا وړ موده یو کال ته راټیټه کړه. که د غوښتنلیک ورکوونکي مخکینی غوښتنلیک د ناکافي خدماتو تاریخ له امله رد شوی وي، دوی ممکن اوس د تازه شرایطو لاندې د COM تایید لپاره وړ وي.
  • د USG/ISAF لخوا یا د هغه په استازیتوب نه ګمارل کېدل: د SIV پروګرام لپاره وړ کېدو لپاره، غوښتونکي د ایساف، د متحده ایالاتو دولت یا د متحده ایالاتو دولت قراردادي لپاره کار نه دی کړی او دنده یې د تایید وړ نه دی.
  • د پرېکړې کولو لپاره د کافي اسنادو نشتوالی: غوښتونکي ټول اړین اسناد د COM تایید ترلاسه کولو لپاره اړین معلومات نه دي چمتو کړي. د اړینو اسنادو چمتو کولو کې پاتې راتلل د قضیې د رد لامل کېدی شي.
  • د وفادار او ارزښتناک خدمت نشتوالی: دا کېدی شي د قضیې په اړه یا په اړونده اداره کې بی ارزښته کارکولو، د غلط معلوماتو وړاندې کولو، د قرارداد فسخ کولو، د جعلي اسنادو وړاندې کول یا د متحده ایالاتو په اړونده اداره کې د کار کولو لپاره د امنیتي دلایلو له امله وي.

دا د رد لیکونو ځینې عام دلیلونه دي چې د SIV غوښتونکي لخوا ترلاسه شوي. دا د غوښتونکو لپاره خورا مهمه ده چې د دوی د قضیې رد لیکونو کې لیکل شوي ځانګړي دلیلونه په ځیر سره ولولي او د دوی د حل لپاره مناسب ګامونه پورته کړي، لکه د اضافي اسنادو چمتو کول یا د اړتیا په صورت کې د قانوني مرستې غوښتنه کول.

 

ما د COM څخه د رد لیک(Denial Letter) ترلاسه کړی او په هغه کې لیکل شوي " Derogatory information associated with case "، زه د استېناف غوښتنې (Appeal) لپاره څه وکړم؟

د قضیې رد کېدل ممکن هغه وخت رامنځته شي کله چې یو غوښتونکی د درغلۍ په بڼه او تقلبي اسناد لېږلی وي، د متحده ایالاتو د دولت امنیتي چک کې ناکام شي او په اسنادو کې بدلونونه راوړي یا وموندل شي چې د SIV غوښتنلیک پروسې یا د متحده ایالاتو دولت سره د کار کولو په وخت کې غلط کار یا درغلي کړی دی. که ستاسو د COM د رد لیک (Denial letter) ستاسو د قضیې سره تړلی سپکاوی معلوماتو ته اشاره کوي، د COM د پرېکړې د استېناف کولو لپاره تاسو کولی شئ څو ګامونه پورته کړئ:

  • د رد لیک په ځیر سره ولولئ څو تاسو د خپلې قضیې پورې اړوند د غلط او درغلۍ معلوماتو پر ځانګړي دلیلونه پوه شي. لیک ممکن د غلط معلوماتو ماهیت او د پرېکړې کولو لپاره د اړتیا وړ شواهدو په اړه توضیحات وړاندې کړي وي.
  • هر هغه اړوند شواهد راټول کړئ چې کولی شي غلط معلومات رد یا په ګوته کړي. په دې کې ممکن د سپارښتنې لیکونه، د کار مخینه یا ریکارډونه یا کوم بل سند شامل وي چې ستاسو د قضیې ملاتړ کولی شي. که د رد لیک جعلي اسنادو ته اشاره کوي، نو د اړوندو سرچینو څخه نوي لیکونه یا اسناد ترلاسه کړئ څو د دوی اعتبار تایید کړي.
  • د پخوانیو ګمارونکو یا څارونکو (Supervisor) او خلکو سره اړیکه ونیسئ چې کولی شي ستاسو په لیکونو کې د غلط معلوماتو په اړه توضیح ورکړي او ملاتړ وکړي. له هغوی څخه وغواړئ چې ستاسو د غوښتنې سره د لېږل شوي اسنادو یا لیکونو اعتبار تایید کړي او د اړتیا په صورت کې د سپارښتنې نوي لیکونه چمتو کړي. د کار ګمارونکي یا څارونکي په منلو سره د دې ستونزې حل کول، د دوی په برخه کې کومې تېروتنې او د دوی د اصلاحي کړنو تایید کولی شي ستاسو قضیه پیاوړې کړي.
  • که تاسو په یوه شرکت کې د امنیتي چک ستونزې سره مخ شوي یاست، خو وروسته په بل شرکت کې امنیتي ارزونې په بریالیتوب سره تېرې کړې وي، ستاسو په اپیل کې د دې مسلې تشریح او ملاتړ کولو د نوي سپارښتنې لیکونه شامل کړئ. د دې مسلې د حل کولو لپاره د بریالي امنیتي چکونو ثبوت وړاندې کړئ.
  • غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov ایمیل آډرس ته ولېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. همدارنګه هر هغه سند یا اسناد د اپیل ملاتړ لپاره ضمیمه کړئ.
  • د کډوالۍ او پناه غوښتنې سازمانونو لکه IRAP څخه چې ”وپوښتئ“ سره هم همکار دی، د قانوني مرستې یا لارښوونې په لټه کې شئ. دوی کولی شي د استېناف پروسې په پوهېدو کې ارزښتناکه مرسته چمتو او تاسو سره مرسته وکړي چې قوي او ښه مستند قضیه وړاندې کړي.

 

ما د COM څخه د رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کړی او په هغه کې ویل شوي " Lack of faithful and valuable service "، زه د استېناف غوښتنې (Appeal) لپاره څه وکړم؟

دا کېدی شي د قضیې په اړه یا په اړونده اداره کې بی ارزښته کارکولو، د غلط معلوماتو وړاندې کولو، د قرارداد فسخ کولو، د جعلي اسنادو وړاندې کول یا د متحده ایالاتو په اړونده اداره کې د کار کولو لپاره د امنیتي دلایلو له امله وي. که ستاسو د COM د رد لیک (Denial letter) د وفادار او ارزښتناک خدمت نشتوالی (Lack of faithful and valuable service) په ګوته کړي، نو داسې ګامونه شتون لري چې تاسو کولی شئ د خپل اپیل پیاوړي کولو لپاره پورته کړئ:

  • که د رد لیک دا په ګوته کړي چې تاسو د یو ځانګړي دلیل لپاره له دندې ګوښه شوي یاست، دا مهمه ده وښایئ چې تاسو د کار د نه تر سره کولو یا د شرکت قواعدو څخه د سرغړونې له امله نه یاست ایستل شوي. تاسو د ګوښه کېدلو شرایط روښانه کړئ؛ مخکې له دې چې تاسو خپله دنده پریښی وي، هر هغه شواهد راټول کړئ چې متحده ایالاتو ته ستاسو د وفادار او ارزښتناک خدمت ملاتړ کوي.
  • که چېرې ستاسو د ګوښه کولو په علت کې کومه تېروتنه وه، نو له خپل پخواني دفتر څخه د سم شوي ګمارنې تصدیق لیک غوښتنه وکړئ. دا لیک باید په سمه توګه له دندې څخه ستاسو د وتلو شرایط او هغه ارزښتناکه خدمت چې تاسو چمتو کړی منعکس کړي.
  • که دا ممکنه نه وي چې د نوي استخدام تصدیق لیک ترلاسه کړئ، د سپارښتنې نوي لیکونه وسپارئ. د خپل دفتر یا په سازمان کې د لوړپوړي کس څخه وغواړئ چې تاسو د سپارښتنې لیک چمتو کړي. لیک باید متحده ایالاتو ته ستاسو د کار په ارزښت ټینګار وکړي او که چېرې د تطبیق وړ وي، د غلطې ګوښه کولو لپاره کوم دلیل په ګوته کړي.
  • د امکان تر حده ډېری څارونکو او آمرانو سره اړیکه ونیسئ څو د سپارښتنې یا ملاتړ لیک ​​ترلاسه کړئ چې ستاسو د خدماتو ارزښت روښانه کوي او د وفادار او ارزښتناک خدمت نه وړاندې کولو ادعا ردوي.
  • غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov ایمیل آډرس ته ولېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. همدارنګه هر هغه سند یا اسناد د اپیل ملاتړ لپاره ضمیمه کړئ.
  • د کډوالۍ او پناه غوښتنې سازمانونو لکه IRAP څخه چې ”وپوښتئ“ سره هم همکار دی، د قانوني مرستې یا لارښوونې په لټه کې شئ. دوی کولی شي د استېناف پروسې په پوهېدو کې ارزښتناکه مرسته چمتو او تاسو سره مرسته وکړي چې قوي او ښه مستند قضیه وړاندې کړي.

 

ما د ماموریت مشر (COM) څخه د " Lack of sufficient documents to make a determination " پر بنسټ د رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کړی، زه د استېناف غوښتنې (Appeal) لپاره څه وکړم؟

غوښتونکي ټول اړین اسناد د COM تایید ترلاسه کولو لپاره اړین معلومات نه دي چمتو کړي. د اړینو اسنادو چمتو کولو کې پاتې راتلل د قضیې د رد لامل کېدی شي. که د غوښتنلیک ورکوونکي مخکینی غوښتنلیک د ناکافي خدماتو تاریخ له امله رد شوی وي، دوی ممکن اوس د تازه شرایطو لاندې د COM تایید لپاره وړ وي. که تاسو د پرېکړه کولو لپاره د کافي اسنادو د نشتوالي(Lack of sufficient documents to make a determination) په اړه د خپل COM څخه د رد لیک (Denial letter) ترلاسه کړ، نو تاسو کولی شئ د خپل استېناف د پیاوړتیا لپاره لاندې ګامونه پورته کړئ:

  • که په رد لیک کې کومه ځانګړې مسله په ګوته کړې چې وړاندې شوې نه وه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو دا اړوند شواهد ترلاسه کړئ او د خپل اپیل د یوې برخې په توګه یې وسپارئ. د خپل COM غوښتنلیک لپاره اړین اسنادو لیست ته مراجعه وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ټول اړین اسناد لرئ.
  • د نوي لیک یا سند ترلاسه کولو لپاره، د هغه اړوند شخص یا دفتر سره اړیکه ونیسئ چې هغه لیک یا سند په اړه په رد لیک کې یې ذکر شوی دی. پوښتنه وکړئ چې آیا COM د سند تصدیق کولو لپاره دوی سره اړیکه نیولې او که دوی کولی شي د تازه اړیکو معلوماتو سره یو نوی لیک چمتو کړي. نوی لیک باید د اصلي سند اعتبار تایید کړي، د COM تایید غوښتنې ته د اړین ځواب نه ورکولو لامل تشریح او د تایید لپاره د اړیکو توضیحات چمتو کړي.
  • که ستاسو په رد لیک کې ویل شوي چې ستاسو د امر د سپارښتنې لیک نیمګړی دی، د سپارښتنې نوی لیک ترلاسه کړئ کوم چې ټول اړین معلومات لري. ډاډ ترلاسه کړئ چې نوی لیک د SIV ټاکل شوي لارښوونو سره سمون لري.
  • د ماموریت مشر یا COM ته وړاندې شوي د استخدام یا ګمارنې تصدیق لیک د اعتبار په اړه که اندېښنه وي، د لیک لیکونکي سره اړیکه ونیسئ څو د هغې اعتبار تایید کړي. د نوي لیک غوښتنه وکړئ چې د اصلي لیک اعتبار تصدیق کوي او د کار تصدیق کولو لپاره د اړیکې اړین معلومات لري.
  • د بشري منابعو برخې څخه د کارموندنې بشپړ تصدیق لیک ترلاسه کړئ. که د رد لیک دا په ګوته کړي چې ستاسو د استخدام تایید لیک نیمګړی دی، د بشري منابعو لخوا نه و خپور شوی، یا د SIV غوښتنلیک کې د کارولو لپاره نه و، د بشري منابعو له برخې څخه د استخدام تصدیق لیک ترلاسه کړئ چې ټول اړین معلومات په کې وي. که ستاسو شرکت نور شتون ونه لري یا د بشري منابعو ریکارډونه نه لري، د خپل مستقیم امر یا په سازمان کې د یو لوړپوړي کس څخه وغواړئ چې وضعیت تشریح کړي او د کار توضیحات چمتو کړي.
  • غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov ایمیل آډرس ته ولېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. همدارنګه هر هغه سند یا اسناد د اپیل ملاتړ لپاره ضمیمه کړئ.
  • د کډوالۍ او پناه غوښتنې سازمانونو لکه IRAP څخه چې ”وپوښتئ“ سره هم همکار دی، د قانوني مرستې یا لارښوونې په لټه کې شئ. دوی کولی شي د استېناف پروسې په پوهېدو کې ارزښتناکه مرسته چمتو او تاسو سره مرسته وکړي چې قوي او ښه مستند قضیه وړاندې کړي.

 

ما د USG/ISAF په استازیتوب د دندې د نشتوالي(Lack of employment by or on behalf of "USG/ISAF") له امله د ماموریت د مشر (COM) څخه د رد لیک(Denial Letter) ترلاسه کړی، زه د استېناف غوښتنې (Appeal) لپاره څه وکړم؟

د SIV پروګرام لپاره وړ کېدو لپاره، غوښتونکي د ایساف، د متحده ایالاتو دولت یا د متحده ایالاتو دولت قراردادي لپاره کار نه دی کړی او دنده یې د تایید وړ نه دی. که ستاسو د COM رد لیک د USG/ISAF لخوا یا په استازیتوب د کار نشتوالی (Lack of employment by or on behalf of "USG/ISAF") په ګوته کوي، تاسو کولی شئ د خپل اپیل د پیاوړتیا لپاره لاندې ګامونه پورته کړئ:

  • که د رد لیک دا په ګوته کړي چې د قراردادي افسر استازی نشي کولی د متحده ایالاتو دولت ډیټابیس کې د چمتو شوي قرارداد معلومات تایید کړي، نو دا ډېره مهمه ده چې د خپل دفتر یا امر څخه د قرارداد یوه کاپي ترلاسه کړئ. سربیره پردې، ډاډ ترلاسه کړئ چې قرارداد د هغه وخت موده پوښي چې ستاسو د ګمارنې له وخت سر خوري.
  • که د رد لیک کې ویل شوي چې سپارل شوی قرارداد ستاسو د کار د مودې لپاره د اعتبار وړ نه و، د HR لخوا سم یو اصلاح شوی لیک او د قرارداد یوه کاپي ترلاسه کړئ چې ستاسو د کار د مودې سره سمون لري. دا شواهد کولی شي ستاسو د استېناف ملاتړ وکړي او هر ډول اندېښنې حل کړي.
  • که ستاسو انکار یا رد لیک دا په ګوته کوي چې تاسو پر شرایطو برابر نه یاست، تاسو باید د متحده ایالاتو سره تړلي نورو دفترونو سره د استخدام یا ګمارنې شواهد راټولول په پام کې ونیسئ څو په شرایطو برابر شئ. ستاسو په اپیل کې د دې معلوماتو چمتو کول کولی شي ستاسو قضیه پیاوړې کړي.
  • غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov ایمیل آډرس ته ولېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. همدارنګه هر هغه سند یا اسناد د اپیل ملاتړ لپاره ضمیمه کړئ.
  • د کډوالۍ او پناه غوښتنې سازمانونو لکه IRAP څخه چې ”وپوښتئ“ سره هم همکار دی، د قانوني مرستې یا لارښوونې په لټه کې شئ. دوی کولی شي د استېناف پروسې په پوهېدو کې ارزښتناکه مرسته چمتو او تاسو سره مرسته وکړي چې قوي او ښه مستند قضیه وړاندې کړي.

 

ما د ماموریت مشر (COM) څخه د "Insufficient length of employment" په دلیل د رد لیک(Danial Letter) ترلاسه کړی، زه د استېناف غوښتنې (Appeal) لپاره څه وکړم؟

دا په دې مانا ده چې غوښتونکي د SIV وړ پروژه یا اداره کې د یوې ټاکلې مودې (یو کال) څخه لږ کار کړی دی. پخوا غوښتونکي باید د دوو کلونو د کار موده ښودلی وای، خو په ۲۰۲۱ کې تصویب شوي قانون د اړتیا وړ موده یو کال ته راټیټه کړه. که ستاسو د COM رد لیک (Danial Letter) د کار د ناکافي اوږدوالي (Insufficient length of employment) له امله وي، تاسو باید د خپل اپیل (Appeal) لپاره لاندې په پام کې ونیسئ:

  • د قانون تعدیل په پام کې ولرئ ځکه چې د ۲۰۲۱ څخه د کار موده له دوو کلونو څخه یو کال ته راټیټه شوې. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو دا تازه شوي اړتیاوې پوره کوئ او دا بدلون خپل اپیل کې روښانه کړئ.
  • د متحده ایالاتو د دولت یا د نړیوال امنیت مرستندویه ځواک (ISAF) یا یو بدیل ماموریت لخوا لږترلږه د یو کال دندې ښودلو لپاره ټول اړین اسناد راټول کړئ. په دې کې ممکن د سپارښتنې لیکونه، د کار تصدیق لیکونه، او نور اړوند اسناد شامل وي.
  • COM ته سپارل شوي ټولو اسنادو کې لیست شوي خپل د کار نېټه وګورئ. که کومه تېروتنه وي، د سند له لیکوال سره اړیکه ونیسئ څو یې سم کړي او د اړتیا په صورت کې نوي لیکونه ترلاسه کړئ.
  • که تاسو څو دفترونو لپاره کار کړی وي یا د بېلابېلو مودو لپاره د یو یا ډېرو کلونو لپاره کار کړی وي، د هر یو دفتر څخه د سپارښتنې او د کار تصدیق لیکونه ترلاسه او واستوئ.
  • که تاسو د COM تایید لپاره د دندې کافي موده نه وي پوره کړي، د پاتې مودې لپاره له دې سره کار وکړئ او بیا د COM نوی غوښتنلیک وسپارئ. تاسو کولی شئ د دې سره د کار پخواني نېټې هم اضافه کړئ څو یو کال مو پوره شي.
  • غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov ایمیل آډرس ته ولېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. همدارنګه هر هغه سند یا اسناد د اپیل ملاتړ لپاره ضمیمه کړئ.
  • د کډوالۍ او پناه غوښتنې سازمانونو لکه IRAP څخه چې ”وپوښتئ“ سره هم همکار دی، د قانوني مرستې یا لارښوونې په لټه کې شئ. دوی کولی شي د استېناف پروسې په پوهېدو کې ارزښتناکه مرسته چمتو او تاسو سره مرسته وکړي چې قوي او ښه مستند قضیه وړاندې کړي.

 

ما د COM څخه د رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کړ، زه باید څه وکړم؟

که تاسو د خپل کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لپاره د ماموریت مشر (COM) څخه د رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کړی وي، تاسو کولی شئ د دې پرېکړې پر وړاندې استېناف غوښتنه یا اپیل (Appeal) وکړئ. لاندې د استېناف پروسې د پرمخ وړلو څرنګوالي په اړه لارښود دی:

  • د رد لیک په ځیر سره ولولئ څو د رد لیک دلیلونه او د COM یا ماموریت مشر لخوا پر ورکړل شوي لارښوونې پوه شئ.
  • COM ته د رسمي استېناف لیک (Appeal letter) چمتو کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د اپیل لیک کې ستاسو بشپړ نوم، د زېږون نېټه او د SIV قضیې شمېره شامله ده. تاسو کولی شئ د خپل اپیل لیک چمتو کولو لپاره د SIV پروګرام لخوا چمتو شوي ټیمپلیټ (Template) وکاروئ.
  • په برېښنالیک کې پر ضمیمې سربیره، د برېښنالیک په متن کې موضوع کاپي کړئ څو تاسو یې ترمیم کړئ. خپل شخصي معلومات لکه نوم، د زېږون نېټه او ستاسو د SIV قضیې شمېره د لیک په سر کې ولیکئ.
  • د نمونې لیک یا ټیمپلیټ ځینې برخې ممکن ستاسو لپاره لارښوونې ولري چې څنګه فورمه ډکه کړئ. دا لارښوونې په ځیر سره ولولئ او د سپارلو دمخه روښانه شوي برخې لرې کړئ.
  • غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov ایمیل آډرس ته ولېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. همدارنګه هر هغه سند یا اسناد د اپیل ملاتړ لپاره ضمیمه کړئ.
  • په یاد ولرئ چې تاسو باید د COM څخه د رد لیک ترلاسه کولو څخه ۱۲۰ ورځو کې دننه خپل اپیل یا استېناف غوښتنه وکړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د خپل اپیل پروسس کولو لپاره دا وروستۍ نېټه پوره کوئ. که تاسو د استېناف وروستۍ نېټه له لاسه ورکړئ، یا که ستاسو اپیل ناکامه وي، نو کله چې تاسو د COM تایید لپاره د بهرنیو چارو وزارت اړتیاو باندې پوه شئ، تاسو ممکن د نوي غوښتنلیک وړاندې کولو اختیار ولرئ.

 

د خپل SIV قضیې د بریالي استېناف غوښتنې (Appeal) لپاره زه کومو ګامونو ته اړتیا لرم؟

ستاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیې لپاره بریالي استېناف یا اپیل (Appeal) کولو لپاره، دا ګامونه تعقیب کړئ:

  • لمړی ګام: د رد لیک وګورئ! په ځیر سره د ماموریت مشر (COM) رد لیک بیاکتنه وکړئ او د رد لیک پر ورکړل شوي دلیلونه ځان په بشپړ ډول پوه کړئ. د رد لیک د رد ځانګړي دلیلونه په ګوته کوي چې تاسو باید په بشپړ ډول پرې پوه شئ.
  • دویم ګام: نوي اسناد راټول کړئ! هر ډول نوي اسناد راټول کړئ، لکه د بشري سرچینې څانګې څخه د د ګمارنې نوی تصدیق لیک، د سپارښتنې نوي لیکونه او نور اسناد چې کولی شي د رد لیک دلیل روښانه کړي. که تاسو فکر کوئ چې COM تېروتنه کړې، نو نوي شواهدو ته اړتیا نشته، خو د اضافي ملاتړ اسنادو چمتو کول کولی شي ستاسو اپیل لا پیاوړی کړي.
  • درېیم ګام: خپل اپیل ولیکئ! یو هڅونکی اپیل لیک ولیکئ چې د COM د رد لیک دلیلونه او ستاسو شواهد په ګوته کوي. د هر هغه نوي معلوماتو یا شواهدو توضیحات شامل کړئ چې تاسو یې چمتو کوئ. که تاسو فکر کوئ چې ستاسو په غوښتنلیک کې کومه تېروتنه شتون لري، په واضح ډول توپیر په ګوته کړئ.
  • څلورم ګام: خپل اپیل وسپارئ! غوښتنه د AfghanSIVapplication@state.gov برېښنالیک ته وسپارئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم، د ملي ویزې مرکز (NVC) د قضیې شمېره، او د زېږون نېټه په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ. هر هغه اسناد چې د خپل اپیل ملاتړ لپاره لرئ ضمیمه کړئ او برېښنالیک واستوئ.

برسېره پردې، په رد لیک کې ذکر شوي د رد کېدو ځانګړي ډولونو سره ځان اشنا کړئ او د "وپوښتئ" وېبپاڼه کې شته لارښوونو پربنسټ د اپیل ستراتیژي تنظیم کړئ. د ردولو هر دلیل ممکن د COM لپاره بېلابېل ډول شواهد یا استدلال ته اړتیا ولري څو په موثره توګه پرېکړه وننګوئ او تاسو ته د ماموریت مشر تایید (COM Approval) صادر کړي.

 

ما وړاندې د خپل SIV قضیه لپاره د استېناف غوښتنه (Appeal) کړې ده، زما د اپیل پروسس کول څومره وخت نیسي؟

د استېناف غوښتنه (Appeal) بیاکتنې موده ناڅرګنده ده او په هره قضیه کې توپیر لري. د ناڅرګندو غوښتنو لپاره د کره پروسس کولو وخت وړاندوینه ډېر سخته ده ځکه چې دا په بېلابېلو فکټورونو پورې اړه لري. په دې فکټورونو کې د قضیو ډېروالی، د ماموریت مشر (COM) لومړیتوبونه او د استېناف غوښتنې ملاتړ لپاره د نویو اسنادو سپارل شامل دي.

د هر غوښتونکي د قضیې حالت ځانګړی دی او د پروسس وخت هم توپیر لري. له همدې امله، یوه قضیه کېدی شي په ۳ میاشتو کې او بله قضیه په ۲۴ میاشتو کې یا حتی تر دې هم ډېر موده کې حل شي. کله چې COM سپارل شوي اسناد تایید کړي او د دوی اعتبار وارزوي، دا غوښتونکي ته د ماموریت رسید پر تایید لیک (COM Approval) یا (Denial Letter) سره ځواب ورکوي. د غوښتونکو لپاره دا مهمه ده چې د دې پروسې په جریان کې صبر وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټول اړین اسناد په سمدستي توګه سپارل شوي څو د استېناف غوښتنه یا بیاکتنې پروسې ګړندي کړي.

په داسې حال کې چې د استېناف تصویب لپاره کوم کره مهال ویش شتون نه لري، غوښتونکي کولی شي په منظمه توګه د اړوندو چارواکو یا ادارو سره چې د دوی قضیې پر مخ وړي، خبر واخلي.

 

زما د استېناف غوښټنه یا اپیل(Appeal) هم رد شو، ایا زه کولی شم دویم ځل لپاره اپیل وکړم؟

نه! تاسو یوازې اجازه لرئ چې د اصلي غوښتنلیک رد کېدو وروسته د ۱۲۰ ورځو دننه اپیل درج کړئ. که ستاسو د استېناف غوښتنه ناکامه وه او بیا هم باور لرئ چې تاسو د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام لپاره وړ یاست، ستاسو بل ګام د SIV پروګرام ته د نوي غوښتنلیک سپارل دي. په هرصورت، مخکې له دې چې بیا غوښتنه وکړي، دا مهمه ده چې هغه ستونزې یا نیمګړتیاوې په نښه او سم کړئ چې اصلي غوښتنلیک رد کړي. په دې کې کېدی شي ستاسو د قضیې د پیاوړتیا لپاره د نوي اسنادو یا شواهدو راټولول شامل وي.

برسیره پردې، د قانوني یا کډوالۍ متخصصینو څخه د لارښوونې او مشورې غوښتنه کولی شي د دې ډاډ ترلاسه کولو کې ګټور وي چې ستاسو نوی غوښتنلیک ټول اړین اړتیاوې پوره کوي او پخوانۍ نیمګړتیاوې په کې شتون نه لري. د کډوالۍ او پناه غوښتنې سازمانونو لکه IRAPڅخه چې د "وپوښتئ" همکار بنسټ دی، د قانوني مرستې یا لارښوونې په لټه کې شئ. دوی کولی شي د استېناف پروسې په پوهېدو کې ارزښتناکه مرسته چمتو او تاسو سره مرسته وکړي چې قوي او ښه مستند قضیه وړاندې کړئ.

په داسې حال کې چې د انکار یا رد لیک ترلاسه کول او د COM تایید نه ترلاسه کول مایوسه کوونکی وي، د بیا غوښتنلیک پروسې ته د پاملرنې او اړوندو توضیحاتو په پام کې نیولو سره ستاسو د بریالۍ پایلې او د ماموریت رییس د تایید لیک (COM Approval) د ترلاسه کولو شونتیا ډېروي.

 

زما د SIV کېس د NVC ، CARE او د مرکې په ګډون له بېلابېلو پړاوونو څخه تېر شوی، ولې اوس زما قضیه رد (Case Denied) شوه؟

ستاسو د کېس یا قضیې په اړه NVC او COM ته نوي معلومات ښیي چې تاسو نور د SIV پر شرایطو برابر نه یاست او همدارنګه دوی به ستاسو د رد په لیک کې دلیلونه بیان کړي دي. ډېری احتمالي دلیلونه شتون لري چې ولې ستاسو د SIV قضیه د مرکې دمخه یا وروسته د بېلابېل پړاوونو څخه تر تېرېدو وروسته رد کېدی شي:

  • د بیاکتنې پروسې په جریان کې هر ډول تضاد یا غلط معلومات موندل کېدی شي چې پایله یې د قضیې رد وي. دا خورا مهمه ده ډاډ ترلاسه شي چې د SIV پروګرام ته سپارل شوي ټول اسناد کره او تازه دي او همدارنګه د پروګرام اړتیاوې پوره کوي.
  • که ستاسو دفتر یا ګمارونکي د SIV غوښتنلیک پروسې په جریان کې کافي ملاتړ یا تصدیق چمتو نه کړي، دا کولی شي ستاسو د کار تاریخ او اسنادو د اعتبار په اړه اندېښنې راپورته کړي. د دې ملاتړ نشتوالی ممکن ستاسو قضیه رد کړي.
  • که ستاسو امر (Supervisor) د SIV غوښتنلیک پروسې په جریان کې کافي ملاتړ یا تصویب چمتو کولو کې پاتې راشي، نو دا ممکن ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي. دا حتی ممکنه ده چې ستاسو مدیر یا څارونکي NVC ته یو لیک لېږلی وي او د غوښتنلیک په پروسه کې ستاسو ملاتړ څخه لاس اخیستی کړي.
  • کېدی شيCOM تاسو ته په غلطۍ یا د اسنادو تصدیق کولو پرته د ماموریت د رییس تایید (COM Approval) درکړی وي او اوس نورو چارواکو یا افسرانو دا غلطۍ ته یې پام شوی دی.
  • د ویزې ملي مرکز یاNVC ممکن نور ستاسو پر ګمارونکي او څارونکي باور له لاسه ورکړی وي او دوی ممکن شکمن ګڼل شوی وي. دا کولی شي ستاسو د دندې موده، مخینه او اسنادو د اعتبار په اړه اندېښنې راپورته کړي وي.
  • د SIV وړتیا د متحده ایالاتو د دولت د مستقیم قراردادي لپاره کار کولو پورې اړه لري. که چېرې شرکت یا فرد دا معیارونه پوره نکړي یا د ګمارونکي دفتر کافي ښه مخینه ونه لري، قضیه رد کېدی شي.
  • هغه قضیې چې د جدي ناوړه چلند تورونه په کې شامل وي، لکه د پیسو مینځل یا په غیرقانوني فعالیتونو کې ، د رد کېدو لامل ګرځي. سربیره پردې، که تاسو په تور لیست کې یاست یا د پولیګراف ازموینه کې ناکام یاست، دا کولی شي ستاسو په قضیه منفي اغیزه وکړي.
  • د کورنۍ د غړو په اړه د ناسمو معلوماتو چمتو کول، لکه په قضیه کې د مېرمن یا ماشوم دننه کول حال دا چې دا ستاسو اصلي خپلوان نه دي او دا کار د قضیې د رد کېدو لامل ګرځي. د چارواکو او د کډوالۍ افسرانو ته د درغلۍ او غولولو هر ډول هڅه به ډېری احتمال د دې لامل شي چې قضیه رد شي.
  • د کورنۍ د غړو په عمر کې تضاد او تناقض، لکه په اسنادو او ظاهر کې د کورنۍ د غړو د عمر تر منځ توپير د درغلیو شک چې د قضیې د رد لامل ګرځي.
  • په غیرقانوني فعالیتونو کې هرډول ښکیلتیا، لکه په غیرقانوني توګه متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره د اشخاصو هڅول یا مرسته کولی شي د قضیې د رد کېدو لامل شي. برسېره پردې، د څو ودونو یا نور امنیتي سرغړونې د رد پایله کېدی شي.

 

که چېرې د SIV غوښتونکی د درغلۍ یا جعل پورې اړوند د غلطو معلوماتو (Derogatory Information) له امله د COM لخوا رد شوی وي، ایا دا ممکنه ده چې له نوي اسنادو سره نوې قضیې یا د P-1/P-2 لپاره نوی غوښتنلیک وسپاري؟ ایا د غلطو معلوماتو وړاندې کولو له امله به د متحده ایالاتو په نوې قضیه کې بندیز ولګول شي؟

د SIV غوښتونکي چې غوښتنلیک د درغلۍ یا جعل په اړه د غلطو معلوماتو پربنسټ د ماموریت مشر (COM) لخوا رد شوی دی لاهم کېداي شی چې د قضیې د بیاکتنې ډېری لارې تعقیب کړي. یعنی دوی دا اختیار لري چې د استېناف (Appeal) غوښتنه وکړي، د COM نوی غوښتنلیک پیل کړي، یا د متحده ایالاتو سره اړیکه ونیسي څو د P-1/P-2 قضیې لپاره غوښتنه وکړي.

په داسې حال کې چې د انکار یا رد په ګډون د قضیې مخکینۍ معلومات شتون لري او د SIV پروګرام ته د لاسرسۍ وړ دی، د ملي ویزې مرکز (NVC) باید یوازې د تېرې قضیې توضیحاتو پربنسټ COM ته د غوښتنلیک لېږلو څخه انکار ونه کړي. په هرصورت، د درغلۍ له امله د غوښتونکي د مخکیني انکار یا رد ریکارډ به د قضیې سره پاتې شي او د نورو قضیو بیاکتنې او د ویزې صادرولو په وخت کې به په پام کې ونیول شي.

که په نوي غوښتنلیک کې ورته جعلي اسناد یا شرایط شامل وي، نو احتمالاً به ورته پایله ولري پرته له دې چې د درغلیو د د لرې کولو لپاره نوي اسناد وسپارل شي. که څه هم، که نوی غوښتنلیک د بېلابېل ګمارنې یا اسنادو پر بنسټ وي، د پخوانیو شرایطو پورې اړوند د درغلیو موندنې لاهم شتون لري.

په هغه قضیو کې چې د مرکې په مرحله کې د درغلۍ له امله د قونسلګرۍ افسر لخوا د COM غوښتنلیک رد شوی وي، دا به د INA A6 c1 لاندې د رد لامل شي، کوم چې ډېر جدي دی. د درغلۍ موندنې د شخص په ریکارډونو کې پاتې وي او که درغلۍ وموندل شي، دا ممکن په نورو کټګوریو کې د ویزې پر وړتیا اغیزه وکړي. په هرصورت، غوښتونکي ممکن د ځینو شرایطو پربنسټ د معافیت یا استېناف لپاره فرصتونه ولري.

د متحده ایالاتو د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام (US Refugee Admissions Program USRAP)  د P-1/P-2  قضیو لپاره، د قضیې رد کول ممکن د غوښتونکي په پخوانیو قضیو کې د درغلۍ موندلو په پایله کې په پام کې ونیول شي، په بالقوه توګه درغلۍ دوی د نورو قضیو یا کېسونو څخه بې برخې کوي. دا د غوښتونکو لپاره خورا مهمه ده چې د درغلیو هر ډول ادعا په ځیر سره وڅېړي او کله چې بیا غوښتنه کوي باید کافي اسناد چمتو کړي کوم چې د دوی د قضیې ملاتړ وشي.

 

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

 

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

انسټاگرام (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)