پرسش‌های متداول (FAQ) و رهنمود در مورد ارسال درخواست به رییس ماموریت (COM) در برنامه SIV-02.jpg

دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې (Special Immigration Visa - SIV) پروګرام ته د غوښتنلیک سپارلو او د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) پورې اړوند مسایلو په اړه دی چې د متداولو پوښتنو یا په مکرر ډول پوښتل شويو پوښتنو (Frequently Asked Questions - FAQ (بڼه ترتیب شوی دی. په دې لارښود کې د ماموریت مشر (COM) د مسایلو په تړاو د هغو کسانو لپاره چې په دې برخه کې له ځینو پېچلتیاوو سره مخ دي، د لا وضاحت ورکولو په موخه شته پوښتنو او اندېښنو ته معلومات وړاندې شوي. د دې لارښود معلومات له بېلابېلو سرچینو څخه د "وپوښتئ" ټیم د درک په پایله کې لیکل شوي دي، په دې توګه دا لارښود د حقوقي مشورې په توګه په پام کې مه نیسي. دا لارښود د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه آپډېټ شوی دی. د قانوني لارښوونې او مشورې لپاره، موږ وړاندیز کوو چې تاسو له رسمي سرچینو سره مشوره وکړئ. د ماموریت مشر (COM) د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې یوه خپلواکه کمېټه ده چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام پرېکړه کولو لړۍ کې مهم رول لوبوي. د SIV په پروګرام کې COM د متحده ایالاتو حکومت د ګټو ساتنه، د SIV غوښتنلیکونو د پروسس نظارت او د ویزې د شرایطو په اړه هم پرېکړه کوي.

نو په دې لارښود کې، موږ به د ماموریت مشر (COM) او د SIV پروګرام لپاره غوښتنلیک پورې اړوند اساسي پوښتنې ځواب کړو، چې د دې اړینو معلوماتو او ملاتړ په چمتو کولو سره به خلک د بیامېشتېدنې او کډوالی په سفر کې ځواکمن کړو.

 

د ماموریت مشر (COM) څوک دي او د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام د پرېکړې کولو په پروسه کې څه رول لري؟

د ماموریت مشر (COM) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه خپلواکه کمېټه ده چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې په (SIV) پرېکړې کولو لړۍ کې مهم رول لوبوي. د SIV پروګرام په چوکاټ کې، د ماموریت مشر په بهر کې د متحده ایالاتو د حکومت د ګټو ساتنه، د ویزې غوښتنلیک پروسې څارنه، او د ویزې د شرایطو د برابروالي په اړه پرېکړه کوي.

د SIV غوښتنلیکونو په اړه د COMپرېکړه ډېره مهمه ده ځکه چې دا په مستقیم ډول د هغو افغان غوښتونکو او د هغوی د کورنیو په برخلیک اغېزه کوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو حکومت له ملکي او نظامی ادارو سره یې خدمت کړی او یا یې ارزښتناکه مرسته کړې ده. په دې پرېکړه کې د غوښتنلیکونو بیاکتنه، د شواهدو ارزونه، او د وړتیا معیارونو او مقرراتو سره موافقت ډاډمن کول شامل دي.

د  COMپرېکړه تر ډېره د رسمي برېښنالیک له لارې لېږل کېږي چې د تایید لیک (Approval Letter) یا رد لیک (Denial Letter) لري، کوم چې د پرېکړې دلېلونه مشخص کوي. دا اړیکه د SIV پروګرام غوښتونکو لپاره د اړېکو د یوې مهمې پرېکړې په توګه کار کوي، په یاد پروګرام کې د دوی برخلیک ټاکي او د راتلونکو ګامونو په اړه لارښوونه کوي.

پر شرایطو برابر افغانانو لپاره د SIV په پروګرام کې د COM ارزښت ته په پام سره، غوښتونکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی غوښتنلیکونه بشپړ او پر معیارونو برابر دي او همدارنګه د ویزې د ورکړې لپاره د دوی وړتیا په سمه توګه ښکاره کوي.

 

زه څنګه د SIV غوښتنلیک لپاره اړین اسناد پیدا او راټول کړم؟

د پیل کولو لپاره، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو کمپیوټر، سکنر او انټرنېټ ته لاسرسی لرئ. مهمه ده په یاد ولرئ چې که تاسو عامه کمپیوټر کاروئ، د خپل محرمیت ساتلو لپاره د اپلوډ کولو وروسته خپل کاپي شوي اسناد پاک کړئ.

لاندی ځینې لارښوونې دي کله چې خپل اسناد سپارئ او بیا تعقیب یې کړئ څو د پروسس ځنډ څخه مخنیوی وشي:

  • خپل سکن شوي اسناد د منلو وړ فایل فارمیټونو کې تنظیم کړئ لکه PDF، jpg، یاjpeg، ټول سکن شوي اسناد باید له 4 مګابایټ یا ام بي څخه زیات نه وي. که یو سند له 2 میګابایت څخه ډېر وي، فایل کمپریس یا وزن یې کم کړئ. د کمپریس (Compress) شوي یا دPDF  فایلونو ته د پاسورډ ورکولو څخه ډډه وکړئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو سکن شوي اسنادو په مخ او شا دواړو کې ټاپه شوي اوسی یا لیکنه ولري. د بهرنیو ژبو سندونو تصدیق شوي ژباړې باید په یوه فایل کې شاملې شي. ډاډ ترلاسه کړئ چې سکن روښانه دي، د لوستلو لپاره اسانه دي او نه دي پرې شوي. د سندونو دواړه مخونه وګورئ او ډاډ ترلاسه کړئ مکمله پاڼه سکن شوې. که سکن شوي فایلونه تیارې وي یا لوستل یې سخت وي، په لوړ ریزولوشن کې بیا سکن کړئ.
  • کمپریس کول د فایل اندازه کموي او اپلوډ یا د برېښنالیک لېږل اسانه کوي. د کمپیوټر ډېری عملیاتي سېسټمونه د "File" یا "Save" لاندې یا د فایل نوم په ښي برخې کلیک کولو سره د کمپریس کولو اختیارونه چمتو کوي. د کمپریس کولو لپاره سافټویر هم شتون لري. د زپ (Zip) فایلونو لېږلو څخه ډډه وکړئ ځکه چې سندونه په دې فارمټونو کې د بهرنیو چارو وزارت لخوا نه منل کېږي.

 

زه څنګه د SIV  غوښتنلیک په تړاو د COM پرېکړه ترلاسه کولی شم؟

وروسته له دې چې د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) ستاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک او DS-157 فورمې ارزونه وکړه، دوی به د ملي ویزې مرکز (National Visa Center - NVC) ته د خپلې پرېکړې په اړه خبر ورکړي. بیا به NVC تاسو ته په غوښتنلیک کې چمتو شوي پتې په کارولو سره د برېښنالیک له لارې خبر درکړل شي. برېښنالیک به د لاندې پایلو څخه یوه ولري:

د تایید لیک (Approval Letter): که ستاسو د SIV غوښتنلیک تایید شي، تاسو به د برېښنالیک له لارې د COM  غوښتنلیک تایید لیک ترلاسه کړئ. دا لیک به ستاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروسې د پرمخ وړلو څرنګوالي په اړه تفصيلي لارښوونې ولري.

د رد لیک (Denial Letter): د رد په صورت کې، تاسو به د برېښنالیک له لارې د COM څخه د رد لیک ترلاسه کړئ. په دې لیک کې به د رد د لاملونو په اړه توضیحات وړاندې شي. تاسو دا اختیار لرئ چې د COM د هر ډول رد یا لغوه کولو په وړاندې لیکلي بڼه اعتراض یا د بیاارزونې (Appeal) غوښتنه وکړئ. دا اپیل باید د برېښنالیک له لارې د رد لیک ترلاسه کولو وروسته د 120 ورځو دننه وسپارل شي.

په هرصورت، د بهرنیو چارو وزارت حق لري چې د دې 120 ورځو څخه وروسته لیکلي غوښتنې هم ومني. ستاسو د بیاارزونې غوښتنه باید ستاسو د رد شوي COM غوښتنلیک د بیا پرانستلو غوښتنه وکړي او باید اضافي اړوند معلومات، د موجوده معلوماتو توضیحات، یا د رد په لیک کې د هر ډول اعتراض وړ معلوماتو توضیحات شامل کړي.

 

که زه د 2022 کال د جولای په 20مه یا له هغه وروسته د ماموریت د مشر تاییدی (COM Approval) ترلاسه کړم، نو څه کېږي؟

که تاسو د 2022 کال د جولای په 20 یا وروسته د خپل کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لپاره د ماموریت مشر (COM) تاییدی ترلاسه کړ، نو د ویزې ملي مرکز (NVC) به تاسو ته د COM تاییدی او اړوند مفصل لارښوونې سره برېښنالیک ولېږي او تاسو ته به خبر درکړي چي څنګه پرمخ لاړ شئ.

هرڅومره ژر چې تاسو د COM تاییدی ترلاسه کړئ، NVC  به تاسو ته د کابل نمبر  (KBL Number) او د رسید یاInvoice  شمېره درکړي. بیا به له تاسو څخه وغوښتل شي چې د چمتو شوي کابل او رسید شمیرې په کارولو سره د برېښنایی ویزې غوښتنلیک فورم (DS-260) ډک کړئ.

د DS-260 فورمه ډکولو وروسته، تاسو باید خپل مدني اسناد د NVC لخوا چمتو شوي لارښوونو سره سم وسپارئ. په دې اسنادو کې معمولاً د زېږون کارت، پاسپورټ، نکاح خط او همدارنګه د Refugee Benefit Election Form او DS-234  فورمې شاملې دي.

د ټولو اړینو اسنادو د سپارلو او پروسس کولو وروسته، NVC به تاسو لپاره د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې مرکه چمتو کړي.

 

ما خپل غوښتنلیک د SIV پروګرام لپاره سپارلی، کله به زه د COM د تایید لیک ترلاسه کړم؟

د ماموریت د مشر تایید لیک (COM Approval) ترلاسه کولو مهال وېش د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) د هر غوښتنلیک او غوښتونکي لپاره توپیر لري. په داسې حال کې چې ځینې غوښتونکي ممکن په شپږو میاشتو کې د COM  تایید ترلاسه کړي، نور ممکن د دوو کلونو یا تر دې هم ډېر ځنډ تجربه کړي. د COM تاییدلیک لپاره هېڅ ټاکلی وخت او چوکاټ شتون نه لري، ځکه چې د پروسس کولو وخت د پروژې شرایط، اسناد، اړونده اداره، ستاسو د قضیې پېچلتیا او د پروسس کولو دفترونو اوسنی کاري فشار په ګډون بېلابېلو فکټورونو پورې اړه لري.

په هرصورت، د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي خبرتیاوو پر بنسټ، تمه کېږي چې COM به په ډېرو مواردو کې د نهو میاشتو په موده کې پرېکړه وکړي. دا اړینه ده چې تاسو د خپل دفتر د بشري سرچینو برخې او خپل آمر یا سوپروایزر ته د خپل غوښتنې په اړه خبر ورکړئ، ځکه چې دوی سره د وړاندې شوي معلوماتو او اسنادو د تصدیق کولو لپاره اړیکه نیول کېږي.

 

زما د SIV غوښتنه COM ته راجع شوی، خو زما د سپارښتنې لیک (Letter of Recommendation) یو څه ستونزه لري، زه باید څه وکړم؟

که ستاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV غوښتنلیک د پرېکړې لپاره د ماموریت مشر (COM) ته راجع شوی وي، خو ستاسو د سپارښتنی لیک (Letter of Recommendation) کي د کوم دلیل لپاره ستونزه شتون لري، تاسو کولی شئ د سپارښتنې یو نوی لیک NVC ته وسپارئ چې د SIV لارښوونو سره مطابقت ولري. دا سپارښتنه کېږي مخکې له دې چې  COMپرېکړه وکړي تاسو یې سمدستي د خپل غوښتنلیک په ملاتړ کې د کتنې لپاره دا نوی لیک وسپارئ. که تاسو د آمر یا سوپروایزر لخوا د ځواب نه ورکولو ستونزې سره مخ شئ، نو صبر وکړئ او د  COM پرېکړې ته انتظار وکړئ.

دا معلومه شوه چې که ستاسو اسناد اړونده معیارونه پوره نه کړي، د رد امکان شتون لري. که تاسو پرېکړه وکړئ چې د سپارښتنې نوی لیک یا نور اسناد وسپارئ، دا مستقیم د ویزې ملي مرکز (NVC) ته واستوئ. د ټلیفون له لارې NVC سره اړیکه ونیسئ، ټولې مسلې تشریح کړئ او له دوی څخه وغواړئ چې ستاسو د زوړ سپارښتنې لیک د نوي سره بدل کړي. هوښیارتیا دا ده چې د دې موضوع په فوریت او اهمیت ټینګار وکړئ او له دوی څخه وغواړئ چې د ارزونې په پروسه کې ستاسو تازه شوي سپارښتنې لیک ته لومړیتوب ورکړي.

تر هغه چې پرېکړه نه وي شوې، د پایلې په اړه ناڅرګندتیا شتون لري. د SIV پروسې کولی شي تر دې هم پېچلي وي. له همدې امله، دا مهمه ده چې د NVC سره دوامداره اړیکه وساتئ او د خپلې د قضیې د ښه پرمختګ لپاره لارښوونې تعقیب کړئ.

صبر مهم دی، ځکه چې هره قضیه د ځانګړو ارزونو او پېچلو پروسو څخه تېرېږي. د نورو سره د خپل قضیه پرتله کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې د پروسس کولو وختونه خورا توپیر لري. که تاسو د خپل COM د تایید په ترلاسه کولو کې جدي ستونزه لرئ او مرستې ته اړتیا لرئ، ستاسو د قضیې په اړه د لارښوونې او ملاتړ لپاره د نړیوالې کډوالۍ مرستې پروژې (IRAP) په څېر سازمانونو سره اړیکه ونیسئ.

 

ولې ما د خپل SIV غوښتنلیک په اړه د COM څخه ځواب په تېرو 24 میاشتو کې نه دی ترلاسه کړی؟

د خپل SIV غوښتنلیک په اړه د اوږدې مودې لپاره د ماموریت مشر (COM) څخه د ځواب نه ترلاسه کول، تاسو  لپاره د اندېښنې وړ کېدی شي. په هرصورت، د اوسني وضعیت او شرایطو باندې پوهېدل اړین دي. اوس مهال، د ویزې ملي مرکز (NVC) کې له 60,000 څخه ډېر غوښتنلیکونه د COM پرېکړو ته په تمه دي. دا ممکنه ده چې ستاسو غوښتنلیک یو له دې غوښتنلیکونو څخه وي.

په داسې حال کې چې تاسو د  COMپرېکړې ته په تمه یاست، ستاسو لپاره پرته له دې چې ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو اسناد د NVC سره پر شرایطو برابر او بشپړ دي، بله لاره نشته. د COM پرېکړو لپاره مهال وېش توپیر کولی شي، په ځینو مواردو کې تر 24 میاشتو پورې یا حتی تر دې هم ډېر وخت نیسي. د ارزونې موده تر ډېره د قضیې پېچلتیا، په قضیه کې د ښکیل کارمند ارزونه، ستاسو د اسنادو اعتبار او د قضیې لومړیتوب پورې اړه لري.

که تاسو د SIV لارښوونو سره سم د خپلو اسنادو ملاتړ لپاره اضافي شواهد لرئ، نو سپارښتنه کېږي چې تاسو د خپل غوښتنلیک ملاتړ لپاره COM ته وسپارئ. په هرصورت، موږ باید دا ومنو چې حتی د اضافي اسنادو سره، سره د COM  فخوا د رد امکان شتون لري.

که تاسو د خپلو اسنادو بشپړتیا په اړه ډاډه نه یاست، د وضاحت لپاره د برېښنالیک یا ټلیفون له لارې NVC سره اړیکه نیولی ونیسئ څو د خپلو اسنادو له بشپړوالي څخه ډاډ ترلاسه کړئ. صبر او د خپل غوښتنلیک د وضعیت څارنه د انتظار په دې موده کې مهمه ده، ځکه چې د COM د پرېکړې کولو پروسه د ډېر شمېر قضیو د شته والي سره، سره بیا هم پروسه په چټکتیا سره پر مخ روانه ده.

 

زما د SIV په غوښتنلیک کې د DS-157 فورمه کې ځینې غلطۍ وې، زه څنګه کولی شم هغه سم کړم؟

که تاسو د SIV غوښتنلیک پروسې په جریان کې په خپل DS-157 فورمه کې کومه تېروتنه کړې وي، تاسو فرصت لرئ چې د  DS-260فورمې ډکولو پر مهال یې اصلاح کړئ. دDS-260  فورمه معمولاً د ماموریت د مشر (COM) د تایید ترلاسه  کولو څخه وروسته بشپړېږي. کله چې DS-260 مو بشپړ کړ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د نوم، د زېږون نېټه، او د آمر معلوماتو په ګډون ټول چمتو شوي معلومات سم دي او سم توضیحات منعکس کوي.

د DS-260 فورمې د تعدیل لپاره، د قونسلګرۍ برېښنایی غوښتنلیک مرکز (CEAC) وېبپاڼې ته د کابل او رسید شمېرې په کارولو سره دننه شئ. ستاسو د قضیې سره تړلې DS-260 فورمې ته لاړ شئ او هره برخه په دقت سره بیا وګوري څو کومه غلطۍ که وي نو اصلاح یې کړئ. د اړتیا سره سم معلومات دننه او په ټوله فورمه کې د ځیر څخه ډاډ ترلاسه کړئ.

د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې ستاسو د مرکې په جریان کې، دا مهمه ده چې د قونسلګرۍ افسر ته د DS-260 فورمه کې راوړل شوي سمونونه واضح کړئ. که غوښتنه وشي، د تازه معلوماتو ملاتړ لپاره اضافي توضیحات یا اسناد وړاندې کولو لپاره چمتو اوسئ.

 

زه له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته له پولې تېر شوم او اوس زما د SIV غوښتنه د COM ارزونې لاندې ده؛ ایا زه کولی شم د خپلې قضیې پروسس ګړندۍ کړم یا زه باید د پناه غوښتنه وکړم؟

نه، دا ممکنه نه ده چې ستاسو د خپل SIV قضیې پروسس ګړندۍ کړئ، حتی که تاسو اوس په متحده ایالاتو کې یاست. کله چې تاسو په غیرقانوني توګه متحده ایالاتو ته داخل شئ، ستاسو د کډوالۍ قضیه کېدی شي نور هم  پېچلې او ننګونو سره مخ شي. په داسې حال کې چې تاسو ممکن د پناه غوښتنې په اړه هم فکر وکړئ، دا مهمه ده پوه شئ چې د پناه غوښتنې پروسه هم اوږده کېدی شي او آن ډېری پناه غوښتونکي د پرېکړې لپاره کلونه انتظار کوي.

د پناه غوښتنه کول د پام وړ شواهدو ته اړتیا لري څو ستاسو په هېواد کې د ځورونې وېره ستاسو د پناه غوښتنې ملاتړ وکړي. دا خورا مهمه ده چې د کډوالۍ جوازلرونکي وکیل یا د حقوقي مشوره ورکوونکو بنسټونو سره مشوره وکړئ کوم چې کولی شي ستاسو د ځانګړي وضعیت په اړه مفصل لارښود چمتو او تاسو ته د غوره ګام اخیستو په برخه کې مشوره درکړي.

 

ما تر اوسه د خپل SIV غوښتنې لپاره د ماموریت د مشر تاییدي (COM Approval) نه دی ترلاسه کړی؛ ولې؟

کېدی شي ډېر دلېلونه وي چې ولې تاسو تر اوسه د خپل SIV غوښتنلیک لپاره د ماموریت د مشر تاییدي (COM Approval) نه دی ترلاسه کړی. د تایید نه ترلاسه کولو لپاره سلګونه دلېلونه شتون لري، خو دلته ځینې مهم احتمالي توضیحات وړاندې شوي دي:

  • د COM تایید لیک د صادرولو لپاره کوم ځانګړی وخت او چوکاټ شتون نه لري او د ویزې ملي مرکز  (NVC) دا موضوع په مستقیم ډول غوښتونکو ته هم خبر ورکوي.
  • د COM کمېټه ممکن د غوښتنو د لوړ شمېر له امله تر فشار لاندې وي او ممکن ستاسو د غوښتنې پروسس وځنډېږي.
  • COM ممکن د نورو غوښتنو په پرتله د ځانګړو غوښتنلیکونو ته د بېلابېلو فکټورونو پر بنسټ لکه د مهمو پروژو لپاره لومړیتوب ورکړي.
  • کېدی شي نورې پاتې غوښتنې وي چې COM پرې تمرکز کړی او په لنډمهاله توګه ستاسو غوښتنې له پامه غورځوي.
  • COM ممکن ستاسو پر غوښتنلیک ارزونه کوي خو لا تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دی رسېدلی.
  • کېدی شي ستاسو د بشري سرچینو لیک او د سپارښتنې چمتو شوي لیک کې د معلوماتو تضاد یا شک شتون ولري، کوم چې به د نورو څېړنو لپاره په نظر کې ونیول شي.
  • کېدی شي ستاسو اسناد بشپړ وي او ستاسو غوښتنلیک هم د اعتبار وړ وي، خو تر اوسه COM نه دی توانیدلی چې دا د لسګونو زرو نورو جعلي غوښتنلیکونو څخه توپیر یا جلا کړي.
  • دا ممکنه ده چې NVC  او  COMستاسو د بشري سرچینو پر برخې او آمر (Supervisor) یا له دوی څخه پر یوه یې شکمن وي او دې کار د چارواکو لپاره پرېکړه ستونزمنه کړې ده.
  • ستاسو آمر یا سوپروایزر ممکن د SIV د اسنادو د تاییدۍ په پروسه کې د تعقیبي پوښتنو په ځواب کې کافي یا کره معلومات نه وي چمتو کړي.
  • کېدی شي ستاسو د بشري سرچینو  او د سپارښتنې لیکونو د اعتبار په اړه اندېښنې شتون ولري، په ځانګړې توګه که چېرې د لاسوهنې یا اېډېټ شک پرې وي.
  • ستاسو اسناد ممکن د ټېکنولوژیکي ارزوندې یا تاییدۍ پروسې تابع وي چې دا هم ځنډ لامل کېږي.
  • COM ممکن د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د شمېر د محدودیت په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله د ځانګړو غوښتنو په اړه پرېکړه وځنډوي.
  • حتی که COM ستاسو غوښتنه هم تایید کړي، دا ممکن ستاسو د قضیې کارکوونکي سره د نور پروسس لپاره پاتې وي.

 

د رد لیک پر وړاندې د استیناف (Appeal) پروسه کې د ماموریت مشر (COM) لپاره د وخت محدودیت څومره دی؟

په COM کې د رد لیکونو د استیناف (Appeal) کولو لپاره مهال وېش توپیر لري او همدارنګه په لویه کچه په فکټورونو پورې اړه لري لکه د اړینو معلوماتو او نویو اسنادو چمتو کول چې په بالقوه توګه د رد لیک د لغوه کېدو لامل کېدی شي.

د رد لیک بیاارزونې لپاره د پروسې چټکتیا او د اړینو اسنادو د بیا سپارلو د موثریت او په بهرنیو چارو وزارت (DoS) کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام ته د ټاکل شوي معیارونو پوره کول اغېز لري. په داسې حال کې چې ممکن د بېلابېلو فکټورونو له امله د پروسس په وخت کې بدلونونه شتون ولري، لکه د قضیې لومړیتوب، د نویو اسنادو سموالی، د غوښتنلیک اعتبار او اداري پروسې.

په هرصورت، غوښتونکي باید د COM د بیاارزونې او پرېکړې لپاره صبر وکړي، ځکه چې دوی ستاسو وضعیت او د ژوند شرایط په پام کې نه نیسي او برعکس ستاسو د غوښتنلیک اسناد په ځیر سره ارزوي، په دې توګه دا ښیي چې دوی د امریکا ارزښتونو او ګټو ته ډېر ژمن دي.

 

 د SIV پروګرام د غوښتنلیک د لومړني غوښتونکي (Principle Applicant) لپاره د لږ عمر محدودیت څومره دی؟

د کډوالۍ ځانګړې ویزې  (SIV)د لومړني غوښتونکي (Principle Applicant) لپاره د لږترلږه عمر محدودیت شتون نه لري. په هرصورت، د 18 کالو څخه کم عمر لرونکي غوښتونکي ممکن د اضافي تفتیش او څېړنو سره مخ شي او همدارنګه د 18 څخه کم عمرلرونکو غوښتونکو په قضیو کې د کورنۍ غړي آن مېرمن او ماشومان نه شاملېږی.

دا مهمه ده په یاد ولرئ هغه خلک چې د 18 کلنۍ څخه دمخه یې کار کړی اوس هم کولی شي د SIV لپاره د لومړني غوښتونکي په توګه غوښتنه وکړي. د قضیې د پر مخ بېولو لپاره د بشري سرچینو برخه او آمر یا سوپروایزر لاهم اړین دي چې د غوښتنلیک د پروسې د یوې برخې په توګه د غوښتونکي استخدام تایید کړي.

په داسې حال کې چې عمر ممکن د SIV وړتیا لپاره ټاکونکی فکټور نه وي، غوښتونکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د پروګرام نور اړتیاوې پوره کوي او د خپل د غوښتنلیکونو ملاتړ لپاره کره اسناد چمتو کړي.

 

ولې له مرکې څخه وروسته زما د SIV قضیه د بیاارزونې لپاره بېرته COM ته استول شوې؟

په دې برخه کې ډېر لاملونه شتون لري چې ولې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیه له مرکې څخه وروسته بیاارزونې لپاره د ماموریت مشر (COM) ته بېرته ستنېدل کېدی شي. دا کېدی شي په سلګونو دلېلونه ولري، خو دلته یو څو عام لاملونه یادوو:

  • که چېرې د انسانی سرچینو په لیک کې چمتو شوي معلوماتو او د مرکې په جریان کې ورکړل شوي بیانونو کې توپیر شتون ولري، لکه د دندې سرلیکونو یا مسوولیتونو کې توپیر، دا د اسنادو د جعل او درغلۍ شک رامنځته کوي، چې په دې توګه د بیاارزونې لپاره بیرته COM لېږدول کېږي.
  • که چېرې د غوښتونکي د استخدام نېټه یا غوښتنلیک د SIV پروګرام شرایط پوره نه کړي، لکه د متحده ایالاتو د حکومت قراردادي لپاره کار نه کول یا د لږ تر لږه د کار معیارونو سره سم نه وي، غوښتنلیک ممکن د بیاارزونې لپاره بیرته COM ستون شي.
  • په هغه حالتونو کې چې د غوښتونکي او د کورنۍ غړو اصلي عمر د مرکې پر مهال په اسنادو کې چمتو شوي معلوماتو سره سمون ونه خوري یا د مرکې په جریان کې متضاد ښکاري، دا کولی شي د اسنادو د اعتبار په اړه اندېښنې رامینځته کړي.
  • د اړینو اسنادو په چمتو کولو یا د اسنادو د تاییدۍ د پروسې پوښتنو ته د ځواب ویلو په برخه کې د اړوند آمر یا سوپروایزر د ځنډ یا نه همکارۍ یا د سوپروایزر د نه ملاتړ لیک له امله ​​ممکن د نورو څېړنو لپاره قضیه بېرته COM ته ولېږل شي.
  • هغه قضیې چې په هغه کې داسې شرکتونه یا اشخاص شامل دي چې هغه د SIV پروګرام لپاره غیرمستقیم ګڼل کېږي، لکه غیر مستقیم قراردادونه یا ناکافي کاري نېټې، ممکن د نورو څېړنو او احتمالي ردولو سره مخ شي.
  • د مرکه کوونکي افسر پرېکړه کړې چې غوښتنلیک ته سپارل شوي اسناد جعلي دي او دا چې غوښتونکي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت په ملاتړ کې کار نه دی کړی، او دا به د قضیې د بیاکتنې لپاره بیرته COM ته واستول شي.
  • جدي روغتیایی ستونزې یا د رواني روغتیا مسلې چې د غوښتونکي یا نورو لپاره خطر رامنځته کوي ممکن د ویزې رد یا اضافي روغتیا ارزونې ته اړتیا وي مخکې له دې چې غوښتنلیک نور پرمخ ولاړ شي.
  • د درغلۍ په فعالیتونو کې هر ډول ښکېلتیا، لکه د پیسو مینځلو، څو وادونو کول، یا متحده ایالاتو ته د غیرقانوني ننوتلو هڅول د ویزې د رد او د احتمالي قانوني پایلو لامل کېدی شي.

دا د غوښتونکو لپاره اړینه ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې ټول چمتو شوي معلومات سم، کره او د تایید وړ دي څو د غوښتنلیک پروسې په جریان کې د پېچلو پېښو څخه مخنیوی وشي. برسېره پردې، د مرکو او د اسنادو د تاییدۍ پروسې په جریان کې چمتووالی او همکاري کولی شي د قضیې او ویزی د تایید پروسې په چټکتیا کې مرسته وکړي او د احتمالي ستونزو مخه ونیسي.

 

د ویزې ملي مرکز له ما څخه وغوښتل چې د یو امریکایي تبعه لخوا لاسلیک شوی د سپارښتنی لیک (Recommendation Letter) راولېږل شي، څه باید وکړم؟

دا مهمه ده په یاد ولرئ چې د 2021 په مني کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې نور د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیکونو لپاره د متحده ایالاتو اتباع لخوا لیکل شوي یا لاسلیک شوي لیک ته اړتیا نشته. د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونو کې راغلي که څه هم د امر یا سوپروایزر لیک لپاره غوره ده چې د یو امریکایي تبعه لاسلیک وي، خو دا اړینه نه ده او دوی د غیرامریکایي آمر یا سوپروایزر لیک هم مني.

که د ویزې ملي مرکز (NVC) له تاسو څخه د متحده ایالاتو د اتباعو په لاسلیک باندې د سپارښتنې لیک غوښتنه وکړي ، تاسو کولی شئ دوی ته خبر ورکړئ چې دا اړتیا بدله شوې او نور لازمي نه دي.

برسېره پردې، د 2023 کال د جنوري میاشتې پورې یا که څه هم د بهرنیو چارو وزارت ممکن اوس هم له آمر یا سوپروایزر څخه وغواړي چې د متحده ایالاتو د تابعیت ثبوت وړاندې کړي، دوی باید ووايي تاسو زما د کارمند قضیه د تابعیت پر بنسټ رد نکړي. که چېرې د یو غیرامریکایي چارواکي څخه د متحده ایالاتو د تابعیت د ثبوت غوښتنه وشي، دوی کولی شي په ساده ډول خپل غیرامریکایي تابعیت د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي، تشریح کړي او پوه شي چې د متحده ایالاتو تابعیت ثبوت نور لازمي نه دي.

که ستاسو غوښتنلیک د دې پخوانیو اړتیاوو پراساس ځنډول یا رد شي، تاسو کولی شئ د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) د COM ردولو مرستې فورم له لارې مرسته ترلاسه کړئ.

 

ما د SIV لپاره غوښتنه کړې ده، خو اوس دوی ویلي چې زما ځینې اسناد ناسم دي (Missed Documents) او زه یې باید سم کړم؛ ولې؟

که چېرې د ویزې ملي مرکز (NVC) داسې وګڼي چې تاسو سم اسناد نه دي سپارلي یا ستاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا ده، ستاسو اسناد به ناقص یا ناسم (Missed Documents) وګڼل شي او د برېښنالیک له لارې به له تاسو څخه اړونده غوښتنه وشي. دا برېښنالیک ځانګړي اسناد یا معلومات په ګوته کوي چې سم یا بشپړولو ته اړتیا لري.

د دې برېښنالیک ترلاسه کولو وروسته ، دا خورا مهم دي چې چمتو شوي لارښوونې په دقت سره ولولئ. د اضافي غوښتل شوي معلوماتو چمتو کولو لپاره مرحلې او لارښوونې تعقیب کړئ یا ستاسو په اسنادو کې کومه شته تېروتنه سمه کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین بدلونونه ستاسو په اسنادو کې سم او په بشپړ ډول رامنځته شوي.

یوځل چې تاسو اړین سمونونه وکړل یا غوښتل شوي معلومات مو چمتو کړل، دا نوي اسناد ضمیمه او د برېښنالیک په ځواب (Reply) کې NVC ته واستوئ او یا د کومې ستونزې په شتون کې د AfghanSIVAapplication@state.gov برېښنالیک ته واستوئ. دا مهمه ده چې د برېښنالیک موضوع بدله نه کړئ څو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو غوښتنه په سمه توګه پروسس کېږي.

 

کله چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنه د ماموریت مشر (COM) سره وي، د "Under Review" اصطلاح څه معنی ورکوي؟

کله چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) قضیه د ماموریت د مشر (COM) تر ارزونې لاندې وي، دا د Under Review په توګه نښه شوې وي او دا په ګوته کوي چې غوښتنلیک اوس مهال د COM یا د دوی ټاکل شوي استازو لخوا ارزول کېږي. د "Under Review" اصطلاح په رسمي توګه د بهرنیو چارو وزارت لخوا نه کارول کېږي، خو د خلکو لخوا ډېر کارول کېږي. په دې مرحله کې COM ستاسو اسناد، شواهد او نور اړوند معلومات په ځیر سره ارزوي څو د SIV پروګرام لپاره د غوښتونکي پر شرایطو برابروالی یا وړتوب مشخص کړي.

د  Under Reviewپه ګوته کوي چې غوښتنلیک په فعاله توګه د بیاکتنې لاندې دی، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې. د پروسې دا ګام خورا مهم دی ځکه چې COM د غوښتونکي غوښتنلیک ارزوي او ډاډ ترلاسه کوي چې ستاسو غوښتنه د SIV معیارونه پوره کوي، چې معمولاً په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ملکی یا نظامي ادارو سره د خدمت یا تړاو اسناد ارزوي.

په داسې حال کې چې غوښتنلیک پروسس کېږي، غوښتونکي ممکن د انتظار او ناڅرګنده موده تجربه کړي. دا سپارښتنه کېږي چې تاسو صبر وکړئ او د NVC یا COM کمېټې څخه د اضافي معلوماتو یا وضاحت لپاره هرې غوښتنې ته ځواب ووایی.

 

زه څنګه پوه شم چې زما د SIV غوښتنلیک بشپړ شوی او اوس د COM تر ارزونې لاندې دی؟

یوځل چې د ویزې ملي مرکز (NVC) تایید کړه چې تاسو د خپل کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لپاره ټول اړین اسناد سپارلي دي، تاسو به د برېښنالیک له لارې یوه خبرتیا ترلاسه کړئ چې ستاسو قضیه بشپړه شوې ده. دا خبرتیا په ګوته کوي چې ټول اړین اسناد سپارل شوي او ستاسو غوښتنه د بیاکتنې لپاره د ماموریت مشر (COM) ته لېږل شوې.

بیا به د COM کمېټه ستاسو د اسنادو بشپړتیا او اعتبار ارزوي څو د SIV پروګرام لپاره ستاسو وړتیا وټاکي. دا مهمه ده په یاد ولرئ چې د COM لخوا د ارزونې پروسه کېدی څو میاشتې یا کلونه وخت ونیسي څو نهایی پرېکړه وشي.

که تاسو ډاډه نه یاست چې ستاسو اسناد بشپړ شوي یا نه، تاسو کولی شئ د  AfghanSIVapplication@state.gov  آډرس ته برېښنالیک واستوئ او د خپلې قضیې د وضعیت په اړه پوښتنه وکړئ.

همدارنګه د کډوالۍ ځانګړې ویزې د قضیو د پروسس کولو وختونو او د COM ارزونې د پرمختګ په اړه تازه معلوماتو لپاره، غوښتونکي کولی شي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا چمتو شوي درې میاشتني راپورونو ته مراجعه وکړي.

 

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

انسټاگرام (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)