رهنمود طی مراحل پرونده و اخذ ویزه آمریکا (U.S. Visa Process) در کمپ‌های کشور سومی-02.jpg

د متحده ایالاتو حکومت د SIV ، P2 او نورو ویزو غوښتونکي له افغانستان څخه درېیم هېوادونو ته لېږدوي ترڅو هلته د دوی کېسونه پرمخ بوځي. له ګواښ سره د مخ د افغانانو د لېږد یا ایستلو مسوولیت اوس د "افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ" (Coordination For Afghan Relocation Efforts - Care) په نوم د یوې ځانګړې ډلې په غاړه دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند ده. متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د کېس لرونکي چې له کابل څخه د درېیم هېواد په موخه روانېږي، باید د درېیم هېواد په کمپ کې واوسېږي او د خپل کېس پړاوونه بشپړ کړي چې د "وپوښتئ" په دې لیکنه کې پرې رڼا اچول شوې ده. همدارنګه په دې لیکنه که به تاسو ولولئ چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د امریکې د کونسلر تاسو څنګه مرکه ترسره کوئ.

کېس لرونکي په کمپ کې دننه د خپل کېس د پرمخ بیولو اسانتیا هم لري. د متحده ایالتونو د کونسلګرۍ او استازولۍ تر څنګه په کمپ کې دننه د مهاجرت د نړیوال سازمان دفترونه هم فعال دي چې د غوښتونکو کېسونه ارزوي او کارونه یې خلاصوي. په کمپ کې د اوسېدو پر مهال ځينې مرکې او لیدنې کېږي چې کېس لرونکي کولای ښي د عامه ټرانسپورټ په کارولو سره اړوند دفترونو ته ورشي.

۱. د IOM مرکه

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د انفرادي او کورنۍ شرایطو ارزولو لپاره له کېس لرونکو سره ځانګړې مرکې کوي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) مرکې په ځانګړې توګه په متحده ایالتونو کې د کېس لرونکي په اړیکو یعنې خپلوانو او ملګرو سره په اړیکو تمرکز کوي، چېرې چې غوښتونکي غواړي د خپلو خپلوانو او ملګرو سره نيژدې مېشت شي. د متحده ایالتونو د اړیکو "US-Ties" د غوښتونکي د شرایطو په ټولیزه ارزونه کې یو مهم رول لوبوي.

د دې پروسې د یوې برخې په توګه به، غوښتونکي یو بریښنالیک ترلاسه کړي چې دوی ته لارښوونه کوي چې د متحده ایالتونو کي د خپلو اړیکو یا US-Ties معلومات له ځان سره په ټاکل شوې نېټه او وخت د مرکې ځای ته راوړي. دا مهمه ده چې یادونه وکړو چې یوازې اصلي غوښتونکي باید په مرکه کې په شخصي توګه ګډون وکړي.

دا هم د یادولو وړ ده چې کېس لرونکي اړ نه دي چې ارومرو په متحده ایالتونو اړیکې (US-Ties) ولري. په داسې حال کې چې غوښتونکي هڅول کېږي چې که د US-Ties معلومات شتون ولري، نو ښه ده چې چمتو یې کړي. خو که بیا هم نه وي نو د مهاجرت نړیوال سازمان او CARE ټیم به د دغو غوښتونکو د مېشتېدنې ځای د هغوی له ځانګړو شرایطو سره سم غوره کړي.

 ۲. د امریکا د متحده ایالتونو په کونسلګرۍ بایومټریک

د متحده ایالتونو له کونسلګرۍ سره د لومړنیو مرکو په جریان کې به تمرکز به د ویزې غوښتنلیک بهیر او د غوښتونکي د تاریخچې په ارزونه وي. په دې پړاو کې غوښتونکي د بایومټریک ترڅنګ اړ دي چې اړین اسناد لکه د واده سند یا نکاح‌خط، پاسپورټونه، د زیږون کارتونه، د افغانستان ملي تذکره (الیکترونیکي یا کاغذي له انګلیسي ژباړې سره) او نور اړونده کاغذونه کونسلګرۍ ته وسپاري. دا اسناد د ویزې غوښتنلیک په پروسه کې مهم رول لوبوي او د تاریخچې ارزونې او د کونسلګرۍ له لوري پلټنو پر مټ د اړوند بهیر لپاره اړین معلومات چمتو کوي. د یادونې وړ ده چې په دې پړاو کې له غوښتونکو څخه د هغوی د کېس اړوند ټول اسناد لکه نکاح خط، طلاق خط، مجرد خط، پاسپورټونه، زېږون کارتونه، تذکرې او نور اړوند اسناد کونسلګرۍ ته ورکوي او کونسلګري یې له ځان سره ساتي، تر څو وارزول شي.

تر بایومټریک وروسته، غوښتونکي ته یو کارت ور کول کېږي چې په دې کارت کې د غوښتونکي د کونسلګرۍ د مرکې نېټه، وخت او ځای ټاکل شوي دي. غوښتونکي اړ دي چې د کارت د معلومات پر بنسټ پر ټاکل شوي وخت، نېټه، په ټاکل شوي ځای کې حاضر اوسي.

۳. د امریکا د متحده ایالتونو په کونسلګرۍ کې د ویزې مرکه

د غوښتونکو او د هغوی د کورنۍ غړو د بایومټریک پروسې تر بشپړېدو وروسته د متحده ایالتونو له کونسلګرۍ سره مرکه اړینه ده ترڅو اضافي توضیحات یا معلومات راټول شي. دغه مرکه له کونسلګرۍ سره وروستۍ مرکه ګڼل کېږي. د متحده ایالاتو د ویزې کیسونو د مرکې لپاره د تیارۍ په تړاو د لا ډېرو معلوماتو لپاره په دې لینک کې د "وپوښتئ" مقاله ولولئ.

د دې مرکې په جریان کې، له کېس لرونکو څخه غوښتنه کېږي چې د کونسلګرۍ د افسر پوښتنو ته په صادقانه او ریښتینې توګه ځواب ووایي. د مرکې بهیر ساده دی او معمولا ډېر وخت نه نیسي.

۴. د ویزې صادرېدل

د مرکې له بشپړېدو وروسته، اصلي غوښتونکي ته یو ورکول کېږي چې د متحده ایالتونو د ویزو د صادرولو په اړه معلومات وړاندې کوي. په دې کارت کې په لنډو ټکو یادونه شوې چې د ویزې د صادرولو نېټه کېدای شي د هر کېس لپاره توپير ولري او دا معلومه نه ده چې د یو ځانګړي کېس لرونکي د ویزې ورکړه به څومره وخت ونیسي. غوښتونکو ته سپارښتنه کېږي چې صبر وکړي او وخت پر وخت خپل بریښنالیک وګوري.

که ویزه صادره شي، دوی ته به د بریښنالیک له لارې خبر ورکړل شي او د متحده ایالتونو له کونسلګري به غوښتونکو ته د هغوی پاسپورټونو بېرته سپارلو په تړاو لارښوونه وکړي او د پاسپورټونو د ترلاسه کولو ځای او نېټه به هم په ایمیل یا برېښنالیک کې یاده شوې وي. په دغه برېښنالیک کې غوښتونکو ته سپارښتنه کېږي چې یوازې اصلي غوښتونکي کولای شي چې د کورنۍ د ټولو غړو پاسپورټونه بېرته ترلاسه کړي او د کورنۍ د نورو غړو ورتګ ته اړتیا نه شته. د یادونې وړ ده چې په دې پړاو کې ستاسو پاسپورټ کې د امریکې ویزې لګول شوي دي او تاسو امریکې ته د سفر کولو پر شرایطو برابر یاست.

۵. د پرواز د ټیکټونو لپاره غوښتنه

د متحده ایالتونو له کونسلګرۍ څخه د پاسپورټونو تر بېرته اخیستو وروسته، اصلي غوښتونکي باید ژر تر ژره IOM دفتر ته لاړ شي چې ډېری وختونه د کمپونو دننه وي، او یا به تاسو ته په کونسلګرۍ کې د مهاجرینو د نړیوال سازمان پته درکړل شي. غوښتونکي کولای شي پرته له ځنډه د الوتنې د ټکټونو لپاره غوښتنه وکړي. یوازې اصلي غوښتونکي کولای شي چې د IOM دفتر ته مراجعه وکړي؛ د کورنۍ غړي اړ نه دي چې متحده ایالتونو ته د سفر لپاره د ټکټونو د غوښتنې لپاره ټول د مهاجرینو د نړیوال سازمان دفتر ته ورشي.

د IOM په دفتر کې، مامور به ټول پاسپورټونه سکن کړي ترڅو د الوتنې ټکټونو په صادرولو لپاره معلومات چمتو او اسانتیا رامنځته کړي او بیا به پاسپورټونه غوښتونکو ته بېرته ورکړي. غوښتونکي باید تل خپل پاسپورټونه په دقت سره حساب او وګوري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د کورنۍ د کوم غړي ورک شوی نه وي.

کله چې د ټکټ لپاره د غوښتنې پروسه بشپړه شي، غوښتونکي باید د خپلو ټیکټونو رارسېدو ته په تمه شي. هر وخت چې ټکټونه واخیستل شي، د IOM د استازو له لوري به د غوښتونکو استوګنځي ته واستول شي. په دې موده کې سپارښتنه کېږي چې لږترلږه د غوښتونکي د کورنۍ یو غړی تل په خونه کې پاتې شي، ځکه چې ټکټونه ممکن په ناڅاپي ډول راشي. په ټکټونو کې د غوښتونکو او د دوی د کورنۍ غړو لپاره د سفر څرنګوالي په اړه هراړخیز معلومات ولري، لکه د بیکونو د وزن او دا چې د متحده ایالتونو کوم هوايي ډګر کې به الوتنه ناسته کوي. دا ټول معلومات په همدې ټکټونو کې ځای پر ځای شوي دي.

۶. د کلتوري پوهاوي غونډه

د راتلونکي سفر لپاره د چمتووالي په پار، اړینه ده چې ټول غوښتونکي او د هغوی د کورنۍ غړې د کلتوري پوهاي په غونډه کې برخه واخلي ترڅو ځانونه د سفر اړوند مهمو معلوماتو باندې سمبال کړي. په دې غونډه کې به د الوتنې د مهال ویش، د هوایي چلند او هوايي شرکت مقررات، ګمرکي اصولو، او د ټرانزیټ او متحده ایالتونو ته د رسېدلو په وخت کې شته ځانګړې مرستې او یو لړ نور موضوعات راونغاړي.

غوښتونکو ته بلنه ورکول کېږي چې په کمپ کې په ټاکل شوي ځای، وخت او نېټه د کلتوري پوهاوي غونډې کې برخه واخلي. غونډې په مشخصو نیټو کې جوړېږي او معمولا د یوې نیمې ورځې لپاره دوام کوي. دا اړینه ده چې غوښتونکي د غونډې په ټولو ټاکل شویو ورځو کې ګډون وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی هر اړخیز معلومات ترلاسه کوي او سفر ته تیار دي.

په هغه پاڼه کې چې د غوښتونکو په پته د هغوی خونو ته لېږل کېږي، لارښوونه شوې چې د کلتوري پوهاوي ټولګیو ته د ټیلیفونونو له راوړلو څخه ډډه وشي. له ګډونوالو غوښتنه کېږي چې ټول ټیلیفونونه په کور کې پرېږدي ترڅو د کلتوري پوهاوي په غونډه کې په اړینو موضوعاتو تمرکز وکړای شي.

د غوښتونکو لپاره چې د ۱۳ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان لري، ترې غوښتنه کېږي چې خپل ماشومان په خپله خونه کې پرېږدي او که څوک نه وي چې د دوی د ماشومانو پالنه وکړي، نو بیا دوی کولای شي خپل ماشومان له ځان سره د غونډې ځای ته راولي، په دې ځایونو کې د ماشومانو د څارنې او پالنې لپاره ترتیبات نیول شوي دي.

د کلتوري پوهاوي په غونډه کې د په متحده ایالتونو کې د مهاجرینو د ژوند څرنګوالي په اړه په لاندې برخو کې معلومات او پوهاوی ورکول کېږي:

۱. د کډوالو حقوق او حیثیت.

۲. د کوربه دولت له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو او سهولتونو په تړاو معلومات.

۳. د متحده ایالتونو ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخونه او پرې پوهېدل.

۴. د متحده ایالتونو په فدرالي او سیمه ایز قوانینو او مقرراتو باندې پوهېدل تر څو کډوال په خپله نوې ټولنه کې په جرایمو کې ښکېل نه شي.

۵. په متحده ایالتونو کې د ژوند پرمهال د خوندیتوب په اړینو لارښوونو پوهېدل.

۶. د روغتیا پاملرنې د خدمتونو په تړاو معلومات چې کډوال به تر کوم وخت پورې له وړیا روغتیايي خدمتونو او بيمې څخه برخمن وي.

۷. د زده کړې فرصتونه، کډوالو ته د شته ښوونیزو فرصتونو په اړه معلومات ورکوی.

۸. د کور انتخاب په تړاو هم کډوالو ته معلومات ورکول کېږي او یادونه کېږي چې ممکن کرایه شوی کور تر ډېره د کډوالو په زړه نه وي، خو په لومړیو کې غوره ده چې په همدې کور کې ژوند وکړي.

۹. کډوالو ته په متحده ایالتونو کې د ژبې کورسونو په تړاو معلومات ورکول کېږي چې کډوال ترې وړیا ګټه اخیستلای شي.

۱۰. د کډوالو پوهول چې په متحده ایالتونو کې کوم فرصتونه او مهارتونو ته اړتیالري.

۱۱. د متحده ایالتونو له قوانینو او ټولنیزو ارزښتونو سره د بلدتیا پوهاوی.

۱۲. د ژوند، کور کرایه کولو، موټر، بیمې او روغتیايي خدمتونو په تړاو د ګډونوالو د پوهاوي کچې لوړول.

۱۳. د بیا مېشتېدنې بهیر پورې اړوند نور ټول موضوعاتو او مرستو په تړاو هم معلومات ورکول کېږي.

کله چې د کلتوري پوهاوي غونډه بشپړه شي، غوښتونکي او د کورنۍ غړي یې په بشپړ ډول متحده ایالتونو ته د سفر لپاره تیارېږي او د ټکټونو په ترلاسه کولو سره بل پړاو چې د روغتیايي معایناتو پړاو دی داخلېږي.

۷. روغتیايي معاینات

روغتیايي معاینات متحده ایالتونو ته د کډوالۍ او بیامېشتېدنې د پړاوونو یوه مهمه برخه ده. هغه غوښتونکي چې لا دمخه یې په افغانستان کې اړین روغتیايي معاینات کړي دي ممکن اړتیا ونه لري چې بیاځلې معاینات وکړي. خو که ځینو غوښتونکو په افغانستان کې معاینات نه وي کړي او یا یې ځينې معاینات پاتې وي، نو دوی به په درېیم هېواد کې اړین روغتیايي معاینات وکړي. همدارنګه کرونا یا COVID-19 معاینات د ټولو غوښتونکو لپاره اړین او باید تر سفر وړاندې یې بشپړ کړي.

د روغتیايي ازموینو بشپړول متحده ایالتونو ته د کډوالۍ په پروسه کې یو مهم ګام دی. د دې ډاډ ترلاسه کولو سره چې ټولې اړینې معاینات د تاسیس شوي معیارونو سره سم ترسره شوي ، غوښتونکي کولای شي د دوی د ځای په ځای کولو پروسه ساده کړي. که غوښتونکو مخکې په افغانستان کې دا روغتیايي اړتیاوې پوره کړې وي، دا کولای شي د دوی د کډوالۍ کړنالرې ګړندۍ کړي او د بې ځایه معاینات اړتیا له منځه یوسي.

وروستي روغتیايي معاینات عموماً متحده ایالتونو ته ستاسو تر سفر یوه ورځ وړاندې کېږي. غوښتونکو ته له ټيکټونو سره یوځای د روغتیايي معایناتو پاڼه او اړینې لارښوونې د غوښتونکو په پته د هغوی خونو ته استول کېږي. غوښتونکي اړ دي چې په ټاکلې نېټه او وخت ټاکلي ځای ته د روغتیايي معایناتو لپاره ور شي.

د کمپ اوسېدونکي چې د متحده ایالاتو مهاجرت په لټه کې دي کولای شي خپل کېسونه په کمپ کې دننه پرمخ بوځي او دا څرګنده ده چې د افغانستان څخه د SIV، P2 او نورو اړوند کیسونو د پرمخ بیولو او پروسس بهیر پیچلی دی. د کېس پر مخ وړلو لپاره د متحده ایالتونو کونسلګرۍ او د IOM لارښوونو ته پاملرنه خورا اړینه ده او همدارنګه په درېیم هیواد کې د کمپ اوسېدونکي باید ډاډه شي چې د خپل کېس بېلابېل پړاوونه یې بشپړ کړي دي لکه د IOM سره مرکې، د متحده ایاالتو کونسلګرۍ کې بایومیټریک، د متحده ایالتونو له کونسل سره مرکې، د ټکټ غوښتنه، روغتیایی معاینات، او د کلتوري پوهاوي غونډې کې ګډون ټول هغه پړاوونه دي چې غوښتونکي باید ورته پام وکړي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  وپوښتئ ویپاڼه (www.beporsed.org)

 فېسبوک (@beporsed)

 ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

 انسټاگرام (@beporsed)

 واڼساپ (93729807235+)

 مسېنجر (@beporsed)