رهنمود و توصیه‌هایی در رابطه به اقامت در کمپ کشور سومی (U.S. Refugee Camps) برای متقاضیان ویزای ایالات متحده آمریکا-02.jpg

د متحده ایالاتو حکومت د SIV ، P2 او نورو ویزو غوښتونکي له افغانستان څخه درېیم هېوادونو ته لېږدوي ترڅو هلته د دوی کېسونه پرمخ بوځي. له ګواښ سره د مخ د افغانانو د لېږد یا ایستلو مسوولیت اوس د "افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ" (Coordination For Afghan Relocation Efforts - Care) په نوم د یوې ځانګړې ډلې په غاړه دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند ده. متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د کېس لرونکي چې له کابل څخه د درېیم هېواد په موخه روانېږي، باید د درېیم هېواد په کمپ کې د ژوند پر مهال ځانګړي ټکي او لارښوونې په پام کې ونیسي چې د "وپوښتئ" په دې لیکنه کې پرې رڼا اچول شوې ده. کله چې غوښتونکي او د دوي د کورنۍ پر شرایطو برابر غړي په درېيم هېواد کې د متحده ایالتونو یو کمپ ته ورسېږي، نو د ژوند یو ځانګړي چاپېریال کې به مېشت شي چې کېدای شي د ډېرو لپاره به نوی وي. له بلې خوا، ځینو رسنیو او فعالینو د امریکې په ځینو کمپونو کې د ځینو افغانانو پر چلند او عادتونو نیوکې کړې چې په ټوله کې د افغانانو حیثیت ته زیان رسېږي. په دغو کمپونو کې د ژوندانه ځانګړو اصولو ته پاملرنه، د اسانتیاوو سم کارول، د کمپ چاپېریال درک کول او ورسره سمون خورا مهم دی. په دې لارښود کې، موږ به په کمپ کې د ورځني ژوند اسانتیاوو، اصولو او اړینو اړخونو ته کتنه وکړو.

د کمپ خدمتونه او اسانتیاوې

په کمپ کې د مهاجرینو او کډوالو د خوندیتوب، هوساینې، زدکړو، خوراک، روغتیا او د ژوند د نورو ټولو اړینو اړخونو لپاره اړین خدمات شته، چې د کمپ ټول اوسېدونکي کولای شي له دغو خدمتونو څخه له توپیر پرته ګټه واخلي.

۱. د زدکړو او ښوونځي اسانتیاوې

کمپ د ماشومانو او لویانو لپاره د زدکړې بېلابېل فرصتونه برابر کړي دي. د ماشومانو او مېرمنو لپاره د ښوونځي اسانتیاوې او پروګرامونه، د قرانکریم د زدکړې کورسونه، د انګلیسي ژبې، د انځورګرۍ او رسامۍ، خیاطۍ، موټرچلونې بېلابېل ټولګي شته چې غوښتونکي د اونۍ په ټاکلو ورځو کې کولای شي د خپلې خوښې په ټولګیو کې زدکړه وکړي. د ښځینه او نارینه‌وو لپاره جلا ښوونځي او ټولګي په پام کې نیول شوي دي او غوښتونکي کولای شي له خپلو دودیزو اصولو سره سم په ښوونځیو کې ګډون وکړي.

د کمپ دننه ښوونیز نصاب د دې لپاره جوړ شوی چې په کمپ کې د ټولو عمرونو خلکو لپاره د زدکړې ښه چاپېریال برابر کړي. متخصص ښوونکي له زده کوونکو سره د دوی په ښوونیز سفر کې مرسته کوي او د دوی لارښوونه کوي.

۲. د سپورټ او تمرين اسانتياوې

کمپ د سپورټ او تمرین اسانتیاوې لري ترڅو اوسېدونکي وهڅوي چې په فزیکي توګه فعال پاتې شي او خپلې روغتیا ته وده ورکړي. د کمپ چارواکي تل اوسېدونکو ته د تمرین د اهمیت او د فزیکي روغتیا په ساتنې ټینګار کوي. اوسېدونکي هڅول کېږي چې د دوی فزیکي هوساینې ته د پاملرنې لپاره منظم تمرین وکړي. اوسېدونکي فرصت لري چې په مختلفو سپورتونو او تمرینونو کې برخه واخلي چې د انفرادي غوره توبونو او اړتیاو پوره کولو لپاره چمتو شوي. همدارنګه، د کمپ اوسېدونکي له بېلابېلو ورزشي فعالیتونو څخه خوند اخیستلای شي، چې د جېم (سپورټ ځای) څخه نیولې بیا تر بېروني لوبو لکه فوټبال او کرېکټ پورې ټول پکې شاملېږي. په ورته وخت کې، په کمپ کې د اوسېدونکو تر منځ د بېلابېلو لوبو سیالۍ هم ترسره کېږي چې ګټونکو ګډونوالو ته بیا ډالۍ هم ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ښځو او نارینه‌وو لپاره د ورزش جلا ځایونه او وختونه په پام کې نیول شوي تر څو ښځې او نارینه په ډاډمنه فضا او چاپېریال کې ورزش وکړي.

۳. روغتیایي مرکز او کلینیک

 روغتیایی خدماتو ته لاسرسی په کمپ کې یو اړین لومړیتوب دی، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د کمپ اوسېدونکي د اړتیا پر مهال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د کمپ دننه روغتیايي مرکز او کلینیک، متخصص روغتیاپالان لري او روغتون په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شوی دی تر څو د اړتیا پرمهال دغه کلینیک ته ورتلونکو ناروغانو درملنه وکړي.

په بېړنیو حالتونو کې، اوسېدونکي د بېړنیو روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د کمپ د بېړني غبرګون له ټیم سره اړیکه ونیسي (د روغتیايي ټیم اړیکو شمېرې په کمپ کې له تاسو سره شریک کېږي) او د امبولانس غوښتنه وکړي. د روغتیايي مرکز امبولانس به ناروغ ژرترژره روغتون ته ورسوي.

غوښتونکي هڅول کېږي چې د کمپ د کلینیک له لارې د روغتیا پاملرنې خدمتونو او اړینو درملو ترلاسه کولو لپاره کلینیک ته ورشي او له خپلسرو درملو څخه ډډه وکړي.

په نابېړنیو حالتونو کې، د کمپ اوسېدونکي کولای شي د لیدنې کتنې د وخت په اخیستلو سره روغتون ته ورشي، ځکه له بېړنیو حالتونو پرته، د غوښتونکو روغتیايي اندېښنو ته د مهالوېش او د کتنې وخت په ټاکلو سره ځواب ویل کېږي.

۴. خوړنځی او کافېټیریا

په کمپ کې د اوسېدونکو د خوراک او څښاک تابیا هم نیول شوې ده او د کمپ اوسېدونکي کولای شي په کافېټیریا کې له خوړو څخه خوند واخلي. په کافېټیریا کې د نارینه‌وو، ښځو او کورنیو لپاره د خواړو جلا ځایونه په پام کې نیول شوي دي چې د کمپ اوسېدونکي کولای شي له خپلې خوښې سره سم یو له دغو درېوو ځایونو څخه وټاکي.

همدارنګه، اوسېدونکي کولای شي، د خپلې خوښې خواړه له ځان سره د خپلې استوګنې خونې ته یوسي او له خپلې کورنۍ سره په خپله خونه کې ډوډۍ وخوري.

په هرصورت، اوسېدونکو ته یادونه کېږي کله چې دوی خپلو خونو ته خواړه لېږدوي باید له اړتیا څخه ډېرو د خوړو له اخیستلو څخه ډډه وکړي. په اسلام کې د خوراکي توکو ضایع کول حرام او منع دي، او اوسېدونکي باید یوازې دومره خواړه له ځان سره واخلي چې دوی یې مصرفوي، ځکه چې خوړو او اوبو د زېرمه کولو ته اړتیا نه شته، او هروخت د کمپ اوسېدونکو ته خواړه ورکول کېږي.

د خوړو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • یوازې هغه څه راواخلئ چې تاسو یې خورئ. د کورنۍ د غړو شمېر په پام کې ونیسئ او منطقي ارزونه وکړئ چې څومره خواړه خوړلای شئ. ستاسو له اړتیا څخه ډېر خواړه له ځان سره راخیستل، د دغو خوړو د ضایع کېدو سبب کېږي.
  • هغه خواړه چې پخوا مو نه وي خوړلي بېخي کم را واخلئ. کوم خواړه چې تاسو پخوا په افغانستان کې نه دي خوړلي، کېدای شي تاسو ته یې دلته هم خوراک خوند در نه کړي. د همدې لپاره، هڅه وکړئ نوي خواړه په لومړي ځل ان تر خپلې اړتیا کم راواخلئ، ځکه د دغو خوړو ډېر راخیستل د خوړو د ضایع کېدو سبب کېږي.
  • خپلې اشتها ته وګورئ. که مو کوم ډول خوړو ته اشتها نه وي، هېڅکله یې د بل څاښت لپاره مه راخلئ، ځکه له یو لوري یې ستاسو خونه کې د ورستېدو او امکان شته، او له بل لوري دغه خواړه هر وخت په کفیټریا کې ستاسو لپاره شته.
  • د خوراک وختونه مو سم پلان کړئ. بې وخته خوراک که له یوه لوري روغتیايي ستونزې پېښوي له بل لوري د خوړو د ضایع کېدو سبب هم کېږي.
  • د خوراکي توکو په ډبیو د پای نېټې ته پام وکړئ. په نننۍ نړۍ کې ډېری خوراکي توکي په معیاري بڼه بسته بندي کېږي او د استعمال وروستۍ نېټه ورباندې لیکل کېږي. د ځينو خوراکي توکو نېټه ژر پای ته رسېږي نو له همدې امله هم هڅه وکړئ چې د ساتنې په موخه خواړه له ځان سره خونې ته مه وړئ. تر څو خوړل یې ستاسو روغتیا زیانمنه نه کړي.
  • که کولای شئ، هڅه وکړئ په خوړنځي کې خواړه وخورئ. که تاسو له خپلې کورنۍ سره په کمپ کې اوسېږئ، د کورنیو لپاره د خوړنځي له ځانګړي شوي ځای څخه په ګټه اخیستنې له خپلې کورنۍ سره یوځای په خوړنځي کې ډوډۍ وخورئ. که مجرد نارینه یا ښځينه یاست کولای شئ د ښځو یا نارینه لپاره ټاکل شوي ځانګړي ځای کې ډوډۍ وخورئ. په دې کار سره تاسو کولای شئ د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخه تر ډېره ونیسئ.

۵. ټرانسپورټ او لېږد رالېږد

د پورته یادو شویو خدمتونو تر څنګ په کمپ کې د اوسېدونکو لپاره د ترانسپورت خدمتونه هم په پام کې نیول شوي دي تر څو اوسېدونکو ته تګ راتګ کې اسانتیا برابره کړي. په کمپ کې د ټرانسپورټ شبکه د اوسېدونکو بېلابېلې اړتیاوې پوره کوي، لکه د انټرویو تګ لپاره غوښتونکو لېږدول، د جمعې لمانځه ته د اوسېدونکو لېږدول او یا هم د کېس اړوند د روغتیايي معاینو او د لوبو میدان ته د کمپ د اوسېدونکو لېږدونه د ټرانسپورټي خدمتونو برخه ده.

د ټرانسپورټ خدماتو ته لاسرسي لپاره اوسېدونکي کولای شي خپل استوګنځي ته څېرمه د بس موټر تمځای ته ورشي او اړوند بس موټر ته په تمه شي. هغه اوسېدونکي چې نه پوهېږي کوم بس موټر کې سپاره شي، موټر چلوونکو ته د پتې په ویلو سره به هغوی ته لارښوونه وشي او اړوند موټر به ورته ور په ګوته شي.

۶. د اړتیا وړ توکو وېش

د کمپ دننه د اوسېدونکو لپاره د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) له لوري د اړینو اړتیاو وړ توکو وېش له مهال وېش سره سم ترسره کېږي. په لومړي ځل کمپ ته د ورتګ پر مهال هم ځينې اړین توکي ټولو ورغلو مېلمنو ته ورکول. د ښه راغلاست په دې کڅوړه کې د غیر خوراکي توکو، حفظ الصحې کڅوړو او لوښو په ګډون لږ خواړه هم شامل وي.

غوښتونکو ته په لومړۍ ورځ یو لارښود هم ورکول کېږي چې پکې لارښوونه شوې وي چې غوښتونکي کمپ ته تر رسېدو څو ورځې وروسته کولای شي بیاځلې ټاکل شوي ځای ته د جامو او بوټانو او همدارنګه ښځينه اړتیا وړ غیرخوارکي روغتیايي توکو د ترلاسه کولو لپاره ورشي. په کمپ کې د ماشومانو د اړتیا وړ خوراکي او غیرخوراکي توکي (شیدې، د ماشومانو ریکشا، پمپر او نور) هم توزیع کېږي او کورنۍ باید کمپ ته د راتګ پر مهال د دغو توکو له راړولو څخه ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې روغتیايي غیرخوراکي او د پاکۍ توکي هره اونۍ د اړتیا پر مهال او جامې او بوټونه د کیس لرونکو او د کورنۍ غړو ته په میاشت کې یوځل وېشل کېږي.

۷. جومات

د کمپ دننه، د لمونځ کوونکو لپاره جامع جومات هم شته. لمونځ کوونکي کولای شي د جمعې د لمانځه لپاره ټاکل شوي جامع جومات ته ورشي. دا جومات د کمپ دننه له هغو نورو جوماتونو سره عموماً توپیر لري، چې د ۵ وخته لمونځ لپاره کارول کېږي. د کمپ له لرې پرتو سیمو څخه اوسېدونکي کولای شي د کمپ د عمومي ټرانسپورټ څخه په ګټې اخیستنې سره د جمعې لمانځه ته ورشي.

د جمعې د لمانځه لپاره د ټاکل شوي جومات سربېره د کمپ دننه کوچني جوماتونه هم شته چې لمونځ کوونکي کولای شي په دغو جوماتونو کې د ورځې پنځه ګوني لمونځونه او نفلي عبادتونه وکړي. د جمعې د لمانځه لپاره د ټاکل شوي جومات برخلاف، دا کوچني جوماتونه شپه اورځ پرانیستي وي او عبادت کوونکي چې هر مهال وغواړي کولای شي هلته لمونځ وکړي.

۸. د معلوماتو څانګه

د کمپ دننه څو ځایه، له اوسېدونکو سره د اړینو معلوماتو د شریکولو په موخه د معلوماتو څانګې فعالیت کوي. دغه څانګې د کمپ د ورځنیو چارو او د فعالیتونو د مهالوېش تر څنګ، د غوښتونکو د کېس د ارزونې پړاوونو په اړه هم معلومات ورکوي. د بېلګې په توګه د اونۍ په ځانګړو ورځو کې، د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیکونو، P1 او P2 کیسونو، او همدارنګه د بیامیشتیدنې نورو پروګرامونو اړوند دقیق معلومات ورکوي.

د یادونې وړ ده چې، دغه معلوماتي مرکزونه د ښځو او نارینه‌وو لپاره د فعالیت جلا ورځې او همدارنګه د کیسونو په توپیر جلا وختونو کې معلومات ورکوي.

۹. ټولنیز او دوستانه مرکزونه

کمپ د اوسېدونکو لپاره د ټاکل شویو دوستانه مرکزونو په چمتو کولو سره د ټولنیز پیوستون په موخه کار کوي. په دغو مرکزونو کې د ټولنې او ټولنیز پیوستون روزنې او د کمپ د اوسېدونکو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره منظم پروګرامونه جوړېږي. د نارینه او ښځینه لپاره جلا ټولنیز او دوستانه مرکزونه دا ډاډمنوي چې اوسېدونکي کولای شي د خپل غوراوي او خوښې پراساس په په دغو مرکزونو کې ګډون وکړي او له ملګرتیا او دوه اړخیز ملاتړ څخه ګټه واخلي.

دغه مرکزونه د اوسېدونکو لپاره د ارام کولو ، تجربو شریکولو او ارزښتناکو اړیکو رامنځ ته کولو لپاره د مناسب چاپېریال په توګه کار کوي، په داسې چاپېریال کې مرسته کوي چېرې چې افراد خپلې ستونزې، احساسات، خاطرې او تجربې شریکولای شي.

اوسېدونکي فرصت لري چې په ازادو خبرو اترو کې برخه واخلي، بحث وکړي او په ښکاره توګه خپلې تجربې شریکې کړي. دا ټول ګډونه چاپېریال خلکو ته دا وړتیا ورکوي چې فکرونه، احساسات، اندېښنې او ننګونې شریکې کړي او په خپل ژوندانه کې د فشار، اضطراب او نورو اندېښنو مخه ونیسي

۱۰. د کالیو مینځلو اسانتیاوې

په کمپ کې د کالو مینځلو عامه ماشینونو ته لاسرسی د مهاجرینو لپاره د دوی شخصي حفظ الصحې او د جامو پاک ساتلو لپاره ارزښتناکه وسیله ده. د کالو مینځلو د ګډو ماشینونو کارولو لپاره د لارښوونو په تعقیب سره، کډوال کولای شي خپلې جامې ومینځي. د ښځو او نارینه‌وو لپاره د جامو اینځلو جلا وختونه د مهال وېش سره سم ټاکل کېږي او د کمپ اوسېدونکي د جنسیت په توپیر سره په ټاکلو وختونو کې خپلې جامې مینځلای شي.

دلته د جامو مینځلو ماشینونو کارولو لپاره ځینې لارښوونې راوړل شوې دي:

  • خپل کالي د رنګ او پوښاک په توپیر سره جلا کړئ ترڅو رنګونه یې خراب نه شي او د یو بل رنګ وانه خلي.
  • د صابون او د کالیو مینځلو مایع چک کړئ چې د ماشین او خپلو جامو لپاره مناسب صابون وکاروئ. ځینې ​​ماشینونه ممکن د صابون ځانګړي ډولونو ته اړتیا ولري.
  • د ماشین لارښوونې تعقیب کړئ! په ماشین کې د جامو اچولو، دورو غوره کولو او د صابون اضافه کولو لپاره لارښوونې ولولئ. که نه پوهېږئ چې څنګه یې وکاروئ، نو له نورو پوښتنه وکړئ.
  • په ماشین کې د ډېرو جامو له اچولو ډډه وکړئ. ماشین ډېر مه باروئ ترڅو جامې په سمه توګه ومینځل شي او ماشین ته زیان و نه رسېږي.
  • خپل وخت په پام کې ونیسئ. کله چې وخت پای ته ورسېږي نو د خپلو جامو لرې کولو کې ګړندي اوسئ ترڅو نورو ته اجازه ورکړئ چې ماشین وکاروي.

د کمپ اصول او سرې کرښې

په ټولیز ډول د کډوالو کمپونه ګڼ مېشتي ځایونه دي، چې د بېلابېلو فکرونو، ټولنو او سیمو خلک پکې راټول شوي دي. په کمپ کې ژوند د نورو ټولنو له ژوندانه سره توپیر لري، خو یو څه چې په هره ټولنه کې یو شان دی، هغه ټولنیز اصول دي. د نورو درناوی، ټولنیزو اصولو ته ژمنتیا، امنیتي لارښوونو ته پاملرنه، د پاکوالي ساتنه او نور خورا مهم او په ټولو ټولنو کې د ژوندانه مشترک اصول دي. دلته په کمپ کې د ژوند په تړاو د ځینو مهمو اصولو یادونه کوو:

۱. نورو ته درناوی

د کمپ نورو اوسېدونکو ته د درناوي یو بنسټیز اصل دی چې موخه یې په کمپ کې د ژوند یو همغږي چاپېریال رامینځته کول دي. متقابل درناوی، خواخوږي او د نورو د هوساینې ته د درناوي کلتور رامینځته زده کول او ورته پام کول د بډایه کلتوري او اخلاقي ټولنو له ښکلاوو څخه دي. د نورو شخصیت ته درناوي سره خپل ځان ته هم درناوی کېږي.

په ټولنیز درناوي کې ټول هغه ټکي شاملېږي چې د کمپ د نورو اوسېدونکو پر ژوند، روغتیا او اړیکو اغېز کولای شي. د کمپ اوسېدونکي باید تل هڅه وکړي چې نورو درناوی وکړي او د کمپ د اوسېدونکو د ټولنیزې هوساینې له ګډوډولو ډډه وکړي.

همدارنګه؛ دا یادونه اړینه ده چې د کمپ دننه د له شور او زوږ څخه ډډه وشي ځکه په کمپ کې دننه ځينې خلک تازه له اوږد سفر څخه کمپ ته رارسېدلي او ځينې نور کېدای شي ناروغان وي. په ورته وخت کې میندې پلرونه باید هڅه وکړي چې خپل ماشومان د ودانیو دننه لوبو او شور ته پرې نه ږدي ځکه د ودانیو دننه شور د نورو اوسېدونکو لپاره په ځانګړي ډول د شپې له مخې د خوب ګډوډېدو سبب ګرځي.

۲. امنیتي تدابیر

د کمپ امنیتي لارښوونو او اصولو ته غاړه ایښودل د ټولو اوسېدونکو د خوندیتوب او هوساینې د یقیني کولو لپاره خورا مهم دي. د امنیتي لارښوونو په کلکه تعقیب کولو سره، د کمپ دننه د ټولنې په ټولیز امنیت او خوندیتوب کې مرسته کوي.

همدارنګه، خوراه مهمه ده چې د کمپ اوسېدونکي هغه سیمو ته چې ورتګ منع دی، له ننوتلو ډډه وکړي. ځکه چې دغه ځایونه د مختلفو امنیتي او عملیاتي چارو په سمبالولو بوخت دي او که غیرضروري اشخاص ور دننه شي نو د کمپ عملیاتي او امنیتي چارې به ټکنئ شي. د همدې دلیل له مخې، د کمپ اوسېدونکي باید په جدي ډول امنیتي لارښوونې په پام کې ونیسي او سرغړونه ترې و نه کړي. دا څارنه په وخت سره د احتمالي خطرونو په نښه کولو سره د خوندي چاپېریال ساتلو کې مرسته کوي.

دلته د امنیتي اصولو د څرنګوالي په تړاو ځینې لارښوونې شرکېږي:

  • ممنوعه سیمو ته نه ننوتلو نښو ته پام وکړئ! په کمپ کې ځینو ځانګړو سیمو ته له ننوتلو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا سیمې د امنیتي او عملیاتي موخو لپاره ټاکل شوي.
  • سمدستي راپور ورکړئ! د کمپ چارواکو ته د هر ډول شکمن فعالیت یا اندېښنې په تړاو سمدستي راپور ور کړئ ترڅو پر وخت د احتمالي امنیتي خطرونو مخه ونیول شي.
  • د کنټرول او پلټنو اصولو ته درناوی وکړئ. هغه اقدامات چې کله ناکله د کمپ د چارواکو له لوري د کمپ د امنیت د خوندیتوب لپاره کېږي، ملاتړ یې وکړئ.
  • هغه پېژندکارت چې تاسو ته په کمپ کې درکول کېږي خوندي وساتئ او کله چې د ویزې مرکې، روغتیايي معایناتو او نورو مهمو چارو ترسره کولو لپاره روانېږئ خپل کارتونه له ځان سره ولرئ، څو اړوند ودانیو ته د ننوتو اجازه درکړل شي!
  • د کمپ دننه د انځورونو له اخیستلو ډډه وکړئ. په کمپ کې د کمپ د ودانیو او تاسیساتو فلم او انځور اخیستل منعه دي. د کمپ اوسېدونکي باید په کلکه له دغه کار څخه ډډه وکړي.
  • د استوګنې د ودانیو دننه له سګرټ څښلو او اور لګولو څخه ډډه وکړئ، ځکه دغه کار د اورلګېدنې او خدای مه کړه د کمپ د اوسېدونکو د مالي او ځاني زیان سبب کېږي!
  • د ټولنیز پوهاوي په موخه جوړېدونکو غونډو او پروګرامونو کې ګډون وکړئ! کله چې کډوال لومړی ځل کمپ ته راځي، دوی ته د ښه راغلاست په کڅوړه کې د کمپ د اصولو یو لارښود هم ورکول کېږي. اوسېدونکي اړ دي چې له دغو لارښوونو سره ځان اشنا کړي اود کورنۍ غړو ته یې هم ور زده کړي.
  • په بېړنیو حالتونو کې مسولینو ته خبر ورکړئ! که له امنیتي، اورلګېدنې او روغتیايي ستونزو سره مخ کېږئ، نو ژر ترژره امنیتي مسولینو ته خبر ورکړئ. د امنیتي مسولینو پتې او د اړیکو شمېرې د ښه راغلاست په کڅوړه کې تاسو ته درکول کېږي.

د دې لارښوونو په تعقیب، اوسېدونکي کولای شي د امنیتي تدابیرو په ساتلو او د کمپ د ټولنې په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

۳. د کمپ د تاسیساتو او توکو ساتنه

د کمپ د تاسیساتو او وسایلو ساتنه او منطقي استعمال ډېر اړین دی. دا هغه ځای دی چې یوازې د کمپ اوسېدونکي او د دوی نور هېوادوال پکې ژوند کوي. د کمپ د تاسیساتو ویجاړول او تخریبول جرم ګڼل کېږي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

د کمپ تاسیساتو پاملرنې لپاره، دلته ځینې ګټورې لارښوونې وړاندې کېږي:

  • پاکوالي ته پاملرنه وکړئ! خورا ده چې عام ځایونه پاک او سوتره وساتئ. د کمپ چاپېریال پاک ساتلو لپاره کثافات او خځلې راټولې او په ټاکل شویو ځایونو کې یې وغورځوئ.
  • سرچینې په هوښیارۍ سره وکاروئ! د اوبو، برېښنا او نورو سرچینو کارولو ته پام وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې نلونه په کلکه وتړئ ترڅو د اوبو ضایع کېدو مخه ونیسئ.
  • د توکو او تاسیساتو د کارونې پرمهال احتیاط وکړئ! د مهال وېش، اجازه ورکړل شويو سیمو، او د طرزالعملونو په تړاو ټولې لارښوونې پر ځان عملي کړئ او له تاسیساتو د ګټې اخیستنې پرمهال احتیاط وکړئ.
  • د ستونزو په اړه مسولینو ته خبر ورکړئ! که تاسو په تاسیساتو کې کوم زیانونه، ماتېدنه، ویجاړتیا، یا ستونزې وګورئ، د کمپ کارکوونکو ته په چټکۍ سره خبر ورکړئ ترڅو ستونزه هواره شي.
  • د کمپ چاپېریال ته درناوی وکړئ او له ویجاړولو یې ډډه وکړئ! د کمپ دننه بوټو، نباتاتو او حیواناتو ته له زیان رسولو څخه ډډه وکړئ!
  • د کمپ د تاسیساتو له ویجاړولو ډډه وکړئ او په پوره احتیاط یې وکاروئ ځکه دلته ستاسو نور هېوادوال له تاسو وروسته د ژوند کولو لپاره راځي!

د کمپ پاکوالی

د کمپ دننه د پاکوالي او حفظ الصحې ساتنه د ټولو اوسېدونکو ګډ مسولیت دی. اوسېدونکي هڅول کېږي چې د پاک چاپېریال په رامنځ ته کولو او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي. د کمپ اوسېدونکي کولای شي، د پاکۍ په اشر او ګډ کار کې برخه واخلي او یا لږترلږه کثافات په ټاکلو ځایونو کې وغورځوي. دلته د کمپ دننه د شخصي حفظ الصحې او تشنابونو او شاورونو د پاکۍ ساتنې په اړه ځينې لارښوونې وړاندې کېږي.

۱. شخصي حفظ الصحه

د شخصي حفظ الصحې پر اهمیت ټینګار د کمپ دننه د خلکو په هوساینې او روغتیا ساتنه کې خورا مهم دی. اوسېدونکي باید په منظم ډول په صابون او اوبو سره خپل لاسونه او بدن ومینځي ترڅو له ساري او انتاني ناروغیو خوندي پاتې شي. اوسېدونکي باید په ځانګړي توګه په مهمو وختونو لکه د خواړو دمخه، د تشناب کارولو وروسته، او کله چې لاسونه په ښکاره ډول ککړ شوي وي، لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.

دلته د شخصي حفظ الصحې په اړه لارښوونې وړاندې شوې دي:

  • خپل لاسونه په منظم ډول په صابون او اوبو ومینځئ، په ځانګړې توګه د خوړو څخه مخکې او د تشناب کارولو وروسته! دغه کار د میکروبونو او ناروغیو د خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي.
  • هره ورځ یا د اړتیا پرمهال شاور یا حمام وکړئ ترڅو خپل بدن پاک او تازه وساتئ. د خپل پوستکي پاکوالي لپاره صابون او ګرمې اوبه وکاروئ.
  • لږترلږه په ورځ کې دوه ځله خپل غاښونه برش کړئ یا مسواک وکاروئ! همدارنګه، کله چې غاښونه مینځئ د غاښونو کریم وکاروئ ترڅو د غاښونو ښه خوندي وساتي او د غاښونو د خرابتیا مخه ونیسئ.
  • هره وخت خپلې جامې بدلې کړئ او پاکې جامې واغوندئ ترڅو نظافت او خپله حفظ الصحه وساتي او د بد بوی مخه ونیسئ!
  • خپل نوکان، غوږونه، ویښتان په منظم ډول پاک کړئ، ترڅو د بدن په دې برخو کې له ناروغیو خلاص شئ!

۲. په تشنابونو او شاورونو کې پاکوالی

د کمپ دننه د هرې ودانۍ او ځای، ځای له ودانیو بهر تشنابونه، حمامونه او شاورونه شته چې د کمپ اوسېدونکي د اړتیا پر مهال ترې ګټه اخیستلای شي. د تشنابونو پاک ساتل نه یواځې د کمپ د اوسېدونکو په روغتیا مثبت اغېزلري بلکې د کمپ د چاپېریال لپاره هم خورا مهم دي. دا نه یوازې د کمپ د اوسېدونکو عمومي هوساینې او هوساینې کې مرسته کوي ، بلکه داهر اوسېدونکي لپاره د حفظ الصحې او خوندور چاپېریال په یقیني کولو کې هم مهم رول لوبوي.

سره له دې چې تشنابونه د پاکولو لپاره ځانګړی ټیم کار کوي خو د کمپ اوسېدونکي باید تشنابونو په پاک ساتلو کې برخه واخلي د پاکوونکي ټیم د ستړیاوو او زیار درناوی اړین دی. د کمپ اوسېدونکي باید یو څو ساده خو مهمې لارښوونې په پام کې ونیسي چې څنګه تشنابونه وکاروي:

  • د تشناب کاغذ په سمه توګه وکاروئ. دا مهمه ده چې د پایپونو د بندیدو مخنیوي لپاره د تشناب کاغذ مناسبه کچه وکاروئ. د تشناب کاغذ ډېر کارول کولای شي د خنډونو او نلونو د بندښت لامل شي.
  • تر حاجت کولو وروسته فلش ووهئ. تر حاجت وروسته د کموډ فلش یا د اوبو بټن ووهئ تر څو د تشناب او کموډ د چټلېدو مخه ونیول شي او پایپونه بند نه شي.
  • د تشناب په غولي (نات) د کاغذونو او نورو کارېدونکو توکو له غورځولو ډډه وکړئ او په کثافات دانۍ یا د خځلو په ټوکرۍ کې یې وغورځوئ.
  • که په تشنابونو او حمامونو کې ستونزه وینئ. سمدستي د کمپ مسولینو ته خبر ورکړئ تر څو د لا ډېر خرابېدو مخه یې ونیول شي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئد معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

 وپوښتئ ویپاڼه (www.beporsed.org)

 فېسبوک (@beporsed)

 ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

 انسټاگرام (@beporsed)

 واڼساپ (93729807235+)

 مسېنجر (@beporsed)