رهنمود جامع فرآیند سفر و جابه‌جایی افغان‌ها از افغانستان به کشور سومی توسط بخش CARE آمریکا-02.jpg

د متحده ایالاتو حکومت د SIV، P2 ویزې غوښتونکي او د ځینو نورو قضیو درلودونکي له افغانستان څخه درېیم هېوادونو ته لېږدوي ترڅو د دوی کېس پرمخ بوځي. په خطر کې د افغانانو د لېږد یا ویستلو د پروسې مسوولیت اوس د "افغان کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو هڅو د همغږۍ لپاره - CARE" په نوم د یوې ځانګړې ډلې له لوري ترسره کېږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري. په دې لارښود کې، موږ به د CARE ټیم د لېږد بهیر څرنګوالي په اړه معلومات ورکوو چې چې د دویمې اړیکې او د پاسپورټ سپارنې څخه د درېیم هېواد ویزې او د الوتنې ټکټ ترلاسه کولو وروستي پړاوونو پورې، ټول معلومات پکې راټول شوي دي. په دې لیکنه کې ځینې موضوعات لکه د بایومیټریک څرنګوالی، د کورونا یا د COVID-19 PCR معاینه او د سفر دمخه چمتووالي اهمیت په دې لارښود کې شامل شوي. له کابل څخه د ممکنه الوتنې او روغتیايي معایناتو (Medical Checkup) لپاره د SIV او P-2 غوښتونکو سره د CARE د ځای پرځای کولو ټیم اړیکه په دې لینک کې ولولئ. باید یادونه وشي چې دا لارښود د متحده ایالتونو د کډوالۍ د ۱۰ کېس لرونکو د مرکو او تجربو پر بنسټ لیکل شوی دی.

د CARE ټیم د ځای پرځای کولو بهیر توضیحات د دغې ډلې دویمې اړیکې او د پاسپورت سپارلو څخه د درېیم هېواد ویزې، الوتنې او د درېیم هېواد په کمپ کې تر مېشتېدو پورې په ۱۰ پړاونو کې وړاندې کېږي:

لومړی پړاو: د پاسپورټونو او د اړیکو شمېرو سپارل

د CARE ټیم لخوا د بیامیشتیدنې لپاره د غوښتونکو او د متحده ایالاتو د کېس اخیستونکو د ځای په ځای کولو بهیر د دې ټیم د یوه استازي په اړیکې پیل کېږي. په پیل کې له غوښتونکو څخه غوښتل کېږي چې د افغانستان په مرکز کابل ښار کې اړوندو کلینک ته ولاړ شي او خپل روغتیايي معاینات وکړي. په دې مقاله کې د روغتیامعاینې څرنګوالي په اړه د "وپوښتئ" لارښود ولولئ.

د CARE ټیم به له اړوندو کېس لرونکو سره د روغتیايي معایناتو له بشپړېدو وروسته اړیکه ونیسي او له دوی څخه به وغواړي چې خپل پاسپورټونه د سیاحتي شرکتونو څخه یو ته وسپاري. اړوند غوښتونکي باید خپل او د کورنۍ د غړو پاسپورتونه په کابل کې ټاکل شوي سیاحتي یا ګرځندوی شرکت ته وسپاري. دا د غوښتونکو او د دوی د کورنۍ د وړ غړو لپاره د درېیم هېواد ویزې حرکت کولو او ترلاسه کولو مهم بهیر پیل دی.

سربیره پردې، له کېس لرونکو څخه غوښتنه کېږي چې د فعال بریښنالیک پتې سره د ټيلیفون او وټساپ اړیکې شمېره سیاحتي شرکت ته وسپاري، ترڅو د اړتیا په وخت کې ورسره اړیکه ونیول شي.

غوښتونکو ته به ویل کېږي چې کله او چېرته خپل او د دوی د کورنۍ د غړو پاسپورټونه وسپاري. په ورته وخت کې، غوښتونکي باید په ټاکل شوي وخت کې سیاحتي شرکت ته لاړ شي. په دغه پروسه کې هرډول ځنډ کولای شي د لېږد الوتنو کې د غوښتونکي د شاملېدو مخه ونیسي.

دویم پړاو: د غوښتونکو بایومیټریک

وروسته، د CARE ټیم استازی به یو ځل بیا د غوښتونکي سره اړیکه ونیسي ترڅو په کابل کې له وړاندې پلان شوې بایومټریک پروسې ته ور شي. د دغه پړاو د دوام لپاره، غوښتونکي او د هغوی د کورنۍ غړي باید د بایومټریک پروسې بشپړولو لپاره د CARE ټیم له لوري ټاکل شوي ځانګړي ځای ته لاړ شي. غوښتونکي باید لاندې اسناد راوړي لکه څنګه چې د بایومټریک ځای کې د CARE ټیم استازي لخوا لارښوونه کېږي:

  • پاسپورټ (د کورنۍ د ټولو غړو لپاره)
  • تذکرې (د کورنۍ د ټولو غړو لپاره)

د بایومټریک بهیر ترسره کول خورا ساده دي او د بایومټریک ځای کې شته چاروکي غوښتونکو ته لارښوونه کوي چې څنګه د بایومټریک ماشین کې خپلې ګوتې ځای په ځای کړي.

د فزیکي اسنادو سربېره، غوښتونکي اړ دي چې یو فعال بریښنالیک او د ټیلیفون شمېره چمتو کړي. د بایومیټریک پروسې کې د ګوتو نښان اخیستل او د سترګو د ایرس ورته انځورونه اخیستل شامل دي. په دې پړاو کې د بایومټریک مسولین ټینګار کوي چې د انځور اخیستو پرمهال باید غوږونه پټ نه شي، په ځانګړې توګه د ښځینه غوښتونکو لپاره. معمولا، له ښځو څخه غوښتل کېږي چې خپل غوږونه له پړوني څخه بهر او ښکاره کړي ترڅو انځور اخیستنه په سمه توګه ترسره شي.

درېیم پړاو: د کورونا یا COVID-19 PCR معاینه

په دې پړاو کې بیا هم، د CARE ټیم یو استازی د اصلي غوښتونکو او یا کیس لرونکو سره اړیکه نیسي او غوښتنه کوي ترڅو د COVID-19 لپاره د PCR معاینه بشپړه کړي چې په کابل کې ورته له وړاندې ځای ټاکل شوی دی. غوښتونکي او د کورنۍ غړي یې اړ دي چې خپل پاسپورټونه او تذکرې له ځان سره ولري. خو که پاسپورت د درېیم هېواد ویزې ترلاسه کولو لپاره سپارل شوی وي، یوازې د بریښنایي تذکرې درلودل او وړاندې کول د PCR معاینې لپاره کافي دي. د ټاکل شوي PCR معاینې له لاسه ورکول کولای شي د سفر پرمهال وېش د پام وړ اغېز وکړي او بیا پلان ممکن ډېر وخت ونیسي.

څلورم پړاو: د پاسپورټونو او ویزې ترلاسه کول

غوښتونکو ته د CARE ټیم د استازي له لوري درېیم هېواد ته د دوی د لېږد په تړاو د راتلونکو الوتنو خبر ورکول کېږي. اړوند غوښتونکو ته ویل کېږي چې خپل پاسپورټونه، د درېیم هېواد ویزه او نور اړوند اسناد له ټاکل شوي ګرځندوی یا سیاحتي شرکت څخه ترلاسه کړي. دا اړیکه له ټاکل شوې الوتنې څخه نږدې یوه یا دوه ورځې مخکې نیول کېږي. غوښتونکو ته یادونه کېږي چې خپل ټیلیفونونه او واټساپ شمېرې تل فعاله وساتي، ځکه چې درېیم هېواد ته د غوښتونکو د لېږد پروسې په جریان کې ټولې اړیکې د دې ارتباطي چینلونو له لارې نیول کېږي.

کله چې غوښتونکي خپل پاسپورتونه او اسناد له ګرځندوی شرکت څخه بېرته اخلي باید دې ټکو ته پام وکړي:

  • د اړوند سیاحتي شرکت لارښوونو ته په دقت سره غوږ ونیسئ ځکه چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ غړو لپاره د سفر د اړینو اسنادو په اړه لارښوونې کوي.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ټول اړین اسناد د سیاحتي شرکت څخه بیا ترلاسه کړي، لکه ستاسو پاسپورټ، د درېیم هېواد ویزه او نور اړوند اسناد او ستاسو د سفر لپاره اړین توکي.
  • که چېرې د لارښوونو یوه برخه وي چې تاسو په بشپړ ډول ور باندې نه پوهیږئ، د شرکت چارواکو څخه وغواړئ چې د شرکت پرېښودو دمخه یې تاسو ته بیا تشریح کړي. خورا مهمه ده چې د ټولو اړتیاوو او شرایطو پوهه ولرئ ترڅو ستاسو د سفر په لړ کې د ستونزو د راپېښېدو مخنیوی وشي.
  • که تاسو د سیاحتي شرکت پرېښودو وروسته پوښتنې لرئ یا نورو مرستې ته اړتیا لرئ، نو په ورکړل شویو شمېرو له دوی سره اړیکه ونیسئ. ګړندي اړیکه کولای شي د هرې اندېښنې یا پوښتنې په حل کې مرسته وکړي چې تاسو یې د سفر دمخه یا د سفر په جریان کې ورسره مخ کېږئ.
  • په یاد ولرئ چې د سیاحتي شرکت له لوري چمتو شوي ټول اسناد او معلومات دوه ځله چیک کړئ ترڅو تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي خوندي او له ستونزو څخه خالي سفر تجربه کړئ.
  • له نورو خلکو او خپلو ملګرو سره د خپل سیاحتي شرکت، کېس او ممکنه الوتنې په تړاو خبرې مه کوئ.

 

 

پنځم پړاو: د بیکونو چمتو کول او تړل

د الوتنې مهالویش د نه اټکل کېدو له امله، غوښتونکو ته سپارښتنه کېږي چې د سفر لپاره له وړړاندې چمتووالی ونیسي او خپل بیکونه، لاسي بیکونه، غوټې او د سفر سامانونه چمتو کړي. اړینه ده چې د سفر لپاره چمتووالي په وخت کې لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • هغه مسافر چې عمرونه یې دوه کاله یا تر دې زیات وي د یوه غټ او یوه کوچني لاسي بیک د وړلو اجازه لري. مسافر په یوه لوی بیک کې تر ۳۰ کیلو ګرامه او په لاسي کڅوړه (کوچني بیک) کې ۷ کیلوګرامه وزن ولري.
  • د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو کڅوړې له ټاکل شوي وزن څخه زیات نه وي، دا غوره ده چې په کور کې خپل بیکونه په معیاري تله باندې وزن کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د لوی بیکونه له ۳۰ کیلوګرامو څخه ډېر نه وي.  په دې سفر کې د ټاکل شوې اندازې څخه ډېر وزن درلودل به د دې لامل شي چې مسافر ډېرې پیسې ورکړي.
  • خلک اجازه نه لري چې له ۵۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه زیات نغدې پیسې، او مېرمنې نه شي کولای له ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زیات سره زر ولېږدوي.
  • د ۲ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان د وزن اجازه نه لري.

سربېره پر دې، غوښتونکو ته مشوره ورکول کېږي چې ډېر خواړه ونه لېږدوي، ځکه چې د سفر په هره پړاو کې په الوتکه کې مسافرو ته خواړه چمتو کېږي. لاندې د سفر لپاره چمتو کولو لپاره ځینې لارښوونې دي:

  • د سفر اسناد، او هر ډول قیمتي توکي په خپل کوچني لاسي بیک یا کڅوړه کې ځای پرځای کړئ ترڅو د الوتنې پرمهال اړینو توکو ته اسانه لاسرسی ولرئ.
  • په یاد ولرئ چې مایعات په لاسي بیک کې مه لېږدئ. مایعات چې اندازه یې له ۱۰۰ ملی لیټرو څخه ډېر وي (دا مقدار ممکن د هرې الوتکې د اصولو سره سم توپیر ولري) د الوتکې کابین ته د ننوتلو اجازه نه لري. دا غوره ده چې اوبه یا نور مایعات په لویو بیکرونو کې انتقال کړئ. خو یاد مو وي چې په لویو بیکونو کې هم تر ۵۰۰ ملي لیترو زیات مایعات په یوه بوتل، په یو بیک کې د لېږد اجازه نه لري.
  • لمبه کوونکي مایعات (Flameble) لکه سپرې او نور چې د لمبې یا اور اخیستو لوړ خطر لري په الوتکه کې د لېږد اجازه نه لري.
  • د کورنۍ د هر غړي لپاره یو ډول جامې په خپل لاسي سامان کې ولرئ ترڅو د اړتیا په صورت کې په الوتکه کې بدل کړئ.
  • تېره یا غوڅوونکي شیان لکه چاقو او مایعات د لاس په بیکونو کې مه اچوئ.
  • درېیم هېواد ته د غیر ضروري شیانو لکه شامپو، صابون، غاښونو پاکولو او نورو ورته شیانو له لېږدولو څخه ډډه وکړئ. ځکه چې دا او ټول هغه شیان چې تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي ورته اړتیا لرئ، په هغه کمپ کې چې تاسو به په درېیم هېواد کې پکې ژوند کوئ، د متحده ایالاتو په مرسته د کډوالو د نړۍوال سازمان له لوري درکړل شي.
  • په خپلو بیکونو کې د لوی حجم او وزن د کتابونو له لېږدولو څخه ډډه وکړئ، په ځانګړې توګه د قرآن کریم، د لمانځه او نور کتابونه. دا کتابونه او د لمانځه کتابونه به په هغه کمپ کې چې تاسو به اوسېږئ وړیا تاسو ته درکړل شي.
  • که تاسو او ستاسو کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې د افغان دودیزو جامو اغوستلو سره علاقه لرئ، نو غوره ده چې د ښځو جامې له ځانه سره ولرئ، ځکه دا جامې په امریکا کې ډېرې ګرانې دي او په سختۍ موندل کېږي.
  • د اړونده هوايي شرکت د وزن لارښوونې وګورئ او خپل لوی بیکونه د دې لارښوونو سره سم وتړئ ترڅو په هوایی ډګر کې له ستونزو څخه مخنیوی وشي.
  • د لوښو او غالۍ له وړلو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا توکي درانه دي او تاسو ته اجازه نه شته چې له ټاکلې اندازې څخه ډېر وزن ولرئ.
  • ازادې او هوسا جامې واغوندئ او د الوتکې په کابین کې دننه د هوا له بدلونونو سره د موافقت لپاره د مناسبو جامو اغوستلو ته پام وکړئ، او د وخت تیرولو او تفریح لپاره ځينې د ساتېرۍ توکي ​​​​لکه کتابونه یا بریښنایي وسایل راوړل مه هېروئ.

شپږم پړاو: هوايي ډګر ته تګ؛ د الوتنې کارت او په الوتکه کې سپرېدل

د CARE ټیم استازی به لکه څنګه چې په څلورم ګام کې یادونه شوې، غوښتونکو ته د الوتنې د نېټې خبر ورکړي. غوښتونکي اړ دي چې د سیاحتي شرکت او د CARE ټیم استازي له لوري چمتو شوې لارښوونې په دقت سره تعقیب کړي. سپارښتنه کېږي چې غوښتونکي باید تر الوتنې درې ساعته مخکې د کابل په هوايي ډګر کې حاضر وي، ځکه چې د الوتنې د کارتونو د کتلو، بیاکتنې او خروجي بهیر وخت نیسي.

لاندې د هغو کسانو لپاره ځینې لارښوونې دي چې د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه الوتنه کوي:

  • هوایی ډګر ته پر وخت یا له ټاکلي وخت څخه لږ مخکې ورشئ ترڅو د چیک او پلټنې، امنیتي کتنو او هر ډول غیر متوقع ځنډ لپاره وخت ولرئ.
  • کله چې تاسو ترمینل او د بورډینګ پاس ترلاسه کولو ساحې ته ننوځئ، په منظمو کتارونو کې ودرېږئ او د ګډوډۍ مخه ونیسئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو په خپل ځانګړي لین کې ولاړ یاست، تاسو کولای شئ خپل ځانګړی لاین یا لیکه د خپلې الوتنې له ټیکټ څخه ومومئ.
  • که تاسو ډاډه نه یاست چې ستاسو ځانګړې لیکه کومه ده، شاوخوا له چارواکو یا نورو مسافرینو څخه یې په اړه پوښتنه وکړئ.
  • تر هغه چې تاسو خپل بورډینګ پاس یا د الوتنې کارت ترلاسه نه کړئ، تاسو د خپلو کڅوړو ساتلو مسول یاست.
  • څوک چې تاسو ته بورډینګ پاس یا د الوتنې کارت درکوي له تاسو څخه به وغواړي چې خپلې کڅوړې او بیکونه په تله کېږدئ ترڅو وزن معلوم شي او تاسو ته به د وزن مطابق د الوتنې کارت درکړل شي. د مسول تن لارښوونې تعقیب کړئ او خپل کڅوړې همدلته ځای پرځای پرېږدئ.
  • د بورډینګ پاس یا الوتنې کارت د ترلاسه کولو وړاندې، مخکې مه ځئ. ځکه چې د بورډینګ پاس پرته الوتنه ممکنه نه ده.
  • د ۳۰ کیلو لویو بیکونو په اړه اندېښنه مه کوئ. دا کڅوړې به تاسو ته د درېیم هېواد هوایی ډګر ته رسېدو سره سم په ټاکلي ځای کې درکړل شي.
  • د خپل لاسي بیک او سفر اسنادو څخه خبر اوسئ. ځکه چې د دې اسنادو او بیکونو ساتل ستاسو یوازینی مسولیت دی.
  • د الوتنې کارت یا بورډینګ پاس له ځان سره خوندي وساتئ. یوځل چې تاسو خپل بورډینګ پاس ترلاسه کړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې خوندي ساتل شوی او په اسانه د لاسرسي وړ دی. کېدای شي په خپل د سفر کڅوړې یا بټوه کې یې وساتئ.
  • د بورډینګ پاس په اړه معلومات بیا وګورئ. د خپل بورډینګ پاس ټول ټکي، په دقت ولولئ لکه ستاسو نوم، د الوتنې شمېره، د وتلو دروازه، د الوتکې د سپرېدو وخت، او وروستۍ کتنه چیک. په دې معلوماتو پوهېدل به له تاسو سره د هوایي ډګر او په الوتکه کې د سپرېدو په چارو کې مرسته وکړي.
  • په الوتکه کې د سپرېدو وخت ته پام وکړئ. د بورډینګ پاس دروازه او په الوتکه کې د سپرېدو کولو لاره وپیژنئ، ځکه چې معمولا په ګوته چې کله ستاسو ډله په الوتکه کې سپرېږي.
  • د عملې او ستاسو د الوتنې د پلاوي اعلان ته په دقت سره غوږ ونیسئ. د بورډینګ اعلانونو ته پام وکړئ او خپلې لیکې ته په تمه اوسئ. هوایی شرکتونه معمولا د بورډینګ ځانګړي کړنلارې لري، چې په دقت سره د بورډینګ بشپړېدل به ستاسو ذهن په ارامۍ کې مرسته وکړي.

د پورتنیو لارښوونو په پام کې نیولو سره، د لومړي ځل لپاره نړیوال مسافر کولای شي د بورډینګ پاس بهیر په ډاډ او اسانۍ سره بشپړ کړي.

د بورډینګ پاس یا د الوتنې کارت ترلاسه کولو وروسته، یو مهم کار دا دی چې ټول هغوی چې ستاسو سره د الوتنې لیست کې دي باید خروجي (د وتلو اجازه) ترلاسه کړي. هلته چارواکي به تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خروجي (د وتلو اجازه) ترلاسه کولو لپاره چېرته ته لاړ شئ او تر دې وروسته بیا کولای شئ د الوتنې انتظارخونې ته لاړ شئ.

د الوتنې په انتظارخونه کې ځینې (وکړئ او مه کړئ) چارې شته چې لاندې ترې یادونه شوې ده:

وکړئ!

  • ژر راشئ ترڅو د چیک ان او امنیتي ارزونې لپاره ډېر وخت ورکړئ.
  • خپل د بورډینګ پاس، پاسپورت اونور اړوند اسناد په لاس کې ولرئ.
  • د معلوماتو سکرینونو ته د چک کولو او پاملرنې له لارې د هوایی ډګر مهالویش او ستاسو د الوتنې وضعیت پام وکړئ.
  • پاکوالي ته پام وکړئ.
  • خپل شیان نږدې او خوندي وساتئ.
  • د شور په ټیټ ساتلو سره د نورو مسافرینو درناوی وکړئ.
  • د انتظار پرمهال اړین خواړه او اوبه له ځانه سره ولرئ.
  • د هوایی ډګر د کوونکو یا د هوایی ډګر پرسونل هر ډول لارښوونې تعقیب کړئ.
  • د اړتیا په وخت کې د مرستې غوښتنه وکړئ.

مه کوئ!

  • خپل سامانونو په تړاو بې پامي مه کوئ.
  • په انتظارخونه کې له ګډوډۍ او لوړ غږ څخه ډډه وکړئ.
  • ګڼه ګوڼه مه جوړوئ یا د تګ لارې مه بندوئ.
  • په انتظار خونه کې سګرټ، نسوار، تمباکو او نشه يي توکي مه کاروئ.
  • د نورو مسافرینو یا کارکوونکيو سره ښکیلتیا مه کوئ.

د دې لارښوونو تعقیب کولای شي تاسو سره د الوتنې په انتظار خونه کې خپل وخت ډېر آرام او له فشار څخه پاکولو کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، د ترانزیت الوتنې په صورت کې، غوښتونکي درېیم هېواد ته د دوی د سفر د یوې برخې په توګه د دوی د نښلونکې الوتنې ته رهبري کېږي. په هر هوایی ډګر کې به، د CARE ټیم مسولین د غوښتونکو سره د مرستې لپاره شتون ولري او راتلونکي الوتنې ته د دوی پر وخت لېږد اسانه کړي.

اووم پړاو: د درېیم هېواد هوایی ډګر ته رسېدل

درېیم هېواد ته په رسېدو سره به، غوښتونکي او د دوی د کورنۍ غړي په هوایی ډګر کې د CARE ټیم استازی سره مخ شي. دلته به تاسو ته د مهاجرت دفتر ته لارښوونه وکړي او مرسته وکړي. د درېیم هېواد په هوايي ډګر کې به غوښتونکي باید د کډوالۍ په دفتر کې د بایومټریک بهیر څخه تېر شي. یوځل چې دا چاره ترسره شي، غوښتونکي کولای شي خپلو غټو بیکونو د راخیستلو لپاره د بیکونو ګرځنده پټلۍ ته ورشي، او خپل بیکونه راټول کړي چې دوی یوازې خپل توکي اخلي.

دلته د مسافرینو لپاره یو څو لارښوونې دي چې په هوایی ډګر کې خپل کڅوړې بیرته ترلاسه کړي:

  • هڅه وکړئ چې له الوتکې څخه د ښکته کېدو لپاره په لیکه کې د لومړي مسافرینو څخه اوسئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ژر تر ژره د بیکونو راخیستلو ځای ته رسېږئ.
  • خپل بیکونه وپېژنئ! د ورته کڅوړو سره د ګډوډۍ مخنیوي او د اسانه پېژندنې لپاره له وړاندې د ځانګړي سټیکر یا نښې په لګولو سره خپلې کڅوړې تر نورو جلا کړئ.
  • مهم توکي له ځانه سره وساتئ! لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه؛ په خپل لاسي بکس کې قیمتي توکي او مهم اسناد وساتئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې دغه شیان له تاسو سره خوندي دي.
  • د بیکونو خوځنده لېږد ځای وګورئ. د الوتنې شمېره او د بیکونو خوځنده لېږدځای معلومات وګورئ ترڅو پوه شئ چې ستاسو بیکونه چېرته دي.
  • د بیکونو خوځنده لېږدځای ته نږدې مه ودریږئ! خپل ځان هغه ځای ته نږدې کړئ چېرې چې ستاسو د الوتنې ټول بیکونه په خوځنده پټلۍ کې ستاسو تر مخې تېرېږي، خو دومره نږدې مه درېږئ چې د نورو مخه ونیسئ تر څو خپل بیکونه پورته کړي.
  • صبر او حوصله وکړه! کله ناکله د بیکونو را رسېدل وخت نیسي، نو په هغه موده کې چې تاسو خپلو بیکونو ته انتظار کوئ، صبر ولرئ.
  • خپل بیکونه وګورئ! مخکې له دې چې د بیکونو ځای پرېږدئ، خپل بیکونه او کڅوړې بیاځلې وګورئ چې تاسو خپل ټول توکي راټول کړي دي.

د دې لارښوونو په پلي کولو سره، تاسو کولای شئ په هوایی ډګر کې خپل سامانونه او کڅوړې په اسانۍ ومومئ.

د کڅوړو ترلاسه کولو وروسته، غوښتونکي باید خپل ۳۰ کیلوګرامه لوی بیکونه مسافر وړونکو موټرو ته انتقال کړي. دلته، یو مسول تن غوښتونکو ته بسونو (مسافرو موټرو) ته لارښوونه کوي چې دوی په درېیم هېواد کې د متحده ایالاتو کمپونو ته لېږدوي. د اوږده سفر له امله د ستړیا سره سره، غوښتونکي کولای شي د لوکس او هوسا بسونو سره کمپ ته د ښکلي سفر څخه خوند واخلي.

مهم یادونه: که تاسو په بل هېواد کې د نښلونکي یا ټرانزیټ الوتنې په توګه ناسته وکړئ او الوتکې بدلې کړئ، د خپلو بیکونو په اړه اندېښنه مه کوئ ځکه چې ستاسو بیکونه به درېیم هېواد ته واستول شي چیرې چې ستاسو د کېس مرکه ترسره کېږي، او ستاسو سامان به همغه هوايي ډګر ته ولېږدول شي او هېواد ته به انتقال شي.

اتم پړاو: کمپ ته رسېدل او لومړنۍ کتنه او پلټنه

کمپ ته د ننوتلو وروسته به ، غوښتونکي د لومړنیو چارو لپاره د نوم لیکنې ځای ته واستول شي. دلته، مسولین ټول اړوند اسناد په دقت سره ګوري، لکه پاسپورټونه، پېژندنې اسناد، د دوی اعتبار او نور اړوند اسناد ګوري. په کمپ کې هراړخیزې پلټنې کېږي او منع شوي توکي د کمپ د مقرراتو سره سم ثبت او ضبط کېږي. چاقو، او ځينې برقي توکي له خلکو راټولېږي او له ثبت وروسته يې د ساتنې لپاره مسولو کسانو ته سپارل کېږي. دا توکي به د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر وړاندې بېرته اړوندو مسافرینو او غوښتونکو ته ورکړل شي.

په یاد کمپ کې ځینې الکترونیکي او غوڅوونکي شیان منع دي چې خطرناک ګڼل کېږي بې له شکه جرمي توکي هم منع دي او که چېرې د مسافرینو په کڅوړو او بیکونو کې جرمي شیان شتون ولري له قانوني چلند سره به مخ شي.

نهم پړاو: د کمپ اصولو په تړاو د CARE ټیم معلومات او د IOM خدمات

د CARE ټیم او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په ګډه کار کوي ترڅو د افغان مسافرینو او د دوی د کورنۍ د وړ غړو ځای په ځای کولو او مېشتولو کې اسانتیاوې برابرې کړي. په کمپ کې د لومړنۍ ارزونې وروسته، غوښتونکي یوې هراړخیزې او لنډې غونډې ته معرفي کېږي چې د IOM لخوا برابره شوې اسانتیاوې او ګټې په پکې تشریح کېږي. د دې معلوماتي ناستې موخه دا ده چې خلک د کمپ دننه د شته سرچینو او ملاتړو خدماتو سره اشنا کړي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د هر غوښتونکي د وړتیاوو او زدکړو بشپړه ارزونه کوي او د دوی د مهارتونو او استعداد په تړاو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د دوی اکادمیک او مسلکي پس منظر څېړي. سربېره پر دې، د غوښتونکو د روغتیا شرایطو بشپړه ارزونه کېږي ترڅو هر ډول روغتیایي اندېښنې په نښه او سمدستي یې درملنه وشي او ډاډ ترلاسه کړي چې مسافرین په کمپ کې مناسب روغتیایی ملاتړ ته لاسرسی لري.

د CARE ټیم، د IOM سره په همکارۍ، د غوښتونکو د کار تاریخ بیاکتنه کوي ترڅو ملاتړي خدمتونه وړاندې کړي او د دوی په نوي چاپېریال کې د کار احتمالي فرصتونه لټوي. د شخصي توضیحاتو، د کورنۍ جوړښت، او ځانګړو اړتیاوې یا غوره توبونه، په ګډون ټول اړین معلومات د CARE ټیم او IOM لخوا راټولېږي ترڅو د هر فرد ځانګړي شرایط په ښه توګه په ګوته کړي.

همدارنګه، د کمپ د خدماتو او اسانتیاوو د غوره روښانتیا لپاره؛ کمپ ته د رسېدو په لومړیو دقیقو کې غوښتونکو او مسافرینو ته په دري/پښتو ژبو یوه ویډیو خپرېږي چې په IOM کې د موجودو اسانتیاوو، ګټو او سرچینو په اړه واضح معلومات وړاندې کوي. ویډیو د کمپ د اسانتیاوو ته یوې عمومي کتنې سره بشپړه شوې لکه د استوګنې ترتیبات، ټولنیز ځایونه، تفریحی ساحې او نورې اسانتیاوې چې موخه یې د کمپ د اوسېدونکو د هوساینې او ارامۍ د کچې لوړول دي.

هر غوښتونکی یو جامع لارښود ترلاسه کوي چې د ورځني ژوند لپاره اړین معلومات لري، او هر غوښتونکي او د دوی د کورنۍ غړو ته د پېژندنې یو کارت ورکول کېږي چې په کمپ کې دننه کارول کېدای شي. په کمپ کې دننه خلک کولای شي دا کارت د کمپ دننه خدماتو ته د لاسرسي لپاره وکاروي.

غوښتونکو ته لارښوونه کېږي چې خدماتو ته لاسرسی ومومي لکه روغتیا پاملرنې، مشورې ورکول، ښوونیز کورسونه او سرچینې، او د ټولنې ادغام پروګرامونه. ځانګړې غونډې غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې پوښتنې وکړي او توضیحات وغواړي، د دوی نوي ژوند چاپېریال ته د دوی بریالي لېږد ملاتړ کولو لپاره چمتو شویو خدمتونو او تاسیساتو ته لاسرسی یقیني کړي.

لسم پړاو: د اړتیا وړ توکو او سامانانو ترلاسه کول

د اړینو اداري چارو له بشپړولو وروسته، د ښه راغلاست کڅوړې چې په نوي چاپېریال کې د هوسا ژوند د پیل لپاره اړین توکي پکې شامل دي، غوښتونکو ته وېشل کېږي. همدارنګه، د کمپ نوي اوسېدونکي موافقه کوي چې د خوندي ژوند چاپېریال ساتلو لپاره د کمپ قواعد او مقررات ومني. د کمپ کارکوونکي د استوګنې په جریان کې د هر ډول اړتیاوو یا اندېښنو د هواري لپاره دوامدار  ملاتړ پیل کوي.

کمپ ته په رسېدو سره، غوښتونکو ته ډاډ ورکول کېږي چې دوی اړتیا نه لري خواړه یا سامان له بهر څخه له ځان سره راوړي، ځکه چې ټول اړین توکي د کمپ دننه چمتو شوي دي. په دې اړینو توکو کې جامې، کمپلې، بالښتونه، د روغتیا ساتنې محصولات او نور اړین مواد شامل دي. کورنیو ته یوه خونه ټاکل شوې او د معلوماتو پاڼې سره یو کلی ورکول کېږي چې لارښوونې او مهم توضیحات پکې لیکل شوي لکه د غوښتونکي د پېژندنې شمېره، د بلاک شمېره او د خونې شمېره، چې همدا پته بیا د اړیکو لپاره هم کارول کېږي.

د CARE ټیم او د IOM کارکوونکي په دوامداره توګه وضعیت څاري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مسافرین اړین ملاتړ ترلاسه کوي او په کمپ کې شته سرچینو څخه خبر شوي. همدارنګه کمپ ته له رسېدو دوه ورځې وروسته به د لومړي ځل لپاره د جامو، بوټانو او نورو اړینو توکو یوه بسته په ټولو هغو مسافرینو وویشل شي چې کمپ ته راځي او دغه مرستندویه کڅوړه، په ټاکلې موده کې بیا هم وېشل کېږي.

په کمپ کې د پاکوالي او نظم ساتل اړین دي ترڅو د ټولو اوسېدونکو لپاره خوندي او سالم چاپېریال ډاډمن شي. دلته ځینې مهم ټکي چې باید په پام کې ونیول شي عبارت دي له:

•        شخصي حفظ الصحه: دا د ټولو اوسیدونکو لپاره مهمه ده چې د ښه شخصي حفظ الصحې خیال وساتئ، لکه د لاسونو مینځل، حمام کول، او د عامو سیمو پاک/سوتره ساتل.

•        د کثافاتو سم ځای غورځول: دا مهمه ده چې په ټاکل شوي ځایونو کې وغورځوئ تر څو د کمپ د کارکوونکو له لوري راټول شي. دغه کار به د کمپ پاک او منظم ساتلو کې مرسته وکړي.

•        د تاسیساتو ساتنه: ټول اوسېدونکي باید د عام تاسیساتو لکه تشنابونو، پخلنځي او تفریحی ځایونو په ساتنه کې همکاري وکړي. دا اړینه ده چې د کمپ چارواکو ته د هرې ستونزې راپور ورکړئ ترڅو ژر تر ژره د هر ډول هغې ستونزې مخه ونیول شي چې ممکن پر پاکوالي او نظم اغېز وکړي.

•        چاپېریال ته درناوی: مهمه ده چې د کمپ شاوخوا طبیعي چاپېریال ته درناوی وشي. د خاورې او اوبو د ککړتیا مخنیوی، او همدارنګه د سیمه ایزو نباتاتو او حیواناتو ساتنه، د هرچا لپاره د سالم چاپېریال ساتلو کې مرسته کوي.

•        محدودو سیمو ته د ننوتلو اجازه نه شته: د کمپ دننه د محدودیت لرونکو ځایونو ته درناوی د امنیت او نظم ساتلو لپاره خورا مهم دی. محدودو سیمو ته غیر مجاز لاسرسی کولای شي د خوندیتوب چارې ټکنۍ او د اوسېدونکو لپاره خطرونه رامنځ ته کړي. دې ټکو ته پاملرنه د نظم ساتلو او په کمپ کې د هرچا د هوساینې ډاډ ترلاسه کولو لپاره مهم دی.

•        روغتیایی زدکړه: په کمپ کې د روغتیايي ژوند د یقیني کولو لپاره د اوسېدونکو ترمنځ، زدکړې، ورکشاپونه او معلوماتي ناستې کولای شي په ورځني ژوند کې د پاکوالي او نظم د اهمیت په اړه پوهاوی لوړ کړي. د کمپ اوسېدونکي کولای شي د اونۍ په ځانګړو ورځو کې په بېلابېلو ښوونیزو ټولګیو کې ګډون وکړي.

دغو لارښوونو ته په پاملرنې او د پاکوالي او نظم کلتور ته په وده ورکولو سره په کمپ کې یو خوندي، سالم او همغږي چاپېریال رامینځته کېدای شي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

 (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

اینسټاګرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)

مسنېجر (@beporsed)