تاثیرات آلودگی هوا بر صحت افراد و راهای جلوگیری از خطرات آن-02.jpg

د هوا ککړتیا یو له جدي او عامو ستونزو څخه دی چې ان کولای شي روغ خلک هم د هوا ککړتیا پورې اړوند روغتیايي ستونزو، لکه د تنفسي خنډ تجربه کول او د بیروني فعالیتونو پرمهال تنفسي ستونزو سره مخ شي. د هوا ککړتیا نه یوازې فزیکي روغتیا ته ګواښ کوي، بلکې د خپګان، تیري، ستړیا، په ماشومانو کې لوړ فعالیت او نورو رواني اختلالاتو کې هم منفي اغېز کوي.

د هوا د ککړتیا د منفي اغېزو اصلي خطر د خلکو د روغتیا په اوسني حالت، د ککړتیا ډول او کچې، او د ککړې هوا کې د واقع کېدو مودې پورې اړه لري. د هوا د ککړتیا لوړه کچه د سمدستي روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي، چې په اړه به یې معلومات د "وپوښتئ" په دې لیکنه کې له تاسو سره شریک کړو.

د انسان په بدن او روغتیا باندې د هوا ککړتیا اغیزې

  • د زړه او جدي تنفسي ناروغۍ؛
  • په سږو او زړه باندې اضافي فشار، چې له همدې امله بدن ته د کافي اکسیجن چمتو کولو چاره سختوي؛
  • د تنفسي سیسټم حجرو ته زیان؛
  • د سږو زړښت ګړندی کول؛
  • د سږو د ظرفیت له لاسه ورکول او په فعالیت کې کمښت؛
  • د ناروغیو پراختیا لکه برونشیټ، ایمفزایم (د سږو یو ډول ناروغي) او ان سرطان؛ او
  • د ژوند دوره لنډول.

د هوا ککړتیا کومو خلکو ته زیان رسوي؟

کېدای شي روغ خلک هم د هوا د ککړتیا له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ شي، لکه؛ د تنفسي سیسټم ګډوډي او خارښت او د بېروني فعالیتونو په جریان کې تنفسي ستونزې تجربه کول، دلته ځینې هغه ډلې خلک یادوو چې له ککړې هوا ډېر اغېزمن کېږي:

  • امیندواره مېرمنې؛
  • هغه کارګران چې په ازاد چاپېریال کې کار کوي؛
  • زاړه او عمرخوړلي خلک؛
  • د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان؛
  • ورزشکاران چې بهر تمرین کوي؛ او
  • په بهر چاپېریال کې هغه خلک چې ښه فزیکي ځواک لري.

هغه خلک چې په پورتنیو ګروپونو کې دي ان د ککړې هوا سره د لږ تماس سره هم روغتیایی ستونزې تجربه کوي، او د روغتیايي ستونزو شدت یې ممکن خورا ډېر وي.

د هوا د ککړتیا له امله رامنځته شوي زیانونه څنګه راکم کړو؟

  • په سړک کې د موټرو د شمېر د کمولو لپاره د عامه ترانسپورت، پلي مزل یا بایسکل څخه کار واخلئ.
  • په استوګنځایونو کې د انرژي مصرفوونکو وسایلو او د څراغونو او بریښنایي وسیلو د کم کارولو له لارې انرژي خوندي کول.
  • کورنۍ باید په ژمي کې د ډبرو سکرو او کیفیت لرونکي سونګ توکو څخه کار واخلي ترڅو د هوا د ککړتیا مخه ونیسي. تصفیه شوي او معیاري ډبرو سکاره کولای شي د هوا د ککړتیا مخه ونیسي او همدارنګه په خونه او کور کې د ټیټ کیفیت لرونکي سون توکو د سېځلو په پایله کې د ګازنیونې خطر کم کړي.
  • د خپل کور لپاره د پاکې انرژۍ سرچینې لکه لمر یا سولري برېښنا او د باد انرژي غوره کړئ.
  • د زیان رسوونکو ګازونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپل موټر په سمه توګه وساتئ او د امکان تر حده برېښنايي یا هایبرډ موټرو څخه کار واخلئ.
  • په موټرو او نقلیه وسایطو کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره، د معیاري سونګ توکو څخه کار واخلئ.
  • د کثافاتو او خځلو تولید کمښت لپاره خپل لګښت کم کړئ او د بیا کارول کېدونکو توکو څخه کار واخلئ.
  • د پاکې هوا نوښتګرو طروحو او ستاسو په ټولنه کې د چاپېریال دوستانه کړنو ملاتړ وکړئ.
  • د کور دننه د هوا ککړتیا کمولو لپاره د چاپېریال دوستانه کورنيو محصولاتو څخه کار واخلئ.
  • ونې کښت کړئ او شنه ځایونه رامنځ‌ته کړئ ترڅو د هوا ککړونکو د له منځه وړلو او د هوا کیفیت ښه کولو کې مرسته وکړي.
  • د استوګنې په کورونو کې د کثافاتو له سوځولو څخه ډډه وکړئ او د تودوخې او پخلي لپاره پاک بدیلونه وکاروئ.
  • عامه حمامونه او رستورانتونه باید د ټیټ کیفیت لرونکي موادو له سوځولو ډډه وکړي.
  • په هیټرونو (ګرموونکو لکه بخارۍ) کې د ټیټ کیفیت د سونګ توکو لکه ټایرونو، ټوټې، سوځول شوي مبلایل او نورو ټیټ کیفیت لرونکي موادو له سوځولو ډډه وکړئ.
  • د هوا د ککړتیا په ورځو کې په بهرنيو فعالیتونو کې محتاط اوسئ او په ټوله کې هڅه وکړئ هغه فعالیتونه محدود کړئ چې د هوا په ککړتیا کې مرسته کوي.

په ککړه هوا کې ځان ساتنه

د هوا د ککړتیا څخه د ځان ساتلو لپاره، د هوا کیفیت څخه خبر اوسئ، خپل بهرني فعالیتونه د کمې هوا ککړتیا په وخت کې پلان کړئ، د هوا پاکوونکو توکو څخه کار واخلئ، او په ټولنه کې د هو ککړتیا کمولو لپاره د نوښتونو ملاتړ وکړئ. دلته د هوا د ککړتیا پر مهال د شخصي خوندیتوب ۱۰ لارښوونې راوړل شوي چې له تاسو سره د هوا ککړتیا پر مهال مرسته کوي:

  • د هوا کیفیت شاخص (AQI): د د هوا کیفیت شاخص (AQI) په څېر د معتبر سرچینو په کارولو سره ستاسو په سیمه کې د هوا څرنګوالی ومومئ.
  • باخبره اوسئ: د هوا د کیفیت شاخصونه او د ککړتیا وړاندوینې د ځایی چاپېریال ساتنې او هوا پېژندنې ادارو یا باوري سرچینو له لارې تعقیب کړئ.
  • د حفظ الصحې لارښوونو ته پام وکړئ: د هوا ککړتیا تنفسي ستونزې پیدا کوي او د انتاناتو حساسیت زیاتوي. د صحي لارښوونو څارنه، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې په منظمه توګه د لاسونو مینځل، د ساري ناروغیو د اخته کېدو خطر کموي.
  • د هوا ککړتیا کچې وختونه: د هغو وختونو لپاره بهرنۍ فعالیتونه پلان کړئ کله چې د هوا د ککړتیا کچه ټیټه وي، لکه د سهار له پیل څخه تر ماښامه، ځکه د افغانستان په لویو ښارونو او سړو سیمو کې د ژمي په موسم کې تر ډېره د ماښام او ټوله شپه هوا ډېره ککړه وي.
  • د کور دننه هوا ککړتیا: د هوا د ککړتیا کمولو لپاره په خپل کور کې د هوا پاکولو لوړ کیفیت لرونکو فلټرونو په لګوولو سره د استوگنځایونو دننه هوا پاکه کړئ.
  • کړکۍ او دروازې بندې وساتئ: د هوا د لوړې ککړتیا پر وخت کې کړکۍ او دروازې وتړئ ترڅو د هوا د ککړتیا خطر کم شي.
  • د ماسک کارول: کله چې په هغو سیمو کې فعالیت کوئ چې د ککړتیا لوړه کچه یا بهر کې وي، د ککړتیا د هوا د ککړتیا فلټرکوونکو ماسکونو څخه کار واخلئ.
  • گڼ مېشتو ځایونو کې تمرین مه کوئ: د هوا د ککړتیا پر وخت د ګڼ مېشتو سیمو یا صنعتي پارکونو ته نږدې تمرین کولو څخه ډډه وکړئ.
  • اوبه څښل: د هایډرېټ پاتې کېدل (د بدن کافي اوبه لرل) له بدن څخه د زهرجنو موادو په ایستلو کې مرسته کوي چې ممکن د خرابې هوا له امله تنفس شوي وي.
  • کور دننه بوټي: د کور دننه هوا کیفیت ښه کولو لپاره د خونو دننه وده کوونکو بوټو ساتنې ته پام وکړئ ځکه چې د دغه د هوا پاکولو ځانګړنې لري.
  • روغتیاپال سره کتنه: د تنفسي ستونزو لرلو په صورت کې روغتیاپال سره وګورئ او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه ځانګړې مشورې لپاره د روغتیاساتنې له مسلکي مسولینو سره مشوره وکړئ.
  • د هواککړتیا د مخنیو طرحو ملاتړ: په خپله ټولنه کې د هوا د ککړتیا کمولو له نوښتګرو فعالیتونو او پالیسیو ملاتړ وکړئ ترڅو د اوږدې مودې لپاره هوا کیفیت ښه کولو کې مرسته وکړئ.

د دې مخنیوي کوونکو ګامونو په پورته کولو سره، تاسو کولای شئ د ځان او ستاسو شاوخوا خلکو لپاره د هوا ککړتیا پورې اړوند روغتیایی خطرونو کمولو کې مرسته وکړئ. په یاد ولرئ، د پاکې هوا لپاره شخصي پوهاوی او ملاتړ د هرچا لپاره د خوندي او روغتیايي چاپېریال رامنځ‌ته کولو لپاره اړین دی.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

✓ وپوښتئ ویبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

اینسټاګرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)

مسنېجر (@beporsed)