رهنمود در رابطه به انجام معاینات صحی (Medical Checkup) در کابل برای پروازهای احتمالی بخش CARE آمریکا-02.jpg

د متحده ایالاتو حکومت د SIV او P2 ویزې غوښتونکي له افغانستان څخه درېیم هېوادونو ته لېږدوي ترڅو هلته د دوی کېسونه پرمخ بوځي. له ګواښ سره د مخ د افغانانو د لېږد یا ایستلو مسولیت اوس د "افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ" (Coordination For Afghan Relocation Efforts - Care) په نوم د یوې ځانګړې ډلې په غاړه دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند ده. په دې لارښود کې، د SIV، P-2 او د کډوالوۍ نورو ډولونو د ویزو له غوښتونکو سره د CARE د ځای پرځای کولو ټیم د اړیکو، ممکنه الوتنې، روغتیایي معاینې او له کابل یا پاکستان څخه درېیم هېواد ته د لېږد د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شوي دي. د دې لارښود معلومات د هغو وړ کسانو د مرکو او شخصي تجربو پر بنسټ لیکل شوي چې د CARE ټیم له لارې پاکستان، قطر، البانیا او جرمني ته لېږدول شوي دي.

لومړی پړاو: د CARE ټیم لومړۍ اړیکه

د انلاین ویزې غوښتنلیک فورم یا DS-260 ډکولو او سپارلو او د مدني اسنادو تر استولو وروسته، د امریکا ویزې ملي مرکز (NVC) د SIV، P-2 او د کډوالۍ د نورو ویزو لرونکو او غوښتونکو په اړه معلومات چمتو کوي او د CARE ټیم سره یې شریکوي چې د امریکا په سفارت کې د مرکې لپاره چمتو دي او اوس په افغانستان کې پاتې دي. معمولا، دا معلومات د NVC لخوا د CARE ټیم سره په دوه اونیو کې په بشپړه توګه شریکېږي.

بیا، د CARE ټیم له پاموړ تن سره د موبایل یا ګرځنده ټیلیفون له لارې لومړنۍ اړیکه نیسي او د SIV، P-2 او د کډوالۍ د نورو ویزو لرونکو او غوښتونکو څخه غواړي چې دوی ته خپل پاسپورټونه، د DS-260 تاييدپاڼه او په ځینو مواردو کې د دوی د واده سندونه د CARETravelData@. state.gov بریښنالیک یا هم د وټساپ له لارې ولېږي. عموما، به وړ اشخاص دا اړیکه د CARE ټیم څخه شاوخوا درې اونۍ وروسته ترلاسه کړي. په دې اړیکې سره، د CARE ټیم د احتمالي الوتنې لپاره د وړ خلکو اړین معلومات چمتو کوي او په ډیټابیس سیسټم کې یې ثبتوي.

که چېرې د CARE ټیم تاسو سره اړیکه و نه نیوله، نو خپل پاسپورټونه CAREtravelData@state.gov ته واستوئ، بیا د CARE ټیم ته انتظار وکړئ چې بېرته له تاسو سره اړیکه ونیسي. تاسو کولای شئ دې مرکز ته په 0018338390375 شمېره زنګ ووهئ یا هم 0016789165522 وټساپ شمېرې باندې اړیکه ونیسئ ترڅو دا تایید کړئ چې تاسو د مرکې په لیست کې شتون لرئ. که دوی ووایی چې تاسو د مرکې لپاره چمتو نه یاست، تاسو باید د CEAC پورټل ته ننوځئ ترڅو د خپل کېس د ارزونې پړوا وګورئ او پوه شئ چې کومو ګامونو ته اړتیا ده.

د CARE ټیم لومړی یو درېیم هېواد  ته د غوښتونکو تر لېږدولو دمخه د وټساپ یا ټیلیفون شمېرې له لارې له پاموړ تن سره اړیکه نیسي او له غوښتونکو څخه غواړي چې د افغانستان په پلازمېنه، کابل کې په ټاکل شوي روغتیايي مرکز کې خپل روغتیايي معاینات وکړي چې په دې لارښود کې د دې روغتیايي  معایناتو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شوي.

د CARE ټیم له افغانستان څخه پاکستان، قطر، البانیا، جرمني او احتمالا ځینو نورو درېیمو هېواد ونو ته د وړ افغانانو د لېږد اسانتیا برابروي، ځکه د متحده ایالتونو سفارت په کابل کې فعال نه دی او متحده ایالاتو د هر ډول کډوالۍ د ویزې غوښتونکي باید د ویزې ترلاسه کولو لپاره په درېیم هېواد  کې موجود وي.

زه مرکې ته چمتو یم، خو له ماسره تر اوسه  د الوتنې لپاره اړیکه نه ده نیول شوې، زه څه وکړم؟

خپل پاسپورتونه CAREtravelData@state.gov ته واستوئ، بیا د CARE ټیم څخه اړیکې ترلاسه کولو ته انتظار وکړئ.

زه څنګه کولای شم د CARE ټیم تلیفون مرکز سره اړیکه ونیسم؟

تاسو کولای شئ 0018338390375 ته زنګ ووهئ، د دې کارمندانو سره خبرې وکړئ او معلومات ترلاسه کړئ. تاسو کولای شئ د 0019562914571 وټساپ شمېرې ته د خپل کېس په تړاو د معلوماتو لپاره پیغام واستوئ. په یاد ولرئ، تاسو د خپل هویت تصدیق کولو لپاره خپل بشپړ نوم، د زېږون نیټه او د تلیفون شمېرې ته اړتیا لرئ.

څوک اوس د CARE ټیم لخوا د انتقال وړ دی؟

هغه خلک چې په لاندې ډلو کې شامل وي د لېږد لپاره وړ دي:

  • د متحده ایالاتو اتباع (US CITIZEN- AMCIT)؛
  • د دايمي استوګنې لرونکي (Lawful Permanent Resident - LPR)؛
  • هغه خلک چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لرونکي (SIV ISSUED)؛
  • د مهاجرت د ځانګړو ویزو کېسونو لرونکي غوښتونکي چې د مرکې په پړاو کې دي (SIV Interview Ready)؛
  • د امریکا د دايمي استوګنې لرونکي (Lawful Permanent Resident - LPR) د کورنۍ غړي؛
  • د هغو کسانو د کورنۍ غړي چې د بشردوستانه ویزې په کارولو سره متحده ایالاتو ته داخل شوي دي (QAW Parole Family Members);
  • د COM تاییدي لرونکي د تخلیې پروګرام لپاره وړ دي، خو دوی باید د مرکې مرحلې ته د رسیدو لپاره د دوی د کېس ته انتظار وکړي؛
  • د پناه غوښتونکو د کورنۍ غړي (Asylum) وړ دي خو د ایستلو په پروګرام کې تر اوسه لومړیتوب نه لري؛ او
  • د لومړي لومړیتوب (P-1)، دویم لومړیتوب (P-2) او درېیم لومړیتوب (P-3) کېسونه چې له جدي ګواښ سره مخ دي، کېدای شي د خپلو اړوندو ادارو په همکارۍ او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تشخیص او غوښتنه سره سم پروسس او په درېیم هېواد  کې، د تخلیې الوتنې کې شامل شي.

دویم پړاو: دالوتنې په موخه د CARE ټیم دویمه اړیکه

کله چې په شرایطو برابر کېس ورستی شي، د اړوندو کېس لرونکو نومونه به د هغو خلکو په لیست کې اضافه شي چې د CARE ټیم لخوا باید له افغانستان څخه ویستل شي. د لېږد په لیست کې د وړ کېس لرونکو شاملول د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی او هیڅ بله رسمي یا شخصي اداره اجازه نه لري چې خلک د الوتنې په لیست کې شامل کړي.

د CARE ټیم یو کارکوونکی یا استازی د وټساپ شمېرې له لارې د الوتنې لیست کې شامل شویو خلکو سره اړیکه نیسي او د کورنۍ ټولو غړو ته یې د پاسپورټونو او DS-260 فورمې تصدیق کولو غوښتنه کوي. بیا، د CARE ټیم له دغو خلکو څخه غوښتنه کوي چې په ټاکلي وخت په کابل ښار کې د امریکا د متحده ایالتونو د پاموړ یوه روغتیايي کلینیک کې خپل روغتیايي معاینات وکړي.

د CARE  ټیم یو ځل ما سره اړیکه ونیوله او تر اوسه یې بیاځلې زنګ نه دی وهلی؟

که له تاسو سره لومړۍ اړیکه نیول شوې وي نو تاسو باید د CARE بلې اړیکې ته په تمه پاتې شئ چې تاسو ته بیا زنګ ووهي ترڅو ستاسو کېس پرمخ بوځي او تاسو د ممکنې الوتنې لیست کې شامل کړي. د لومړیتوبونو او د SIV کېس د لومړیتوب د نېټې پر بنسټ به، د CARE ټیم خلک قطر ته په ځانګړو الوتنو له لارې و لېږدوي. څرنګه چې د غوښتونکو شمېر ډیر لوړ دی، د CARE ټیم هڅه کوي چې ستاسو د ځای پرځای کولو پروسه په غوره بڼه اداره کړي. په هر حالت کې، کېدای شي د لومړي کال او دویم کال ترمنځ د څو میاشتو یا یو کال څخه زیاته موده ونیسي.

همدارنګه، په یاد ولرئ چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ ټول کېس، د SIV، P-1 او P-2 د کېسونو په ګډون، د متحده ایالتونو د فدرالي اداري او امنیتي ادارو او د دوی فرعي برخو له ارزونې څخه تېرېږي، او هر یو خپل سیسټمونه او کړنلارې لري. د متحده ایالاتو حکومت وايي چې دوی د کړنلارو د ساده کولو په درشل کې دي، هغه جدي ستونزې په نښه کوي او ساده کوي یې چې د خنډ او ځنډ لامل کېږي. د چارو له دقت، سمون او بشپړتیا څخه ازوونکو سازمانونو او ادارو ډاډ د ځنډ کمولو کې مرسته کولای شي.

درېیم پړاو: روغتیايي معاینات

  • د CARE ټیم اړوند استازی یا د کېس کارکوونکی د کلینیک یا لابراتوار کره پته او د معایناتو نېټه او وخت د وټساپ شمېرې له لارې کېس لرونکو ته لېږي. د روغتیایی معایناتو ترسره کولو پروسه څو پړاوونه لري.
  • غوښتونکي باید په ټاکل شوې نېټه او وخت اړوند کلینیک یا لابراتوار ته د روغتیايي معاینې لپاره لاړ شي.
  • غوښتنونکي باید د خپل پاسپورت رنګه کاپي او د DS-260 تصدیق پاڼې یوه کاپي او که امکان ولري، اسناد لکه د واکسین کارتونه او د روغتیايي معاینې لپاره د ازموینې نور اسناد راوړي. دا اسناد د روغتیا ازموینې پروسې لپاره اړین دي او د ازموینې ارزونې او پلي کولو کې به مرسته وکړي. که غوښتونکي د اړینو اسنادو چاپ شوې نسخه ونه لري، دوی باید د سکین یوه کاپي په USB یا ټیلیفون کې له ځان سره ولري ترڅو د لابراتوار مسول ته یې وړاندې کړي.
  • کلینیک یا لابراتوار د متحده ایالاتو د حکومت د چک لیست او لارښود پراساس د خلکو روغتیایی معاینات ترسره کوي او نېغ په نېغه یې د CARE ټیم ته استوي.

په روغتیایی معایناتو کې کوم توکي شامل دي؟

روغتیایی معاینات به لاندې پړاوونه ولري چې په لړ کې به یې بېلابېل معاینات وشي:

  • غوښتونکي د نري رنځ یا نري سل (TB) او د سینې اړوند نورو ناروغیو لپاره د سینې ایکسرې (X-ray) او انځورونه اخلي.
  • د وینې او ادرار بېلګې د مختلفو روغتیایي شرایطو د معلومولو لکه د امیندوارۍ، ساري ناروغیو او نورو روغتیايي اندېښنو د کتنې لپاره اخیستل کېږي.
  • غوښتونکي به اړ وي چې د خپل روغتیایي تاریخچې او د کورنۍ د غړو د روغتیايي وضعیت په اړه مفصل معلومات چمتو کړي، لکه د هر ډول ناروغیو یا ارثي ناروغیو په تړاو معلومات. په یاد ولرئ چې په دې مرحله کې، د لابراتوار ازموینې پایلې ترلاسه کولو دمخه، هیڅکله هغه درمل مه خورئ چې تاسو ته په دې پړاو کې درکول کېږي، ځکه چې ځینې درمل د مېرمنو په امیندوارۍ منفي اغیزه کولای شي. له همدې امله، مېرمنې باید د دې ګام بشپړولو وړاندې د امیندوارۍ او لابرتواري معاینات وکړي.
  • له غوښتونکو به د روغتیايي معاینې، پیژندنې او اسنادو د بشپړولو د بهیر د یوې برخې په توګه انځورونه واخیستل شي.
  • د غوښتونکي او د کورنۍ د غړو د ټولیزې روغتیا او هوساینې ارزولو لپاره بشپړه فزیکي معاینه هم ترسره کیږي، لکه د قد، وزن، د وینې فشار اندازه، او عمومي فزیکي او ظاهري حالت کتنه.
  • په دې پړاو کې غوښتونکي د روغتیايي تاریخچې او د کډوالۍ موخو لپاره د ځانګړو روغتیایي شرایطو پر بنسټ اړین واکسین ترلاسه کوي. پام وکړئ چې د لابراتوار ازموینې دمخه هیڅ ډول واکسین مه کوئ.
  • د طبي معایناتو تر بشپړولو وروسته، د لابراتوار چارواکي د eMedical پایلې په یوه تړل شوي پاکټ یا لفافه کې غوښتونکو ته ورکوي او یوه کاپي یې هم CARE ټیم ته استوي.

اړینه یادونه!

د لارښوونو په تعقیب، د اړینو اسنادو په چمتو کولو او د اړوندو کلینیکونو د چارواکو سره په همکارۍ، غوښتونکي کولای شي د معایناتو بهیر چټک کړي او د دوی د کډوالۍ په سفر کې ځنډ کم کړي. غوښتونکي باید شرایطو ته غاړه کېږدي او د غوښتل شويو معلوماتو او اسنادو چمتو کولو کې فعال وي ترڅو د اغېزمنو روغتیايي معایناتو چاره اسانه کړي. د دې روغتیایی ازموینو دقت د مهاجرت او ځای په ځای کېدو په بهیر کې د عامې روغتیا د لومړیتوب اهمیت ښیې.

ولې روغتیايي معاینات په کابل کې ترسره کیږي؟

تر دې مخکې دغه معاینات په درېيم هېواد کې ترسره کېدل، چې له کمپ څخه د CARE ډلې د لېږد او ايستلو بهیر ځنډاوه. له همدې امله اوس د CARE ټیم روغتیايي معاینات په کابل کې تنظیم کړي ترڅو د غوښتونکو روغتیایی معاینات دمخه ترسره شي او په معایناتو کې د هر ډول نیمګړتیا په صورت کې اړونده درملنه وشي. له بلې خوا، په کابل ښار کې د غوښتونکو روغتیايي معایناتو کول د دې لپاره دي چې د کېس د ارزونې وخت راکم شي او کېس په درېیم هېواد  کې و نه ځنډېږي. په هرصورت، ځینې اضافي طبي معاینې او واکسینونه به بیا هم په درېیم هېواد  کې ترسره شي.

څلورم پړاو: د پاسپورټ فزیکي تسلیمول

په دې پړاو کې، پاسپورتونه په شخصي توګه د غوښتونکو څخه راټولېږي. د CARE ټیم یو استازی به له غوښتونکو سره د پاسپورټونو د سپارنې په تړاو اړیکه ونیسي. دغه اړیکه تر روغتیايي معایناتو کابو درې اونۍ وروسته له غوښتونکو سره نیول کېږي او له غوښتونکو څخه به وغواړي چې خپل پاسپورتونه په کابل کې په یوه ټاکلي ځای کې د اړونده درېیم هیواد ویزې ترلاسه کولو په موخه وسپاري.

د یادونې وړ ده چې، غوښتونکي باید خپل اصلي پاسپورټونه او الیکټرونیکي تذکرې یا هم کاغذي تذکرې او منل شوې انګریزي ژباړې پاموړ ځای کې اړوند مسولینو ته وسپاري.

د درېیم هیواد ویزې په ترلاسه کولو سره به، غوښتونکو ته د الوتنې ټکټونه ورکړل شي.

پنځم پړاو: الوتنه

هیڅ مهالویش نه شته چې تر دویمې اړیکې وروسته ستاسو د الوتنې  وخت وښیې. لېږد او الوتنه په بېلابېلو فکتورونو پورې اړه لري لکه SIV، P2، P1، IV، په مرکزونو کې د کډوالو د کېسونو د شمېر لوړوالی، د استوګنې په کمپ کې ځای، د الوتکې اندازه، او داسې نور. نو خپل ژوند په سفرونو پورې مه تړئ چې کېدای شي نږدې نه وي. خو په عمومي توګه، الوتنه کیدای شي په لاندې ډول ترسره شي:

  • د الوتنې څخه یوه یا دوه ورځې مخکې به، د CARE ټیم استازی یا د کېس کارکوونکی تاسو سره اړیکه ونیسي او له تاسو څخه به وغواړي چې الوتنې ته چمتو اوسئ.
  • همدارنګه، پام وړ درېیم هېواد  ته د الوتنې په پام کې نیولو سره، تاسو ته د کوویډ - 19 واکسین کولو غوښتنه کېدای شي.
  • تاسې په ټاکلې نېټه او وخت د کابل هوايي ډګر ته ځئ، هلته به لازم انتظامات وشي او لازمې لارښوونې به درته وشي.
  • تاسو به په ټاکلي وخت پاموړ درېیم هېواد  ته الوتنه وکړئ او بیا به تاسو اړوند کمپ ته لېږدول کېږئ .
  • تاسو به په پاموړ کمپ کې ځای په ځای شئ او ستاسو د خوړو بندوبست به و شي. همدا راز ستاسو د هوساینې لپاره په کمپ کې د ورځنیو اړتیاوو او درملو په ګډون ځینې نورې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د اړیکې او الوتنې تر منځ وخت څومره دی؟

که تاسو سره اړیکه نیول شوې وي او درته ویل شوي وي چې تاسو د الوتنې لپاره په لیست کې شامل شوي یاست، تاسو باید په افغانستان کې د خپل سفر همغږي کوونکي سره اړیکه ونیسئ ترڅو نور اړین معلومات ترلاسه کړئ. که له تاسو څخه د پاسپورت یا سفر کولو دمخه د معلوماتو راټولولو لپاره اړیکه نیول شوې وي، دا په دې معنی نه ده چې تاسو د لېږد یا الوتنې لپاره غوره شوي یاست. همدارنګه، تاسو باید داسې فکر ونه کړئ چې ستاسو الوتنه به ژر ترسره شي، ځکه چې کله کله دغه چاره میاشتې وخت نیسي.

ولې زه له کابل څخه نېغ په نېغ امریکا ته نه لېږدول کېږم؟

د امریکا د کډوالۍ قانون حکم کوي چې د دغه هېواد  د سفارتونو او قونسلګریو ټول افسران کولای شي چې د ویزې په مرکه کې د ګډون پر مهال وړ غوښتونکو ته ویزې ورکړي. له همدې امله، دا اړینه ده چې لومړی د امریکا د کډوالۍ د افسرانو سره د مرکې لپاره درېیم هېواد ونو ته خلک ولېږدول شي. په دې لارښود کې د درېیم هېواد  څخه موخه هغه هېواد ونه دي چېرې چې د متحده ایالاتو سفارت فعال دی او افغانانو ته د کېس بیاکتنې، مرکې او ویزې ورکولو په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.

ولې د CARE ټیم له لارې د لېږد په اړه رسمي معلومات نه شته؟

متحده ایالات د تخیلې او بیا مېشتولو د بهیر په اړه دمخه معلومات نه ورکوي. دغه هېواد د امنيتي دلايلو له مخې د افغانانو د لېږد په اړه معلومات پټ ساتي او د لېږد بهیر يې هم په پټه، خو په افغانستان کې د واکمنې ډلې او د قطر او نورو اړوندو هېوادونو له حکومت سره په همغږي ترسره کېږي، له همدې امله د دې بهیر په اړه معلومات نه خپرېږياو هیڅوک د امریکا د حکومت لوړ پوړو چارواکو او بنسټونو پرته د تخلیې د بهیر په اړه معتبر معلومات نه لري.

د امریکا په سفارت کې د SIV کېس لرونکي مرکه

په دې لارښود کې د امریکا په سفارت یا قونسلګرۍ کې د مرکې لارښود ولولئ. دا یو جامع لارښود دی چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) لپاره غوښتنه کوي. دا لارښود د مرکې بهیر په اړه ارزښتناکه معلومات وړاندې کوي. که تاسو د SIV کېس افغان غوښتونکي یاست، نو دا خورا مهمه ده چې پوه شئ چې مرکه د متحده ایالتونو د ویزې ترلاسه کولو لپاره یو اړین ګام دی.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولای شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

 (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

اینسټاګرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)

مسنېجر (@beporsed)