پنج هزار بورسیه تحصیلی ترکیه برای دانش‌جویان-02.jpg

ترکیې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو لپاره د نړیوالو محصلینو ته پنځه زره (۵۰۰۰) بورسونه اعلان کړي دي. هر کال، ترکیه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې خپلو معتبرو پوهنتونونو ته دغه شمېر محصلین جذبوي.

د ترکیې سکالرشيپونه (Türkiye Scholarships) چې د ترکیې دولت له لوري تمويل کېږي، موخه یې د هېوادونو او ټولنو ترمنځ د همكارۍ را منځ ته کول او د دوه اړخیز تفاهم د پياوړتيا لپاره د راتلونكو مشرانو د شبكې جوړول دي. افغان زده ­کوونکي هم کولای شي دغو سکالرشیپونو ته غوښتنلیک وسپاري.

هغه څه چې د ترکيې سکالرشیپونه له نورو سکالرشیپونو جلا کوي دا دي چې یاد بورسونه نه یوازې مالي ملاتړ، د زده­کړو فیس، د استوګنې او روغتیا بیمه رانغاړي، بلکې ګټونکو ته په ټولو کچو کې د لوړو زده­کړو د ځای، پوهنتوني، علمي، ټولنیزې او کلتوري اسانتیاوې هم برابروي.

اړین عمومي معلومات

  • د سکالرشیپونو درجې: د ترکیې سکالرشیپونه د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده ­کړو لپاره غوښتنلیکونه مني.
  • له ژبې سره د بلدتیا اسناد: د ترکیې په پوهنتونونو کې ډیری پروګرامونه په ترکي ژبه تدریس کیږي. په ورته وخت کې، ځینې پوهنتونونه ممکن په انګلیسي او نورو ژبو پروګرامونه وړاندې کړي. هغه کاندیدان چې غواړي په دغو پروګرامونو کې زده­کړه وکړي اړ دي چې د ژبې منل شوی نړیوال سند (TOEFL یا نور مساوي سندونه که چیرې پوهنتون په رسمي ډول د منلو وړ وي). ډیری دا ډول پروګرامونو ته د (GRE، GMAT، SAT، او نور) څېر نړیوالو ازموینو د پایلو سند وړاندې کول اړین دي. نوماندان کولی شي د غوښتنلیک سیسټم کې د پروګرامونو د غوره کولو پرمهال د لارښوونې ژبه وګوري. همدارنګه، د توركيې د بورسونو ټول ګټونكي چې د د ترکي ژبې د C1 درجې سند نه لري، بايد د توركي ژبې په یو كلن كورس كې ګډون وكړي او د خپل تعليمي كال تر پايه د C1 درجې سند ترلاسه كړي.
  • د زده ­کړو څانګې: د ترکیې په سکالرشیپونو کې د زده­کړو ټولې څانګې په پام کې نیول شوې دي.
  • د بورسونو شمېر: ۵۰۰۰

په سکالرشیپ کې څه شامل دي؟

  • د زده­ کړو فیس
  • د ترکي ژبې د ۱ کلن کورس، تر څو د ترکي ژبې د C1 سند ترلاسه کړئ.
  • زده­ کوونکو ته د استوګنې ځای چمتو کوي.
  • ترکیې ته ستاسو په سفر کې ستاسو ملاتړ د زده ­کړې دورې په پای کې خپل هیواد ته د راستنېدو لګښت او د الوتنې ټیکټ.
  • روغتیايي اسانتیاوې او بیمه.
  • میاشتنی معاش: د لیسانس ، د ماسټرۍ لپاره ۱۴۰۰ لېرې او د PhD په لپاره ۱۸۰۰ لېرې.

د غوښتنلیک سپارلو نیټه

د ترکيې د ۲۰۲۴ کال د سکالرشیپونو لپاره د نړۍ د ټولو هېوادونو د زده کوونکو غوښتنلیکونه به په یوه دوره کې ترلاسه شي او نړیوال محصلین کولای شي د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له ۱۰مې څخه د همدې کال د فبرورۍ ۲۰مې پورې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول وسپاري.

اړین اسناد

د هغو غوښتنلیکونو لپاره چې په انلاین ډول د ترکیې د بورسونو د غوښتنلیک سپارنې سیسټم (TBBS) له لارې استول کېږي، ټول غوښتونکي باید لاندې اسناد سیسټم ته پورته کړي:

  • د هویت معتبر سند لکه تذکره یا پاسپورټ (د کاغذي تذکرې انګریزي ژباړه یا الیکټرونیک تذکره غوره ده)؛
  • د نوماند عکس چې لږترلږه په تېر یوه کال کې اخیستل شوی وي؛
  • د ملي ازموینې پایلې (که شتون ولري)؛
  • د لیسانس ډیپلوم یا د ۱۲ ټولګي د فراغت شهادنامه؛
  • ټرانسکریپ (د پوهنتون د نومرو ټرانسکريپ)؛
  • د نړیوالو ازموینو پایلې (GRE، GMAT، SAT، او نور) (که د غوره شوي پوهنتون یا پروګرام له لوري اړین وي)؛
  • ژبې د نړیوالې ازموینې پایلې لکه TOEFL، DELF (که د غوره شوي پوهنتون یا پروګرام له لوري اړین وي)؛ او
  • د څېړنې موضوع لپاره پروپوزل او د یادې څیړنې لیکلې بیلګه چې تاسو یې ترسره کړې (یوازې د پی ایچ ډی غوښتنلیکونو لپاره).

د منل کېدو لپاره معیارونه او شرایط

علمي لاسته راوړنه (دنومرو کچه)

  • د لیسانس نوماندانو لپاره: ۷۰٪
  • د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره: ۷۵٪
  • د روغتیایی علومو نوماندانو لپاره (طب، د غاښونو او فارمسۍ) لپاره: ۹۰٪

د سکالرشیپ لپاره معیاري عمر

  • د لیسانس لپاره: د ۲۱کلونو څخه کم عمر
  • د ماسټرۍ لپاره: د ۳۰ کلونو څخه کم عمر
  • د پی ایچ ډی (دوکتورا) لپاره: د ۳۵ کلونو څخه کم عمر
  • د څېړنې یا ریسرچ سکالرشیپ لپاره: د ۴۵ کلونو څخه کم عمر

څوک غوښتنلیک سپارلی شي؟

  • د ټولو هیوادونو اتباع.
  • فارغان یا هغه څوک چې د روان تعلیمي کال په پای کې (د 2023 اګست څخه مخکې) فارغ شي.
  • څیړونکي او اکادمیکان.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟

د غوښتنلیک سپارلو پړاوونه

  • غوښتونکي اړ دي چې تر هر څه وړاندې د ترکیې د سکالرشیپونو په انلاین سېسټم کې اکونټ جوړ کړي. د اکونټ جوړولو لپاره دلته کښېکاږئ. په یاد ولرئ چې د اکونټ جوړولو وروسته باید ۳۰ څخه تر ۶۰ دقیقو پورې په تمه پاتې شئ تر څو ستاسو اکونټ د سېسټم له لوري ومنل شي.
  • په دویم ګام کې ټول اړین اسناد د خپل اکونټ له لارې د ترکیې د بورسونو د غوښتنلیک سپارنې سیسټم (TBBS) ته پورته کړئ.
  • کله مو چې په سیسټم کې خپل معلومات ثبت او اړین اسناد مو پورته کړل، له خپلې خوښې او مسلک سره سم هغه پوهنتونه لیسټ کړئ چې غواړئ د زده­ کړې پکې وکړئ.
  • په دې پړاو کې له خپل مسلک سره سم اراده لیک (Letter of Intent) ولیکئ، او په ترکیه کې د زده کړو لپاره د خپل قصد، ارادې او علاقې څرګندونه پکې وکړئ.
  • د وروستي پړاو په توګه، خپل غوښتنلیک له پیل څخه تر پای پورې یوځل بیا وګورئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې په غوښتنلیک کې مو اړین مسایل هېر شوي نه وي. کله چې ډاډه شوئ نو خپل غوښتنلیک وسپارئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د غوښتونکو اسناد او غوښتنلیکونه د ترکیې د بورسونو د ارزونې کمېټې له لوري د ۲۰۲۴ کال د مارچ، اپرېل او مې په میاشتو کې ارزول کېږي او د جون او جولای په میاشتو کې به له وړ کاندیدانو سره انلاین مرکه وشي.

د پایلو اعلان

د ترکیې د بورسونو ارزونې کمېټه به د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په لومړیو کې خپله وروستۍ پرېکړه او د ارزونو پایلې اعلان کړي. که تاسو د غوښتنلیک فورم په سمه توگه ډک کړی او وړ اسناد چمتو کړي وي نو تاسو ته به یو مثبت ځواب درکړل شي. له غوره شویو غوښتونکو سره د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په میاشت کې د راتلونکو گامونو په موخه اړیکه نیول کېږي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

د نورو معلوماتو لپاره د ترکیې د سکالریشپونو انلاین سیسټم (TBBS) وېبپاڼه وگورئ.

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

(www.beporsed.org/ps)وپوښتئ ویبپاڼه  

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

اینسټاګرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)

مسنېجر (@beporsed)