د امریکې متحده ایالاتو دولت په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د کورنیو غړو سره د بیایوځای کېدو (Afghan Family Reunification) لپاره یې یو ځانگړی پورټل رامنځته کړی دی. د دې پورټل په جوړولو سره به د امریکې متحده ایالات په دې هېواد کې خپلو اتباعو او مېشتو افغانانو سره چې د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې پاتې دي، مرسته کوي څو په دې متحده ایالاتو کې بیا یوځای شي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه کې د افغانانو لپاره د کورنۍ د بیایوځای کېدو په نوم یو ځانگړی پورټل پرانیستی دی چې په دې هېواد کې مېشت افغانان وکولی شي د دوی د استوگنې د وضعیت پر بنسټ د خپلې کورنۍ غړي راوغواړي.
په دې توگه د امریکې اتباع اجازه لري چې خپل مېرمن یا خاوند او ماشومانو ته چې په هر عمر او مدني حالت کې وي د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړي. د متحده ایالاتو اتباع چې عمر یې له 21 څخه پورته وي کولی شي تر ځانگړو شرایطو لاندې د خپلو ورونو، خویندو او والدینو لپاره د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړي.
دا لیکنه د متحده ایالاتو اتباعو او دایمي اوسېدونکو لپاره د لوستلو ارزښت لري چې غواړي په دې هېواد کې د خپلې میرمنې یا خاوند، ماشومانو او د کورنۍ ځينو نورو غړو سره یوځای شي. د یادولو پر شرایطو برابر ده چې په دې لیکنه کې معلومات د یاد شوي پورټل د ترتیب په نظر کې نیولو سره وړاندې شوي دي.

عمومي شرایط

د USC او LPR دایمي اوسېدونکي کولی شي چې د والدینو په گډون د کورنۍ ډېر شمېر غړو لپاره غوښتنه وکړي. د کډوالۍ ځانگړي ویزې (SIV) لرونکي چې په متحده ایالاتو کې مېشت دي د LPR وضعیت لري، کولی شي د خپلې کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنه وکړي.
هغه کسان چې د USC یا LPR د متحده ایالاتو دایمي اوسېدونکي دي د خپلې کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو پر شرایطو برابر دي. په عمومي ډول د کورنۍ غړو سره د بیایوځای کېدو غوښتنه په لاندې مواردو پورې اړه لري:
  • په متحده ایالاتو کې د اوسېدونکي قانوني وضعیت او د اوسېدو ډول؛
  • په متحده ایالاتو کې د فرد او د هغه د کورنۍ د غړو ترمنځ نسبت یا اړیکه؛
  • د غوښتنلیک ټول ډولونه شواهدو ته اړتیا لري څو ثابت کړي چې په متحده ایالاتو کې یو کس د غړیتوب لپاره د غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی؛ او
  • د غړو د بیایوځای کېدو غوښتنه هم یو فیس لري، کوم چې غوښتونکی باید په غاړه واخلي.
د متحده ایالاتو اتباع (USC) کولی شي خپلو د ژوند گډ ملگري، ماشومان چې په هر عمر او مدني حالت کې وي او همدارنگه ورونو، خویندو او والدینو لپاره د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړي. هغه کسان چې د متحده ایالاتو د دایمي استوگنې کارت (LPR) لري، دوی خپل مېرمن یا خاوند او د 21 کلونو څخه کم عمرلرونکي ناواده شوي ماشومان متحده ایالاتو ته د کډوالو پر شرایطو برابر گڼل کېږي.
هغه کسان چې د مهاجرت ځانگړي ویزې (SIV) پروگرام له لارې د متحده ایالاتو د دایمي استوگنې کارت ترلاسه کړي یا د لنډمهاله بشري استوگنې یا د سیاسي پناه کېس ولري، د دوی د ژوند ملگري او ماشومان چې له 21 کلونو څخه کم عمر ولري متحده ایالات ته د کډوالۍ پر شرایطو برابر گڼل کېږي.
ستاسو د ژوند ملگری، ماشومان او د کورنۍ نور غړي اړتیا نه لري وښيي چې دوی په خپل هېواد کې څارل شوي یا شکنجه شوي دي. ځینې ​​​​سخت شرایط ممکن ستاسو د خویندو او والدینو سره د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنه وکړي، خو د ژوند ملگري او ماشومانو سره یوځای کېدل په ساده توگه ترسره کېږي.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟

د افغان کورنۍ د غړو د بیایوځای کېدو پورټل کې معلومات وړاندې شوي چې څنگه په متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو په گډون د متحده ایالاتو اتباعو څخه نیولې د دایمي اوسېدونکي کارت لرونکي او د بشردوستۍ موقتي اوسېدونکي څنگه د خپلو کورنۍ غړو سره بیایوځای کېدی شي. لاندې د یاد پورټل په نظر کې نیولو سره معلومات وړاندې شوي دي:

۱ - د بشردوستۍ ویزې لرونکو (Humanitarian Parole) لخوا غوښتنلیک

که تاسو متحده ایالاتو ته د بشردوستۍ ویزې پر بنسټ دې هېواد ته دننه شوي یاست او بیا د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) ورکړل شوی وي، ستاسو د گډ ژوند ملگری او له 21 کالو څخه کم عمرلرونکي ماشومان کېدی شي متحده ایالاتو ته د داخلېدو پر شرایطو برابر وي.
تاسو به د DS-4317 فورمې سره د خپلې کورنۍ د غړو سره د بیایوځای کېدو په موخه خپل غوښتنلیک پروسه پیل کړئ. د دې فورمې آنلاین پورتل د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له لوري غوښتونکو ته فعاله کړې چې تاسو یې ډکولی شئ. تاسو به دا فورمه د کار کولو د اجازه لیک (EAD) پر بنسټ ډکه کړئ. دا فورمه به ډېر ژر خپره شي او په دې توگه با تاسو وکولی شي خپل غوښتنلیک وسپارئ.

۲- د پناه غوښتونکو لخوا غوښتنلیک

که تاسو په قانوني توگه په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکي په توگه یاست، ستاسو له 18 کلنۍ څخه پورته او ستاسو له 21 کلونو څخه کم عمرلرونکي ناواده شوي ماشومان ممکن متحده ایالاتو ته د کډوالۍ پر شرایطو برابر وي.
د دې لپاره چې د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، تاسو اړتیا لرئ د  I-730  فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. په دې لینک کې د i-730 فورمې د ډکولو او سپارلو لارښود ولولئ.
له تاسو څخه به وغوښتل شي چې پر ذکر شوي فورمې سربیره د i-824 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. په دې لینک کې د I-824 فورمې په هکله لارښوونې ولولئ.

۳- نامزد ته په متحده ایالاتو کې د مېشت کس لخوا غوښتنلیک

ټول اتباع، قانوني اوسېدونکي، د کډوالۍ ځانگړي ویزې لرونکي او د متحده ایالاتو نور دایمي اوسېدونکي باید د نامزد یا کوژدن شوي کس (غیررسمي مېرمن) سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره د I-129F فورمه ډکه او وسپاري. په دې لینک کې د پورته ذکر شوي فورمې لارښود ولولئ. تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو په وېبپاڼه کې د نامزد سره د بیایوځای کېدو لارښوونې ولولئ او د هغه په نظر کې نیولو سره عمل وکړئ.

۴- د متحده ایالاتو اتباعو لخوا غوښتنلیک

که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست ستاسو مېړه یا مېرمن، ماشومان او مور او پلار کېدی شي متحده ایالاتو ته د ژر کډوالۍ پر شرایطو برابر وي. د متحده ایالاتو اتباع کولی شي د خپلو خویندو، ورونو او ناواده شوي بالغ ماشومانو (د 21 کلونو څخه کم او پورته عمرلرونکي) لپاره غوښتنه وکړي چې د ویزې ترلاسه کولو وروسته دې هېواد ته کډوال شي.
د کورنۍ غړو (مېړه یا مېرمن، ماشومان، خور، ورور، او مور او پلار) سره د بیایوځای کېدو د غوښتنلیک سپارلو لپاره تاسو اړتیا لرئ چې د I-130 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. همدارنگه، د آفلاین فورمې پرځای تاسو کولی شئ د I 130  انلاین غوښتنلیک فورمه هم ډک کړئ. په دې لینک کې د i-130 فورمې د ډکولو او سپارلو په برخه کې لارښوونې ولولئ.
تاسو به پر ذکر شوي فورمې سربیره د i-864 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. په دې لینک کې د I-864 فورمې لپاره لارښوونې ولولئ.

۵- د متحده ایالاتو د قانوني اوسېدونکو لخوا غوښتنلیک

که تاسو د متحده ایالاتو قانوني اوسېدونکي یاست، ستاسو د گډ ژوند ملگري او په هر عمر کې ناواده شوي ماشومان ممکن متحده ایالاتو ته د کډوالۍ پر شرایطو برابر وي.
د دې لپاره چې د خپلې میرمنې یا خاوند او ماشومانو سره د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، تاسو اړتیا لرئ د I-130 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. همدارنگه، د آفلاین فورمې پرځای تاسو کولی شئ د I 130  انلاین غوښتنلیک فورمه هم ډک کړئ. په دې لینک کې د i-130 فورمې د ډکولو او سپارلو په برخه کې لارښوونې ولولئ.
تاسو به پر ذکر شوي فورمې سربیره د i-864 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. په دې لینک کې د I-864 فورمې لپاره لارښوونې ولولئ.

۶- د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانگړي ویزې (SIV) لرونکي لخوا غوښتنلیک

که تاسو د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانگړې ویزې پر بنسټ دایمي اوسېدونکي یاست، له 18 کلنۍ څخه پورته ستاسو مېرمن یا خاوند او له 21 کلنۍ څخه کم عمرلرونکي ناواده شوي ماشومان کېدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ پر شرایطو برابر وي.
د دې لپاره چې د خپلې میرمنې یا خاوند او ماشومانو سره د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، تاسو اړتیا لرئ د I-130 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. همدارنگه، د آفلاین فورمې پرځای تاسو کولی شئ د I 130  انلاین غوښتنلیک فورمه هم ډک کړئ. په دې لینک کې د i-130 فورمې د ډکولو او سپارلو په برخه کې لارښوونې ولولئ.

اړین اسناد

د امریکې اتباع لپاره چې د کورنۍ غړو سره د بیایوځای کېدو غوښتنه کوي اړین اسناد د استوگنې ډول او امریکې تابعیت د ډول په نظر کې نیولو سرهتوپیر لري خو په ټوله کې په لاندې ډول دي:
  • یو سند چې ثابتوي تاسو USC لرئ؛
  • ستاسو د زېږون کارت یوه کاپي چې ښیې تاسو په متحده ایالاتو کې زېږیدلی یاست؛
  • ستاسو د تابعیت کارت یوه کاپي؛
  • په بهر کې د زېږون د FS 240 قونسلگرۍ راپور (CRBA) یوه کاپي؛ او
  • د متحده ایالاتو د نه ختمیدونکي پاسپورټ یوه کاپي.
د گډ ژوند ملگري او ماشومانو لپاره اړین اسناد په لاندې ډول دي:
  • نکاح خط د خپل مېړه یا مېرمن سره ستاسو د اړیکو ثابتولو لپاره؛
  • که تاسو مخکې واده کړی وي د اړینو اسنادو یوه کاپي لکه طلاق خط یا د مړینې سند چې وښیي ستاسو پخوانی واده پای ته رسېدلی؛
  • د ماشومانو د زېږېدنې کارتونه دوی سره ستاسو د اړیکې ثابتولو لپاره؛
  • د کورنۍ د غړو پاسپورټونه؛
  • د کورنۍ د غړو نوي او روښانه عکسونه؛ او
  • کېدای شي له تاسو څخه د کورنۍ د غړو سره د اړیکو د ثابتولو لپاره د ځینو نورو اسنادو غوښتنه وشي.
د امریکې اتباع د کورنۍ د نورو غړو (خویندو، وروڼو او والدینو) لپاره اړین اسناد په لاندې ډول دي:
  • ستاسو د خویندو او ورونو د زېږون کارتونه ترڅو دوی سره ستاسو اړیکه ثابته کړي؛
  • که تاسو غواړئ خپلې مور ته غوښتنلیک وسپارئ، ستاسو د زېږون کارت ته اړتیا ده چې ستاسو د مور نوم په کې وي؛
  • که تاسو غواړئ خپل پلار ته غوښتنه وکړئ، ستاسو د زېږون کارت کې ستاسو د مور او پلار نومونو شتون اړین دي؛
  • ستاسو د مور او پلار د زېږون سند چې ښیي ستاسو مور او پلار واده کړی؛
  • که اړتیا وي د کورنۍ د نورو غړو سره ستاسو د اړیکو د ثابتولو لپاره معتبر مدني اسناد؛
  • د کورنۍ د غړو پاسپورټونه؛
  • د کورنۍ د غړو نوي او روښانه عکسونه؛ او
  • کېدای شي له تاسو څخه د کورنۍ غړو سره د اړیکو د ثابتولو لپاره د ځینو نورو اسنادو غوښتنه وشي.
که ستاسو اسناد په انگلیسي ژبه نه وي، د هغو اسنادو انگلیسي ژباړه هم واستوئ. په ژباړه کې باید یو بیان شامل وي چې ژباړونکي یې یادونه کوي چې هغه په ​​دواړو ژبو روان دی.

د غوښتنلیک سپارل

تاسو د غوښتنلیک سپارلو لپاره باید لومړی اړینې فورمې او اسناد راټول او له ځان سره چمتو ولرئ. بیا غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) یو دفتر ته چېرې چې تاسو اوسېږئ واستوئ. په I-730 فورمه کې د کورنۍ غړي د غوښتنې ارزول هغه موقعیت پورې اړه لري چېرې چې تاسو ژوند کوئ.
تاسو کولی شئ د USCIS وېبپاڼې څخه هم لیدنه وکړئ ترڅو په هغه ایالت کې د USCIS ساحوي دفترونو د پست پتې وگورئ چېرې چې تاسو ژوند کوئ او بیا اړونده پتې ته خپل غوښتنلیک واستوئ.
 د خپل غوښتنلیک سپارلو دمخه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ټولو فورمو او اسنادو یوه کاپي له ځان سره ساتلی دی. حتی که تاسو اصلي اسناد ولرئ، تاسو باید تل د ټولو وروستي اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ، ځکه چې تاسو کېدی شي په راتلونکي کې ورته اړتیا ولرئ.

د غوښتنلیک له لېږلو وروسته څه پېښېږي؟

همدا چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړي، تاسو ته به د ترلاسه کېدو یو لیک واستوي. په دې لیک کې به ویل شوي وي چې ستاسو غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو لخوا ترلاسه شوی. دا لیک مهم دی ځکه:
  • تاسو ته معلومات درکوي چې د USCIS خدماتو کوم مرکز ستاسو د غوښتنلیک ارزونه کوي؛ او
  • ستاسو د غوښتنلیک د پېژندنې لپاره 13 عددي شمېره وړاندې کوي.
په یاد ولرئ چې لیک به ستاسو د کور پتې ته لېږل کېږي او دا اړینه ده چې ستاسو کره پته په غوښتنلیک کې شتون ولري. تاسو کولی شئ دې انلاین پاڼې ته لاړ شئ او د خپل 13 عددي پېژندنې شمېرې په لیکلو سره د خپل استوگنې ځای یا کور پته بدل کړئ.

د غوښتنلیک انلاین تعقیب

تاسو کولی شئ د خپل انلاین غوښتنلیک پورې اړوند هر پرمختگ تعقیب کړئ. د غوښتنلیک تازه معلومات په انلاین بڼه ترلاسه کول غوره دي. تاسو د انلاین غوښتنلیک تعقیب پاڼې ته لاړ شئ او د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره د 13 عددي تشخیص شمېره دننه کړئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنې کېدای شي څو میاشتې یا ډېر وخت ونیسي څو ټول پړاوونه یې بشپړ شي. تاسو باید د خپلې غوښتنې په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره صبر وکړئ. په ځینو مواردو کې ستاسو د گډ ژوند ملگري سره مرکه کېدی شي وړاندې له دې چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي ترسره شي. په ځینو کیسونو کې کېدی شي د گډ ژوند ملگري سره مخکې له دې چې د سفر اسناد تایید، مرکه ترسره شي. که ستاسو د کورنۍ غړي لا دمخه په متحده ایالاتو کې وي، نو مخکې له دې چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي تاسو ټول به د USCIS لخوا مرکه کېږئ. په ځینو مواردو کې USCIS ممکن د مرکې غوښتنه وکړي حتی که ستاسو د گډ ژوند ملگري او ماشومان له متحده ایالاتو څخه بهر وي.
د USCIS دفتر به تاسو ته ستاسو د غوښتنلیک د پرېکړې په اړه یو لیک واستوي. ځینې ​​​​وختونه USCIS تاسو ته یو لیک استوي او له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه کوي، لکه د واده د مراسمو عکسونه لېږل. په معمول ډول شاوخوا 3 څخه تر 4 میاشتو پورې د غوښتنلیک ورکوونکي ته د اسنادو چمتو کولو لپاره وخت ورکول کېږي.
 که تاسو د خپلو ماشومانو لپاره غوښتنه کوئ، USCIS کېدای شي تاسو څخه د DNA ازموینې غوښتنه وکړي. دا د وینې معاینه کولی شي ثابت کړي چې تاسو او د کورنۍ غړي مو سره رښتیا هم تړاو لرئ. که USCIS د DNA ازموینې ته اړتیا ولري، وروسته له دې چې تاسو غوښتنلیک وسپارئ، تاسو ته به یو لیک واستول شي چې څنگه ازموینه ترسره کړئ.

که چېرې غوښتنلیک ومنل شي څه پېښېږي؟

د I-730 منل شوی غوښتنلیک د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ پروسې لومړی گام دی. دا چې د کورنۍ غړي څومره وخت نیسي د غوښتنلیک پروسې د کورنۍ د اړیکو ډول پورې تړاو لري. د کورنۍ ځینې غړي باید ویزې ته انتظار وباسي څو د دوی د کورنۍ اړیکې لپاره ویزې پیدا شي. د اړوندې ویزې لپاره د انتظار وخت په تړاو معلومات د بهرنیو چارو وزارت د ویزې اړوند ځانگړې مقاله کې ولولئ.
یوځل چې ویزه چمتو شي، بل گام په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی چېرته ژوند کوي. که ستاسو د کورنۍ غړي په متحده ایالاتو کې وي، دوی کولی شي خپل وضعیت په قانوني دایمي اوسېدونکي بدل کړي. د قانوني دایمي استوگنې د وضعیت په اړه اړین معلومات د USCIS په وېبپاڼه کې شتون لري. که ستاسو د کورنۍ غړي د متحده ایالاتو څخه بهر وي، دوی کولی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لپاره د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک طرزالعملونو په اړه نور معلومات د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې ولولئ.
په هر حالت کې د کورنۍ غړي به د متحده ایالاتو په سفارت کې خپله مرکه تېره کړي. د کورنۍ غړي امنیتي او طبي معاینات ترسره کوي او بیا ورته ویزې ورکول کېږي څو متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

د غوښتنلیک ردېدل

که ستاسو د گډ ژوند ملگری یا ماشوم پر شرایطو برابر ونه گڼل شي،USCIS به تاسو ته یو لیک واستوي. دا لیک د (Notice of Intent to Deny - NoID) په نوم یادېږي. دا لیک تاسو ته اجازه درکوي مخکې له دې چې وروستۍ پرېکړه صادره شي ځواب ورکړئ. د کورنۍ له غړو سره د بیایوځای کېدو غوښتنلیک په اړه صادر شوی پرېکړه بیاځلي نه ارزول کېږي.

مرسته او مشوره

د کورنۍ د غړو د پیوستون ټول پړاوونه او معلومات د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغان کورنۍ د غړو د بیایوځای کېدو پورټل کې ولولئ. د کورنۍ د غړو سره د یوځای کېدو په اړه ټول اړین معلومات د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼه کې شتون لري.
په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه پېچلې ده او تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي کېدی شي د کډوالۍ وکیل مرستې ته اړتیا ولرئ. په متحده ایالاتو کې د قانوني کډوالۍ د وړیا خدمتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو لیست په دې لینک کې ومومئ. په متحده ایالاتو کې د خصوصي کډوالۍ وکیلانو لیست په دې لینک کې موندل کېدی شي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)