Afghans US Case holder Protection in Pakistan P.jpg

په یوه وروستي ګام کې، پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د شاوخوا ۱.۷ میلیونو غیرقانوني مهاجرینو د پېژندلو او ویستلو لپاره په پراخه پیمانه عملیات پیل کړي دي. د دې عملیاتو موخه په هېواد کې د غیرقانوني کډوالۍ ستونزې هوارول دي. د پایلې په توګه، ډیری افغانانو خپل هېواد ته راستنیدو لاره غوره کړې ده.

د پاکستان د لنډمهالي کورنیو چارو د وزیر په وینا، دا عملیات په ځانګړې توګه غیرقانوني افغان کډوال په نښه کوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو (United Nations) تر پوښښ لاندې کډوال به اغیزمن نه شي. حکومت د ناقانونه کډوالو او د ملګرو ملتونو په ملاتړ د کډوالو تر منځ د توپیر په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

د دې عملیاتو په درشل کې، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د متحده ایالتونو له سفارت څخه د هغو افغان اتباعو د لیست په جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې چې متحده ایالتونو ته د سفر یا مهاجرت پروسې لپاره یې غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي. د دې لیست موخه په پاکستان کې د دغو خلکو د احتمالي نیول کېدو او شړلو مخنیوی دی. سربېره پر دې، هغه کسان چې په لیست کې دي، کله چې د دوی د کېس ارزونه بشپړه شي او دوی د وتلو لپاره چمتو وي، له دوی سره به د وتلو اجازې (Exit Permit) ترلاسه کولو کې مرسته او ملاتړ وشي.

د دې لپاره چې له اخراج څخه د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شي او د کیس د بریالۍ ارزونې وروسته د وتلو اجازې (Exit Permit) د اسانه وتلو اسانتیاوې برابرې شي، د پاکستان حکومت ته د نومونو، د زېږون نیټې او تابعیت اسناد ورکړل شوي یا به ورکړل شي. دا معلومات دوی د پاکستان حکومت سره مرسته کوي چې کېس لرونکي تر هغه وخته په پاکستان کې پاتې شي تر څو چې د دوی کېس نه وي ارزول شوی. افغان اتباعو ته سپارښتنه کېږي چې هر وخت خپل پاسپورټ او د پاکستان ویزې سره یو لیک، چې پیغام سره ضمیمه وي، وساتي. سپارښتنه کېږي چې د دې اسنادو فزیکي او ډیجیټل کاپي جوړه کړئ او په خوندي ځایونو کې یې په جلا توګه زېرمه کړئ. که چېرې د پاکستاني چارواکو لخوا پوښتنه وشي، اشخاص باید دا لیک وړاندې کړي، کوم چې د دوی د لنډمهاله خوندیتوب د دریځ تصدیق کوي.

په یاد ولرئ چې ضمیمه شوي لیک کې ممکن د کورنۍ ټول غړي په کيس کې شامل نه وي، په ځانګړې توګه که چېرې د راجع کولو په وخت کې د دوی معلومات د امریکا حکومت ته نه وي ورکړل شوي. په هرصورت، اشخاص به دا فرصت ولري چې د متحده ایالتونو په سفارت کې د لومړنۍ مرکې په لړ کې د کورنۍ پاتې غړي په کيس کې شامل کړي. د کورنۍ ټول غړي، پرته له دې چې په لیک کې یې نومونه وي، باید له نیول، توقیف، یا اخراج څخه خوندي وساتل شي.

د سمدستي خوندیتوب ګواښونو یا خوندیتوب اندیښنو په صورت کې، اشخاصو ته سپارښتنه کېږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د خونديتوب مرستندوی اړیکو مرکز سره اړیکه ونیسي. UNHCR کولی شي په داسې شرایطو کې نورې مرستې او لارښوونې وکړي. سربېره پر دې، هغه کډوال چې په پاکستان کې دي باید په PIC@iom.int کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) سره اړیکه ونیسي، د دوی د USRAP د کيسونه شمیره، نوی ځای، او د اړیکو تازه معلومات چمتو کړي. دا به د پروسس مناسب دفتر ته د دوی د کيسونه اسانه لیږد یقیني کړي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د شړلو عملیات دوام لري، له افغان اتباعو څخه غوښتل شوي چې هوښیار پاتې شي او د دوی د خوندیتوب او هوساینې د یقیني کولو لپاره اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

کډوالو ته سپارښتنه کېږي چې د کډوالو د بدلېدونکي وضعیت څخه باخبره پاتې شي او د اړتیا په صورت کې له اړوندو چارواکو او سازمانونو څخه ملاتړ وغواړي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)