طرح ایرانبرای اخراج مهاجران بدون اسناد افغان از این کشــــــور-02.jpg

ایران په وروستیو کلونو کې دې هېواد ته د افغانانو د کډوالۍ له ستونزې سره مخ شوی دی. په افغانستان کې د ناسم امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله په سلګونو زره افغانانو په ایران کې پناه اخیستې ده. خو په وروستیو کلونو کې د ایران حکومت پرېکړه کړې یو شمېر هغه افغان کډوال چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، اخراج کړي. د افغان کډوالو د ویستلو دغه سیاست په ایران کې دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران حکومت په پرله پسې ډول له دغه هېواده بې اسناده افغانان ایستلي دي. دې پرېکړې هغه افغان کډوال چې مخکې له قانوني سفري اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسېدل او هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي وضعیت له بدلون وروسته ایران ته داخل شوي وو، د اخراج له خطر سره مخ کړي دي. سربېره پر دې، ډېر افغانان هم شته چې د ایران له خاورې کار اخلي څو ترکیې او له هغه ځایه نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په ایران کې د افغانانو د مهاجرت او اوسېدو د قانوني اسنادو څېړل او د پناه غوښتنې د قوانینو او د هغوی د اوسیېدو د وضعیت څېړل کولی شي د هغوی د اخراج په دلایلو ښه پوهېدو کې مرسته وکړي. په دې دلایلو کې کېدی شي امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي لاملونه شامل وي. د ایران حکومت ممکن د کډوالو لپاره د مناسب ژوند شرایط رامنځته کولو او یا نورو سیاسي لاملونو له امله د قانوني استوګنې اسنادو پرته د کډوالو د شړلو پرېکړه کړې وي.

له ایران څخه د افغان مهاجرینو د ویستلو پالیسي هغه پرېکړه ده چې د ایران د حکومت په اجنډا کې ځای پر ځای شوی او په وروستیو اونیو کې تر بل هر وخت چټک شوی دی. په پاکستان کې د افغان کډوالو د اخراج د بهیر له ګړندیتوب او په ایران کې پر هغوی د فشارونو له زیاتېدو وروسته، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۱۹ مخکې په دریو ورځو کې له دغو دوو هېوادونو څخه شاوخوا ۱۳ زره کسان افغانستان ته په زوره لېږل شوي دي. ویل شوي چې په یوه ورځ کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان له ایرانه ایستل شوي دي. دا اکثره هغه کسان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او په زوره ایستل شوي دي. دغه راز له دغو کسانو څخه يو شمېر يې د کډوالۍ له اړوندو بنسټونو څخه د پولې په اوږدو کې له ثبتولو وروسته د نغدو پيسو مرستې ترلاسه کړې دي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې غیر قانوني افغان کډوال باید له ایرانه ووځي. ښاغلی وحيدي وويل چې موږ هغه کډوال تنظيموو چې قانوني وي او ويزې ولري. د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ایرانیانو او افغان مهاجرینو تر منځ د شخړې رامنځته کول د منافقینو کار دی. دغه لوړ پوړي ایراني چارواکي دا هم ویلي چې ایران له دغو کسانو سره مرسته کړې او هغوی ته یې اسانتیاوې برابرې کړي چې زده کوونکي یې ښوونځیو ته ولاړ شي. خو ځينې کسان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ښې اړيکې په ننګونو بدلې کړي او دا د دواړو هېوادونو د دښمنانو کار دی.

تر دې مخکې هم په ایران کې د کډوالو د ځورولو راپورونه ورکړل شوي وو. د ایران د کورنیو چارو وزیر له دې مخکې ویلي وو چې د افغان کډوالو شتون د ایران لپاره امنیتي ننګونه نه ده.

ایران په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل راهیسې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی او شاوخوا درې میلیونه اوس هم په دغه هېواد کې مېشت دي. په روان کال کې د دواړو هېوادونو پر پوله د ناامنیو زیاتوالي د افغانستان او ایران ترمنځ ترېنګلتیا لاپسې زیاته کړې ده. په تېرو وختونو کې لیدل شوي چې یو شمېر ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو د اخراج د پرېکړې په دفاع کې افغان اتباع په دې هېواد کې په ټولنیزو او ښاري ګډوډیو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

تر دې مخکې، له پاکستان څخه د یو میلیون افغان کډوالو د ویستلو د پلان له اعلان وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه نېټه په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دغه پلان عملي کول لغوه کړي. خو دا به معلومه شي چې د افغان کډوالو د ویستلو په اړه د نړیوالو بنسټونو غبرګون به څه وخت په حقیقت بدل شي. له دې مخکې له پاکستان څخه د افغانانو د شړلو په اړه د کډوالۍ د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په ګډه اعلامیه کې راغلي وو: "افغانستان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له ګڼو ننګونو سره له سخت بشري بحران سره مخ دی." یاد بنسټ زیاته کړې وه: "دا ډول پلانونه به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي پایلې ولري چې د هیواد پریښودو ته اړ شوي او ممکن د بېرته راستنیدو پرمهال له جدي امنیتي خطرونو سره مخ شي."

د کډوالو یوه لویه برخه چې د اخراج سره مخ دي په کی په سلګونو زره کورنۍ شاملې دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د سیاسي وضعیت له بدلون سره او د ښځو او نجونو پر ښوونې او روزنې او کار پراخه محدودیتونه وضع کېدو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلي. دي

 UNHCRهمدارنګه هر هغه افغان ته چې په خپله خوښه بېته خپل هېواد ته ستنېږي، د ننوتلو په وخت کې ۳۷۵ ډالر ورکوي. دوی د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۲ پورې په ۲۰ کلونو کې د ۴.۳ میلیون څخه ډېرو کډوالو په خپله خوښه راستنیدنه هم اسانه کړې.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messengerیا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

 وپوښتئ وېبپاڼه  (www.beporsed.org)

 فېسبوک (@beporsed)

 ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

 اینسټاګرام (@beporsed)

 وټساپ (93729807235+)

 مسنېجر (@beporsed)