طرح پاکستان برای اخراج مهاجران بدون اسناد افغان از این کشــــــور-02.jpg

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول ناقانونه او بې اسنادو بهرنیان له دغه هېواده وباسي. دې پرېکړې هغه افغان کډوال چې پخوا یې په دغه هېواد کې د سفر له قانوني اسنادو پرته ژوند کاوه او هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي وضعیت له بدلون وروسته پاکستان ته ننوتي وو، د ایستلو له خطر سره مخامخ کړي دي.

په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې د اسلام اباد پولیسو په باړه کهو، ترینول، مهار ابادیان، ګولره او شمس ولسوالیو کې د افغان مېشتو سیمو د لټون عملیات پیل کړي او تر دې دمه یې ۸۰۰ افغانان نیولي دي. د چارواکو په وینا ۴۰۰ افغان اتباع وروسته له هغه د دوی د استوګنې د اسنادو په وړاندې کولو سره خوشې شوي دي. د اسلام اباد پولیسو زیاته کړې، چې ۳۷۵ افغانانو د هویت اسناد نه درلودل او پاتې ۲۵ افغانان به تر هغه وخته په پند کې پاتې شي، چې د دوی د هویت د اسنادو ارزونه نه وي شوې، تر ارزونې وروسته بیا به ټول له دغه هېواده وایستل شي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت وزیر جلیل عباس جیلاني وویل: هېڅ هېواد ناقانونه خلکو ته په خپل هېواد کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي، که هغه اروپا وي، که په اسیایي هېوادونو کې وي او یا زموږ په ګاونډ کې وي. نو کار دا د قانون مطابق کار دی او موږ له نړیوال چلند سره سمه دا پرېکړه کړې ده." ښاغلی جیلاني زیاتوي: "هر کله چې کومه ستونزه رامنځته شوې ده، خلکو پاکستان ته مهاجرت وکړ، په پاکستان کې یې پناه واخیسته." یوه بل پاکستاني چارواکي ویلي دي چې د دغو کډوالو د اخراج پریکړه د پاکستان له قوانینو سره سمه ده او حکومت یې د پلي کولو هوډ لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازو ویلي چې ځايي چارواکو د هغو افغانانو نیول پیل کړي چې ان قانوني اسناد هم لري. سفارت وايي، په تېرو دوو اوونيو کې تر زرو ډېر افغانان نيول شوي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر واک لاندې دی وايي، څو افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي. سفارت ویلي چې په دې اړه یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې غوښتي چې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو ډډه وکړي.

پاکستان په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي یووالي له یرغل راهیسې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی، چې شاوخوا درې میلیونه اوس هم په دغه هېواد کې مېشت دي. په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغانان قانوني اسناد نه لري او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ټولټال شمېر ۴.۴ میلیونه کېږي. په روان کال کې د دواړو هېوادونو پر پوله د ناامنیو زیاتوالی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا لاپسې زیاته کړې ده. پاکستان په دغه هېواد کې د ناامنیو ریښه په افغانستان کې میشت لاملونه بولي. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د افغانانو د اخراج د پرېکړې په دفاع کې افغان اتباع د دغه هېواد په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو د وزارت د راپور له مخې، چې د افغان کډوالو اړوند چارې تنظیموي، له ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغان کډوال لنډمهاله کارتونه لري، په داسې حال کې چې له ۸۰۰ زرو څخه زیات کسان د افغانستان تابعیت تذکرې لري. د ثبت شویو افغانانو له جملې څخه ۵۲ سلنه یې د افغانستان په شمال لوېدیځ کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ژوند کوي، نور ۳۲۱۶۷۷ افغانان په بلوچستان ایالت، ۱۹۱۵۳ په پنجاب او ۷۳۷۸۹ په سند ایالت کې ژوند کوي، چې په ټولیزه توګه د کراچۍ په بندري ښار کې ۴۱ زره ۵۲۰ کسان ژوند کوي. همدارنګه په پلازمېنه اسلام اباد کې او په کشمیر کې ۴ زره ۳۵۲ کډوال ژوند کوي.

له کډوالو سره د پاکستان چلند د فعالانو او د کډوالو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوی دی. له پاکستان څخه د یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د ایستلو د پلان له اعلان وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه په یوه ګډه اعلامیه کې له حکومت څخه وغوښتل چې پاکستان دې د دې پلان عملي کول لغوه کړي. د کډوالۍ د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په ګډه اعلامیه کې راغلي: "افغانستان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره له ګڼو ننګونو سره له سخت بشري ناورین سره مخ دی." دغه سازمان زیاته کړه: "دا ډول طرحې به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي ستونزې ولري چې له هېواده وتلو ته اړ شوي او ښايي خپل هېواد ته له ورستنېدو وروسته له جدي امنیتي خطرونو سره مخامخ شي."

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي ویلي چې د کډوالو هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي او دا اداره چمتو ده چې د یوې مناسبې حل لارې په موندلو کې له پاکستاني چارواکو سره مرسته وکړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ټولو ناقانونه مهاجرینو ته امر وکړ چې د شاوخوا ۱.۷۳  میلیون افغان اتباعو په ګډون د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له هېواد څخه ووځي او یا د جبري اخراج سره مخ شي. ځینې ​​کورنۍ د نیونې او جبري شړلو له وېرې لپاره افغانستان ته تللي دي، او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هره ورځ د هغو خلکو لپاره دغه موده ورځني ډول بیا بیا اعلانوي. د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو (ناقانونه اوسېدونکو) ته چې اټکل کیږي ۱.۷۳ ملیون وګړي به وي امر کړی د روان کال تر نومبر پورې له دغه هېواد څخه ووځي.

د مهاجرینو لوی شمېر چې د اخراج له ګواښ سره مخ دي په سلهاو زره کورنیو ته رسېږي چې د ۲۰۲۱ په اګسټ کې بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلې او د ښځو په زدکړو او کار یې پراخ محدودیتونه وضع کړل.

د بخښنې نړیوال سازمان چې څو میاشتې وړاندې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان مهاجرینو د ځورونې په اړه مفصل راپور خپور کړ، یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د دغو کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی. دغه سازمان ویلي: "ډېری افغانان چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلي، د خپلسري نیونې او د شړلو له ګواښونو سره مخ شوي دي. دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړیوالو پام نه دی ور اړولی. د افغان اتباعو بېرته ستنېدل کېدای شي د کورنۍ د غړو د جلاوالي او د کوچنیانو اخراج په ګډون د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو لامل شي.

ویل کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۸ زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د کډوالو د راستنولو یو مرکز د خیبر پښتونخوا په نوښار او بل د بلوچستان په کوټه کې دی چې هغو افغانانو ته د سفر اسانتیاوې برابروي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کیشنرۍ یا UNHCR همدارنګه هر افغان ته چې افغانستان ته له ننوتلو وروسته په خپله خوښه خپل هېواد ته راستنېږي ۳۷۵ ډالره ورکوي. دوی د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د ۲۰ کلونو په موده کې يې له ۴.۳ میلیونو څخه ډېر افغانانو په خپله خوښه بېرته راستنېدو کې اسانتیاوې برابرې کړې.

کډوالو ته د پاکستاني چارواکو خبرداری دا ځل بې مخینې جدي دی. ان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د غیرقانوني مهاجرینو ملکیتونه او هغه کاروبارونه چې دوی یې یوازې یا د پاکستاني اتباعو په ملګرتیا کې لري ضبط شي او د دوی پاکستاني شریکانو ته به جزا ورکړل شي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)