د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې په ۲۰مه نېټه، د متحده ایالاتو حکومت د هغو افغانانو لپاره چې د بشردوستانه پرول (Humanitarian Parole)، موقتي اجازې او یا د کډوالۍ له نورو قانوني لارو څخه په استفادې دغه هېواد ته راغلي ورغلي و، د لنډمهاله خوندي وضعیت (Temporary Protection Status - TPS) طرحه په پام کې نیولی و.

لکه څنګه چې په متحده ایالاتو کې د افغانانو لپاره لنډمهاله خوندي وضعیت یا TPS د پای ته رسېدو په حال کې دی، د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت (DHS) په دې وروستیو کې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره یو نوی پلان اعلان کړ چې په دې مقاله کې پرې بحث کېږي.

لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS)

د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر په ۲۱مه د متحده ایالاتو د کورني امنیت ریاست (DHS) اعلان وکړ ‌چې د افغانستان لپاره به د لنډمهاله خوندي وضعیت موده د ۱۸ میاشتو لپاره بیاځلي طرح او تمدید شي. دواړه طرحې او تمدید به د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې څخه پیل ‌کېږي او د ۲۰۲۵ کال د می په ۲۰مه پای ته رسېږي.

په متحده ایالاتو  کې د افغان وګړو لپاره چې د پارول یا موقتې اقامې اجازه یې تر لاسه کړي وي، د لنډمهاله خوندي وضعیت یا TPS د غوښتنې او یا د کډوالۍ نورو وضعیتونو لپاره چې کېدای شي شرایط یې پوره کړی وي، وړ واوسي. تاسو باید د وړتیا ټول شرایط پوره کړئ څو د د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره تایید تر لاسه کړئ. د لنډمهاله خوندي وضعیت نه شي کولی د کډوالۍ هېڅ ډول حیثیت، د دایمې قانوني استوګنې حیثیت (ګرین کارټ) په شمول، لاره هواره کړي.

آیا تاسې اوس مهال TPS لرئ؟

که ‌چېری تاسې TPS لرئ او غواړئ ‌چې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې ۲۱مې پورې مو موده نوره هم وغځوئ، تاسې باید بیاځلی د ۶۰ ورځو په موده کې ځانونه راجسټر کړئ ‌چې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر په ۲۱مه او ۲۰۲۳ کال د نومبر ۲۱مې په منځ کې کولای شئ ‌چې ځانونه راجسټر کړئ.

آیا TPS نه لرئ؟

که تاسو مخکې په غیرمعلولو لاروچارو څخه په استفادې امریکا ته دننه شوي یاست او تر دې وړاندې د TPS لپاره وړ نه وئ، تاسو اوس وړ او پر شرایطو برابر یاست. هغه کسان ‌چې د افغانستان تبعه وي (او هغه ‌چې یې تبعه نه دي خو په نږدۍ وختو کې یې په مسلسل ډول په افغانستان کي ژوند کړی وي) او بیا یې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر له ۲۱مې څخه را پدېخوا په مسلسل ډول یې ژوند کړی وي او د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له ۲۱مې راهیسې په دوامداره توګه په متحده ایالاتو کې فزیکي شتون لرلي وي، کولای شي ‌چې د TPS تر لاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندی کړي. که تاسې په لومړي ځل غوښتنلیک ‌لېږئ، نو کولای شئ ‌چې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر ۲۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې تر ۲۰مه مو غوښتنلیکونه واستوئ.

د TPS په تړاو متداولې پوښتنې

لنډمهاله خوندي ‌وضعیت (TPS) څه ته وایي؟

ځواب: TPS د کډوالۍ لنډمهاله خوندي ‌وضعیت ته وایي ‌چې د ځینو ‌هېوادونو هغو اتباعو ته ورکول ‌کېږي ‌چې په ‌هېواد کي د جګړې، طبیعي ناورین، یا نورو ناوړو شرایطو سره مخ وي او ‌هېواد ته یې بېرته ستنیدل ستونځمن وي یا یې امنیت ته خطر وي. TPS تاسو ته اجازه درکوي ‌چې په امریکا کي په موقت ډول ژوند وکړئ او په کې په قانوني توګه کار وکړئ. TPS دایمي کډوالۍ یا ګرین کارټ ته لار نه هواروي. افغان پارولیان او TPS درلودونکي ‌چې غواړي په امریکا کي په دایمي ډول ژوند وکړي، باید په امریکا کې د منل کېدو لپاره له څو لارو چارو څخه یو لکه د پناه غوښتنه غوره کړي چی ورته وړ وي.

څوک TPS لپاره درخواست ‌لېږلو ته وړ دي؟

ځواب: که تاسې افغان یاست (یا تاسې د افغانستان تابعیت نه لرئ خو هلته په وروستیو وختونو کې اوسېدلي یاست) او اوس په متحده ایالاتو کې یاست، تاسې کولای شئ ‌چې د TPS غوښتنه وکړئ. دا به تاسې ته اجازه درکړي چې په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه ژوند وکړئ او کار وکړئ تر هغه ‌چې افغانستان د TPS ‌هېوادو نومول شوی وي. هغه خلک ‌چې دایمي اقامت لري، لکه قانوني دایمي اوسیدونکي، پناه غوښتونکي یا کډوال وي د TPS لپاره وړ نه دي.

TPS ته د وړ کېدو لپاره افغان اتباع باید کوم شرایط پوره کړي؟

ځواب: د TPS د شرایطو برابرولو لپاره باید افغان تابعیت لرونکي د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر په ۲۰مه (یا د هغه څخه مخکې) په متحده ایالاتو کې ژوند کړي وي. دا په دې معنی ده چې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر په ۲۰مه په متحده ایالاتو کې مېشت وئ او تاسې په کې ژوند او کار کاوه. برسېره پر دې TPS لپاره غوښتنلیک ورکوونکی باید په متحده ایالاتو کې په مسلسله توګه د ۲۰۲۳ کال د نومبر د ۲۰مې څخه را په دېخوا پرته له بهر ته تللو ژوند کړي وي. مسلسل فزیکی شتون په دې معنی ‌چې تاسې په متحده ایالاتو کې یاست او بهر ته سفر مو نه دي کړي. په امریکا کي د اوسېدلو او فزیکي شتون په اړه ځینې استثنا‌‌‌وې شتون لري د هغو لپاره ‌چې د متحده ایالاتو څخه لنډ وخت لپاره بهر ته سفر کوي.

هغه کسان چې د TPS لپاره غوښتنه کوي باید جدي جرمي ریکارډ ونه لري. که تاسې په امریکا کي پر یوه یا دوه یا ډېرو جرمونو محکوم شوي یاست، تاسې کېدی شي د TPS ګټو یا نوي کولو لپاره وړ ونه اوسئ. هغه کسان هم TPS  ته وړ نه دي ‌چې د بل فرد په څارنې یا په ترهګریزونو فعالیتونو کې ښکېل وي یا یې ملاتړ کړي وي. که چېری تاسې TPS ته د وړتیا په هکله تشویش یا پوښتنې لرئ نو د حقوقي خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه ونیسئ.

زه متحده ایالاتو ته د متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW) په نتیجه ‌کې راغلی یم او د بشردوستانه پارولي حیثیت لرم. TPS د پارولیانو خوندیتوب ته ‌ډېر ورته برېښي، او زه پارول مخکې له مخکې لرم. زه ولې TPS ته غوښتنلیک واستوم او که ‌چېری ما ته TPS راکړل شي نو زما د پارول حیثیت سره څه ‌کېږي؟

ځواب: هغه افغانان ‌چې پارول لري او کله ‌چې TPS ورکړل شي نو خپل پارول به لا هم ورسره وي. له همدې امله باید وارخطا نه شئ. که TPS د ۱۸ نورو میاشتو لپاره وغځېږي نو یواځې هغه کسان ‌چې د مخه TPS ولري اسناد به یې تمدید کېږي. د متحدینو د ښه راغلاست عملیات له لارې راغلي افغانانو لپاره د پارول موده یواځې دوه کاله ده، دا په دې معنی ‌چې د ځینو د پارول موده ممکن د اوسني TPS مودې د مخه پوره شي. اوس مهال واضحه نه ده ‌چې USCIS به د افغانانو د پارول مودې پای ته ‌رسېدو سره د پارول موده به یو ځل بیا تمدید کړي او کنه. له همدې امله TPS ته اپلای کول کیدای شي ‌چې غوره لاره وي تر څو کډوال په متحده ایالاتو کې په قانوني ډول پاتی شي او د کار کولو اجازه لیک ‌کې یې خنډ او ځنډ واقع نه شي.

د TPS لپاره د اپلای کولو کوم وخت غوره دي؟

ځواب: که تاسی اوس مهال TPS لرئ او غواړئ ‌چې لنډمهاله خوندي ‌وضعیت مو وغځوئ نو تاسې باید د ۶۰ ورځو بیا راجسټریشن په دوره کې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر له ۲۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۲۵ مې پورې بیا راجسټر شئ څو ډاډ تر لاسه کړئ ‌چې تاسې TPS لرئ او په متحده ایالاتو کې د قانوني اوسېدلو او کار کولو په برخه ‌کې خنډ نه وي.

که ‌چېری تاسې د لومړي ځل لپاره د TPS غوښتنه کوئ، د راجسټریشن موده د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۲۵ مې څخه د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰ مې نېټې پورې دوام لري. هغه افغانان ‌چې متحده ایالاتو ته د بشردوستانه پارول له لارې راغلي وي باید لږ تر لږه ۶ میاشتې مخکې TPS ته غوښتنلیک ‌لېږلو پلان جوړ کړي څو په متحده ایالاتو کې د غیرقانوني اوسیدنې او په کار کولو ‌کې د تشې مخنیوی وشي.

د TPS غوښتنلیک پروسه څه ته وایي؟

ځواب: هغه کسان ‌چې د TPS لپاره غوښتنلیک ته لېوالتیا لري په کلکه هڅول ‌کېږي ‌چې د وړ قانوني خدماتو چمتو کوونکو سره خبرې وکړي څو ډاډ تر لاسه کړي ‌چې ټول شرایط پوره کوي او دا ‌چې د غوښتنلیک سپارلو د مخه هېڅ قانوني اندېښنه نه لري. دا مهمه ده ‌چې پوه شئ ‌چې هر کس باید د خپل TPS غوښتنلیک ولري ‌چې په هغه ‌کې مېړه یا ښځه او کوچنیان شامل دي. د TPS لپاره غوښتنلیک پهI-821  فورمه ‌کې ځای پر ځای شوی کوم ‌چې باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) سره ثبت شي. د نورو اسنادو سره یو ځای ‌چې شرایط پوره کړي، فیس او یا د فیس بښلو بشپړهI-912  فورمه و‌لېږئ. که ‌چېری د TPS غوښتونکي د کار کولو اجازه هم غواړي او یاهم غواړي ‌چې هویت لپاره اسناد ولري (لکه کوچنیان) دوی باید دI-765  فورمه ‌چې د کار کولو اجازه لیک فورمه هم ورته وایي غوښتنليک ورته و‌لېږي. د نورو جزییاتو لپاره غوښتونکي باید د USCIS وېبپاڼې سره مشوره وکړي.

 د TPS غوښتنلیک لپاره کومو اسنادو ته اړتیا ده؟

ځواب: که د لومړي ځل لپاره TPS ته اپلای کوئ نو درې شیان باید ثابت کړئ:

- اول: ‌چې تاسې د افغانستان تبعه یاست او د افغان تابعیت د ثبوت لپاره، یو غوښتونکی کولی شي پاسپورټ، د عکس سره د ز‌ېږون سند، د افغانستان د ملي هویت سند لکه تذکره ‌چې عکس او یا هم د ګوتو نښان ورسره وي درسره چمتو کړئ.

- دویم: تاسې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر میاشتې له ۲۰مې څخه را پدېخوا په متحده ایالاتو کې په مسلسل ډول مېشت یاست او د دې لپاره ‌چې امریکا ته د دننه کېدو وخت مو ثابت کړئ، تاسې کولای شئ ‌چې پر پاسپورټ مو د دخول ټاپه وښایئ، I-94  یا هم کوم بل ثبوت باید ولرئ څو ثابت کړئ ‌چې تاسې امریکا ته د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر میاشتې پر ۲۰مه یا هم له هغې مخکې راغلي یاست.

- درېیم: تاسې د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له ۲۱مې څخه را پدېخوا په متحده ایالاتو کې مسلسل په فزیکي ډول شتون لرلی دی؛ د دې لپاره ‌چې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر د میاشتې پر ۲۰مه یا له هغې مخکې مو متحده ایالاتو ته راتګ ثابت کړئ او یا دا ثابته کړئ ‌چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې ۲۱مې څخه را پدېخوا تاسې په متحده ایالاتو کې فزیکي شتون لرئ، نو تاسې کولای شئ ‌چې بېلابېل اسناد وړاندی کړئ. په دې ‌کې د کار کولو اسنادونه لکه د معاش ‌رسېد، دW2  سند، د بانک سند، د برق بل سند، د ښوونځي، روغتون یا هم ستاسې د بیامېشتېدنې لخوا چمتو شوی کاغذونه شامل دي.

د غوښتنلیک او نورو اسنادو ‌لېږلو پر مهال باید تاسې د اصلي اسنادو کاپي و‌لېږئ. اصلي اسناد مو مه ‌لېږئ. د دې لپاره ‌چې په دې اړه نور هم زده کړئ، د خپل قانوني خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه ټینګه کړئ او یا هم د USCIS  وېبپاڼه درسره وګورئ.

که تاسې TPS لرئ او غواړئ ‌چې تمدید ته یې غوښتنلیک واستوئ نو تاسې ته د هغو اسنادو بیا ځلی ‌لېږلو ته اړتیا نشته کوم ‌چې مو مخکې ‌لېږلی وي.

زه TPS لرم چی د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې پر ۲۰مه یې تاریخ پای ته رسېږي، آیا زه بیاځلی ځان راجسټر کړم؟

ځواب: اوسنی غوښتونکي ‌چې غواړي لنډمهاله خوندي ‌وضعیت تمدید کړی باید د ۶۰ ورځو د بیاراجسټر کېدو په وخت ‌کې ځان راجسټر کړي ‌چې د ۲۰۲۳ کال د ‌سپټمبر میاشتې له ۲۵مې څخه پیل ‌کېږي او د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې دوام لري څو ډاډ تر لاسه کړي ‌چې TPS او کار اجازې په منځ کی ځنډ او خنډ رامنځته نه شي.  دا مهمه په یاد کې ولرئ چې د TPS لپاره بیاځلي ځان راجستر کړئ او تر اخر وخته پورې منتظر نه شئ ځکه ‌چې که داسې وکړئ نو کېدی شي د کار کولو اجازې EAD وخت مو پای ته ورسېږي.

ما TPS ته غوښتنلیک استولی خو زما غوښتنلیک لا هم په انتظار کې ده، زه باید څه وکړم؟

ځواب: USCIS به د افغانستان لپاره د پخوانیو TPS لپاره ثبت شویو غوښتنلیکونو پروسې ته دوام ورکړي. هغه کسان ‌چې I-821  فورمه یې ‌لېږلی وي او اوس په انتظار ‌کې وي اړ نه دي ‌چې بیاځلی د لنډمهاله خوندي ‌وضعیت لپاره غوښتلینک یا اړونده I-765  فورمه د کار کولو اجازې لپار و‌لېږي. کله ‌چې USCIS د I-821 فورمه ومني نو غوښتونکي ته به د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې TPS ورکړي او هم به ورته د کار کولو اجازه و‌لېږي.

داسې ښکاري ‌چې د کډوالۍ په اړه معلومات خورا مفصل او شاید ‌ډېر درانه وبرېښي، د انفرادي قانوني مشورې لپاره ‌چېری ولاړ شم؟

ځواب: هغه کسان چې د بیامېشتېدنې ادارې سره په اړیکه ‌کې دي، کولی شي ‌چې لومړی له هغوی سره مشوره وکړي. د بیامېشتېدنې ځینې ادارې ممکن کډوالۍ خدمتونه ولري، په داسې حال ‌کې ‌چې د بیامېشتېدنې نورې اداری ممکن د ټولنو سره اړیکې یا منابع ولري ‌چې تاسې سره یې شریکولی شي. د بیامېشتېدنې ادارې سره د اړیکې د نه شتون په صورت ‌کې تاسې کولای شئ ‌چې د انټرنیټ په لیکه د دغه نوملړ له لارې وکیل پیدا کړئ. تاسې باید خپل زیپ کوډ (Zip Code) داخل کړئ څو د ټولو قانوني خدماتو چمتوکوونکو لیست وګورئ.

دا ‌ډېره مهمه ده ‌چې پوه شئ ‌چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې را پدېخوا د ‌ډېرو پارولیانو متحده ایالاتو ته له را‌رسېدلو سره د قانوني خدماتو لپاره خورا پراخه غوښتنه پیل شوی. ‌ډېری حقوقي خدمتونو چمتوکوونکي په ځانګړي ډول هغه خدمات چمتو کوونکي ‌چې یا یې فیسونه ټیټ وي او یا فیس نه اخلي د مشورې لپاره د انتظار اوږد وخت ورکوي او یا هم د لنډمهاله وخت لپاره نوي غوښتونکي یا مراجعین نه مني. دا ‌ډېره مهمه ده ‌چې له زغم څخه کار واخلۍ او په هرو څو اونیو کې د خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه تینګه کړئ څو پوه شئ ‌چې دوی نوي غوښتونکي مني او که یې نه مني.

تاسو د TPS په تړاو معلومات د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ ادارې له وبسایت څخه هم ترلاسه کولی شئ.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښت‌ی" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی ش‌ی په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښت‌ی "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیس‌ی!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښت‌ی" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښت‌ی وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)