ویزای بشردوستانه سال 2023 برازیل برای افغان‌ها-02.jpg

د برازیل دولت هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې خوندي نه دي، اجازه ورکوي چې په دې هېواد کې پناه واخلي. برازيل دغه پرېکړه د دولت رهبرۍ د 2021 کال د سپټمبر 3مې نېټې د 24 شمېرې فرمان پر بنسټ، د بشري ارزښتونو او د افغانستان د سياسي وضعيت په پام کې نيولو سره کړې، چې په ترڅ کې يې افغانانو ته بشري ویزې ورکول کېږي.

په دې لیکنه کې هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې اراده لري، د برازيل د بشردوستانه ويزو د اخیستلو او یاد هېواد ته د سفر په تړاو معلومات وړاندې شوي دي.

څوک پر شرایطو برابر دي؟

هغه کسان چې د افغانستان د سیاسي وضعیت له امله ژوند، خپلواکي او امنیت یې له خطر سره مخ وي او نه شي کولی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د برازیل د بشردوستانه ویزې د ترلاسه کولو پر شرایطو برابر دي. په ځانګړې توګه، د برازیل د بشردوستانه ویزې هغو کسانو لپاره دي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې څخه وروسته د سیاسي بدلون له امله تر جدي ګواښ لاندې دي.

د بشردوستانه ویزو په شرایطو کې نوي بدلونونه

د بشردوستانه ویزو په مقراراتو کې نوی بدلون دا دی چې د ویزې ورکړه په برازیل کې د سرپناه ظرفیت پورې اړه لري چې باید د غیر دولتي سازمانونو؛ د عدلیې او عامه امنیت وزارتونو ترمنځ د همکارۍ د تړونونو له لارې تنظیم شي.

دغه مقررات د هغو خلکو لپاره د استوګنې اجازه هم اغېزمنوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون او د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله له افغانستان څخه وتلي او برازیل ته رسېدلي دي.

دا نوي مقررات به د دوشنبې په ورځ د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر  له دویمې نېټې څخه نافذ شي او د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې به د اعتبار وړ وي. لنډمهاله ویزې به ۱۸۰ ورځې وخت ولري، په داسې حال کې چې د افغانانو لپاره د استوګنې جواز به د دوو کلونو لپاره اعتبار ولري.

له بل لوري، برازیل ته له رسیدو وروسته، له فدرال پولیسو سره د کډوالو د راجستر او د کډوالۍ د ملي ثبت کارت (CRNM) ترلاسه کولو لپاره ۹۰ ورځنۍ ورځې په خپل حال پاتې ده او د لنډمهاله ویزو او استوګنې لپاره د اړینو اسنادو شرایط هم نه دي بدل شوي.

د نامعلومې مودې لپاره د پاتې کېدو غوښتنه لاهم شونې ده، خو غوښتونکي باید ځينې ځانګړي شرایط پوره کړي، لکه د ۹۰ ورځو لپاره له برازیل څخه نه وتل، تل د کډوالۍ ادارې تر څار لاندې اوسېدل، په خپله د ژوند اسانتیاوې لرل او جرمي سابقه نه لرل پکې شامل دي­. سربېره پر دې، کډوال باید د کډوالۍ دریځ پریږدي او د کډوالۍ له امله د بشردوستانه ویزې ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي.

ویزې لپاره غوښتنه

غوښتونکي باید د برازیل د بهرنیو چارو وزارت رسمي وېبپاڼې ته لاړ شي او د بشردوستانه ویزې لپاره په انلاین بڼه خپل غوښتنلیک بشپړ او ټول اړین اسناد اپلوډ کړي. د برازیل سفارت سره د مرکې نېټه او وخت د غوښتنلیک فورمې د ډکولو په موده کې د غوښتونکي لخوا غوره کېږي. د فورمې د ټولو پړاوونو له بشپړولو وروسته، غوښتونکي به د غوښتنې کوډ ترلاسه کړي، کوم چې په راتلونکي کې فورمې ته د لاسرسي، اصلاح کولو، ډانلوډ او غوښتنلیک تعقیب لپاره کارول کېدی شي. غوښتونکي فورمه چاپوي، خپل انځور په هغې نښلوي، فورمه لاسلیک کوي او وروستۍ نسخه سکن کوي؛ اړینه ده چې د فورمې سکن شوي او چاپ شوي کاپي له ځان سره وساتي.

اړین اسناد

تذکره، پاسپورټ، د لاسلیک نمونه ، انځور او د جرم د نه ترسرکولو سند د بشردوستانه ویزې د غوښتنلیک بشپړولو لپاره اړین اسناد دي. همدارنګه، غوښتونکي باید برازیل ته د سفر لپاره د الوتکې ټکټ او یو سند (د بېلګې په توګه، د بانکي اکونټ مالي راپور) چمتو کړي چې په برازیل کې د دوی د ژوندانه مالي وړتیا وښيي او د مرکې په ورځ کې د اړوند سفارت چارواکو ته وړاندې کړي. اړین اسناد په لاندې ډول دي:

  • تذکره؛
  • پاسپورټ؛
  • د لاسلیک بېلګه؛
  • انځور؛
  • د جرم د نه ارتکاب سند (په دې لینک کې یې موندلای شئ)؛
  • د بانکي اکونټ یا حساب مالي راپور؛ او
  • د الوتکې ټکټ.

ویزې لپاره غوښتنلیک

غوښتونکي خپل شخصي برېښنالیک ته ځي او د لېږلو ادرس برخه کې د اړونده سفارت برېښنالیک ادرس لیکي؛ د برېښنالیک د موضوع په برخه کې نوم، تخلص او د مرکې لپاره غوښتنه لیکي؛ د برېښنالیک په متن کې نوم، تخلص، د پلار نوم، د زېږون نېټه او د بشردوستانه ویزې ترلاسه کولو لپاره خپله اراده لیکي چې په دې توګه بشپړ شوې فورمه هم ضمیمه کوي او برېښنالیک استوي.

د برازیل د بشردوستانه ویزه په کومو هېوادونو کې صادرېږي؟

د نویو بدلونونو پر اساس اوس مهال، د بشردوستانه ویزې یوازې په پاکستان او ایران کې د برازیل په سیاسي استازولیو یا سفارتونو کې صادرېږي چې په یادو هېوادونو کې د برازیل د سیاسي استازولیو او سفارتونو لست د دې هېواد په رسمي وېبپاڼه کې شتون لري. همدارنګه غوښتونکي کولای شي د پاکستان په اسلام اباد کې د برازیل د سفارت ویبپاڼې ته او د ایران په تهران کې د برازیل د سفارت ویبپاڼې ته مراجعه وکړي.

مرکه

غوښتونکي باید په ټاکلې نېټه او وخت کې د برازیل اړوند سفارت ته لاړ شي او چاپ شوي فورمې، پاسپورت او د مالي وړتیا ثبوت چارواکو ته وړاندې کړي. د دې مرکې په موده کې د ویزې غوښتونکي، مرکه کوونکو ته د خپل ژوند، زده کړې، کاري تجربې او د ګواښ ډولونو په اړه شرح ورکوي. د بشردوستانه ویزې غوښتونکي د چارواکو ځینو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکوي چې ټول ځوابونه او توضیحات په لیکلي ډول ثبت کېږي. د مرکې په پای کې، له غوښتونکو څخه غوښتل کېږي چې څه موده تم شي څو د سفارت له پرېکړې وروسته ځواب ترلاسه کړي.

د غوښتنلیک تعقیب

غوښتونکي دې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه کوي او د خپل غوښتنلیک کوډ، نوم او زېږون نېټې په لیکلو سره د خپل غوښتنلیک د پرمختګ په تړاو معلومات ترلاسه کړي. که چېرې غوښتونکو ته ویزه صادره شوې وي، دوی به په دې انلاین پاڼه کې خبر شي.

د بشردوستانه ویزې ترلاسه کول

د ویزې له صادرېدو سره سم، غوښتونکو ته به د برېښنالیک او ټلیفون له لارې خبر ورکړل شي. غوښتونکي کولی شي سفارت ته د بیاځلي ورتلو سره خپله ویزه ترلاسه کړي. وروسته له دې چې د بشردوستانه ویزې صادر شي، د ویزې لرونکي ۱۸۰ ورځې وخت لري چې پرې برازیل ته سفر وکړي.

 

برازیل ته تر رسېدو وروسته څه وکړو؟

ډېري نړیوالې الوتنې برازیل ته د ګوارولیوس (Guarlhos) نړیوال هوایی ډګر له لارې ترسره کېږي چې د ساوپاولو په ښار کې موقعیت لري. کله چې تاسو برازیل ته ورسېږئ او د پاتې کېدو ځای ونلرئ، عامه دولتي شبکې او د مدني ټولنې سازمانونه به تاسو ته د لنډې مودې لپاره سرپناه ورکړي. د ګوارولیوس نړیوال هوایي ډګر کې د معلوماتو او مرستې لپاره، تاسو کولی شئ د پناه غوښتونکو او کډوالو سره د بشري مرستو دفتر ته مراجعه وکړئ. دا دفتر پناه غوښتونکو ته وړیا مرستې چمتو او ټولنیزو شبکو او د عامه ساتنې ځایونو ته راجع کوي. د ګوارولیوس په هوايي ډګر کې د پناه غوښتونکو لپاره د بشري حقونو دفتر شتون لري چې خلکو ته اړین معلومات چمتو کوي. خو په عموم کې، د کورنۍ سرپناه لپاره لږ ځایونه شتون لري، له دې امله د پناه غوښتونکو لپاره دا غوره ده چې د برازیل یو اوسېدونکي سره له وړاندې په اړیکه کې وي ترڅو د رسېدلو په وخت کې د هغوی ملاتړ وکړي.

لګښت

د برازیل د بشردوستانه ویزې ترلاسه کول هیڅ لګښت نلري، خو افغان غوښتونکي باید پوه شي چې برازیل دولت هېڅ ډول مالي مرسته نه کوي او د دوی د الوتکې ټکټ، برازیل ته د سفر، د کور کرایې، د خوړو چمتو کولو او په دې هېواد کې د پاتې کېدو او نور ټول لګښتونه د دوی په غاړه دي.

لنډمهاله استوګڼه

هغه خلک چې د برازیل د بشردوستانه ویزې څخه ګټه پورته کوي او دې هېواد ته ننوځي، حق لري چې د دې هېواد خاورې ته په ننوتلو سره د پناه غوښتنه یا لنډمهاله استوګڼې غوښتنه وکړي. د لنډمهاله استوګڼې په ترلاسه کولو سره غوښتونکي کولی شي تر نامعلومې مودې لپاره په برازیل کې کار او ژوند وکړي.

بیاځلې د پناه غوښتنه

همدا چې پناه غوښتونکي په برازیل کې استوګڼ شي، نو د دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته د دوی د لېږدولو کوم پلان شتون نلري. همدارنګه، د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې په برازیل کې دي، نورو هېوادونو ته د بیامېشتېدنې خدمات نه وړاندې کوي. په هر ډول، پناه غوښتونکي پخپله کولی شي د برازیل څخه نورو هېوادونو ته د پناه غوښتنه وکړي او د اړتیا په صورت کې د نورو هېوادونو سیاسي استازولیو ته مراجعه وکړي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

افغانانو ته د بشردوستانه ویزو د ورکولو په اړه د برازیل د دولت اعلامیه په دې رسمي وېبپاڼه  کې لوستلی شئ. د برازیل د بشردوستانه ویزې په اړه ځانګړي معلومات د UNHCR یا د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رسمي وېبپاڼه کې هم د مطالعې لپاره شتون لري. د یادولو وړ ده چې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د بشردوستانه مرستو دفتر د دویم ترمینل (Mezanino - B Asa) په 116 شمېره دفتر کې موقعیت لري چې د اړیکو شمېره یې 00551124454719 او برېښنالیک یې paaguarulhos@gmail.com دی.

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed) 

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)